Categories

اعلان

Loading…

که اسلام او اسلام اباد سره جلا نشي ….. اباسین بریال

د غور ولایت په فیروزکو کې یې کال وړاندې یوه نجلۍ په دورو وهله، ملا له دورې سره داسې زور وهو تاویل غواړي په دې تعزیري او تادیبي حد یې ووژني، قمچینې ګوزارونه په نجلۍ داسې لګېدل لکه یرغه اسپه چې د غره په لوړه کې له چارګام نټه وکړي. د غور یو عیني شاهد څو میاشتې وروسته راته ویل؛ ملا اورېدلي و، چې دا نجلۍ لاره وړي اما ملا له بار بار لیدو سره نجلۍ راکږه نکړه. د غور دې سړي په لړزیدلي او قهرجن غږ زه کابل میشتی چلنج کړم: هیڅوک پیدا نشول، چې د حدودو تماشې ته راټول خلک وننګوي، چې څو کسان یې له خیټینو کورونو په هغه ورځ جنوب راوتلي وو او سهار یې د غسل تودې اوبه نه موندې؟

تر دغې پیښې څو میاشتې مخکې په کابل کې څو لنډه غرو یوه معصومه محجوبه نجلۍ په زیارت کې په سوکانو، سوټیو، او لغتو مړه کړه. ما د نجلۍ ویډیوګانې کتلې دي، څو داسې هلکان دي، چې په سرو وینو د لړلې فرخندې سینو ته لاس وروړي. چا چې د خدای د کتاب د سپکاوي په تور کومه نجلۍ په وهلو ډبولو بربنډه کړې وه، دشب نیشینۍ څو نور عکسونه ویډیوګانې یې راووتې چې شپه شپه به یې په شخصي مجالسو او موسیقیو کې نجونې او هلکان نڅول او دوی به د تماشې پروخت چرس څښل.

دلته د یوې غرنۍ جغرافیې په ارته خاوره یو ډیر اورنی ولس اوسېږي. دا ولس ټریډیشنل یا طبیعي مسلمان ولس و، دوی به درې لسیزې وړاندې د پټي په پوله څادر خور کړ او له خدایه به یې پریمانه روزي، د غنمو په درمند کې برکت غوښت او له رب به یې خواست کاوه، چې د ظلم لاس رامه کړې. ددې ولس اوسنی نسل بیا داسې ندی، دا نسل خپل جنتي ارمانونه په قتل قتال کې لټوي. بل وژني او ځان جنت ته رسول غواړي.

خاطرې مستورې دي، خدای خبر دا خلک به تر مرګ وروسته چیرته درومي، خدای خبر ددوی په تقدیر کې به جنت وي که دوزخ اما هغه صلاحیتونه یې واقعاً د انساني دنیا د ثبات او مروداتو مراندې غوڅوي، چې په جعل او خودسرۍ یې دین برمته کړي دي.

هغه ورځ یې یو پښتون زړور انسان هم ووژلو، مشال خان ته یې سترګو او پزه کې پیچکس ومنډل او د لاسونو هغه لس ګوتې یې ورماتې کړې چې لس واړه د فکري رغونې لپاره څراغونه ول.

اوس د مشال پلار، مور، خویندې، د مشال کلیوال او ټول پښتانه روشنفکران لګیا دي، دغې خونړۍ څپې ته سپیناوی ورکوي، هم د مشال د جنازې پرسر او هم په سباني لاریون کې ټولو عاطفي او خواخوږو انسانانو چیغې وهلې، مشال کافر نه و، مشال شهید دی. اما سوال دادی، چې و مټورو، بریتورو! چا ته د خپلې مسلمانۍ او د مشال د مسلمانۍ ثبوت وړاندې کوئ؟ دا قاتلین خو دیني فخر فروشان وو، دوی مکرجن دي، د مشال په مرګ یې خپله تقوا ثابتول غوښتل اما تاسو ددوی له زړونو او ضمیرونو خبر یاست؟ ایا دوی ته د مسلمانۍ د ثبوت تقدیمول او پر دوی یې منل څه امکان هم لري؟ په خدای قسم که یې په ومنئ. که دوی تاسو کافر نکړي، دوی کله مسلمانیدای شي. که دوی تاسو له پښو ونه غورځوي، دوی کله په پښو درېدای شي.

دا یوه لیونۍ څپه ده را الوتې ده، که خوله پټه وساتې او دیني ممثل وې هرڅوک به دې تابعداره وي، تاسو ولې سترګې نه غړوئ؟ دین له څومره وخته په تظاهر بدل شوی دی؟ دین له څومره وخته تظاهر ته را ننوتی دی؟ له هغه وخته چې انسان د صلاحیتونو دایره ماته کړه او باغي شو. تاسو لوی لوی انسانان نه ګورئ، چې د لور په شل لکه ولور، د تاریاکو د کښت او قاچاق په پیسو او له بیت الماله د غلا په امکاناتو حج ته درومي؟ ولې ډیر شریف خلک هم د کعبې شریفې په چاپېریال کې سیلفي عکسونه اخلي او د مبارک اسلام پینځم رکن د سلفي عکسونو په خپرولو په ریا پوښي؟ دا ځکه چې اوسنیو دینکارو د خدای او بنده رابطه د تظاهر کچې ته راټیټه کړې ده. خدای تعالی ډیر مهربانه دی، خو بنده یې ډير بې رحمه دی. هغه خلک چې خدای تعالی یې په ډيره اسانۍ بښي بنده یې په ډیره سختۍ نه بښي. دین چې د انسانانو په پراپرټي بدل شي، هلته د مسلمانۍ ثبوت وړاندې کول لکه د ستنې له سپم یا سوري څخه د وتلو په شان ګران کار شي.

مشال او فرخندې د خدای او رسول د فرمان ګستاخي نه وه کړې، هغوی د خشن طبیعته دینکارو د تورې خولې ته برابر شول. که یې تصادف ګڼئ که توطیه اما حقیقت خو دادی، چې نظامونه ددیني احکامو د تطبیق استعداد ونلري، باغي انسانان به دین د نظامونو د کمزورۍ او تکفیر لپاره وکاروي.

که په دې وحشیانه قتولونو کې د اسلام اباد لاس وي، یا د خشنو جریانونو اما د آزاد تفکر لاره خو دینکاري نیسي. یوه لېونۍ څپه راالوتې ده، دا څپه دومره ضیق ده دومره مقیده ده، چې حتی د خدای تعالی د کایناتو د خلقت په اړه د فکر کولو او سوال کولو اجازه هم نه ورکوي. اوس قران کریم او د پیغمبر احادیث او د سیرت مضامین په تاخچو کې نالوستلي زاړه شول، دلته څه بل ماډل انسان ساخته دینداري رواج شوې ده. لویه کتله خلک دي، چې که تا په کومه ګناه ونه نیسي، په سوکانو لغتو دې مړ نه کړي، دوی څنګه خپلې مجهولې او مرموزې څیرې پټې کړي، دوی څنګه دیني فخر فروشي وکړي.

له تاسو سوال کوم؛ سیاف پیژنئ؟ د جهاد په کلونو کې به یې چې په سعودي کې د جهاد په اړه قلقلې کولې بیانونه به یې ورکول، عربو به دده د بیانیو د تحلیل لپاره ډیکشنرۍ ګرځولې، د چندې څادرونه به غوړېدلي وو او عربو میرمنو به خپل طلايي بنګړي او امیلونه د افغانستان د جهاد بري ته صدقه کول اما سیاف چې کابل ته راغی، بړیڅو به یې له میرمنو سینې غوڅولې، په ښار به یې راکټونه راورول، ۵۲ زره بی ګناه انسانانو دده د حرص او خود خواهۍ په جګړه کې ساه ورکړه. اوس به سیاف په جنت کې وي، که هغه ۵۲ زره بې ګناه ښاریان؟  د سیاف دنیاګۍ په یو متر ږیره کې خوندي ده، که له سیاف دا اوږده ږیره وخریې، ته وا دده اعمال او هغه اورنۍ ویناوې سر سره خوري؟ ایا دلته ددینکارو خبره او کردار سره برابر دي؟ دا د یو زر مثالونو یکي یو دی.

په اسلام کې د حدودو تطبیق د حاکم دنده ده نه د رعیت، خو د حاکم لپاره هم یو شدید محدودیت شته (( ادرو الحدود بالشبهات)) حدود د شبهاتو په وجه دریږي او ځنډیږي. زموږ خلک خو اول وژل کوي، بیا پښیماني یا ساده ووایي سهوه وشوه. اوس مشال او فرخنده د دینکارو په نزد کې لا هم کفار دي او قاتلین یې غازیان اما څه چې حقیقت دی او چا چې تیروتنه کړې هغوی یوازې نرمه بښنه غواړي. په دې سره یوه لویه فاجعه توجیه شوه او داستان پای ته ورسېد، خو دا سلسله کله هم پای ته نه رسېږي.

که په دین کې د تجدد سوال ناروا دی، نو دا خو ومنئ، چې ددین تحریف نارواترین دی او اوس دین د اشخاصو سلیقو ته راټول شوی دی. اوس له خدای دوسته دیني عالمانو سوال کېږي، چې د اجتهاد ددروازو د پرانستو پریښودو مانا هم باید تفسیر شي. که دعوا کوو، چې دین د هر زمان هرمکان لپاره دی، نو زموږ په ټولنو کې د اجتهاد دروازې ولې بندې ساتل شوې دي؟ ولې د عصر او زمان په اړه فکر نه کېږي.

علما یوازې د مرګونو د فتواوو لپاره ندي، دوی باید د ژوند لپاره ددین په چوکاټ کې موږ ته د اوسني عصر او امکاناتو په چوکاټ کې طرحې په ګوته کړي. هو زه وایم چې احکام پرخپل ځای، ولې هغه برخې چې اجتهاد ته پکې اړتیا ده باید فکر په وشي.

اخف الضررین؛ کله چې له دوه بدو اپشنونو سره مخ کېږې، هغه چې لږ ضرر پکې وي هغه انتخاب کړه، یعنې بد دواړه دي، خو هغه چې لږ بد دي هغه انتخاب کړئ.

خلاصه دا چې د اسلام مبارک دين د انسانانو مجبوریتونه تل درک کړي دي، خو دینکاري بیا دا مجبوریتونه نه مني. د ځانمرګو او طالباني ناتاره ټول مسلمانان په عذاب دي، خو ملا او مفتي په دې برخه کې غلی دی، دا ولې؟ ځکه چې دوی دین او مقدسو اسلامي احکامو ته تسلیم ندي، دوی زور ته تسلیم دي. اما د فرخندې او مشال په مرګ معتدلو ملایانو په دې ځان له صلاحیتي سواله خلاص کړ، چې خدای دې وبښي باید احتیاط وشي.

فرخنده اوباشانو مړه کړه او مشال خان بیا د یو عصري پوهنتون زده کوونکو. د دینکاري سخت دریځي افراطي تبلیغات تر مدرسې نشي محدودېدلای، دوی د جومات له ممبر د کلي تر کوڅې او مکتبه خلک په خشونتي روحیه سمبال کړي دي. که څوک له دې حاله کړېږي، اول ددیني روشنفکرانو او معتدلو اسلامي مبلغینو مکلفیت او رسالت جوړېږي، چې ددین رښتینې بڼه تبلیغ کړي او هغه پرازیټ چې د استخباراتو، تکبر او سیاستي دین په رنګ لړل شوي په سالمو او معقولو دیني احکامو تبلیغولو سره محوه کړي او بیا ټولنه د اعتدال او بردبارۍ وخواته راتاو کړي، ګني هره ورځ به د یو مشال، یوې فرخندې جنازو ته اوږې ورکوو او چې په اوداسه جومات ته روان وو هم د دینکارو اورکیانو له شره به د امن احساس ونکړو. د تفکر لارې بندیدل ندي پکار د اسلام د جوهر څرګندول پکار دي.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. باچا Reply

    ملا له موره د زیږېدو په وخت ملا نه وو، بلکې کله چې يي دیني کتابونه ولوستل، نو ملا ترې جوړ شو. دلته باید د خپګان خبره نه وي، ترڅو چې حقیقت په هغه بڼه چې حقیقت دی ونه ویل شي، ستونزه نه حل کیږي او دغه کوږ بار به تر اخره همداسې روان وي. په مننه .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *