Categories
اعلان

انسانان څنګه په موږکانو واوښتل؟ (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

رئيس طاوس خان نن د غونډي تالار ته لږ ناوخته راغی. کله چي پر چوکۍ کښېناست، نو خورا خوشاله ښکارېده،  لکه پيشي چي تازه موږک خوړلی وي، پر شونډو يې ژر ژر ژبه تېروله،  ويل وبخښئ نن راباندي ناوخته سو، ډېر په منډه راغلم. مژګان زموږ يوه همکاره وه چي ډېره ټوکي ښځه وه. د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير (جان کېري) به يې

( جان بې ادبي معاف) باله. زموږ يوې بلي ښځينه همکاري ته يې په مانادار ډول وکتل او کرار يې ورته وويل: ((پايين ره سی کو)).  زه هم څنګ ته ناست يوه همکار په څنګل ووهلم، ويل لاندي وګوره! ګورم چي وار په وار همکاران په يوه او بله پلمه تر مېز لاندي سر کښته کوي او  د طاوس خان خوا ته ګوري. ما هم قصداً خپل قلم تر مېز لاندي واچاوه او بيا مي لاندي وکتل، ګورم چي د طاوس خان د پتلانه ځنځير خلاص پاته دی او نېکر يې هم نه دی اغوستی، د پتلون پايڅې يې هم راپورته کړي او په لنډو سپینو جرابو کي داسي ښکاري لکه خر چي په چونه کي ختلی وي.

طاوس خان ډېر چالباز سړی و، په همدې چالبازۍ له عادي ماموريت څخه رياست ته رسېدلی و، ډېر درواغ يې هم ويل، ده داسي فکر کاوه چي څوک نه راپوهېږي،خو ټول همکاران ورباندي پوهېدل، ځکه ده به درواغ په دې کلماتو شروع کول: ما تل رشتيا ويلي دي، زه رشتيا وايم، باور وکړئ چي کيسه دغسي ده، واقعا دغسي خبره ده.

نن يې هم لکه توتي همدا کلمات ګردان کړل او بيا يې د مصنوعي مسکا په ډول خوله ويړه کړه او  د غونډي برخه وال يې مخاطب کړل: وبخښئ چي نن يو بد خبر لرو. تاسي به خبر ياست چي زموږ ټول مرستندويه ادا رې بهرنيان دي او هغوی په دې وروستيو کي خپلي مرستي کمي کړي دي، نو په دې اساس زموږ بوديجه هم لږ سوې ده، موږ مجبور يو چي خپل لګښتونه هم راکم کړو. زه له اداري او مالي مسئول سره په ګډه يو پلان جوړوم او بيا يې مشورتي بورډ ته وړاندي کوم، کله چي هغوی منظور کړ  بيا يې عملي کوو، خو دا به د کاغذ پر مخ بش يو پلان  نه وي، بلکي يوه داسي طرحه به وي چي تاسي به يې هره ورځ په خپل کار کي عملا  اغېز ووينئ.

موږ ډېر لوی دفتر درلود، يوه لويه زېرخانه يا تاکاوي يې هم درلوده چي تل به قلف وه. دا چي کيلي يې يوازي د دفتر له اداري مسئول سورګل سره وه، نو  تر پايه له ده پرته دې زېرخانې ته څوک نه سو ورکښته او لکه د برمودا مثلث غوندي يوه معما پاته سوه، هيڅوک نه پوهېدل چي په دې زېرخانه کي څه شی دي؟ همکارانو به ويل چي ځيني وختونه د زېرخانې له کړکۍ څخه د بنګړو شرنګی، ستمی او خوږ زګېروی اورېدل کېږي. سورګل همکارانو ته په ټينګه اخطار ورکړی و چي دې زېرخانې ته مه ورځئ او آن دا چي غوږ هم مه ورته نیسئ، ځکه د دې تعمير خاوند وايي چي دا زېرخانه پېريان لري.

په سبا د طاوس خان د طرحي عملي تاثيرات وليدل سول. لومړی يې زموږ د عملې له لسو موټرو څخه پنځه موټرونه خرڅ او موټرچلوونکي يې هم له کاره ګوښه کړل. سورګل ماځيګر د رخصتۍ پر مهال خپله لکه کلېنر موټرو ته ولاړ او همکاران يې په موټر کي لکه د پروړو بوجۍ سره اوډل. سره له دې چي نر او ښځي يې يو د بل په غېږ کي سره کښېنول او په زور يې سره تخته کړل، خو بيا هم نيم همکاران په موټرو کي ځای نه سول. سورګل ډېر کرِه او بې آهنګه اواز درلود او  دومره په لوړ اواز يې خندل چي سړي ته به يې د خره هينګاري وريادولې. کله چي موټر حرکت کاوه، نو سورګل د موټر د مخ له سيټ څخه خپل اوږد وربوز را وایست او په قاه قاه يې وخندل: خير تاسي نن په لايني موټرو کي کورونو ته ولاړ سئ سبا به يې يوه چاره وکړو.

سبا ماځيګر  ګورو چي سورګل موټرو ته جنګلې ورجوړ کړي دي، په دې وخت کي سورګل لکه څيله مست آوښ يو وار اسمان ته وکتل او بيا يې په فاتحانه انداز وويل: دا دی ستاسي چاره مي وکړه، يو  تقسیم اوقات مي جوړ کړ، يو همکار به يوه مياشت په موټر کي دننه او بله مياشت به د موټر په جنګله کي کښېني. هغه مهال موسم ګرم و، په موټر کي دننه د  ايرکنډېشن د نشتوالي له امله سړي اور اخیست، د موټر جنګله يو څه ښه وه، لږ تر لږه ازاده هوا يې درلوده، چا څه و نه ويل او د سورګل دا فرمان يې ومانه.

زموږ يو سپين ږيری همکار و چي  اکبرخان نومېده. دی داسي ډنګر و لکه د پرتوګاښ لرګی، ډېر ټوکي او خوش طبعه سړی و، همکارانو به له نازه  مست بوډا باله. يو زه، يو مست بوډا او څو نفره نور همکاران د موټر جنګلې ته وختو او موټر حرکت وکړ،  کله چي د کابل باغ بالا ته راورسېدو، نو مست بوډا په لوړ اواز دا سندره شروع کړه:

امدی  از راه بدخشانمی   – جان جان جان  دلبر جانمی

جای دلبر سر چشمانمی – جان جان جان  دلبر جانمی

ده همدا سندره ويله او موږ چکچکي ورسره کولې. په همدې ډول به دفتر ته تلو او راتلو.څو مياشتي وروسته هوا سړه سوه، نور نو د موټر په جنګله کي څوک نه سوای کښېناستلای. تر دې وروسته سورګل د فرمانونو په اسهال اخته سو، داسي ورځ به نه وه چي يو نوی فرمان به يې نه و صادر کړی.  دا فرمانونه به تل غرمه مهال صادرېدل. کله چي به غرمه همکاران د ډوډۍ خوړلو لپاره له خپلو شعبو څخه راووتل، نو يو وار به يې په دالېز کي د فرمانونو تختې ته کتل، ويل ته ودرېږه چي نن بيا کوم نوی فرمان صادر سوی دی.

يوه ورځ سورګل زموږ پنځه نور همکاران له دې امله له کاره ليري کړل چي چاغ ول، ويل هر يوه يې د دوو نفرو ځای نيولی دی، خو له دې سره بيا هم همکاران په موټرو کي ځای نه سول. تر دې وروسته سورګل دا فرمان صادرکړ چي همکاران دي پنډ کالي نه اغوندي، په تېره بيا بالاپوښ، جاکټ، پوستين او چپنه خو بیخي منع اعلان سول، ويل په موټر کي ډېر ځای نيسي. په موږ کي مست بوډا ډېر سړېچن و او د مني په سر کي به يې لا بالاپوښ اغوست، کله چي يې د نوي فرمان له مخي خپل بالاپوښ وکيښ، نو په لومړۍ ورځ سکاروی ( سينه و بغل) سو او يوه مياشت په روغتون کي بستري و. ده به ويل زه د (بغل ) په ناروغۍ اخته سوی يم، ځکه زه خو نارينه يم او سينه نه لرم چي ووايم سينه بغل سوی يم.

د سورګل دې نوښت بيا هم د ټرانسپورټ ستونزه حل نه کړه، اخير يې فرمان صادر کړ چي بايد هر همکار د ورزش له لاري خپل شل کيلو وزن کم کړي، خو دا  امر يې هيچا هم و نه مانه، چا ويل وخت نه لرو او چا به بيا ويل چي د ورزش لپاره ځای نسته، اخير دفتر پرېکړه وکړه چي بايد د غذايي رژيم له لاري د همکارانو وزن کم کړل سي.

سبا ګورو چي ډوډۍ د خوراک وړ نه ده. دېګ ته يې دومره مالګه وراچولې چي څکه نه په کېږي. په هغه ورځ هيچا هم ډوډۍ و نه خوړه. په همدې ډول به هره ورځ ډوډۍ د خوراک وړ نه وه، کله ترخه، کله بلمنګه او کله بيا سوځېدلې. اخير همکاران مجبور سول چي د ځانونو لپاره له کورونو څخه ډوډۍ راوړي او يا يې له بازار څخه راوغواړي.

بله ورځ ګورو چي د دفتر له څلورو تشنابونو څخه دوه يې تړل سوي او همکاران د نوبت لپاره په ليکه کي ولاړ دي.

زموږ دوه همکاران صوفيان بلل کېدل، دوی به اودس په يوه ساعت کي تازه کوه، خو لمونځ به يې په پنځو دقيقو کي کول. د رسمياتو په دوران کي به يې یوازي د ماپښين لمونځ کاوه، خو تر ماپښين پوري به يې پنځه شپږ واره اودسونه تازه کول،  کله چي به تشناب ته ننوتل، هلته به پسي غيب و غړوب سول،  تا چي ويل هلته ويده سوي دي، کله چي به پر استنجا کښېناستل نو دومره وخت به يې تېر کړ  تا چي ويل کومه کنده کيني. په لږ وخت کي له صوفيانو څخه د همکارانو شکايتونه پورته سول، په دې وخت بله فرمان راغی چي صوفيان د ډېرو  استنجاوو په تور له دفتره وشړل سول.

همکارانو چي د تشنابونو ستونزه وليده، نو خوراک او څښاک يې کم کړل. دفتر فکر وکړ چي هسي هم څوک ډوډۍ نه خوري، هغه و چي دوه اشپزان يې هم له کاره وشړل، اوس نو يوازي چای پخول پاته سول، دفتر  ويل هر څوک دي ځان ته چای پخوي، خو چايي هم چا نه څښلې، ځکه چي چايو جواب غوښت او د چای جواب لپاره ځای نه و.

د يوه تشناب کيلي طاوس خان له ځانه سره ګرځوله، همکارانو ته يوازي يو تشناب ورپاته و. يو همکار چي به تشناب ته ننووت، نو دوه درې نور همکاران به د نوبت لپاره ورته ولاړ ول، کوم همکار چي به په تشناب کي ډېر وځنډېد،  نو بل به دروازه ورټکوله چي ژر راووزه.

مست بوډا هم په دوهمه درجه صوفيانو کي راته او په تشناب کي يې ډېر وخت تېراوه. يوه ورځ په تشناب کي مصروف و چي بل همکار دروازه وروټکوله، ويل بوډا بس ده ژر راووزه، نيم ساعت دي تېر کړ،  هلته څه کوې؟ بوډا په خندا ورغبرګه کړه: لږ صبر وکړه انټرنيټ کمزوری دی، نن فايل دردوند دی، ژر نه ډاونلوډ کېږي. تر دې وروسته سورګل فرمان راوړ چي هیـڅوک په تشناب کي تر يوې دقيقې زيات وخت نه سي تېرولای.   

په تش نس نهه ساعته کار کولو  او مايعاتو نه اخیستلو له امله په لږ وخت کي همکاران هر يو داسي ډنګر سول لکه د بايسکل پمپ. ښځينه همکارانو سينګارونه پرېښودل، ځکه په يوه دقيقه کي اودس نه کېده، نو سينګار خو لا هلته پرېږده، اوس په دفتر کي هغه پخواني سينګارونه او رنګين مخونه نه وو پاته، هري ښځينه همکاري ته چي دي کتلي وای تا چي ويل په تور او سپين ټلويزيون کي يې وينم.

پخوا چي به يې ماپښين اودسونه تازه کړل، نو هلته په تشناب کي به يې ځانونه هم سينګارول. مست بوډا به ويل چي دا ټول د لمانځه برکت دی، څوک چي لمونځ کوي په تندي کي نور له ورايه ښکاري، تاسي دوی ته وګورئ هره يوه يې لکه حوره داسي ښکلې ښکاري، خو اوس د دفتر هره حوره بې نوره ښکارېده.  

څه وخت وروسته سورګل وويل چي بوديجه نوره هم کمه سوه، بايد پنځوس فيصده معاشونه کم کړل سي، که داسي ونه کړو بايد دفتر يو مخ وتړو. تر دې وروسته څو همکارانو يو په بل پسي کار پرېښود، اخير له سلو همکارانو څخه يوازي لس نفره پاته سول.

يوه ورځ دفتر ته راغلو ګورو چي سورګل لکه فيل مرغ تريو ولاړ دی او شونډک يې راځړېدلی دی، ويل برايي ( تېره شپه) ماښام دفتر ته غله را اوښتی او له مالي شعبې څخه يې شل زره ډالر غلا کړي دي. په همدې تور يې د دفتر دوه چوکيداران او دوه صفايي کاران له کاره وشړل. سورګل وويل چي له انسان څخه اشتباه کېږي، خير دی چي له مالي مسئول څخه د تجرۍ (سيف) کيلي هېره سوې او پر مېز پاته وه، خو بايد صفايي کار پام ورباندي کړی وای او بايد چوکيدار هم ويښ وای. تر دې وروسته سورګل تقسيم اوقات جوړ کړ او هر همکار به په خپل نوبت د دفتر شعبې، دالېزونه او د دفتر غولی جارو کاوه. څه موده وروسته سورګل په هره شعبه کي يوازي يو کمپيوټر پرېښود، انټرنیټ يې هم قطع کړ، څرنګه چي کار نه و او په دفتر کي د کار وسايل هم پاته نه سول، موږ ته د دفتر د صفايي او چوکيدارۍ پرته بل کار نه و راپاته.

يوه ورځ سورګل د دفتر ټول همکاران خپلي شعبې ته وروغوښتل، ويل تاسي اوس هسي هم له چوکيدارۍ او  صفايۍ پرته بل کار نه کوئ، نو ښه به دا وي چي په قرارداد کي مو هم دغه موقف وليکم. همکارانو  چي بله چاره نه درلوده، نو دا ډول قراردادونه يې هم ومنل.

يوه ورځ چي دفترته راغلو، نو ګورو چي څو مزدورانو د دفتر کمپيوټرونه، فرشونه، فرنيچر او نور سامانونه ټول کړي او په موټرو کي يې اچوي. سورګل پر تخته يو نوی فرمان ځوړند کړی او داسي يې ليکلي وه: (( څرنګه چي زموږ مالي وضعيت خراب او د دې تعمير کرايه لوړه ده، نو له دې امله مو يو  بل تعمير نيولی او هلته کډه کېږو، د کډي کولو له امله د دفتر همکاران د يوې اوونۍ لپاره رخصت دي. کله چي مو کډه په نوي دفتر کي ځای پر ځای کړه بيا به د ټيليفون له لاري ټولو همکارانو ته خبر ورکړو)).

مست بوډا له يوه مزدور څخه پوښتنه وکړه چي زموږ  رئيس او نور مشران چېري دي؟ هغوی زېرخانې ته اشاره وکړه، په دې وخت کي مو د پخوا بر عکس له زېرخانې څخه بل ډول اوازونه واورېدل. زه او مست بوډا په ډار  او نيولو ګامونو زېرخانې ته ورکښته سولو، ګورو چي په زېرخانه کي پنځه لوی لوی موږکان (سيو)  (سيو)  کوي او له خوشاليه پورته پورته ټوپونه وهي. د موږکانو اوازونه ډېر اشنا ول، کټ مټ لکه د طاوس خان، سورګل او د دفتر د نورو دريو لوړپوړو چارواکو په شا ن، لکه هغوی چي مسخه سوي او په موږکانو اوښتي وي. موږکان لکه غوايي دومره لوی ول او د نس پوست يې د ښيښې غوندي صاف و، د هغوی په ګېډو کي زموږ د پخوانيو او اوسنيو همکارانو  سرونه، د ډالرو بنډولونه او  افغانستان د تعليمي ادارو تعميرونو انځورونه ښکارېدل لکه د وينو په ډنډ کي چي لامبو وهي. هغه موږک چي اواز يې سورګل (سور غل) ته ورته و، سوکه سوکه زموږ خوا ته راروان سو، خو زموږ تراه ځني وسوه او په منډه له زېرخانې څخه راووتو.

څو ورځي وروسته په رسنيو کي راپور خپور سو چي د يوې نادولتي ټولني پنځو مشرانو د خپلي ادارې دوه مليونه ډالره بوديجه غلا کړې او له خپلو کورنيو سره يوه نامعلوم بهرني هيواد ته تښتېدلي دي، پوليس وايي چي په دې اړه څېړني رواني دي.     

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *