Categories

اعلان

Loading…

په سعودي کې د افغان سفارت وېب سایټ فعال شو خو پښتو په کې نشته

تاند – په سعودي عربستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی چې وېب سایټ یې فعال شوی او هلته مېشت افغانان کولی شي چې خپلې اړتیاوړ فورمې له دغه وېب سایټ څخه ترلاسه کړي.

که څه هم چې په سعودي عرب کې مېشت افغانان نژدې په سلو کې سل پښتانه دي، خو د سفارت په وېب سایټ کې ځای شوي مواد له څو ناسمو عنوانونو څخه پرته نور ټول په دری ژبه دي.

د وېب سایټ د پښتو نسخې یوه پاڼه چې محتویات یې پاړسي دي.

د وېب سایټ په پرانستلو سره دری نسخه راښکاره کېږي چې تر هرعنوان لاندې یې کافي اندازه معلومات ځای شوي دي. پښتو او عربي نسخې یې په لاسي ډول د نامه په کلېک کولو سره راڅرګندېږي خو د پښتو نسخې یوازې عنوانونه په پښتو دي او نور په کې ځای شوي مواد ان تر فورمو پورې په دری ژبه ځای کړای شوي دي.

یو شمېر ځوانو فعالانو پخوا هم په افغانستان کې دننه د دولتي ادارو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د وېب سایټونو په برخه کې له پښتو ژبې سره د مور میرې د چلند خبرونه راپورته کړي ول خو داسې ښکاري چې په کافي اندازه تعقیب نشول.

د وېب سایټ د پښتو نسخې بله پاڼه چې محتویات یې پاړسي دي.

ویل کیږي چې د بهرنیو چارو د وزارت اکثر کارمندان د پخوانۍ شمال ټلوالې متعصب او راسیست غړي دي چې تر ډېره د پښتو ژبې په وړاندې خصمانه چلند کوي.

514 total views, no views today

6 comments

  1. مختار درانی Reply

    الله پاک دی دا شمالی تلواله نیست نابوده کی دا ده پردو غلامان پشتو ژبه الله پاک ساتی په اخر کی د تولو پشتنو د اتفاق په هیله

  2. Muhamad Reply

    وروره جانه دا خو بیا هم لیژه پشتو شته زه په ترکیه کی محصل یم په سفارت کی یو پشتون کارمند لرو نور تول ازبک تاجک دی او په ویب سایت کی هیس پشتو نه خپروی فقط اول فارسی بیا ترکی اوبیا انگلسی زه په دی حیران یمه چی په افغانستان کی یوازی تاجک هزاره او ازبک قربانی ورکوی که پشتون هم

  3. سلیم Reply

    په بهرنیو چارو وزارت کی باید یوه سټندرده پالیسی موجوده وی چی له مخی یی په بهرکی د افغانستان ټولو سفاروتونو او قونسلګریو ویبپاڼی یوشانته جوړی شی، شخصی سلیقو نه لیری وی، د ژبو مسله هم د همدغه پالیسی برخه وی او نظارت یی وشی، خو د نړی د دوهم ش ر م له برکته خارجه وزرات یوه لنډغرته قواله شوی چی هیواد د نوم سره دښمنی لری پښتو خو لاپریزده

  4. Mirwais Sapai Reply

    Zema serf yawn khabara zeheen ta razy
    Ittefaq pa pashtanu ky paida nashi
    Ka na ma ba de mughol greban para ka

  5. h.z.s. Reply

    Salamoonah;
    Sa`udi araban de Allah tsangah krri che de farssiyano modaxelee pa Yamen, Suriye , Iraq, Libnaan etc… ki na wini? aw hagha bechara POSHTANE che la kaloono halta shaqqah karoonah kawi , de haghoy Asnad pa kuma jeba halawi?? .

    Bal , de bahranyo charo vezaret ki ba legj Pashtane vi ;wali rabbanigak (salb-e i`temad swy de walasi jerge la xwa) aw cerperest na poshtanah na kawi?

  6. afghan1 Reply

    Bar karzai aw ghani gora aw lar mehmod khan Aw asfundar gora. Safi saib sanga ba yaw sho.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2