Categories

اعلان

Loading…

د انسان د نيمګړتياوو پېژندل/ ژباړنه: پوهنمل مومنه درانۍ

لیکوال:امام غزالي(رح)

الله تعالی کله چې وغواړي د خپل بنده خير ښېګڼه هغه ته په ګوته کړي، د دې کار لپاره د نوموړي بنده سترګې د هغو پر عيبونو رڼوي، ترڅو خپلو عيبونو ته متوجه شي، هغه څوک چې د قوي بصيرت خاوند وي، هغه ته تل خپل عيبونه واضح او ښکاره وي او له نظر يې پټ نه پاتې کېږي، کله چې يې هغه وپېژندل د هغو پر معالجه لاس پورې کوي، ولې اکثره خلک داسې دي، چې د خپلو عيبونو پر وړاندې نادان پاتې وي، د نورو په سترګو کې کوچنی خس او خاشاک ليدلی شي، مګر په خپلو سترګو کې لرګي نه ويني.

که چېرته څوک وغواړي چې پر خپلو عيبونو پوه شي او هغه وپېژني، بايد له لاندې لارو څخه کار واخلي:

لومړی: هغه مرشد او لارښوونکي ته مراجعه وکړي، چې د زړه له ناروغيو سره آشنا وي، داسې چې پټ، مخفي او خفيه شيان ورته معلوم او څرګند وي، هغه دې په خپل ژوند کې د حاکم په ډول وټاکي او د هغه حکمونه دې پر ځان عملي کړي او د هغه لارښوونې دې پلي کړي، لکه څنګه چې هر مريد بايد خپل مرشد او لارښود پر وړاندې بايد همداسې وي او مرشد او پير ته هم ښايي چې د خپل مريد عيبونه هغه ته په ګوته کړي او د هغه په علاج کې له هغه سره مرسته وکړي او هغه د خپلو عيبونو په له منځه وړلو پوه کړي.

دويم: يو صميمي دوست دې خپل ځان لپاره وټاکي، داسې چې په دوستۍ کې د بصيرت او متانت خاوند وي، چې هغه د ده پر وړاندې د نګرانۍ او مسووليت احساس وکړي او د هغه اعمال او افعال دې د يو باني يا ستونکي په ډول وڅېړي، داسې چې کله د هغه کوم عمل ورته ښه ونه برېښي، هغه ته د هغه د سمون لپاره يادونه وکړي، ترڅو د هغه عمل له تکرار څخه مخنيوی وکړي، د اسلام د مقدس دين پوهانو به هم داسې کول، عمر رضي الله عنه داسې ويلي دي: الله تعالی دې پر هغو خلکو رحم وکړي، چې زما عيبونه ماته ښکاره کوي او څرګندوي يې او له سلمان  څخه يې تل خپل د عيوبو په اړوند پوښتنه ترسره کوله، يوه ورځ سلمان د هغه څنګ ته راغی او عمر رضي الله عنه ورځنې پوښتنه وکړه، زما د عيبونو پر وړاندې تا څه ليدلي، چې د هغو په سمون کې هڅه وکړم؟ د دغې پوښتنې لپاره يې سلمان ته ډېر التجاء، زارۍ او التماس وکړ، ترڅو چې سلمان وويل: ماته احوال راغلی، چې ته په دسترخوان کې دوه ډوله ډوډۍ خورې او هم دوه ډوله جامې لرې، چې يوه په ورځ او بله په شپه کې اغوندې، عمر رضي الله عنه وويل: غير له دې څخه دې نور څه هم اورېدلي.

سلمان وويل: نه.

عمر رضي الله عنه وويل: د دې عيب چاره مې وکړه.

عمر رضي الله  عنه به تل له حذيفه څخه پوښتنه کوله او هغه ته به يې ويل: ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د منافقينو پر وړاندې رازداره وې، آيا په ما کې داسې څه وينې، چې هغه کې نفاق اثر او اغېزه موجوده وي.

عمر رضي الله عنه به سره له دومره عزت او جلالت څخه د خپل ځان په اړه داسې ګومانونه درلودل.

هرڅوک چې د عالي فکر او منصب خاوند وي، تل د خپل ځان په اړوند پر بد ګومانيو شکمن وي، چې خدای دې نه کړي کومه سهوه يا خطا ورځنې ونه شي، د يادونې وړ ده، چې هغه څوک چې له دغه دويم روش څخه استفاده کوي او له هغه څخه پيروي کوي، بيا هم له ستونزې سره مخ کېږي، ځکه په دوستانو کې لږ داسې دوست پيدا کېږي، چې انسان خپلو عيبونو ته متوجه کړي او يا حسد او کينه ترې لري، له اندازې ډېرې خبرې ونه کړي، يعنې اضافه ګويي ونه لري، د دوستانو په منځ کې داسې کسان شته چې له حسد او کينې څخه پاک او سپېڅلی نه وي يا خو به کوم غرض په زړه کې لري، هغه څه چې د عيبونو په کتار کې نه وي په عيبونو کې شماري او يا هم له دوه مخي څخه کار اخلي، ځېنې عيبونه يې ورته وايي او ځېنې عيبونه يې چې بايد اصلاح شي پټوي، له همدې وجې داود طايي د خلکو له سترګو پناه شو، کله چې پوښتنه ترې وشوه، چې ولې له خلکو سره راشه درشه نه لرې؟ هغه وويل: ولې زه له خلکو سره ناسته ولاړه وکړم، حال دا چې همدا خلک زما عيبونه له ما څخه پټوي.

دينداره او پاک زړي خلک تل دې ته علاقمندي څرګندوي، چې خلک دې د هغوی عيبونه ورته څرګند کړي او د هغو د عيبونو په څرګندولو کې له د لطف او مرحمت څخه کار واخلي، ولې موږ او موږ ته ورته بدترينه خلک هغه خلکو ته وايو، چې موږ ته نصيحت کوي او په خپلو نصيحتونو کې زموږ عيبونه موږ په ښکاره ډول د بې پردې په شکل موږ ته په ګوتو کوي، دا ډول احساس تقريبا د ايمان د ضعف له علايمو څخه ګڼل کېږي، ځکه بد اخلاق د مار او لړم په ډول دي، که چېرته څوک موږ ته ووايي، چې د ستاسو د جامو لاندې لړم پروت دی، موږ له هغه څخه ډېر خوشحاله کېږو او دا خپل مسووليت ګڼو چې هغه لرې کړو او ويې وژنو، حال دا چې د لړم په چيچلو سره يوه ورځ درد موجود وي، وروسته له پرېکولو او دم کولو جوړېږي، مګر د زشت او بدو اخلاقو اثرات پر زړه اغېزه ښندي او د دې ډار موجود وي، چې وروسته له مرګ څخه حتی زرګونه کاله نور هم دوام وکړي، ولې د دې ترڅنګ موږ هيڅکله له هغه چا څخه چې موږ خپلو باطني عيوبو ته متوجه کوي نه خوشحاله کېږو او له هغه څخه د خوشحالۍ احساس نه څرګندوو او د خپلو عيبونو په له منځه وړلو کې نه بوختېږو.

بلکې داسې وايو، چې که چېرته موږ ته څوک زموږ د عيبونو په برخه کې څه ووايي له هغه سره به بالمثل چلند وکړو، چې ته هم د دې ډول عيبونو درلودونکی يې، په عوض د دې چې د هغو له نصيحتونو څخه ګټه واخلو، له هغه سره د کينې کولو احساس مو راپارېږي او دښمني ورسره کوو، چې دا کار غالبا د سنګدلۍ او د ګناهونو د زياتوالي سبب ګرځي او اساس د ايمان پر ضعف بدلېږي.

درېيم: د عيبونو د رابرسېره کولو يوه طريقه دا هم ده، چې انسان دې د دغه کار لپاره له خپلو دښمنانو څخه ګټه واخلي، ځکه هغوی دې کار ته ډېر ښه او په خوشحالۍ سره لبيک وايي، داسې مو عيبونه رابرسېره کړي، چې د نه ويلو لپاره څه پاتې نه شي، دا کار دښمنان ډېر ښه ترسره کولای شي، چې دوستان يې نه شي ترسره کولای، مګر هغه دوست يې ترسره کولای شي، چې دوه مخی وي او د هغه عيبونه پټ کړي، ولې د يادونې وړ ده، چې د انسان طبع فطرتا دا غواړي چې خپل دښمن د خبرو له لارې وټکوي او د هغه پر وړاندې له کينې او حسد څخه کار واخلي، انسان د دې ډول کارونو د ترسره کولو لپاره زيات تمايل له ځانه څرګندوي، مګر هغه شخص چې د بصيرت سترګې يې بينا وي، د پوهې او حکمت خاوند وي له خپلو دښمنانو څخه هم ګټه ترلاسه کوي، ځکه د انسان معايب لومړی د هغه د دښمن له خولې څخه اورېدل کېږي.

څلورم: انسان بايد له خلکو سره خبرې اترې ولري، ترڅو له يو بل سره هم صحبت شي، هر هغه څه چې د خلکو د نظرونو پر وړاندې بد ګڼل کېدل له هغو څخه ځان وژغوري او ځان له هغو څخه وساتي او هېر يې کړي، ځکه يو مسلمان د بل مسلمان هېنداره ګڼل کېږي، يو مسلمان کولای شي خپل عيبونه د بل مسلمان په وجود کې وګوري او متوجه شي، چې د انسانانو طبيعتونه د خواهشاتو او غوښتنو پر وړاندې سره توپير لري.

هغه کړه وړه چې په يو شخص کې ګورو په بل شخص چې د عين صفت خاوند وي، په همدې ډول محيط او ماحول کې ژوند کوي، همدا صفت ګورو او يا هم د دغو اوصافو يوه برخه په هغه کې ګورو، چې دا ټول د دې باعث دي، چې ووايو چې يو شخص کولای شي خپل عيبونه د بل شخص په وجود کې ولټوي او ويې ګوري او د هغه په اصلاح او سمون کې هڅه او کوښښ وکړي او دا خبره ناممکنه ده، چې ووايو په يوه ټولنه کې دې ټول افراد طبيعتا د ښو اخلاقو او تهذيب درلودونکي وي، چې په دغه صورت کې بيا هيڅ ډول واعظ او مؤدب ته ضرورت نه وي، نو تجاربو دا څرګنده کړې ده، چې ټول افراد په يوه ټولنه کې مؤدب کېدلای نه شي دا اثبات شوې خبره ده.

کله چې له عيسی عليه السلام څخه پوښتنه وشوه، چې ادب دې له چا زده کړ؟ په ځواب کې يې وويل: ما په مستقيم ډول د ادب درس او زده کړه له چا نه ده کړې، بلکې ادب مې له هغو نادانانو څخه زده کړه، چې د هغوی د کارو ترسره کول مؤدب نه و، نو ما به له هغه ډول کارونو څخه ځان ساته.

هغه څه چې په پورته بحثونو کې وړاندې شول، له هغو کړو وړو څخه دي، چې د ټولنې افراد يې بايد ترلاسه او زده کړي، کوم کسان چې له لارښود او مرشد څخه لرې دي او د خپل اخلاق او تهذيب په فکر کې دي او يا هم هغه کسان چې د الله تعالی د بنده ګانو په لارښوونه او رهنمايي بوخت دي.

هغه څوک چې د دغه ډول اشخاصو په پيدا کولو کې بريالي دي او د خپل مرض د علاج لپاره يې ډېره ښه معالجه موندلې وي، بايد چې له هغه سره ناسته ولاړه او ملازمت اختيار او ترلاسه کړي، ځکه دا ډول کسان کولای شي انسان له مرض او تباه کوونکي حالت يعنې هلاکت څخه وژغوري.

53 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *