Categories

اعلان

Loading…

بيان، ښکلا او پېچلتيا / ګل رحمن رحماني

بيان د ادبي فنونو مهمه برخه ده چې له څلورو څانګو (تشبېه، استعارې، کنايې او مجاز) څخه بحث کوي.

که څه هم تشبېه  ګڼ ډولونه لري او ښايي تر درېيو نورو څانګو(استعاره، کنايه، مجاز) ساده وي او هر څوک  پرې په اسانه پوه شي، خو د استعارې او تشبېه، بيا په ځانګړي ډول د استعارې، کنايې او مجاز ترمنځ توپير او تفکيک يو څه ګران وي، ځکه چې د ټولو ترمنځ د حقيقي او مجازي ماناګانو خبره مطرح ده.

د لوستونکي ذهن ډېر ځله موخه نه شي موندلى، يا د حقيقي او غير حقيقي مانا ترمنځ مطلوب ټکي ته نه رسېږي، همدا ټکى ښکلا او پېچلتيا ښکلا رامنځته کوي، غواړم چې دلته يې پر ځينو پېژندويه ځانګړتياوو، لنډې خبرې وکړم.

تشبېه د يوه ګد صفت له مخې يو څه د بل څه سره ورته ګڼلو ته وايي.

استعاره د پور اخيستلو په مانا ده، د تشبېه لنډې بڼې ته ويل کېږي، اصطلاحا دې ته وايي کله چې يوه کلمه د غير حقيقي مانا له پاره وضع شي.

که ووايو چې “وطن د جنت په څېر ښکلى دى.” دلته وطن له جنت سره تشبېه شوى دى چې مشبه(وطن)، مشبه به(جنت)، د تشېبه تورى(څېر) او مشترکه وجه يا صفت لري، خو که ووايو چې “وطن جنت دى”

دلته په لنډ ډول همغه خبره شوې ده، خو تشبېه نه ده، پورتنۍ يادې شوې  بشپړې ځانګړتياوې نه لري، ځکه ورته استعاره ويل کېږي.

دوو نرګسو کې مې ونغاړه لمر مخې

سراسر به شنه وږمه د بيابان شم

په پورتني بيت کې جوړه يا دوه نرګس ګلان د سترګو له پاره استعاره ده، تشېبه ځکه نه ده چې خپل تشبهي ارکان( مشبه، مشبه به، د تشبېه تورى، وجه شبهه او د تشبېه غرض نه لري.

ارسطو په خپل کتاب( بوطيقا) کې د استعارې په اړه وايي: د ښکلو استعارو کښنه د هر چا له وسې وتلې خبره ده، هېڅوک نشي کولی چې د نوو او نادرو استعارو تخليق کول له چا نه زده کړي، دا د انسان په فطري استعدادونو پورې تړاو لري.

د مجاز لغوي مانا تېرى ښودل شوې، اصطلاحا  د حقيقي مانا پرځاى د غير حقيقي مانا کارولو ته وايي. د مجاز مهمه ځانګړتيا مناسبت وي چې علاقه ورته وايي، خو استعاره کې ورته والى وي چې د مشابهت علاقه ورته وايي. کله کله د مرسل مجاز اصطلاح هم ورته کارول کېږي چې له يادې شوې مانا نه د پراخه او ازاد په مانا راځي.

تربور ته يې په سخته کې لاس ورکړ.

هر وخت يې له بېوزلو لاس نيوى کړى

په لوى لاس يې ځان خراب کړ

دلته د لاس ورکولو نه موخه مرسته ده، د مرستې د عمل بيان په مجاز سره ښودل شوى دى، خو د مرستې مانا رسوي چې په ظاهري مانا سره يې مفهوم نه رسېږي. په همدې ډول لوى لاس د قصدي عمل مفهوم رسوي.

وروستۍ برخه يې هم کنايه ده، کنايه پټې خبرې ته وايي او په اصطلاح کې د حقيقي مانا پر ځاى د غير حقيقي  مانا وضع کولو ته وايي چې هم حقيقي او هم مجازي مانا ترې مطلب وي.

زه هم څه اوبو نه يم راوړى.

وېښته يې لمر ته نه دي سپين کړي.

په پورتنيو دواړو جملو کې لومړى د قوم، کورنۍ، کسانو او په ټوليز ډول د ملاتړو درلودو کنايه ده او دويم کې د يوه شخص پراخه تجربه لرل د کنايې په بڼه ښودل کېږي. له مجاز سره يې يو توپير دادى چې دلته دواړه ماناوې( حقيقي اوغيرحقيقي) مطرح وي، خو په مجاز کې يوه مانا ارزښت لري.

له منطقي اړخه هره کنايه استعاره ده، خو هره استعاره کنايه نه ده، په استعاره کې لفظ صراحت لري، خو په کنايه کې صرېح(ښکاره) نه وي.

په کنايه کې داسې قرينه چې د حقيقي مانا خنډ وګرځي؛ نه شته، له مجاز او استعارې سره د کنايې توپير په دې کې دى چې کنايه کې د اصلي مانا اراده ممکنه ده، خو په مجاز او استعاره کې بيا د اصلي مانا اراده امکان نه لري.

په ټوله کې کنايه هم يو ډول مجاز دى چې ابهام هم لري، د کنايې دا ځانګړتيا ددې سبب ګرځي چې د مجاز او استعارې په پرتله ډېر لمس شي، ځکه چې حقيقي مانا يې هم سمه او د منلو ده. دا چې د کنايي مانا درک هم غور او تيز ذهن يا هوش ته اړتيا لري، کلام ته لطافت بښي، عادي کلام ته رنګينه، شعري او خيال پاروونکې بڼه ورکوي.

د بيان علم زده کړه او ورسره اشنايي  شاعر او اديب ته ځواک ورکوي چې خپلې خبرې په پوره اغېز او ښکلا سره وړاندې کړي، يوه خبره په څو بڼو او ښکلي انداز سره تر خپل مخاطب پورې ورسوي، خپل هنري او ژبنيز مهارت وښيي، د کنايې، مجاز او استعارې موخه داده چې شاعر د نوو ماناګانو، تعبيرونو  او ښکلاوو په خزانه واړوي.

پر بيان سربېره په ټوله کې زموږ د ادبي فنونو د اوسنيو کتابونو يوه ستونزه داده چې د معاصرې شاعرۍ بېلګې نه لري، په اکثريت کتابونو کې د پښتو کلاسيکې شاعرۍ تکراري بېلګې راوړل شوې، په داسې حال کې چې معاصره شاعري په ځانګړي ډول د ځوانو شاعرانو شعرونه په دې برخه کې ښکلې بېلګې لري.

دلته ممکن يوه ستونزه دا وي چې په کلاسيکه شاعرۍ کې ډېر ځله د فورم او ادبي صنايعو له پاره شاعري شوې ده، خو اوسنۍ شاعري تر ډېره فطري ده، فورم او ادبي صنايع په پام کې نه نيسي چې دې کار شاعر ته ازادي او شعر ته ښکلا ورکړې ده.

530 total views, 3 views today

1 comment

  1. فضل ارحمن سیرت Reply

    ښکلې لیکنه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2