Categories

اعلان

Loading…

د ډاون سنډروم/ د ډاکټر سباوون ځواب

هغه ماشومان چی په ډون سندروم باندی اخته دي له هغوی سره څه کول په کار دي؟.

ځواب :

تر دې وړاندې چې له د غو ماشومانو سره په چلند خبرې وکړم غوره ده دا ووایو چې دغه سنډروم څه شی دی او ولې رامنځته کیږي.

جان لانکزډان ډاون په حقیقت کې دهغه بریټانیايي ډاکټر نوم دی چې کابو دوه سوه کاله مخکې ېې دغه سنډروم کشف کړ دغه سنډروم هغه وخت رامنځته کیږي چې په یوه ماشوم کې د بڼه خپلولو په وخت په کرموزومونو کې ګډوډي رامنځته شي په طبیعي توګه باید جنین ۴۶ کرموزومونه ولري خو هغه کسان چې ډاون سنډرم لرم هغوي ۴۷ کرموزومونه لري .

خو کرموزم څه شی دی ؟

کرموزوم د حجرې وړه برخه وي چې په هغو کې جن راټول شوي وي او ټول هغه معلومات لري چې زموږ بدن ته بڼه ورکوي دمثال په توګه دسترګو او د ویښتانو رنګ ،مونث او مذکر حالت ، او ټول هغه خصوصیات چې له یوه نسله بل ته رسیږي په جن کې انتقالیږي کله چې یو کرموزوم اضافه شي نو دغه کسان یو خاص شکل پیدا کوي چې د ټولو څیره د منګولیا دا سیدونکو په شان کیږي ځکه خو دې ناروغۍ ته منګولیزم هم وايي .

کله چې دمور په رحم کې یوه هګۍ القاح شي او جنین بڼه خپل کړي خپل جنټیکي معلومات په ۴۶ کرموزومونو سره له مور او پلاره اخلي ۲۳ له موره او ۲۳ له پلاره خو لکه چې جنین ته یو کرموزوم ډیر منتقل شي یعنې ۴۷ کرموزومونه ولري دغه سنډروم رامنځته کیږي دغه اضافي جن ددې سبب کیږي چې ماشوم له عقلاني او جسمي پلوه وروسته پاتې شي .

په شپږ سوه یا په زرو کسانو کې یو کس په دې ستونزې اخته کیږي دغه خبره هم باید هیره نه شي چې دغه ستونزه په ځوانو میندو کې کمه وي البته دمور عمر اساسي علت نه دی دا یوازې یوه تحقیق دی .

له ظاهري بڼه پرته دغه کسان له ذهني پلوه هم ورته وي او ټول ذهني ورو سته پاتی والی لري دغه خبرې په دې معني دي چې باید پوه شو ډاون سنډرم یوه ناروغي نه ده چې له زیږیدا وروسته سړی اخته کړي بلکه له زیږیدا مخکې دغه حالت پیدا کیږي که څه هم دغه کسان له ذهني پلوه ورسته پاتې وي خوی ځینې ېې په خاصو مواردو کې خاصه وړتیا لري.

دغه ماشومان ټول ورته څیرې لري دمثال په توګه سترګې ېې دپورته په لور ، واړه غوږونه ، غټه ژبه ، نرم مفصلونه او دلاس په ورغوي کې یوه کرښه او دغسې نورې نښې لري چې په تصویر کې ېې ښه کتلاي شئ .

دغه ماشومان په وړکتوب کې ډیر سست او بې انډوله وي اوله نورو ماشومانو وروسته او په ځنډ په خاپوړو او ګرځیدا پيل کوي د زوکړې په وخت نورمال وزن او قد لري خو وده ېې کمزورې او ټکنۍ وي او له خپلو همزولو کوچني ښکاري.

د دغو ماشومانو ذهني وروسته پاتې والي سره توپير کوي په ځینو کې لږ او په ځینو کې ډیره وي خو په خاصو مرکزونو کې نن سبا خاصې زده کړې ورکول کیږي او تر یو حده ېې ښه نتیجه ورکړې ده ډیر ډاکټران په اروپا کې دا وايي چې دا به غوره نه وي چې دغه ماشومان له عادي ماشومانو سره او یا ېې په خپلو پرتله کړو ځکه چې هر انسان خپلې خاصې وړتیاوې لري .

په دغو ماشومانو کې ځینې خاصې طبي ستونزه نه لري خو ښايي نیمايی پکې د زړهّ مور زادي ستونزه ولري دغه ستونزه په درملو او جراحي عملیاتو سره ښه کیداي شي .

پر دې سربیره دغه ماشومان ممکنه ده د سترګو او غوږونو ستونزې ولري پر دې سربیره ممکنه ده تنفسي مشکلات ، دتایرید غدې ستونزې ، چاغي ، حساسیت او نورې ستونزې هم ولري .

هغه کسان چې زامن ېې په دغه سندروم اخته دي سپارښتنه کیږي چې باید نهیلي نه شي څومره چې ددغې ناروغۍ په هکله معلومات پيدا کوي هومره دخپل ماشوم له راتلونکې ډاډه کیږي .

په لومړي سر کې ډیری مور او پلار نهلي او خپه وي دغسې مور او پلار ته سپارښتنه کیږي کله چې له هغو میندو اوپلرونو سره تماس ونیسئ او ورسره راشه درشه ولرئ چې دغسې ماشومان لري نو ستاسو دغه خپګان به ډیر کم شي باید دهغوي له تجربو استفاده وکړئ چې څنګه له خپلو ماشومانو سره چلند کوي څومره چې پوهه په دې برخه کې زیاته کړئ هومره ګټه لري .

باید ماشوم دیوه متخصص ترڅارنې لاندې لوي شي په اروپا کې ددغو ماشومانو لپاره خاص مرکزونه شته او په خاصو رودو و رسره چلند کیږي او زده کړې ورکول کیږي حتماً په افغانستان کې هم دغسې مرکزونه شته چې له ماشوم سره مرسته کولاي شي که نه وي دیوه متخصص تر څارنې لاندې هغه وروزئ چې ځینې خاص کارونه او تمرینونه ترسره کړي نن سبا ډیری دغسې ناروغان په ژوند کې خاصه ستونزه نه لري او حتي ځینې پکې پوهنتون ته تللي دي دغه ماشومان هر څه زده کولاي شي خو دعادي ماشومانو په پرتله په لږ ځنډ .

دغه ماشومان خاصه روزنه غواړي چې له کم عمره تر ځواني او لوینې پورې باید ترسره او اجرا شي .

لکه چې وویل شول دغه ماشومان ځانګړي دي او داسې کوم درمل نه شته چې هغوي ښه کړي خو له دغو ماشومانو سره خاص چلند ته اړتیا شته په حقیقت کې له هر ماشوم سره باید خاص او ځانګړی چلند وشي له بده مرغه زمو ږ په هیواد کې له هیڅ ماشوم سره هغسې چلند نه کیږي چې وړ ېې وي دا خو لاپریږده چې له دغو ماشومانو سره دې خاص او ځانګړی چلند وشي خو مور او پلار باید دغه دنده په سمه توګه ترسره کړي .

دغه ماشومان تر نورو زیاته پاملرنه غواړي تر څو لږ ترلږه دعادي ماشومانو تر کچې ځان ورسوي هیڅکله باید ورنه رټل شي .

په ناروې کې دیوه ټولګي ښوونکې هر شاګرد ته دهغه له وس او استعدا سره سم درس ورکوي او هغه ډیر تشویق کیږي چې تر ټولو کمزوري دي نو هغه ماشومان چې دغسې ستونزه لري ترنورو زیات څارنې او دقت ته اړتیا لري په ځینو هیوادونو کې ویل کیږي چې د غه ماشومان باید له نورو بیل کړي خو په ځینو نورو هیوادونو کې دغه خبره کیږي چې که دغه ماشومان له نورو بیل او په خاص ځاي کې وروزل شي په خپله دغه بیلتون ددې سبب کیږي چې هغوي دکمترۍ احساس وکړي نو غوره ده له نورو ماشومانو سره یو ځاي خوپه ټول وس او امکاناتو سره وروزل شي .

په دغه جدو کې دعادي ماشومانو او په ډاون داخته ماشوم وړتیاوې پرتله شوي دي چې ممکنه ده له تاسو سره مرسته وکړي:

البته دغه اندازې کله ناکله توپير کوي خو دا یو اټکلي اندازه ده.

دغه ډول ماشومان خپل خاص روزنتون لري او دغږ و خبرو او چلند په اړه خاصه روزنه ترلاسه کوي چې که دغه پړاونه په سمه توګه ترسره شي له عادي ماشومانو سره ددغو ماشومانو توپیر تر ټولو ټیټ حد ته رسیداي شي له دغو ماشومانو سره باید په خبرو ، اوریدا ، او حرکتونو کې خاص تمرینونه ترسره شي او دغه کار له زیږیدا سره سم باید پیل شي دغه راز حسي حرکتي تمرینونه باید ترسره کړي چې له ذکاوت سره ېې مرسته وشي دلته موږ ټولې هغه لارې نه شي بیانولی چې له دغو ماشومانو سره په چلند کې اړینې دي ځکه چې خاص تخصص غواړي او ډیر لوي بحث دی .

خوپه دې برخه کې مور او پلار، ټولنه، حکومت، او مدنې ټولنې باید فعالیت وکړي چې په هیواد کې ددغو او دغسې نورو وروسته پاتې ماشومانو لپاره زمینه برابره شي .

دلته یوه بله خبره هم باید هیره نه شي او هغه دا چې پر ډاون سنډروم سربیره ځینې نور ډولونه هم شته چې باید ورته توجه وشي دمثال په توګه د ترنر سندروم و او د (کلاین فلټر) سنډروم هم دمنګولیزم په شان جنټیکي ستونزه ده چې په کروموزومي ناروغیو کې راځي.

دغه ماشومان ډیر عاطفي دي او کابو ټول یو شان ځانګړتیا وې لري البته ویل کیږي چې کابو پنځوس خاصې ځانګړتیا وې شته چې ممکنه ده په دغو ماشومانو کې ولیدل شي .

115 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *