Categories

اعلان

Loading…

پر زړه د اخته ناروغيو نښې او درملنه/ ژباړه: پوهنمل مومنه دارنۍ

لیکوال:امام غزالي(رح)

د انسان د بدن هر غړی د الله تعالی په حکمت د يوې وظيفې د ترسره کولو لپاره تعلق شوي دي، امراض يا مرض يې همدا دی، چې خپله دغه دنده نه شي سرته  رسولی او که چېرته يې ترسره کړي د اضطراب، درد او ناارامۍ سره به يو ځای وي، نو له دې وجې د لاس مرض دا دي، چې يو شی په لاس کې اخستلای نه شي او د سترګو مرض دا دی، چې هيڅ شی ليدلای نه شي او په همدې ډول د زړه مرض دا دی، چې خپله مخصوصه دنده نه شي سرته رسولای، کومه دنده چې ده ته خلق شوې ده، عبارت له علم، حکمت، معرفت، له الله تعالی سره مينه او محبت، د الله تعالی عبادت، له ذکر کولو څخه خوند او لذت اخېستل، پر ټولو خواهشاتو د هغه لوړ ګڼل او په دغه لاره  کې د ټولو مادي او معنوي شيانو بخشش.

الله تعالی فرمايي:

[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِO](الذاريات سورت،۵۶ ايت)

ژباړه: ما پيريان او انسانان له دې پرته دبل څه كار لپاره ندي پيدا كړي چې هغوى زما بندګي وكړي.

نو پر دې اساس د انسان هر عضو د يوې ګټې درلودونکی دی، چې د زړه ګټه حکمت او معرفت دی، د انسان د نفس ځانګړنه دا ده، چې د دغو په مرسته له نورو ژويو او حيواناتو څخه لوړوالی او د امتياز درلودونکی وي، ځکه انسان د هغه قدرت له کبله چې لري يې، د نورو حيواناتو په شان خوړل، کتل او جماع ترسره  کوي او له هغو څخه امتياز نه لري، بلکې د انسان امتياز او لوړوالی د شيانو د حقايقو په معرفت او پېژندلو کې دی، ځکه اصلي موجد او رامنځته کوونکی او اختراع کوونکی د ټولو شيانو الله تعالی دی، نو که چېرته انسان ټول شيان وپېژني او خپل خدای ونه پېژني، داسې ګڼل کېږي، چې هغه هيڅ شی نه دی پېژندلی.

د يو شي د پېژندلو علامه او نښانه د هغه معرفت او پېژندل دي، له دې وجې هغه څوک چې خدای پېژني، بايد محبت او مينه ورسره ولري او د مينې او محبت نښانه دا ده، چې د دې دنيا، نعمتونه او لذايذ د الله تعالی پر وړاندې هيڅ وګڼي، په دې اړه الله تعالی فرمايي:

[قُلْ اِنْ كَانَ اٰبَاؤُكُمْ وَاَبْنَاؤُكُمْ وَاِخْوَانُكُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيْرَتُكُمْ وَاَمْوَالُ اقْتَرَفْتُمُوْهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسٰكِنُ تَرْضَوْنَهَآ اَحَبَّ اِلَيْكُمْ مِّنَ اللهِ وَرَسُوْلِهٖ وَجِهَادٍ فِيْ سَبِيْلِهٖ فَتَرَبَّصُوْا حَتّٰي يَاْتِيَ اللهُ بِاَمْرِهٖ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ](التوبه سورت،۲۴ ايت)

ژباړه: اى پيغمبره! ووايه چې که ستاسې پلرونه، ستاسې زامن، ستاسو ورونه، ستاسې مېرمنې، ستاسې خپل خپلوان، ستاسې هغه مالونه، چې تاسې ګټلي دي، ستاسې هغه تجارت چې د هغه په ورانېدو اندېښمن کېږئ او ستاسې د خوښې کورونه تاسې ته له الله او دهغه له پيغمبر او د هغه په لار کې له جهاد نه ګران وي، نو انتظار وباسئ، تردې پورې چې الله تعالی خپله فيصله ستاسې مخې ته راولي او الله فاسقانو ته لارښوونه نه کوي.

نو له دې وجې بايد وويل شي، چې هر هغه څوک چې د دې دنيا د اشياوو له جملې څخه يو شی هم د الله تعالی پر وړاندې لوړ وګڼي هغه بيمار دی، يعنې زړه يې ناروغ دی، د مثال په ډول که چېرته يوه معده خاورې او خټې د خوړو او څښلو پر وړاندې ښه وګڼي او د هغه لذت ورته زيات شي، داسې چې علاقه يې له ډوډۍ او اوبو سره قطع شي، د دا ډول معدې علايم دا دي، چې هغه په امراضو او تکليفونو اخته شوي او بايد علاج يې وشي، له دې څخه څرګنده شوه، چې ټول زړونه بيمار دي، پرته له هغه زړه څخه چې په هغه کې د الله  تعالی محبت، مينه، نور، تجلی او لطف موجود وي او د الله تعالی مرحمت يې په  نصيب وي، ولې ځېنې امراض دي چې په خپله انسان چې پر هغه اخته او مبتلا کېږي، پر څه نه پوهېږي، د زړه مرض هم په همدې ډول باندې دی، انسان اصلا پر هغه نه پوهېږي، که چېرته دغه شخص د هغه پر علاج وپوهېږي، د دغو ترخو دواوو خوړل چې څومره سخت دي، په هغه باندې آسانه شي، ځکه د دغه مرض دوا او علاج له  شهواتو سره مقابله او مخالفت دی او دا کار ډېر ستونزمن او مشکل دی.

که چېرته انسان د شهواتو پر وړاندې د مخالفت او مقابلې صبر او توان ولري، هيڅ ډول ماهر طبيب او ډاکتر د خپل مرض د علاج لپاره موندلی نه شي، ځکه کله کله په خپله طبيبان او پوهان هم پر امراضو مبتلا کېږي.

يو طبيب چې په خپله ناروغه وي، د نورو ناروغانو په فکر او پام کې لږ وي او د دې اشخاصو مرض دوامداره او زړښت مومي.

ځېنې انسانان د دنيا پر خوږوالي تمايل لري، داسې کارونه ترسره کوي چې په ظاهره عبادت او په باطن کې يې عادت ګرځېدلی وي، دا ټول د زړه د ناروغۍ عامل او علايم دي، يو انسان بايد خپل زړه د ناروغۍ له علاج څخه وروسته دا وڅېړي چې د ده دا ډول ناروغۍ علايم او نښانه په څه کې نغښتې وه، بايد پر دې هکله فکر وکړي، که چېرته دا مرض له بخل او بخيلۍ څخه وي.

سبب يې دا دی، چې هغه له خپل پروردګار څخه لرېوالی یې درلود او د ده د هلاکت لامل وه او درملنه يې د مال او شتو په ورکولو او د خوارۍ او زحمت په ايستلو ترسره کېږي، مګر بيا هم دغه شخص د مال په ورکولو لاس پورې کوي، خو بيا هم د اسراف کوونکو په ډله کې حسابېږي او د مال بې فايدې خرڅول هم په خپل ذات کې يو ډول ناروغي ده، مثلا يو څوک سوړوالی د ګرمۍ په وسيله علاج کړي، ځکه حرارت او ګرمي يې زياتېږي، چې دا په خپله يو ډول عرض دی، اصلي او اساسي مقصد د حرارت او سوړوالي تر منځ اعتدال دی او د بخل د اصلي او اساسي مرض علاج د اسراف او لږ ورکولو ترمنځ د اعتدال مراعاتول دي، دا چې نه د مال په ورکړه کې له بې فايدې او زيات ورکولو څخه اسراف وشي او نه د نه ورکولو له لارې سړی بې هيڅه پاتې شي، بايد اعتدال او برابري په کې موجود وي، يعنې افراط او تفريط په کې ونه شي، که چېرته يو شخص غوښتې وي، چې منځنۍ او وسطي برخه وپېژني، بايد هغه کارونه چې خلاف د اخلاقو او سبب د زړه د ناروغۍ ګرځي وپلټي، که چېرته د هغه پر وړاندې يې بيا هم داسې نظر درلود، چې د هغو عواملو چې د زړه د ناروغۍ باعث کېږي، ده ته ښه او سم وبرېښېدل، مثلا د مال زيات اسراف يې خوښېدل، دا څرګنده ده چې بيا هم د بخل ريښه د هغه په زړه کې شتون لري او د اعتدال او متوسط والي مرتبه يې په زړه کې نه شته، که چېرته بيا هم د مال زيات اسراف په غير مستحقو ځايونو کې په نظر کې ونيول شي او ورکړل شي او دا کار د شخص په نظر ښه څرګند شي، معلومه ده، چې په دې حالت کې هم د بېځايه مال ورکولو او اسراف حالت د هغه په زړه کې شته، بايد يو څه موده د زيات مال د ورکولو په برخه کې له مواظبت او پاملرنې څخه کار واخلي، نو په دې اساس انسان بايد تل د ژوندانه په ټولو چارو کې خپل ځان مراقبت، کنترول او وساتي تر هغه چې زړه يې د مال او شتو پر وړاندې خپله علاقه له لاسه ورکړي او کاملا پاک او سپېڅلي شي او دا هغه وخت دی، چې انسان بيا نور نه د مال د زيات اسراف نه او نه د مال د درلودلو سره التهاب څرګندوي، بلکې مال د هغه په نظر د اوبو حيثيت ځان ته غوره کوي، چې محض د ضرورت لپاره ساتل کېږي او د هغه مصرف بې فايدې ورکول او ساتل يې د انسان په نظر کوم توپير ونه لري.

که چېرته زړه په دغه مرحله کې شتون ولري، له دغه مرض يعنې بخل څخه پاک او سالم وي او بايد د نورو بدرنګو اخلاقو څخه هم پاک وي، ترڅو د مادياتو هيڅ ډول څيز سره علاوه ونه لري او علاقمندي نه شي.

کله چې د انسان روح له دې دنيا څخه رحلت کوي، بايد د دې دنيا د ټولو جزياتو پر وړاندې بې تفاوته وي، د دې دنيا له هيڅ شي سره التفات او مينه ونه لري، دلته دی چې د خپل پروردګار حضور ته په ډېر اطمينان سره ور درومي او رحلت کوي او د هغو بنده ګانو په جمله کې حسابېږي، چې الله تعالی ته نژدې او مقرب وي، لکه پيغمبران، صديقين، شهيدان، د نېکو اعمالو خاوندان، ځکه د دوی ترمنځ حقيقي اوسط يا منځنۍ برخه په پټو او محرمو غايبو شيانو پورې اړه لري، چې له تورې څخه تېره  او له وېښتانو څخه نازکتر او نري دي، طبعا هغه  څوک چې په دغه مستقيمه لاره تلای شي، د صراط په پله چې آخرت کې ورباندې تګ کوي او هغه هم په همدې ډول باريکه لار ده، په ښه توګه تګ کولای شي.

په دغه لاره باندې تېرېدل ستونزمن کار دی، انسان چې هرڅومره هڅه او کوښښ وکړي، له دغه تګلارې څخه منحرف کېږي، نو ځکه په آخرت کې هم له دغې لارې څخه چې پر دوزخ تېرېدل دي، که د برېښنا په څېر هم وي آسانه کار نه دی او د ټولو مسلمانانو لپاره د عذاب وړ ګرځي، چې په دې اړوند الله تعالی فرمايلي:

[وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلٰي رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّاO ثُمَّ نُـنَجِّي الَّذِيْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِيْنَ فیها جثیا](مريم سورت،۷۱-۷۲ ايتونه)

ژباړه: له تاسې نه هيڅوک داسې نه شته، چې دوزخ ته ورتلونکی نه وي، دا خو يوه فيصله شوې خبره ده، چې د هغې ارو مرو ترسره کول ستا د رب په ذمه دی، بيا به موږ هغه کسان وژغور، چې (په دنيا کې) پرهېزګاران وو او ظالمان به په همغه کې پر ګونډو غورځېدلي پرېږدو.

پرهېزګاران عبارت له هغو کسانو څخه دي، چې په منځنۍ او مستقيمه لاره تګ ولري او هغو ته نژدې وي، نو له همدې امله هر مسلمان ته لازمه ده، چې د ورځې ۱۷ ځله [اِھْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَـقِيْمَO] ولولي او ووايي او د پنځه وخته فرضو لمونځو په هر رکعت کې دې يو ځل ووايي.

يو کس حضرت محمد صلی الله  عليه وسلم په خوب کې وليد او له هغه څخه يې پوښتنه وکړه، ای د الله تعالی له لورې نازل شويه! څه ډول دې ويلي:

[شَيَّبَتْنِي هُود و اخواتها]

ژباړه: د هود سورت او د ده په شان نورو سورتونو سپین ږیری کړم.

حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا د الله تعالی قول او وينا ده:

[فَاسْتَقِمْ كَمَآ اُمِرْتَ](هود سورت،۱۱۲ ايت)

ژباړه:پر سمه لاره همغسې برابر ثابت قدم اوسه.

استقامت، مبارزه او کلکوالی په نېکه لار کې هغه هم په حقيقي، مرموز او پټ ډول باندې ځانته ځانګړنې لري، ولې انسان ته لازمه ده، چې په دغه لاره  کې له ډېرې هڅې، مجاهدت او رياضت څخه کار واخلي، هغه څوک چې د مهلکاتو او هلاک کوونکو څخه ژغورل غواړي او پر دې هيله او آرزو وي، چې له هغو څخه خلاص شي، پر دې بايد وپوهېږي، چې پرته له صالح عمل څخه دغه ژغورېدل امکان نه لري او نېک او صالح اعمال له اخلاقو څخه سرچينه اخلي، نو ځکه بايد هر انسان خپل صفات او اخلاقي اعمالو ته پاملرنه وکړي، هغه وسپړي او د اصلاح او معالجې لپاره يې هڅه وکړي.

6 total views, 1 views today

1 comment

  1. پاچا Reply

    لومړی تر ټولو السلام علیکم و رحمت الله و برکات:
    دا ټولي اخواني افراطي فلسفې دي ، او د ګران هیواد ټولي ستونزې په دین کې له همدغه افراط څخه را ولاړي شويو نظریاتو زیږنده دي۰ اسلام یو معتدله دین دی او له افراطي نظریاتو سره تل په ټکر کي دي۰ د عبدالولی
    خان پوهنتون د بې ګناه زده کونکي مشال خان شهادت د داسي افراطي افکارو او نظریاتو پایله په ګوته کوي۰ هیواد خو افراطیت او بربریت تر دې ځایه راورساوه نور څه ندې پاتي ، نور بس کړي د دغه افراطیت د نظریاتو خپرول۰ الله ولی التوفیق

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *