Categories
اعلان

فيمينستى ادبى نظريه/ اجمل ښکلى

د ښځو لپاره د حقونو د غوښتلو مبارزې ته په لوىديځ کې فيمينزم وايي. په لويديځ کې له پخوا نه د نارينواکۍ پر وړاندې وخت ناوخت اعتراض کېده؛ خو په شلمه پېړۍ کې دا اعتراض پر يوه منظم جريان واوښت.

له شلمې پېړۍ نه د فيمينزم عملي او ليکنۍ مبارزه دواړه منظمې شوې. په لومړيو لسيزو کې دا د ښځو د انتخاب او وظيفو په  حقونو پورې محدود و؛ خو په دويم پړاو کې دقيق شو او د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې په يوه ژور فرهنګي جريان واوښت، چې د فرهنګ په هره برخه کې يې د نارينه د تسلط پر ضد د ښځو د تساوۍ غږ راپورته کړ.

په دې وخت کې د فيمينزم خوځښت له نورو فرهنګي جريانونو سره يوځاى شو او له هنرونو او علومو يې غوښتنه وکړه، چې دا غږ ورسره غبرګ کړي. په دې توګه له پوسټ ماډرنيزم سره يوځاى شو او پوسټ ماډرنيزم دا غږ ژور او رسا کړ.

د فيمينستانو په اند له ښځو سره تبعيض له نوم ايښودلو نه راواخله تر لوړ سياسي او ټولنيز موقفه پورې په هر کچ روان دى. د انساني فرهنګ ووړ بڅرى هم له ښځې سره تبعيض کوي.

فيمنيزم د دې توپير پر علتونو فکر وکړ. د ددوى په اند اساسي علت يې د ښځې جسم دى. نارينه د خپل ټولنيز ذهنيت پر بنسټ داسې فکر کوي، چې ښځه فطري کمزورې پيدا شوې ده او همدې جسمي کمزورۍ دا له سړي نه بېله کړې او ټيټه کړې ده.

تاريخي موندنې او د افريقا او نورې دنيا د پاتې قبايلو بدوى ژوند راته وايي، چې ښځه په لومړيو کې داسې محکومه نه وه، بلکې حاکمه وه او له نارينه سره يې په ښکار کې اوږه په اوږه برخه اخىسته؛ خو کله چې زراعتي انقلاب راغى او انسانان ډله ډله يو ځاى ته راټول شول او ډېر شول؛ نو سړو بهر کارونه په غاړه واخىستل او ښځه د کور شوه. د انسانانو ډېروالي د افرادو ترمنځ د چلن د انسجام اړتيا پيدا کړه او له دې ځايه د ټولنيزو دودونو بنسټ کېښودل شو او اوسني مدنيت ته لار هواره شوه؛ خو دې مدنيت ښځه له پښو وغورځوله او په يوه منفعل عنصر يې واړوله. داسې په ښځه کې جسمي بدلون راغى. سړي چې درانه کارونه کول پياوړى شو او ښځه چې د کور سيوري ته پاتې شوه، کمزورې شوه.

 د فيمنستانو په اند: ”…د فطرت دود تعريف ناسم دى. په بيالوژي کې  فطرت د هر  ژوندي سري  هغو ځانګړنو ته وايي، چې دا پرې پايي او په هغو کې حرکت، وده، تنفس، توليد، لوږه، جنسي غريزه او د فضله ايستل راځي. دا خصوصيتونه ساکښ له ناساکښ نه بېلوي. پر دې ګډو فطري صفتونو سربېره که کوم څيز ىا جنس ته بل صفت منسوبېږي، هغه به د ټولنيزو او مدني غوښتنو زېږنده وي. سړي ته منسوبه زړورتيا او ښځې ته منسوبه ويره تش زموږ د ټولنيز او مدني ژوند زېږنده دي. د فرهنګ خصوصيت تنوع او د فطرت خصوصيت اړتيا او اۤفاقيت دى. مطلب دا که  يو ساکښ مثلا خوراک يا جنس ته اړتيا ونه لري، بيا دا خصوصيت فطري نه شو، ځکه نو په انسانانو کې له پاسنيو اووو ځانګړنو پرته هېڅ هم فطري نشته. نور بس د ژوند کولو هنر دى، چې موږ يې له ټولنې او په ټولنه کې له موجود کلچر نه زده کوو. ”(١: ٢٤٣-٢٤٤)

په دې توګه له ښځو سره د دويمې درجې چلن د مدنيت زېږنده دى او دا مدنيت چې وروسته وروسته  خپور شوى او بدوي قبايلو ته رسېدلى، سړيو د ښځو په اړه په خپل چلن او فکر کې توپير احساس کړى او دا په داسې يوه واقعيت اوښتى، چې اوس ترې بغاوت اسانه نه دى.

له جسمي پلوه د ښځو د کمزوري ګڼلو له ذهنيت نه له مېرمنو سره د سړيو چلن راوتى. خپل کلچر راته وايى، چې څرنګه ښځه کمزورې ده؛ نو چې راګېره شي، مکر وفرېب ته مخه کوي. مکر ښځې ته منسوب خصوصيت دى. پر ښځو چې نارينه مسلط دي، مکر ته يې مخه کول مجبوري ده؛ خو چې سړى هم راګېر شي، له مکر وفرېب نه کار اخلي او داسې دا ښځو ته منسوب فطري صفت نه شى ګڼل کېداى.  د فيمنستانو د فکر پر بنسټ، که اوسنى نارينه کلچر بدل شي، ښځې ته منسوب صفتونه او د ښځې اخىستي خوىونه به چورلټ بدل شي. که سړى د ښځې غوندې په همدغسې اختناق کې پرېوځي، دا ټول صفتونه به سړي ته منسوب شي.

د جسم له پلوه د ښځې د کمزورۍ دود ذهنيت ښځې ته ويره ورکړې او دې ويرې ښځه په مضر شرم اخته کړې ده. ويره او شرم ښځو ته منسوب دوه هغه منسوب خصوصيتونه دي، چې دا يې له ټولنيز فعاليت او پرمختګه راګرځولې ده. ويره او شرم له نارينه سره د ښځې دوه مهم بېلندوى خصوصيتونه دي، چې زموږ نارينه ذهنيت ورته منسوب کړي دي.

د عقل له پلوه له ښځې نه د سړي تقدم هم فطري نه ښکاري. ان ځينې دومره کمزورى استدلال کوي، چې د ښځې ماغزه تر نارينه کم دي، ځکه نو نارينه ته نه رسېږي. که داسې وي، نو د فيل ماغزه تر انسانه ډېر وي، ولې انسان ممتاز دى؟ د مغزو په حجم پورې د عقل تړښت معقول کار نه ښکاري او تاريخ راته د اپلاتون خبره سمه ثابته وي، چې که ښځې ته د زده کړې اړين شرايط جوړ شي، تر سړي کمه نه ده. همدا اوس موږ د يوې لوستې ښځې او يوه نالوستي سړي ترمنځ څرګند توپير وينو او له دې نه معلومېږي، چې د ژوند په اړه د ښځو ناقص فکر د نارينه چلن زېږنده دى، چې د ژوند پېژندلو ته يې نه ده پرېښې او د زده کړو مخه يې نه ده ورکړې. زموږ مېرمنې چې په خلاص مټ په علمي فعاليتونو کې برخه نه شي اخىستى او په کوره دننه او بهر له خنډونو سره مخېږي، د سړيو هومره وړتيا نه لري.

”لېوي ستراس د لرغونو ټولنو له مطالعې نه دا پايله راايستې، چې له ښځې نه د ادلون بدلون(Exchange) استفاده د مدنيت لومړۍ خښته ده. پر ځينو جنسي اړيکو او د ډالۍ دود په لرغونو ټولنو کې هم و. د ښځې پر ازادې جنسي اړيکې باندې بنديز دې ته لار هواره کړه، چې ښځې له دغو بندېزونو بهر هم د اړيکې د جوړولو اجازه ولري، چې هره ټولنه ورته د خپلې اړتيا له مخې خپل نوم ورکوي. د ادلون بدلون په دې طريقه کې د ښځې هر ډول زبېښاک موجود دى. د ګيل روبين په اند، ښځه په واده کې ورکول کېږي، په جګړه کې ګټل کېږي، په بدل کې ورکول کېږي. په رشوت کې ورکول کېږي او خرڅېږي او اخيستل کېږي. روبين زياتوي، چې  مريان هم خرڅېږي او اخىستل کېږي، بلکې د  شاعرانو، سندرغاړو، انځورګرو او لوبغاړو د تبادلې بېلابېلې بڼې هم شته؛ خو د دوى سوداګري د دوى د کمال له مخې کېږي؛ خو د ښځې تجارت يواځې د ښځېتوب له مخې.”(١: ٢٣٨)

که د ګيل روبين خبره لږه وغزوو، زموږ په ټولنه کې د ښځې د واده لپاره د (ورکولو) کلمه کاروو. موږ وايو: لور مې ورکړه. د (ورکول) فعل د هر بل څيز لپاره هم کاروو او له دې نه دا مطلب اخلو، چې ښځه موږ ته د څپلۍ تر تلي ډېر ارزښت نه لري. موږ په بدو کې ښځې ورکوو او له هغوى د انتخاب حق اخلو. موږ د ښځو د خرڅولو لپاره يو بل جايز فرهنګي اصل لرو او هغې ته ولور وايو. دا د ښځو د خرڅولو مهذبه بڼه ده.

وايي، چې په لرغوني مصر کې به نجونې په معبدونو کې اوسېدې او هلته له ورغلو زايرينو سره به يې جنسي اختلاط کاوه. د لرغوني مصر مذهب دا د ثواب کار باله، چې نجونې د سړيو زړه وساتي. د ساسانيانو په اړه مشهوره ده، چې په خپلو دربارونو کې يې څو زره بې جوړې نجونې لرلې او چې کله به نورو ته اړتيا پېښه شوه؛ نو په خپل قلمرو کې به يې بېلابېلو سيمو ته احوال ولېږه، چې په څو سوو نجونو کې څو ښکلې نجونې راوباسي. بيا به يې چې وټاکلې؛ نو هملته به يې دربار کې نرښځو ته وسپارلې، چې يو کال پرې عطرونه، تېل وکاروي، په شيدو يې پرله پسې ولمبوي او د شاه د صحبت جوګه يې کړي؛ نو پلرونو او نورو به د خپل کور پېغلې په وياړ او په سيالۍ واکمنو ته راوستې. ډاکټر مبارک علي په(مغل دربار) کې وايي، چې بېلابېلو مغولي امراوو په دربارونو کې په زرګونه ښځې لرلې.

پر دې سربېره به په يرغلونو او جګړو کې د ماتو خلکو ښځې يرغلګرو د مال غنميت غوندې له ځان سره وړلې. په بډو يا رشوت کې به هم ورکول کېدې. د سوات واکمن خپله لور بابر ته ورکړه، چې له شره يې ځان خوندي کړي. پخوانو شاهانو به له يو بل سره خپلوۍ کولې، چې د دوو هېوادونو ترمنځ دوښمني په خپلوۍ واوړي او د يو بل له يرغله بچ شي.

زموږ کلچر چې پر ښځو مسلط دى، ښځې د نارينه تابعدارۍ ته رابولي. بيا ښځه چې په همدې کلچر کې رالوى شوې، پر ځان د سړي ناروا تسلط د هغه حق ګڼي. ځان تل ملامتوي او د سړي پړه هم په خپله غاړه اخلي. لنډۍ دي:

جانان زما، زه د جانان يم

که په بازار مې خرڅوي، ورسره ځمه

ورور مې توپک، زه يې ګولۍ يم

په تورو غرو مې خېژوي، ورسره ځمه

دا به ښځې ويلې وي؛ خو ذهنيت پکې د نارينه دى او ښځه د يوه منفعل عنصر په توګه له دې زاويې نه مجبوره ده.

اوس به د د فيمينزم له زاويې نه خپلې ژبې ته وګورو.  زموږ ژبه چې زموږ د فرهنګ هېنداره ده،  ډېر نارينه خصوصيتونه لري. په ژبه کې پخپله د جنس تفکيک او د نرينه او ښځينه جنس توپير ښيي، چې دا له بهره تپل شوى څيز دى. که  (د احمد راغى) پر ځاى (احمد راغله) ووايو، د احمد په جنسيت کې به ګنې بدلون راشي؟  خو د ژبې نظام دا اجازه نه راکوي.

په پښتو کې مېړه ته خاوند او څښتن وايي. خاوند صاحب ته وايي. دا کلمه راته وايي، چې پښتانه مېړونه خپلې ښځې د مال غوندې ګڼي او ځان ته يې د تصاحب حق ورکوي.

موږ د ښځو لپاره د کچنۍ او بدلمنې کلمې کاروو؛ خو د سړي لپاره د کچني او بدلمن کلمه نه لرو. که سړى هر څومره بېلارې وي، بيا هم په جګو سترګو د کور او کلي مشري کوي؛ خو ښځه د نارينه په دې اختناق کې که وړه تېروتنه هم وکړي، شل او سل بدې کلمې ورته کاروي. زموږ زياتره ښکنځلې د مور، خور، ښځې او لور کلمې دي. يواځې چلن نه، زموږ ژبه هم زموږ د نارينواکۍ رڼه هېنداره ده.

دين راته وايي، چې خداى له جنسيته مبرا دى؛ خو زموږ کلچر او زموږ ژبې موږ ته خداى د يوه نارينه جنس په توګه راپېژندلى دى. خداى زموږ په کلچر کې يو مټور او لوى شخص دى، چې موږ د خلو غوندې په يوه او بل غره ويشتى شي. موږ له خداى نه د لرغوني اسطوري پېر د توتم غوندې د شفقت تمه کوو يا ورته د يوه قهرجن واکمن او غيرتي ذات په سترګه ګورو. له غيرت نه موږ ځانګړې جګړه ييزه مانا اخلو او د نارينه وو کار يې ګڼو. موږ  دې منسوب کړيو صفتونو ته نه ځير کېږو؛ خو کله چې خداى ته د ښځينه صفتونو د منسوبولو هڅه کوو، پته راته لګي، چې موږ خداى يو نارينه ذات ګڼو. خداى ته د خپلې مور صفتونه نه ورکوو او که ووايو، چې خدايه مهربانه ذاته ده؛ نو له واره د خپلې تېروتنې درونوالي ته متوجه کېږو.

د فرهنګ د يوه جز په توګه ادبيات هم د نارينه کلچر له خصوصيتونو نه اغېزمنېږي. زموږ د ليکني ادب زياتره پنځګر نارينه دي؛ نو له نارينه نه د ښځينه احساساتو د وړاندې کولو توقع نه کېږي.

فيمينستي ادبي فکر د شلمې پېړيو په وروستيو لسيزو کې له پوسټ ماډرنيزم سره يوځاى شو او پر ادبي متونو باندې يې د ژاک درېدا د (De-construction)  تيوري تطبيق کړه. ژوليا کريستوا په دې برخه کې ژور کار وکړ. د دې تيورۍ پر بنسټ ادبي متونو ته د فيمنيزم په سترګيو کې وکتل شو او دنارينه ذهنيت له تسلط نه يې د خلاصون لپاره د نرينه مرکزيت د ماتولو هڅه وکړه او له نوې زاويې نه يې لوستونکي د ادب لوست ته متوجه کړل، چې دا نوى لوست نه پر ښځينه او نه پر نرينه مرکزيت ولاړ و، بلکې د ادبي متن په لوست کې يې يو مرکز هم نه مانه او له نامرکزۍ نه يې ادبياتو ته کتل؛ خو بيا هم پکې نرينه مرکزيت ماتېده، ځکه پر ادب باندې خو د ښځې تسلط نه و، چې مات شي. په لويديځ کې يې دې ډول کره کتنې ته (gynocriticism) ووايه.

”د ادب د لوست ښځمن ليدلورى د فيمنيزم د ټولنيزو خوځښتونو له بنسټونو سره له ورته والي سره سره ډېر مختلف دى. دا بېله خبره ده؛ خو دا خبره څرګنده ده، چې د متن ښځمن لوست د خلکو له راپارولو يا د فيمنيزم په پلوۍ له شعارونو هاخوا د شننې مېتود دى. څرنګه چې د فيمنيزم ټولنيز خوځښتونه د نارينه نظام بنسټونه لړزانده کوي او د متوازن ټولنيز او اقتصادي نظام لپاره مبارزه کوي، همدغسې د متن ښځمن ليدلورى متن Deconstruct کوي يا ويجاړوي او د مانا په رامنځته کولو کې پر سړي څرخېدونکې انګېرنې لټوي.

پخپله د متن د دې لوست بېلابېلې زاويې دي. مثلا: د پوسټ ماډرنيزم د فکر پر بنسټ په ادبي متن کې پنځګر(د فيمينزم په وينا نارينه) بهرنى موجود نه دى، بلکې هغه مرکزي ذهنيت دى، چې له مخې يې د متن فرهنګي ځانګړنې او ارزښت ټاکل کېږي.

نو د متن د ښځمن لوست لومړى پړاو خو به دا وي، چې په يوه ځانګړي ادبي دود کې د دغو فرهنګي کوډونو(رمزونو) پلټنه وکړي، چې د ښځې/سړي په دې مخالفت کې د نارينه فرهنګي برتري ښيي. د دې چارې يوه ساده بېلګه دا ده، چې په متن کې د دواړو جنسونو لپاره د کارېدلو لفظونو يا يې د توصيف لپاره کارېدلې استعارې وشنل شي او په دې پورې تړلي فرهنګي انګېرنې راڅرګندې شي.

د دې چارې پايلې به د فيمينزم له هيلې سره سمې راخېژي، يعنې د نړۍ د زياتره شاعرۍ غوندې په اردو (او پښتو) کې هم په عاشق پورې تړلي صفتونه د برترۍ ښکارندويي کوي، مثبت او له ستاينې ډک دي؛ خو د معشوقې لپاره کارېدلي تشبيهات له صفتونو ډک؛ خو د معشوقې تر خپلو صفتونو منفي دي او زياتره وخت د نارينه د زاويې او وړاندوينو استازي کوي، ځکه نو د ښکلا ښار رڼا رڼا، سينګارلى او منظم دى؛ خو د جنون دښته شړه ده، لېونتوب، احساسات او بې اختياري ده پکې؛ خو د معشوقې له هر څيز سره د مينې باوجود تر دې رڼاګانو، سينګار او نظم هغه د لېونتوب او جذباتو او مستۍ سپېره دښته غوره ده.

همدغسې معشوقې/ښځې ته کاريدلي تشبيهات په دوه ډوله ويشلى شو، يوهغه دي، چې د ښځې د جسم لپاره کارېدلي دي، لکه ګل، سروه، سيند، لمر، سپوږمۍ، نرګس او نور او بل هغه چې د ښځې د صفتونو په توګه کارېدلي، لکه: صنم(بوت)، ډبرزړې، بېوفا، هرچايي، ظالمه، قاتله او نور.

شاوخوا دا ټول تشبيهات د ښځې په اړه د سړي انګېرنې دي. دلته د دې سپيناوي اړتيا هم ده، چې معشوقې يا عاشق ته منسوب دا صفتونه يواځې مضامين دي او داسې کس په واقعيت کې نه وي.

دا چې مضامين دي، بيا دا پوره نظام پر نارينه ذهنيت څرخي. د جامي يوسف زلېخا يا د خواجه اثر خواب وخيال(يا د پښتو ادم خان و درخانۍ) ولولئ، پته به درته ولګي، چې معشوقه زموږ په ادب کې له کومو صفتونو او انګېرنو برخمنه ده. په تېره، د معشوقې د بدن غړيو ته کارېدلي تشبيهات او لړ شوي لفظونه راته په خپله شاعرۍ کې د ښځې په اړه زموږ تصور ښيي.

همداسې د محبوبې د توصيف لپاره کارېدلي لفظونه خو لومړى په نارينه ټولنه کې د منفي دود نښې دي او دويم دا چې د عاشق د صفتونو(د سوي زړه، عجز، وفا او…) د رڼولو يا شديدولو لپاره دي.

زموږ پر شاعرۍ باندې نارينه زاويه دومره واکمنه ده، چې که يوه ښځمنه شاعري کوي، هم د خپل عاشق لپاره د صنم يا قاتل استعاره کاروي.

په پارسي، اردو(او پښتو) شاعرۍ کې ښځه د مانا پنځګره فاعله سرلې ده نه، بلکې د لېوي ستراس په اند يوه تېره هېره کلمه ده، چې مانا يې ورپورې تړلي تعبيرونه، بلکې د دې تعبير تر پستو او مهينو جزيىاتو پورې ټاکنه يې د شاعر/نارينه پر غاړه ده. دا (ښځه) هغه حالت دى، چې د ځان د جوړښت يا په متن کې د خپل ماهيت د څرګندولو واک نه لري. نارينه يې پنځوي، مانا او د متن له نورو کلمو سره تړاو ورکوي. زموږ په شاعرۍ کې د معشوقې/ښځې استعاره يو (بې جنسه تجريد) دى، چې خپلواک حيثيت نه لري.

د اردو شاعرۍ په دوه سوه کلن (او د پښتو ليکنۍ شاعرۍ په ټول) بهير کې ښځه غلې ده او دا بهير دومره خپور وور دى، چې شاوخوا ته يې هم ښځه نشته ده. د معشوقې د احساساتو استازې شاعري خو زموږ په کلاسيک ادب کې په ندرت سره پيدا کېږي؛ خو د دې د خبرو او کړو وړو په اړه راته زياتره خبرې شاعر/نارينه کوي او دى ورته هم د شعري دود په هېنداره کې ګوري. د نړۍ د زياتره شاعرۍ غوندې په اردو(او پښتو) شاعرۍ کې هم د (Sylvia Plath) په وينا، دا هغه غږ و، چې زموږ په اړه راپورته شو، له موږ سره وغږېد؛ خو زموږ لپاره نه و.”(١: ٢٣٧)

که خپل تحريري ادب ته وګورو؛ نو وينو، چې زموږ په ادبياتو کې هم چې ښځه څنګه ده، هغسې نه ده رامعرفي شوې، بلکې چې (نارينه) شاعر څنګه زړه غوښتي، رامعرفي کړې. زموږ په کلاسيک ادب کې ښځه زياتره د محبوبې په څېره کې راښکاره شوې، چې د جسم له پلوه عنبربويه، سنبل مويه، ګلرخه، نرګسسترګې، سروه قده، د نرۍ ملا خاونده او… ده او د مانا له پلوه، سنګدله، بې پروا، بې مينې او د زړه ماتوونکې؛ خو مين يې د در سپى دى، د پتنګ غوندې ستي دى او د مجنون غوندې په صحرا کې ورک دى. د رحمان بابا لاندې غزل محبوبې دواړه صفتونه رانغاړي:

اىښى مې پر سر دى ستا د مخ د مينې گل

بيا مې تور لېمه دي ستا د زلفو تور سنبل

ته چې آيينه په لاس کې واخلې حيرانېږې

زه له كومه راوړم صبوري او تحمل

ګرځې په چمن کې، منګول ډکه وړې د ګلو

خداى  زده چې گلونه وړې كه زړونه په منگل

هم مې مښک ليدلي، هم عنبر دي په جهان کې

شاباش شاباش شاباش ستا په زلفو په كاكل

نه به ستا د مخ په څېر ګلش وي چا ليدلى

نه به وي زما په څېر اهونه د بلبل

(٣: ٧٠)

د (gynocriticism) له زاويې نه  د پښتو د کلاسيکې شاعرۍ محبوبه سمه ده، چې د شډل ښايست څښتنه پښتنه نه ده او له پارسۍ نه دا شاعرانه او خيالي محبوبه راوارده شوې ده؛ خو بيا هم له نارينه زاويې نه ورته کتل شوي او چې څنګه شاعر غوښتي هغسې يې وړاندې کړې؛ خو په واقعيت کې ضرور نه ده، چې ښځه داسې وي. له دې نه ښکاري، چې موږ د بهرنيو واقعيتونو پرځاى له ادبي دودونو او مشترکو مضامينو ډېر متاثره کېږو. همدا خبره په خپل هندي مکتب کې هم وينو. هلته هم د غني کاشمېري او د بېدل محبوبې ته محبوبه ويل شوې. د محبوبا د فزيکي ښايست ستاينه له پخوانۍ تصوفي شاعرۍ سره په توپير د هندي مکتب يوه مهمه ځانګړنه ده؛ خو په هندي مکتب کې د محبوبې پرځاى محبوب وينو، چې نوي يې خطونه راغلي. د هندي مکتب محبوب همغه محبوبه ده، چې پخوا د ښځې په نامه ستايله کېدله، همغه صفتونه ورته منسوبېږي. د حميد بابا په لاندې مشهور بيت کې خط ته لوستونکي په اسانه نه متوجه کېږي:

خط په مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا، که ژاله شوه په لاله کې

موږ ډېر کم متوجه کېږو، چې دلته سپوږمۍ، ژاله او لاله د هلک لپاره کارېدلي دي. د دې دوه علته دي، يو دا چې، موږ ته خپله شاعرانه دود وايي، چې شاعري د محبوبې د جمال ستاينه ده او بله دا چې د دې صفتونو او واقعي محبوبې ترمنځ فاصله وينو. دا هغه مجرد صفتونه دي، چې که د هر جنس لپاره وکارېږي، ناارادي يې موږ په واقعيت نه، په خيال پورې تړو. همدا لامل دى، چې موږ ته د کلاسيکې شاعرۍ محبوبه يوه خيالي ښاپېرۍ ښکاري، چې واقعي وجود نه لري. د هندي مکتب محبوب ته که د محبوبې صفتونه منسوبېږي، مانا يې همدا راوځي، چې دا صفتونه فزيکي موصوف نه لري او شاعر يې له خپل نارينه خياله جوړوي.

خوشال په کلاسيکه شاعرۍ کې هغه کس دى، چې د خپلې محبوبې لپاره خپل تعريف لري. دا تعريف هم په واقعيت نه، په خيال ولاړ دى؛ خو توپير يې دا دى، چې کلي تصور نه دى، بلکې د خوشال خپل فردي خيال دى او د محبوبې په اړه د خوشال فردي تجربو د ده شاعري له نورو بېله کړې ده. دلته تجربې بالفعل نه، بالقوه مانا لري.

هوسۍ چا په دو نيولې دي خوشحاله

بېهوده په غزاله وو پسې ځغلم

……

د محبوبې د جمال شغلې اۤتش دي

زه خوشال يې له ليدلو زړه کباب وړم

د جمال خوبي دې زياته تر افتاب ده

د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم

که مې چېرې لاس د واک درورسېږي

په سپين مخ به دې د غاښ نښې سياه ږدم

…….

ښه به هغه وخت وي، چې به ىار لره وردرومم

وايم، چې به زه باغ و بهار لره وردرومم

زلفې يې ښکاره کړې، مښک، عنبر يې په ما توى کړل

اوس به له دې پسه څه عطار لره وردرومم

خداى په کور کې راکړه هغه تورې سترګې ترکه

اوس به يې په مرسته څه فرخار لره وردرومم

يار مې په ښايست کې لکه ګل د نوبهار دى

سود يې د جمال کړم، چې ګلزار لره ودرومم

(٢: ١٦١-١٦٢)

بيا وايي:

د دلبرو په ستاينه

ما پخه کړه خپله ينه

خو که له يوه پلوه خوشال د ښکلو په ستاينه، ينه پخه کړې؛ نو په همدې حالت کې يې له ښځو سره تبعيضي چلن کړى. په کلاسيکه شاعرۍ کې خوشال هغه شاعر دى، چې له ښځو سره يې ډېر سرو کارو پاتې شوى؛ خو له ښځو سره يې چلن د خپل وخت د واکمن کلچر له مخې له تبعيضه ډک دى. ده په خپله شاعرۍ کې مستقيم او نامستقيم ښځه کږلې ده او څرنګه چې دى پخپله خان و او خاني يا د واکمنۍ بل ډول په نارينه کې د برترۍ احساس پياوړى کوي؛ نو ښځه يې تر نارينه کمه ګڼلې ده. د خوشال په شاعرۍ کې واقعي ښځه ډېره تته او منفعله ده. کوم ځاى يې چې د ښځې ستاينه هم کړې، د يوه منفعل موجود، د يوه انځور او يوه بوت په سترګه يې ورته کتلي، چې خپل احساسات نه لري، بيا يې ستاينه کړې. د خوشال د پاسني دويم غزل دا بيت راته همدا وايي، چې خوشال په جنسي اختلاط کې هم دواکمن ټولنيز کلچر له مخې ښځه منفعله ګڼله، چې سړى پرې د يوه فعال بريدګر په توګه يرغل کوي او د دې د وجود پسته خاوره يا بې څښنته وطن تسخيروي:

که مې چېرې لاس د واک درورسېږي

په سپين مخ به دې د غاښ نښې سياه ږدم

که له فيمنستي زاويې نه د خوشال پر نارينه شاعرۍ باندې څېړنه وشي، نو ډېر څه ترې ترلاسه کولى شو.

زموږ د معاصرې شاعرۍ محبوبه هغسې عنبربويه او سنبل مويه نه ده او نه اۤهو چشمه ده؛ خو بيا هم د يوه منفعل حيثيت خاونده  ښځه ده. د غشو بڼو خاونده ده او اوس تر سروې چينار ته لوړه شوې. اوس د هېندارې غوندې سپينه ده؛ خو بې احساسه او بې حافظې ده، چې که له مخه يې لرې شوې، ترې هېر به شې.

په معاصره شاعرۍ کې د سيال په شاعرۍ کې ډېره هڅه وينو، چې د ښځې د حسن کلاسيک چوکاټ مات کړي:

نرۍ نرى تر ګل نازکه جينۍ

رغړي د ګل په پاڼو ځکه جينۍ

زما د ياد په غېږ کې لوبې کوي

وړه وړه لکه نانځکه جينۍ

د لمربدنو سترګې وبرېښوه

راشه لږ مخ دې راښکاره که جينۍ

دا غشي غشي باڼه، لورې وروځې دي

پورې راپورې مې له زړه که جينۍ

په معاصره شاعرۍ کې له کلاسيکې شاعرۍ سره په توپير ښځه يواځې موصوف نه ده، بلکې صفت هم ده. ښځه له خپلو ټولو ښځينه او منفعلو صفتونو سره د رنځور نرګس لپاره هم کارېږي او د وطن د ويشتلي چينار لپاره هم او د تللو زاڼو لپاره هم. پير محمد کاروان هغه شاعر دى، چې له ويشتلې هوسۍ سره د يوې مظلومې عاجزې(ښځې) غوندې چلن کوي؛ خو بيا هم کاروان د ښځې لپاره د ډېرو نوو طبيعتي صفتونو د تراشلو هڅه کړې:

بيا وراوږدې کړه تشې سپينې مرمرينې لېچې

(٤: ١١٠)

زموږ د ټولې شاعرۍ نارينه ذهنيت د ډاکټر زيار په  دې شعر کې خلاصه کېداى شي:

زه پښتون يم، ته ښايسته يې، دا پوره ده

په دنيا کې خو جلال دى يا جمال دى

زموږ په معاصره شاعرۍ کې د پروين فيض زاده ملال، حسينه ګل تنها او صفيه صديقي غوندې شاعرانو د دې چوکاټ د ماتولو څه نا څه هڅه کړې ده.

په خپلو داستاني ادبياتو کې چې وينو، دلته هم ښځه د يوه منفعل حيثيت خاونده ده. زموږ د ډېرو کيسو مرکزي کرکټرونه نارينه وي او په داستانونو کې مرکزي کرکټر اساس وي، چې ټول کرکټرونه ورپورې تړلي وي او ټولې پېښې د ده په محور چورلي. سړى يو فعال کرکټر دى، چې د پېښو لورى بدلولى شي او د ښځې تقدير ټاکلى شي؛ خو ښځه که د محبوبې په نقش کې ده، که د مور او که د خور يا په بل کوم نقش کې تل د نارينه کرکټر سترګو ته ګوري او چې دا کرکټر يې په کوم لوري بيايي ورپسې روانه وي. کيسې پر پلاټ ولاړې وي، زموږ د کيسو پلاټونه د نارينه ذهنيت له مخې ټاکل کېږي او په مرکز کې يې نارينه وي. سوله مل شينوارى د جنسي تبعيض له پلوه کله ناکله هڅه کوي، چې ښځې ته مهم نقش ورکړي؛ خو زيتون بانو، صفيه حليم او… د نورو د کيسو مرکزي کرکټرونه ښځمنې دي؛ خو بيا هم د دوى په کيسو کې ښځه د نارينه پر وړاندې د يوه کمزوري جنس په توګه راڅرګندېږي. د دوى هڅه هم دا ده، چې د ښځو په کمزور ښودلو سره نارينه وو ته د دوى غږ ورسوي.

د پښتو د ولسي ادب نکلونه، حماسې او زياتره منثور او څه نا څه منظوم اثار د نارينه ذهنيت ښکارندويي کوي. ادم خان يو فعال کرکټر دى، چې د درخانۍ د برخليک د ټاکلو مسووليت يې پر غاړه اخىستى. موسى خان او مومن خان د ټولو ښو نارينه خويونو خاوندان دي، غيرتي دي، زړور دي، بااخلاقه دي او سخيان دي؛ خو محبوبې يې د ناز و ادا او نازکۍ له ټولو اوصافو برخمنې دي. په دې نکلونو کې زړې ښځې د مکرو و فرېبه د منفي صفت له مخې معرفې شوې، چې  تعويذونه کوي او جادوګرې دي.

زموږ متلونه هم زياتره نارينه دي، چې کله يې مستقيم او کله يې نامستقيم ښځو ته د کمترۍ احساس ورکړى:

زه درنه پوزه غوڅوم، ته رانه پېزوان غواړې

ښځه يا د کور ده يا د ګور ده

متلونه مو هم د نوې زمانې د غوښتنو پر بنسټ د نيوکې وړ دي.

خو کله چې لنډيو او کاکړيو غاړو او سروکو ته راځو؛ نو له نوې نړۍ سره مخېږو.  په دې درېواړو ځېلونو کې د ښځو ونډه ډېره ده؛ نود ښځو استازي کولى شي. دا استازي په دوه ډوله ده، کله ښځو هڅه کړې، چې  د واکمن نارينه چوکاټ له زاويې نه خپل حيثت ته وګوري؛ خو زياتره وخت يې بيا د دې چوکاټ د ماتونو هڅه هم کړې ده، ځکه په عمل کې د نارينه کلچر ماتول سخت و، نو د بغاوت ښه لار ورته لنډۍ او کاکړۍ غاړې او سروکي ښکاره شوي دي. د موذي اصطلاح د همدغې ښځينه اعتراض زېږنده دى:

د موذيګي شلېدليه ګټه

چې زه دې لنګه ټينګوم، بازو دې ځينه

په سر نرۍ لوپټه نه وړم

ستا د دادا درنې درنې خبرې وړمه

صورت زما، واک يې د نورو

خدايه ته واخلې دا بېواکه صورتونه

جانانه، تا نه کمه نه يم

که ته بورا يې، زه غونچه د ګلو يمه

په وروستۍ لنډۍ کې د کمترۍ د احساس له امله ښځې له سړي سره د ځان د برابرولو هڅه کړې؛ خو ناارادي يې د مسلط نارينه کلچر له امله د سړي تبر ته لاستى وراچولى دى. بورا هم پر ګلو کېني. بورا يو فعال فاعل او تسخيروونکى دى؛ خو د ګلو غونچه د بورا پر وړاندې منفعل او تسخېرېدونکى حيثيت لري.

زموږ د ادب هر اړخ له فيمنستي زاويې نه د کتلو وړ دى، چې دا کار د دې ليکنې له حوصلې وتې خبره ده. (gynocriticism) داسې لار ده، چې موږ ته د ادبياتو په اړه نوې زاويه راکوي او موږ د خپل کلچر او خپل ادب ډېرو خاميو ته متوجه کوي. د دې مطلب دا نه دى، چې پر ادبي متونو ښځمن ذهنيت مسلط کړي، بلکې موخه يواځې د واکمن نارينه تسلط او مرکزيت ماتول دي، چې زموږ ادب ته نوې لار خلاصه شي. دا زاويه درېيمه زاويه ده، چې له ادبياتو نه د يوه جنس د تسلط نه، د  انسان د تسلط توقع لري.

ماخذونه:

١- حسين، قاضي افضال.  متن کى تانيثى قرات. ٢٠١٤. مابعد جديديت(نظري مباحث). ډاکټر ناصر عباس نير. لاهور: بيکن  بکس، لاهور

٢- د خوشال کليات(درېيم چاپ). ١٣٩١. د عبدالقيوم زاهد مشواڼي په زيار. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، پېښور

٣-د رحمان بابا دېوان. ١٣٢٦.  د عبدالروف بېنوا په زيار. کابل: پښتو ټولنه

٤- کاروان، پيرمحمد. چنار خبرې کوي(دويم چاپ). ١٣٨١. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *