Categories

اعلان

Loading…

شېبې په انځورونو کې/ ډاکتر محب زغم

هر هنر له شېبو رغېږي. شېبې دي چې کله شعر شي، کله عکس، کله انځور، کله کیسه. زېب منتظر مسید هغه انځورګر دی چې د هنر په باریکیو ښه خبر دی. دی وړې شېبې انځوروي خو په همدې وړو شېبو کې ډېرې خبرې نغښتې وي.

په دې انځور کې د ژوند یوه شېبه، یوه عادي شېبه وینو:

خو همدا وړه شېبه د دغه سړي د ژوند په باره کې نور څه هم راته وايي. دلته خو دی ایله خپله ږیره برېت سموي خو دا چې ولې دا کار کوي، خپله کیسه لري. دا کیسه به ځیرک کتونکي پیدا کوي. هر بني آدم لږ یا ډېر نرګسیت یا نارسیسزم لري. هر څوک غواړي نورو ته ښه ښکاره شي. انسان دا ښه والي هم په خپله څېره او جامو کې غواړي، هم په خپلو کړو وړو کې. نو دغه په عمر پوخ سړی چې داسې په شوق او په ځیر لګیا دی خپله څېره ښایسته کوي، یو چا ته به یې تمه وي چې ورته ووایي: «سړیه! څومره ښه ښکارېږې». څوک څه خبر، کېدای شي چا ورته ویلي وي چې ږیره او برېت دې همداسې جوړوه. ښايي ان په ځوانۍ کې یې ورته ویلي وي. دی هېندارې ته ځیر دی. په سترګو کې یې حسرت ښکاري. سړی فکر کوي چې په هېنداره کې د خپلې تېرې ځوانۍ تصویر ګوري.

په دې بل انځور کې د ژوند بله وړه خو مهمه شېبه وګورئ:

دوه کلیوال سپین ږیري د کتار لوبه کوي. دا مو د پرون سپین ږیري دي. هغه سپین ږیري چې مجبور نه وو خپل ژڼي شهیدان زامن خښ کړي. هغه سپین ږیري چې مهاجرت او لالهاندۍ ته نه وو اړ شوي. دا د هاغه زمانې خلک دي چې زلمکي کېبل په لاس طالب به په دې نه شوای بې عزته کولی چې ولې په لهو و لعب لګیا یاست؟ که له بلې زاویې وګورو، دوی په لوبې لګیا دي. چې لوبې کوې، د وخت په تېرېدو نه پوهېږې. ژوند هم د لوبې په شان دی. کله ماتې، کله بري، خو سړی داسې له ځان سره بوخت ساتي چې یو وخت ورته ګورې، عمر دې تېر وي. لکه د همدې سپین ږیرو عمر چې تېر دی.

د ښاغلي مسید بل کمال دا دی چې د هنر د مختلفو مکتبونو نمونې پنځوي. ځینې اثرونه یې سېمبولیک دي. لکه دغه یو:

سپینه کوتره، د سولې سېمبول. خو سوله په آسانه نه راځي او په آسانۍ سره نه ساتل کېږي. سوله قرباني غواړي. لکه په دې انځور کې چې د غشي مخې ته ورغوی نیول شوی دی چې کوتره بچ کړي. دلته له غشي او ورغوي مختلفې معناګانې اخیستلی شو. غشی ممکن واقعي غشی وي، د دښمن ګوزار وي. دا کېدای شي زموږ د خودخواهۍ غشی وي. د سولې د وژلو او د جګړې د پیلولو یو علت همدا د رهبرانو ځانغوښتنه ده. نا انفاقي بله بلا ده چې کله د یوه ملک په وګړو ګډه شي، سوله او امن ورنه تروړي. نو دا یو غشی د ډېر هغو آفتونو سېمبول دی چې سوله زیانمنولی شي او که څوک غواړي سوله وساتي، باید د دې هرې بلا مخې ته سینه سپر کړي. له بلې خوا لاس د یووالي سېمبول دی او کله چې اولس یو لاس وي، څوک یې د سولې کوتره نه شي ویشتلی.

دغه بل انځور هم سېمبولیک اړخونه لري:

دلته سړي پټکی ټینګ کړی خو سر یې نشته. سر یې تر کوناټي لاندې دی. دا زما د اولس سېمبول دی چې تر هرې ایډیالوژۍ خپل سرونه ځاروي. دلته خورا ډېرو کسانو د مارکسیزم ایډیالوژۍ ته سرونه نذرانه کړل او همدومره نورو مذهبي ایډیالوژۍ ته سرونه قربان کړل. دا سلسله لا ختمه هم نه ده. هره ورځ د اسلام یو نوی تعبیر راوځي، نوې ایډیالوژي زېږوي او نوې ککرۍ قربانوي. پټکی د پت او ننګ سېمبول هم دی. پښتانه تر بې ننګه ژوند ننګیالی مرګ غوره بولي. خو غم دا دی چې د پت او ننګ پر معنا څوک نه پوهېږي. څوک نه پوهېږي چې انسان مهم دی، ژوند مهم دی، که هغه ارزښتونه چې انسان جوړ کړي او اوس په بتانو بدل شوي دي. د بلخي مولانا خبره «ای دوست قمر بهتر، یا آن که قمر سازد». پټکی یو دود دی، د جامو یوه برخه ده. ممکن په ډېرو پخوا وختونو کې دا دود د یوه ضرورت له مخې ایجاد شوی وي. خو اوس هغه ضرورت یا نشته یا له موږ څخه هېر شوی دی، خو د هغه ضرورت په نتیجه کې چې دغه دود رامنځته شوی دی، لا هم پالو. زموږ اکثره دودونه دغسې دي چې ژوند ته مو کومه ګټه نه لري، بلکې ځینې دودونه خو ډېر تاوانونه هم لري خو موږ ورپورې کلک نښتي یو. که مو سر هم ځي، پروا نه کوي خو چې دود دستور مو ژوندي پاتې شي. سر چې زموږ د تفکر، د ادراک او د شناخت وسیله ده، په دې انځور کې تر کوناټي لاندې اېښودل شوی دی. دا په دې اولس کې فکر او متفکر ځای ځایګی هم ښيي. د ثور تر کودتا وروسته، زموږ د فکر سړي څه کمونیسټانو ووژل یا یې بندیان کړل، څه په پېښور کې تنظیمونو او آی اس آی تر خاورو لاندې کړل او څه هم غرب ته په تېښتې مجبور شول. کاش موږ له دې ناوړو پېښو درس اخیستی وای. اوس مو هم همدا حال دی. همدارنګه پټکی د اعزاز او د رهبرۍ سېمبول دی. پښتانه چې څوک خپل مشر ټاکي، پټکی ورپه سروي. له دې سېمبولیک انځور څخه دا معنا هم اخیستلی شو چې ډېر ځله داسې کس خپل مشر کوو چې سر یعنې فکر او تدبیر یې نه وي.

دغه بل اثر بیا ما ته د مینیمالیزم د مکتب ښکاري.

مینیمالیزم هغه مکتب دی چې د یوه کُل یوه وړه برخه په کې بیانېږي یا انځورېږي او پاتې نورې برخې یې مخاطب په خپل ذهن کې تکمیلوي. په دې انځور کې د یوه بوډا نیمايي بدن وینو چې لاس ګاډی په ځان پسې راڅکوي. د لاس ګاډي هم یوازې کمه برخه لیدلی شو. فکر کوم که دا انځور پوره رسم شوی وای، هغومره خوند به یې نه درلود لکه اوس یې چې لري. له بلې خوا دا اثر هم سېمبولیک اړخونه لري. سپینه ږیره، یعنې د ژوند وروستۍ مرحله. هغه مرحله چې نور نو ژوند پخپله پېټی شي خو ته به مجبور یې چې دغه پېټی تر منزله ورسوي. لاس ګاډی د خپلو عملونو پېټی هم ګڼلی شو چې هر وخت راپورې نښتی وي. له دې انځوره دا معنا هم اخیستلی شو چې که څوک په ځوانۍ کې ډېر زحمت وباسي او ښې پیسې وګټې، ممکن په زړبودن کې هوسا ژوند ولري او سختو کارونو ته مجبور نه شي. دا انځور سړي ته هغه کس هم وریادوي چې زامن یې د جګړې بلا خوړلي وي او دی مجبور وي چې تر وروستۍ ساه پورې خواري وکړي. دغه بوډا د لوړ همت سېمبول هم ګڼلی شو چې ځان خوارۍ ته ورکوۍ خو چا ته د سوال لاس نه نیسي. ممکن هر څوک چې دغه تصویر وګوري، بېله معنا ورنه واخلي. په همدې وجه یې سېمبولیک اثر بولم.

د ښاغلي زېب منتظر مسید هر اثر سړی فکر کولو ته هڅوي. څوک چې د دوی انځورونو ته ګوري، د خپلې تجربې، خپلو خاطرو، او خپلې پوهې په رڼا کې یې تحلیلوي او هرڅوک بېله معنا یا معناګانې ځنې اخلي. هر څوک د خپل زړه خبره په کې موندلی شي. خو دا کمال یوازې په اصیل هنر کې وي. د ښاغلي مسید هنر اصیل دی. د دوی ژوند د خوښیو په رنګونو رنګېدلی غواړم.

89 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *