Categories
اعلان

د کانګروګانو د ليدو ورځ/ ليکوال: هروکي مورکمي

ژباړن: ضمير څار – 

په پنجره کې څلور کانګروګانې وې – يو نر، دوې ښځې او يوه نوې زېږېدلې کانګرو. زه او ملګرې مې د پنجرې مخې ته ولاړ وو. دا ژوبڼ، په لويه کې، دومره مشهوره نه وو. د شنبې پر سهار به په کې له خلکو حيوانات ډېر وو. مبالغه نه کوم او د قسم راباندې تاسې حق نه لرئ.

زمونږ د سفر يوازېنی هدف د نوي زېږېدلي کانګرو ليدل و. نو، بل به د څه لپاره ژوبڼ ته تلو؟

يوه مياشت وړاندې، په يوه ورځ‌پاڼه کې مو د ماشومې کانګرو د زېږېدلو اعلان ولوست او له هماغې وروسته د يوې مناسبې ورځې په تمه وو چې ژوبڼ ته ولاړ شو او دا نوې زېږېدلې کانګرو وګورو. خو، په يو نه يو ډول، هغه ورځ په لاس نه راته. يوه ورځ به باران ورېده؛ په سبا به يې هم د باران د ورېدو امکان و؛ راتلونکې ورځ به بيا ډېرې خټې وې او دوه ورپسې ورځې به بيا پرله‌پسې لېونی باد چلېده. يو سهار زما د ملګرې غاښ درد کاوه او په بل سهار ما يو کار پيدا کړ او ښار ته ولاړم. دلته، نه غواړم چې کومه غوره وينا دې وکړم خو دومره وايم چې:

همدا ژوند دی.

په دې ډول، يوه مياشت همداسې تېره شوه.  

هو، يوه مياشت په همدې ډول تېرېدای شي. يادېږي مې هم نه چې په دې ټوله مياشت کې مې څه ترسره کړي دي. کله يو احساس راپيدا شي چې ډېر څه مې ترسره کړي خو نور وخت بيا فکر کوم چې هېڅ يو کار مې هم نه دی کړی. يوازې هغه وخت راته معلومه شي چې مياشت نوره په خپله مخه تللې، څه وخت چې د ورځپانې هلک د مياشتې په پای کې په پيسو پسې راشي.

هو، بالکل، ژوند هم دا دی.  

بالاخره، هغه ورځ راورسېده چې زه او ملګرې مې د ماشومې کانګرو د ليدو لپاره تلو. په شپږو بجو، چې له خوبه پاڅېدو، پردې مو کش کړې؛ دباندې مو وکتل او ځان مو ډاډه کړ چې همدا د کانګرو د ليدو مناسب سهار دی. زر زر مو ځانونه پرېولل، سهارنۍ مو وخوړه، د پيشو نس مو ورډک کړ، په منډه مو يو لږ کالي پرېولل، د لمر خولۍ مو پر سر کړې او له کوره ووتو. هغې په اورګاډي کې رانه وپوښتل:

“ستا په نظر هغه ماشومه کانګرو به تراوسه ژوندۍ وي؟”

“هو، ولې به نه وي؟ د هغې د مرګ په اړه خو کوم خبر تراوسه نه دی خپور شوی. که مړه شوې وای، حتماً به مو کوم ځای لوستي و.”

“شايد مړه نه وي، مريضه وي. کومې شفاخانې ته به يې وړې وي.”

“په دې اړه به هم څه ليکل شوي وو.”

“ته څه خبر يې که کوم عصبي تکليف ولري او په کوم کونج کې غلې شوې وي؟”

“ماشومه او عصبي تکليف؟”

“ماشومه نه؛ مور يې! ممکن کوم رواني تکليف ولري او له خپلې ماشومې سره په غار کې ننوتې او غلې شوې وي.”

پام مې شو چې ښځې د هرې ممکنې ستونزې په اړه فکر کوي او دا راته په عين حال کې په زړه پورې هم وه. رواني تکليف؟ څه ډول رواني تکليف به کانګرو ته پيدا کېږي؟

هغې کړل:

“که زه دا ماشومه کانګرو اوس ونه‌وينم، فکر نه کوم چې بل وخت به يې ليدای وشم.”

“فکر نه کوم.”

“مانا تا کومه يوه ليدلې تراوسه؟”

ما کړل:

“نه.”

“ډاډه يې چې که دا ونه وينې، بله به ليدای وشې؟”

“نپوهېږم.”

“نو ځکه تشويش وړې يم.”

ما نوره د خپل زړه خبره وکړه:

“ما د زرافې زېږون نه دی ليدلی. د نهنګ لامبو مې هم نه ده ليدلې. خو هېڅ پروا يې نه راځي. د ماشومې کانګرو ليدل يا نه ليدل څه داسې غټه مسئله ده؟”

هغې کړل:

“ځکه چې دا يوه ماشومه کانګرو ده.”

زه غلی شوم؛ ورځپاڼه مې واړوله راواړوله؛ اصلاً، ما کله هم له کومې ښځې بحث نه و ګټلی.

ماشومه (که ماشوم) کانګرو لا هم هماغسې ژوندۍ او روغه وه؛ په احاطه کې يې ټوپونه وهل. د ورځ‌پاڼې له تصويره لويه ښکارېده. له ماشومتوبه وتلې وه او تر ډېره وړې کانګرو ته ورته کېده. ملګرې مې ناهيلې شوې وه.

ويې ويل:

“دا خو نوره ماشومه نه ده.”

کوشش مې کاوه چې لږ خوشحاله يې کړم:

“ماشومه ده. ولې نه.”

د ملګرې له ملا مې لاس راتاو کړ. سر يې د نه په ډول وخوځاوه. غوښتل مې دلاسا يې کړم خو که هر څه مې ويلي وای، يوه خبره مې نه شوای بدلولای: ماشومه کانګرو لويه شوې وه. نو ځکه مې ځان غلی کړ.

کانتين ته ولاړم او دوه د چاکلېټو ایسکریمونه مې راونيول. چې بېرته راغلم، هغه لا هم د پنجرې په لور کږه وه او کانګروګانو ته يې کتل. ورو يې کړل:

“هغه نوره ماشومه نه ده.”

يو ايسکريم مې ورته ونيو او ومې ويل:

“ته ډاډه يې؟”

“ماشومه بايد د مور د خېټې په کڅوړه کې وي.”

ما سر د هو په ډول وخوځاوه او نور مې ايسکريم ته ژبه يووړه. هغې خپله خبره وغځوله:

“خو دا دباندې ګرځي.”

مونږ د ماشومې کانګرو په مور پسې سترګې ستړې کړې. پلار يې په اسانه معلوم شو – په څلورو واړو کانګروګانو کې هغه تر ټولو غټ او غلی و؛ لکه يو کمپوزېتور، چې استعداد يې نور له کاره لوېدلی وي ، ناخوځنده ولاړ و؛ سترګې يې په اخور کې پر پاڼو درېدلې وې. پاتې دوه کانګروګانې ښځې وې، دواړه يو بل ته ورته، رنګ او پوټکی يې يو شان وو. له دواړو يوه د ماشومې کانګرو مور وه خو نپوهېدو چې کومه يوه؟

ما کړل:

“له دې دواړو به يوه حتماً د هغې مور وي.”

“ام”.

“کومه يوه يې مور نه ده؟”

هغې وويل:

“نپوهېږم.”

ماشومې کانګرو، له دې ټولو کيسو ناخبره او بې‌پروا، په احاطه کې ټوپونه وهل. کله به ودرېده او هسې به يې خاورې وپلټلې. د هغې لپاره په هماغومره ځای کې کافي څيزونه موجود وو چې مصروفه يې کړي. د پلار شاوخوا يې ټوپونه ووهل، په پاڼو یې لږ شخوند وواهه، خاورې يې وکيندلې، ښځې کانګروګانې يې وځورولې، څملاسته، بېرته پورته شوه او ټوپونه يې بیا پيل کړل. ملګرې مې کړل:

“کانګرو ولې دومره تېز ټوپونه وهي؟”

“چې له دښمنانو وتښتي.”

“کوم دښمنان؟”

ما وويل:

“انسانان! هغوی يې ښکار کوي او خوري يې.”

“نو ماشومه کانګرو ولې د مور کڅوړې ته خېژي؟”

“ځکه چې له خپلې مور سره وتښتي. ماشومې کانګروګانې چابکې نه دي.”

“نو ماشومې کانګروګانې محفوظې دي؟”

“هو. هغوی ټولې وړوکې کانګروګانې ژغوري.”

“تر څه وخته يې داسې ژغوري؟”

زه پوهېدم چې داسې به کېږي. ما بايد له دې لنډو خبرو اترو دمخه د کانګروګانو په اړه کوم دايرة المعارف کتلی وای. د پوښتنو داسې يو باران قابل پيشبيني وو.

“يوه مياشت دوه، داسې.”

“هغه ماشومه کانګرو يوازې يوه مياشت عمر لري؛ نو، بايد د مور کڅوړې ته ورپورته شي.”

“ام. بايد.”

“ته څه فکر کوې چې کڅوړه به خوند نه ورکوي؟”

“ورکوي به يې.”

لمر پاس اسمان ته‎ ختلی و. د لامبو له نږدې حوض څخه د ماشومانو شور راته. غونډۍ غونډۍ سپينې ورېځې تېرېدې. له هغې مې وپوښتل:

“څه شی خورې؟”

هغې کړل:

“ساندويچ او کوک.”

يو محصل د ساندويچو د مېز تر شا ولاړ و او ساندويچونه يې پلورل. مېز د يو ميني‌وان شکل درلود. يوه راډيو هم پرې اېښې او چالانه وه. تر هغې چې زما ساندويچونه تيارېدل، په راډيو کې د ستیف او بيلي جول سندرو يوې رومانتيکې فضا ته بوتلم. کله چې د کانګروګانو پنجرې ته راورسېدم. هغې کړل: “وګوره!” ګوته يې د يوې ښځې کانګرو په لور نيولې وه. “وينې يې؟ هغه د هغې په کڅوړه کې ده!”

هو. ماشومې کانګرو د خپلې مور په کڅوړه کې ځان ټول کړی و. (ګمان مو کاوه چې همدا به يې مور وي.) کڅوړه ډکه شوې وه. د دوو وړو غوږونو تېرې څوکې او د يوې لکۍ سر ترې راوتلي وو. دا صحنه ډېره خوندوره وه او زمونږ سفر، رښتيا هم، پرې ارزېده. هغې وويل:

“له ماشومې کانګرو سره به هغه کڅوړه ډېره درندېږي.”

“غم مه کوه – کانګروګانې ډېرې قوي دي.”

“رښتيا؟”

“خود! که نه څنګه به ژوندۍ پاتې کېدې.”

آن په ګرمۍ کې د ماشومې کانګرو مور نه خولې کېده. هغه لکه يو چا چې د توکيو د اويما ګران‌بيه ښارګوټي په کوم سوپرمارکيټ کې سودا کړې وي او اوس چېرته نږدې په يوه قهوه‌خانه کې د خپلې قهوې انتظار باسي.

“نو هغه خپله ماشومه ژغوري، کنه؟”

“هو.”

“ماشومه به اوس ويده وي؟”

“ممکن.”

مونږ خپل ساندويچونه وخوړل، کوک مو پسې وڅکه او د کانګروګانو له پنجرې روان شو.

کله چې روانېدو، د ماشومې کانګرو پلار لا هم اخور ته کتل او لکه د موسيقۍ په ورکو نوټونو پسې لا هم ورک و. د ماشومې کانګرو مور او ماشومه دواړه يو شوي وو او د زمان په جريان کې يې ساه اخيسته. او، هغه بلې نامعلومې کانګرو په احاطه کې ټوپونه وهل – لکه خپله لکۍ چې کوم ازميښت ته اماده کوي.

نن داسې ښکارېدل چې تودوخه به نوره هم لوړېږي. دا له ډېر وخت وروسته زمونږ لومړۍ توده ورځ وه. هغې راته مخ واړاوه:

“چېرې د بير څکلو ته دې زړه نه کېږي؟”

ما کړل:

“خوند به وکړي.”

انګرېزۍ ته ژباړه: فيليپ ګبرېل

April 16, 2017

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *