Categories

اعلان

Loading…

ضیا مسعود له ولسمشره وغوښتل چې د ده د برطرفۍ په برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي

تاند- احمد ضیا مسعود له برطرفه کېدو وروسته د ولسمشر د پرېکړې په غبرګون کې د سیاسي بې ثباتۍ خبرداری ورکړ.

احمد ضیا مسعود چې د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی و، ظاهراً په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې د پاتې راتلو په خاطر د ولسمشر له لوري پرون /دوشنبه/ ګوښه کړای شو.

مسعود نن /سې شنبه/ د ځان په اړه د ولسمشر پر پرېکړې د غبرګون ښودلو په مهال په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشر له خوا یو اړخیز اقدامات به هیواد د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.

احمد ضیا مسعود له ولسمشر غني وغوښتل چې د ده د برطرفۍ په برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

مسعود همداراز وویل چې د ګوښه کېدو په اړه توضیح نه ده ورکړای شوې او په دې اړه حتي له اجراییه ريیس سره هم کومه مشوره هم نه ده شوې.

احمد ضیا مسعود د ملي حکومت له جوړېدو وروسته په دې خاطر چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې د ښاغلي غني ملاتړ کړی و سلاکار وګومارل شو. د ده چوکۍ نه انتخابي ده او نه له اجرايي رييس سره د جوړجاړي یا د واک وېش پر بنیاد رامنځته شوې ده.

د ضیا مسعود د برطرفۍ په اړه د ولسمشر غني په حکم کې د اساسي قانون ۶۴ اصل ته په اشارې ویل شوي چې د جګپوړو دولتي چارواکو ټاکل او لېري کول د ولسمشر واک دی.

خو احمد ضیا مسعود وايي چې د ولسمشر له لوري له برطرفه کېدو وروسته یې د هیواد په کچه مشورې پیل کړي دي.

ښاغلی مسعود په داسي حال کې پر خپله برطرفۍ سخت خپګان ښيي چې د ده یوه ویاند وویل چې ښاغلي مسعود د راتلونکي ثور په اتمه استعفا اعلانوله.

احمد ضیا مسعود وویل، له هغې موافقې سره سم چې ده له ولسمشر سره لرله ولسمشر حق نه درلود چې دی ګوښه کړي.

د ولسمشر دفتر ویلي چې ضیا مسعود یې په دې خاطر ګوښه کړ چې د ده له لوري د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخو کې هیڅ ګام نه و اخیستل شوی.

ضیا مسعود په دې ډاډ چې د احمد شاه مسعود ورور دی پر له پسې پر حکومت نیوکې کولې خو حکومتي چوکۍ یې هم نه پرېښوده.

د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال وویل چې ضیا مسعود په دې خاطر برطرفه شوی نه دی چې پر حکومت یې نیوکې کولې بلکې په دې خاطر ګوښه شو د حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې ناکام و.

255 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2