Categories

اعلان

Loading…

د بلخ خونړۍ پېښه او د حکومت د سولې او جګړې تګلاره

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

تېره اوونۍ طالبانو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړی برید وکړ. د افغانستان د دفاع وزارت د وروستیو څېړنو له مخې، په دغه برید کې د ملي اردو نژدې ۱۴۰ تنه سرتېري وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپيان دي. شاهین قول اردو د هېواد یوه له لویو او په شمال کې د ۹ ولایتونو په کچه تر ټولو ستره قول اردو ده. د برید پرمهال په دغه قول اردو کې تقریباً ۳۰ امریکايي پوځيان هم وو.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې تراوسه د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې ادارې تګلاره نه ده اعلان شوې؛ خو بیا هم له یو شمېر نښو-نښانو داسې برېښي، چې امریکا به په افغانستان کې یو ځل بیا پر خپل پوځي رول ټینګار وکړي. همدا لامل دی، چې د بلخ له خونړي برید وړاندې امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې “د ټولو بمونو مور” بم وغورځاوه، ورپسې د امریکا د ملي امنیت سلاکار وزیر جنرال مک ماسټر افغانستان ته په نااعلان شوي سفر راغی او ورپسې څو ورځې وروسته د امریکا د دفاع وزیر جنرال جيمز متيس هم افغانستان ته په یوه نااعلان شوي سفر راغی. د امریکا د دفاع وزیر د سفر پرمهال په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو مشر جنرال نېکولسن هم په مطبوعاتي ناسته کې وویل، چې روسیه له افغان طالبانو سره په تېره بيا د وسلو د ورکړې په برخه کې مرستې کوي.

دا چې پر شاهین قول اردو برید ولې وشو؟ دغې خونړۍ پېښې څه غبرګونونه او اغېزې له ځان سره درلودې او له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملي یووالي حکومت د سولې او جګړې تګلاره څه ده؟ دلته پرې شننه کوو.

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید او د «ولې» ځواب

د ثور په لومړۍ نېټه (۱۳۹۶) غرمه مهال شاوخوا يوه بجه طالب جنګياليو په نظامي یونیفورم او له خاورو ډکو رینجرو کې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې پر شاهین قول اردو برید وکړ. دوی په يوې پلمې او تاکتيک سره په دوو رینجرو کې د طالبانو غړو ته سېرومونه تېر کړي وو او امنیتي ځواکونو ته يې داسې ښودله چې دوی دلته د فاریاب له کومې جګړې څخه د علاج په موخه راغلي دي.

د شاهین قول اردو په لومړیو دوو دروازو کې یوازې د دوی د هویت کارډونه وکتل شول؛ خو کله چې په درېیمه دروازه کې د وسلو د اخیستلو غوښتنه ترې وشوه، نو جګړه پيل شوه. دغه جګړه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره خونړۍ وه او په تېره ۱۶ کلنه جګړه کې دا برید د افغان ځواکونو پر يوې سترې پوځي اډې (قول اردو) تر ټولو خونړی برید و.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه د دغه برید مسؤولیت ومانه او د برید کوونکو نومونه او انځورونه یې خپاره کړل. د طالبانو وياند دا برید په شمالي ولایتونو په تېره بیا د کندز او بغلان ولايتونو لپاره د طالبانو د والیانو د وژل کېدو غچ اخیستنه وبلله او دغه راز یې دا بريد د خپلو پسرلنیو عملیاتو مقدمه هم وګڼله.

خو دلته درې پوښتنې زیږي:

لومړی؛ دا چې ولې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې داخلي نفوذي بریدونه زیاتېږي؟ که یوازې د تېرو څو میاشتو بریدونو ته ځېر شو، نو له مخې يې څرګندېږي، چې په دغو بریدونو کې له داخل څخه همکاري شوې، په تېره بیا د کندهار مېلمستون په کوچونو کې د بمونو نصبول، د کابل د ۴۰۰ بستريز روغتون پېښه او پر شاهین قول اردو برید. د افغان طالبانو په اند، د بلخ پر قول اردو برید کې څلور داخلي کسان هم له طالبانو سره مل وو.

دویم؛ په شاهین قول اردو برید کې مسلکي غفلت شوی او ترڅنګ یې دغه پېښه دا هم په نښه کوي، چې امنیتي سیستم څومره ناقص دی. د بېلګې په توګه، په لومړیو دوو دروازو کې د تلاشۍ نشتون، له بهر څخه راتلونکو موټرو ته اجازه (پرته له دې چې ناروغان د قول اردو کوم امبولانس ته انتقال شي) او داسې نور. دغه راز، د یو شمېر رسنیزو راپورونو له مخې، له دغه بريد وړاندې داسې استخباراتي راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې د بلخ په قول اردو کې به د غرمنۍ پرمهال برید کېږي. له دغو استخباراتي راپورونو سره سره، بیا هم د دغه برید د مخینوي په برخه کې ولې ګام نه دی پورته شوی؟

درېیم؛ په اچین ولسوالۍ کې “د ټولو بمونو مور” له استعمال وروسته، د هېواد یو شمېر پخوانیو چارواکو د یوه خونړي برید وړاندوینه کوله. د دوی دا وړاندوینه د شاهین قول اردو برید په بڼه راووتله؛ خو د طالبانو له‌خوا يې له مسؤولیت منلو وروسته، یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږي او هغه دا چې آیا د داخلي او بهرنیو ځواکونو له‌خوا دغه برید ته زمینه‌سازي شوې وه؟

پر شاهین قول اردو برید؛ غبرګونونه او اغېزې

پر شاهین قول اردو بريد په هېواد کې دننه پر امنیتي او سیاسي سکتور اغېزې وکړې. له یوې خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې د طالبانو په تړاو یې په دې وروستیو کې نرم دریځ غوره کړی و او دوی ته به يې د «وروڼو» خطاب کاوه، هم اغېزمن کړ او له دغه برید وروسته یې طالبانو ته د «ورور» خطاب نه کولو پرېکړه وکړه. په بل اړخ کې د هېواد دننه د قول اردو مشران له یوه ځایه بل ته تبديل کړای شول او د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ورکړې.

په بل اړخ کې، دغه برید د افغان ځواکونو په مورال تاثیر وکړ او په هغوی کې يې جنګي روحیه نوره هم پیاوړې کړه، چې دا بیا په اوږده‌مهال او د اوږدمهالې سولې په لاره کې هېڅمهال هم مرستندوی نه دي.

د ملي یووالي حکومت د سولې او جګړې تګلاره

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، افغان حکومت د بهرني سیاست له لارې له طالبانو سره د سولې غوښتونکی شو. د چین او پاکستان له لارې یې غوښتل، چې طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي. په دې برخه کې یوازې د افغانستان-پاکستان-چین-طالبانو خبرې اترې، د مري ناسته او خبرې اترې او څلور اړخیزو خبرو اترو پنځه ناستې وشوې. د لومړۍ پروسې په ناستو کې طالبانو خپل استازیتوب رد کړ، په دویمه پروسه کې یې رد نه شو کړای او په څلور اړخیزو مذاکراتو کې یې بیا له ګډون څخه انکار وکړ.

همدا لامل دی، چې له دوه‌نیمو کلونو وروسته، د ملي یووالي حکومت د سولې راوستلو دغه تګلاره ناکامه بلل کېږي. د ملي یووالي حکومت د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال، چې پکې د طالبانو ګډون ناکام برېښېده، له حزب اسلامي (حکمتیار) سره د سولې خبرې اترې پیل کړې. له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې بریالۍ شوې او پایله یې د سولې د یوه تړون په بڼه راووتله.

له حزب اسلامي سره د سولې له تړون وروسته، په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو ناستو خبرونه هم رسنیو خپاره کړل؛ خو ترې وروسته، په تېرو څو میاشتو کې د سولې په تړاو نه کوم ګام اخیستل شوی او نه هم د حکومت په سیاست کې څه بدلون راغلی. بلکې برعکس افغان حکومت په دې برخه کې ګېچ دی.

په بل اړخ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې، افغان حکومت د سولې تګلارې پرځای د وسله‌والو مخالفینو پرضد د جګړې تګلاره په مخه کړې. د بېلګې په توګه د طالبانو پرضد پراخ عملیات (چې پکې د طالبانو د کندز او بغلان ولایتونو والیان هم ووژل شول) او پرضد یې تونده ژبه کارول کېږي. په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر تېره میاشت په جلال‌اباد کې په يوه غونډه کې وویل، چې «موږ به په خپل ټول توان سره له طالبانو سره وجنګېږو او طالبان به سولې ته اړ باسو.»

د ملي یووالي حکومت له دغې جنګي روحیې سره، افغان حکومت د جګړې په ډګر کې هم کومې پام‌وړ لاسته‌راوړنې نه دي لرلې، بلکې برعکس پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي، چې پر شاهین قول اردو برید د حکومت د دغې جنګي تګلارې د ناکامۍ غټ دلیل دی.

د دې ترڅنګ افغان طالبان هم د ملا اختر محمد منصور له مرګ راوروسته، د سولې په تړاو څرګنده تګلاره نه لري. داسې برېښي، چې طالبان په دې برخه کې وېشلی دریځ لري او همدا لامل دی، چې تر اوسه د سولې په تړاو پرېکنده تګلاره نه لري.

د افغان حکومت د سولې او جګړې پلې شوې تګلارې ته په کتلو سره ویلای شو، چې اوسمهال له حکومته هم یا لاره ورکه شوې او یا په شعوري توګه روانه تګلاره تعقیبوي، هغه چې نه به سوله راولي او نه هم امنیت. خو بیا هم، که دواړه افغان حکومت او طالبان د زور له لارې او یا هم هر يو له یوه قوي دريځ څخه غواړي چې د سولې پروسې ته دننه شي، نو د سولې دا پروسه به هېڅمهال هم پیل نه شي، چې ښکاره بېلګې يې وروستي څو کلونه دي.

49 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *