Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني بلخ ولایت ته لاړ

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ بلخ ولایت ته لاړ چې پر شاهین قول اردو د پرونۍ حملې له ټپیانو او د قربانیانو له خپلوانو سره وویني.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په دې برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.

ارګ مزارشریف ته د ولسمشر غني سفر تایید کړ خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

په شاهین قول اردو کې یوه سرتېري، چې له حملې روغ وتلی، تاند ته وویل «د فرض لمونځ له ادا کولو وروسته له جوماته ووتم چې سنت په خپله خونه کې وکړم، په دې منځ کې له جوماته د ډزو ږغ راغی. شاته مې چې وکتل تروریستان په رنجر موټر کې سپاره ول او پر هر چا یې ډزې کولې، ما له ازغنو سیمونو ټوپ کړل او ژوندی پاتې شوم.»

دا حمله د هند صدراعظم نریندر مودي او ناټو پغندلې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۴۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې حمله کوونکو، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و او په پوځي موټر کې قول اردو ته ننوتل، د قول اردو په جومات کې د جمعې پر لمانځه پر ولاړو بې وسلو پوځیانو یې ډزې وکړې.

247 total views, 1 views today

1 comment

  1. جمیل خان Reply

    عسکر باید هېڅ وخت بې وسلې نه وي دا یوه خبره. بله دا چې افغان امنیتي ځواکونه تل د ترورستانو په وړاندې د جهاد په حالت کې دي او د جهاد په حالت کې باید نیم کسان لمونځ وکړی او نیم ورته پیره وکړي. بیا هغو چې لمونځ خلاص کړي هغوی باید پیره وکړي او لومړۍ پیرې کسان لمونځ وکړي. لعنت په ترهګرو او د ترهګرو په روزونکو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2