Categories

اعلان

Loading…

افغانان او مجهول راتلونکی / نظر محمد مطمئن

انتخابات د يو بل ۵ کلن جنګ تضمين کوي او کېدای شي جنګ يوه بله لسيزه هم دوام وکړي. انتخابات د افغانستان د کشالې د حل لاره نده، ښه داده چې لومړی امريکا او طالب د افغانستان د راتلونکې په اړه يوې موافقې ته ورسېږي او له هغه وروسته بين الافغاني تفاهم د طالب او ښکيلو ډلو ترمنځ وشي، چې د هغه په نتيجه کې موقت حکومت او بيا وروسته انتخابات يوه لاره کېدای شي.

د طالبانو د نظام د سقوط باعث شمالي ټلواله او ښاغلی کرزی ندی، د طالبانو نظام امريکا را وپرځاوه، ښه داده چې طالب ته حق ورکړل شي له امريکا سره خبرې وکړي او ستونزه ورسره حل کړي، وروسته بيا د انتخاباتو پر ځای له جوړ شوي موقت حکومت سره خبره وشی، همدا کار له روسانو سره د جګړې پر مهال هم وشو، مجاهدينو له روسانو سره مخامخ خبرې په روسيه کې وکړې.

د سولي عالي شورا اوسنۍ څېرې او افغان حکومت طالبانو ته د منلو وړ ندي، ځکه په دوی کې داسې کسان شته، چې د طالب او حزب له نوم يې بد راځي او وايي، طالب مجرم دی، حزب مجرم دی بايد چې خبرې ورسره ونشي. دغه ډول څرګندونې او تعامل ستونزه نوره هم زياتوي.

د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون لاسليکول د جنګ د دوام په معنی دی، په قطر کې د طالبانو دفتر تړل د سولې او امن اړوند نا اميدي او نا هيلې پیدا کړې ده.

جنګ او زور د حل لاره نده، د افغانانو ترمنځ قناعت او توافق د ستونزو د حل لاره ده. ډېر جهتونه د سولې لپاره هڅې کوي، که موږ پدې حساس او نازک وخت کې فرصت له لاسه ورکړو، د نورو لسګونو کلونو جنګ مسووليت به زموږ افغانانو پر غاړه وي.

د سولې په اړه د مايوسۍ خبره سمه نده، ځکه معادل يې جنګ دی، مشکله به وي، خو ضروري ده چې د سولې دغه رکودي حالت مات کړو.

د سولې د خبرو د بریالي کېدو لپاره چې د طالبانو او مخالف ګروپ ترمنځ دریمګړي مداخله ونه کړي مشکله ده نتيجه ورکړي. لومړی بايد طالبان بيا امريکا او وروسته افغان دولت دا ومني، چې دريمګړي ته اړتيا شته، پدې صورت کې ممکن د سولې خبرې نتيجه ورکړي.

هغه څوک چې د سولې هڅې کوي او د ډلو تر منځ اختلاف له منځه وړي باید ځواکمن خلک وي، څو ټولې غاړې پرې باور پیدا کړي.

د جهاد پرمهال چې مجاهدين کامياب شول، ټول امتيازات او واکونه شمال ټلوالې ته ورکړل شول. همدا ډول د طالبانو د نظام له سقوط څخه وروسته هم ټول امتيازات او واک شمال ټلوالې ته ورکړل شو، شمال ټلوالې په انتقام پېل وکړ، د طالب په نوم يې هر څوک وځورول او د طالبانو ځينې بهرني ملګري او مرستندويان یې هم پيدا کړل. دې کار طالبان بیا غچ اخیستو ته راپورته کړل.

د بهرنيانو ناوړه چلند، د حکومت فشار او يو اړخيز نظام  په هېواد کې نورو بهرنيو مداخلو ته هم لاره هواره کړه.

جګړه، اشغال، فساد او اختلاس، د املاکو غصب، د مخدره موادو کښت، قاچاق او سوداګري او بهرنۍ لاسوهنې دا ټولې غميزې او ستونزې دې.

د ستونزو د حل لاره داده چې ملي بنسټ او ملي وحدت جوړ شي، قوي محور جوړ شي، ځکه چې ملي زعامت جوړېدل مشکل کار دی.

بين الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي

د سولې په نشتوالي کې د انتخاباتو دایرول مشکل دي، په اوس وخت کې د انتخاباتو ترسره کول د وخت ضايع کول دي. داسې موقت حکومت باید جوړ شي، چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.

نړيوال بايد د افغانانو پرېکړو ته احترام وکړي او ملاتړ یې وکړي. غربي تجربې د افغانستان په سياق کې کار نه ورکوي. افغانستان خپل سياق لري، خپلې ستونزې او خپلې حل لارې لري. ټاکنې له لويه سره کله هم په افغانستان کې د شخړې د حل په توګه ندي کارول شوې او نه هم بریالۍ شوې.

د بهرنيانو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او په عزت سره بهرنيان خپلو ملکونو ته ولاړ شي. که

بهرنيان کوم خاص هدف نه لري د پوځي شتون پر ځای دې اقتصادي او رغنيزې مرستې وکړي او په دغه برخه کې دې خپل فعالیتونه زیات کړي.

د بُن په لومړي کنفرانس کې خليلزاد ته ويل شوي و، چې د طالبانو او حزب اسلامي شتون اړين دی. خليلزاد ويلي و، دا دواړه (طالب + حزب) په قاطع ډول له منځه تللي او بيا په هېڅ صورت نشي راتللای، چې دا يوه لويه تېروتنه وه.

دا سمه ده چې امریکا او نړيوال له دولس کلونو جنګ جګړې وروسته غواړي خپلو ولسونو او نړيوالو ته د انتخاباتو په دایرولو ووايي، په افغانستان کې ډيموکراسي ده، مګر دا پخپل ذات کې لويه تېروتنه ده. موقت حکومت که څه هم انتخاباتو ته ضربه ده او انتخابات نا مشروع کوي، اما دا د نړيوالې ټولنې داسې مجبوريت دی لکه د طالبانو سره د خبرو کولو او له تور لېست څخه د هغوی د ځينو مشرانو نومونو ايستل.

افغان ولس د تحول انتظار کوي. ستونزه د بهرنيانو شتون دی، ازاد او خپلواک افغانان پدې هېواد کې تر هر نامه لاندې چې وي بهرنيان نه غواړي.

امريکا او پاکستان دوه مهم لوبغاړي دي. امريکا اسلام نه غواړي او پاکستان بيا ازاد، خپلواک او متسحکم افغانستان. موږ افغانان هم دا چې د نړۍ يو کلی يو اوسمهال له دواړو څخه د لري والي چاره نه لرو، ښه داده چې له دواړو هېوادونو سره د تفاهم لاره غوره شي.

د ولسواکۍ مفهوم بايد په افغانستان کې له سره مطالعه شي او د جنګ عوامل هم نړيوال دي. دوی باید يوازې د هغو حل لارو مالي او اخلاقي ملاتړ وکړي، چې يوه بين الافغاني پروسه د خبرو او ډيالوګ په نتيجه کې پرې توافق کوي. د ميکانيزم په برخه کې بايد د افغانستان د ټولنیزو او اړوندو میکانیزونو څخه کار واخیستل شي. بيا هم تاکيد کوم، چې غربي ميکانيزمونه د افغاني شخړو لپاره کار نه ورکوي.

95 total views, 8 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *