Categories

اعلان

Loading…

په شانګهای ټولنه کې د روسیې استازی په دې ټولنه کې د افغانستان د غړیتوب چانس نه ویني

تاند- د شانګهای د همکارۍ ټولنې لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، د افغانستان کورني حالات په دې کې شک پیدا کوي چې دا هیواد دې په لنډ وخت کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په شانګهای ټولنه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي بختیار خاکیموف په یوه مرکه کې وویل، افغانستان په ۲۰۱۵ م کال د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه کړې وه.

ده وویل، د افغانستان پر غوښتنې غور منطقي ښکاري خو که د افغانستان پر غړیتوب غور وشي او د دغه هیواد حالات وڅېړل شي تر هر مخکې اوتر ټولو مهمه مسله دا ده چې بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت دي او دا موضوع د شانګهای د همکارۍ په ټولنې کې د افغانستان چانس لږترلږه په نژدې راتلونکې کې له منځه وړي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید الله غازي خېل هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور د روسیې لپاره په شانګهای ټولنې کې د افغانستان له غړیتوب سره د مخالفت وجه بولي. دی وايي باید افغانستان د شانګهای د همکارۍ په ټولنه د څارونکي په توګه هم ګډون نه وای کړی.

د چارو ځیني نور کتونکي باور لري چې د خاکیموف څرګندونې د مسکو په غونډه کې په ټیټه سویه د افغانستان ګډون په عکس العمل کې شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره ردوي.

مخکې هیلې پیدا شوې وې چې افغانستان به د شانګهای د همکارۍ ټولنې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي. ښاغلی غازي خېل وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل واک په وروستیو کلونو له امریکا سره اړیکې خرابې کړې وې او په ځای یې روسیې ته نژدې شوی و.

تراوسه پوري د شانګهای ټولنې له لوري، چې په سیمه او نړۍ کې له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره جوړه شوې، د عملي اقداماتو بېلګه نه ده لیدل شوې.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې د تاسیس اعلامیه د ۲۰۰۱ م کال په جون کې د ۶ هیوادونو یعني روسیې، چین، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري لاسلیک شوه.

وروسته افغانستان، بیلاروس، هند، پاکستان، ایران او منګولیا د دې ټولنې د څارونکو په توګه ومنل شول او سریلانکا، ترکیه، اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا او نیپال د شانګهای د همکارۍ ټولنې د خبرو شریکان دي.

17 total views, 1 views today

1 comment

  1. نجیب الله علیزی Reply

    څومره چي د شانګهاي سازمان د اهمیته ډک دي په هغه اندازه ددغه سازمان لپاره افغانستان د اهمیت وړ دي ځکه چي ددې سازمان موخي یوازي منطقوي امنیت نه دي، بلکي د تروریزم سره مبارزه، دیني افراط ګرایئ (دهردین چي وي)، پوځي همکارۍ، دمخدره موادوسره مبارزه او اقتصادي وابستګي یې یو له عمده اهمیتونو او اجنډا و څخه دي، چي بد بختانه دا ټول په افغانستان کښي په کلي یا قسمي ډول موجود دي، دافغانستان د ملي وحدت کمزوري حکومت باید خپل دیپلوماتیک چاینلوقوي کړي، ترڅو ددغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. په دوه زره پنځلسم کال کښي هندوستان او پاکستان هم د دایمي غړیتوب لپاره خپل درخواستونه ور کړي وه چي څو ورځي وړاندي (یعني درواني میاشتي پر ۱۴ تاریخ باندي) د شانګهاي دسازمان سر منشي وویل چي د (۸) هفتو په داخل کښی به هند اوپاکستان هم د سازمان دایمی غړي سي. افغانستان پدي خاطر دشانګهاي دسازمان لپاره د اهمیت وړ دي چي منځني او سویلي اسیا ته د دروازي یا Gateway حیثیت لري. که څه هم روسیه په افغانستان کښي علني لاس وهني کوي خو پدي معني نه ده چي روسیه دشانګهاي په سازمان کي هم د ویټو حق لري دا سازمان پنځه نوردایمي غړي هم لري او په راتلوونکو دومیاشتو کښي پاکستان او هند هم غړیتوب تر لاسه کولای سي. افغانستان باید ددغه سازمان دنورو غړو دنفوذ څخه استفاده وکړي. دمحترم وحیدالله غازی خیل صاب خبره چي افغانستان باید د څارونکي په حیث هم په دغه سازمان کښي برخه نه وای اخیستي دتائید وړ نه ده ځکه موږ په منځني اسیا کښي اقتصادي کټي لرو دترکمنستان سره د ټاپي پروژه، د چین سره دمخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کښي قرارداد.
    د(ASEAN) سازمان چي د سویل ختیځي اسیا هیوادونه یې غړي دي او همدارنګه د ګډوګټوهیوادونه (مشترک المنافع هیوادونه) هم دشانګهای په سازمان کښي د میلمه په حیث ددوي په مجالسو کښي برخه اخلي، نو پدي خاطر افغانستان باید په منطقه کښي فعاله حضور ولري او د شانګهاي په ټولو ممکنه غونډو کښي فعاله ونډه واخلي او حضور یې مثمر دي.

Leave a Reply to نجیب الله علیزی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *