Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن وايي، د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي څخه په کلکه ملاتړ کوي. راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، پر یووالي، چمتووالي، مؤثریت او…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more
جنرال پټریاس: د سولې د هوکړې قمار تر ډېره د طالبانو په ګټه تمام شوی

جنرال پټریاس: د سولې د هوکړې قمار تر ډېره د طالبانو په ګټه تمام شوی

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: د امریکايي استخباراتي ادارې سي آی ای پخواني مشر ډیویډ پټریاس ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه ده او افغانستان کې به د جګړې دوام…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more
  • 1
  • 2

ننګرهار پوهنتون کې تحقيقي غونډه

افغانستان نوين څېړنيز مرکز مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۵/۱/۲۸
افغانستان نوين څېړنيز مرکز د تحقيقي غونډو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون اړوند د ښوونې او روزنې پوهنځي په تالار کې تحقيقي غونډه ترسره کړه.
غونډې ته چې د ننګرهار پوهتون د تاريخ او جغرافيې څانګې په سلګونو محصلين راغلي وو، غونډه د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو پيل، ورپسې ملي سرود وغږول شو.
ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان نوين څېړنيز  او مطالعاتي مرکز موسس او ريس د افغانستان نوين څېړنيز مرکز د ايجاد په اړتيا وغږېد.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې پخوا تردې داسې يوې ادارې شتون نه درلود، چې د ډيورنډ فرضي کرښې او د افغانستان څخه ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو د مديریتي سیستم لپاره د يوې ځانګړې ستراټېژي په جوړولو کار وکړي، نو له دې امله موږ افغانستان نوين څېړنيز او تحقيقاتي مرکز رامنځ ته کړ.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه مننه وکړه، چې  له محصلينو سره د خپل تحقيق د شريکولو لپاره يې موږ ته زمينه برابره کړه.
د ننګرهار پوهنتون په استازيتوب د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستيال او د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد پوهنوال محمد ابراهيم همکار د افغانستان نوين مشرتابه او راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او تر څنګ يې په اکاډميکو مراکزو  کې د ورته غونډو جوړول يې خورا اغېزمن کار وباله.
د استاد همکار له وينا وروسته ښاغلي عزيزالله خپل پرزينټشن  چې د ډيورنډ لاین فرضي کرښې په تړاو يې چمتو کړی وو، محصلينو او استادانو ته وړاندې کړل، چې د غونډې برخه والو له لوري يې تود هرکلی وشو.
د ډاکتر عزيز له پرزيټېشن وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي د دريم کال زدکړيالې اغلې نظيفه شېرزاد د ډيورنډ په
اړه خپل چمتو کړی شعر د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل.
د پوهنتون استاد پوهنمل خيرالاحد غوري د داسو بند په اړه ګټور پرزيټېشن د يادې تحقيقي غونډې دويم پريزينټېشن و، د
غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، چې د محصلينو له لوري په چکچکو بدرګه شو.
د غونډې په وروستيو کې  محصلينو ته د پوښتنو وخت ورکړل شو، چې په پنل کې د ناستو استادانو له لوري، پوهنمل
استاد خير الاحد غوري، ډاکتر عبدالله هيواد او د غزني پخواني والي شير خوستي له لوري يې پوښتنو ته ځوابونه وويل
شول.
په وروستیو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې د څانګې استاد او امر ښاغلي پوهندوی کريم الله بیدار د افغانستان نوين څېړنيز مرکز مشرتابه او غړي  په معنوي ډاليو ونازول.
غونډه د استاد جان محمد خان له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله او د لوی افغانستان د يووالي او سولې لپاره په سلګونو برخه والو لاسونه لپه کړل. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *