Categories
اعلان

د مېرزا رمزې تمثيلونه/ اکبر کرګر

د عرفاني اوتصوفي ادب يوه ځانگړنه اوغوره والی داهم دی چې دانسانې تفكر له پيچلو بهيرونو سره سرو كار لري· د ادب دا برخه د انساني ذهن  له شعار ډوله اوبربنډو پيغامونو سره بوخته نه بلكې هڅه كوي چې په هنري اوډېر بليغ ډول خپل پيغام وړاندي كړي· په تصوفي اوعرفاني ادب كې دا هڅه ليدلی شو چې دخپل كار اودخپل پيغام دوړاندي كولو له پاره غوره بولي چې پر رمز، سمبول، نښانو علايمو او تمثيل تكيه وكړي·

د صوفيان اوعارفانو له خوا د رمزي اوسمبوليكي ژبي كارول اوهمدارنگه د تمثيلي د استانونو په متن كې د مسايلو اوپه ځانگړي توگه د وحدت اوحقانيت د ښودلو له پاره كار اخيستل ځينې نور علتونه هم لري·

يو دا چې عرفان د يو لړ سمبولونو او رمزونو د پيدايښت ډگر دی۔ په دې لړ کې دشيخ اشراق شهاب الدين سهروردي داستانونه يوه مثالي نمونه ده ۔  د اشراقي حکيمانو ليکلي اثار او خبرې په ټول كې داسې اشاري دي چې رمزونه لري ۔ يا داسې اثار دي چې د معنوي سير وسفر په ترڅ کې يې ماناوې مشاهده کړې دي۔

سهروردي هم پخپله رمزي رساله کې د خپل نفس اوروح القدس (فعال عقل) د اتصال د څرنگوالي کيسه کوي· ((لسم عقل يا فعال عقل چې د عناصرو او په نړۍ کې موثر او د بشري ارواحو فيض بخښوونکي دی ۔ ديوه شيخ يا روحاني مرشد او د پير طريقت په څيره کې يې توصيفوي ۔ په دې ډول د شيخ اشراق درمزي داستانونو اصلي محور –په خاص ډول د ((پَر جِبْرَايِل اَوَازْ)) او ((سور عقل يا عقل سرخ )) اثاروكې   دمعرفت د طر يق اود سالک دمعنوي سير له بيان څخه عبارت دی· يا  د تورتميو له تنگنا وو څخه درڼا اوروښنايي په لور د سالك  دروح عروج دی۔ چې هلته د(لسو ښکليو څيره لرونكو  پيرانو )) ليدنه (درمز : عقول عشره ) کوي اودفعال عقل په  برکت  د نوراني پيرله ليدلو برخمن کيږي ۔)) (۱-۱۹)                             

دويمه خبره د انگليسي فيلسوف  و،ت ستيس په وينا كې ده  :

ياد فيلسوف  چې عارفان دخپلو تجربو دبيان له پاره  بی وسې اونيمگړې  بولي ۔ په دې عقيده لري چې وجداني خبرتيا ((له وينا نه ترمخه  )) ده ·  ددې راز په ښکاره کولو کې گويا په خوله ټاپه لگو ل کيږي ، ژبه بنده پاتي کيږي خو په زړه پورې داده  چې له بله پلوه په پوره بلاغت اوطاقت سره دخپلو تجربو په باره کې خبري کوي ۔ سره له دې چې هر وخت يې تکراروي فكر كوي  چې گويا  عرفاني اوديني ژبه يوه مجازي اواستعاري هغه  ده ۔ددې خبرې علت دادی  چې حالت  يې له عامه فهم اودرک نه ليری اوپه فکر کې نه ځاييږي ۔همداراز  دعقل له ساحي ليرې اوپه بيان کې هم  نه څرگنديږي ·ښكاره ده  چې عامه پوهاوی  دعرفاني تجربې اودمطلق ذات په باب دفکركولو اوپر هغه باندې له پوهيدنې اوپيژندنې څخه بې وسه دی ۔ ))  (۱-۶٠ )                     

بې ځايه  به نه وي چې په دې برخه كې دمساءلې دښې توضيح له پاره دامام غزالي يو حكايت را نقل كړو :

غزالي د(فيل  ) په كيسه كې چې هم يې په احياء العلوم اوهم په كيميای سعادت كې را اخيستي ده په دې  لنډيز سره وايي  :

څو كسه  دشپې په تورتم كې ديو فيل چې هنديانو پلورلو ته راوستی وو ،ليدلو ته راځي · دغه كسانو يوازې دفيل نوم اوريدلي وو · هر يو دهغه دوجود غړي   لكه پښې ،غوږونه ، اويا خرطوم يا شاه لمس كوي · په دې اساس  فيل د (پايي ) يا باد كوونكي يا  (ناوی ) يا تخت سره ورته بولي · حال داچې دهغو تشبيه دفيل  دغړو پر بنسټ ده ·په داسې حال كې چې فيل له دغو تصوراتو نه ليرې دی · په هر حال دكيسې مطلب دادی چې يو اړخيز اوحسي معرفت نه شي كولای ((كُل)) درك كړي اودغه حسي لمس كامل معرفت ته درسيدو وسيله نه شي كيدلای  ·

دريمه خبره داده  چي :  

وايي چې عرفاني يا صوفيانه ژبه(( داِشاراتو ))ژبه ده ، نه ((دعِباراتو ))  ·په تَذْکِرۃُ الْاوَليا کې کي راغلي دي ۔

(( عبارت  حّظ نفس است وِاشارت حّظ روح ، عبارت از انِ بدن است واِشارت از انِ روح  ۔))

د((اِشارت)) ژبه رمزي اوتمثيلي  هغه ده۔ لکه څنگه چې تاءويل دتفسير په مقابل اړخ كې ځای لري،· دا هم يو  سمبوليک يا باطني تفسير دی· (( لفظي معنی پر استعاري يا سمبوليکه باندې صدق کوي ۔ )) صوفيانو هم په دې مانا کاروله چې (( خاص لفظ پيدا کړي يا داسې الفاظ چې  داړونده مذهب پيروان يا اهل كسان يې  پر مانا پوه شي · خو هغوۍ چې معتقدين داړونده مذهب ( اهل) نه وو په مانا  يې  پوه نه شول ،  نو  ويل به يې   چې : (( داسې الفاظ يې تركيب اوجوړكړي  چې اوريدونکو ته پردي  دي،يا دا چې له   معمول اوعادي ژبې سره سروكار نه لري  ۔ دا ځکه چې نه غواړي دوديزه  ژبه وکاروي ۔ )) (۱-۵۹ )

ميرزا په ډاگه وايي چې دهغه كلام رموز دی · په دې مانا چې درمز اوسمبول له ژبې كار اخلي ·  دميرزا دكلام  سمبولونه څه غير مروج اوغير متداول سمبولونه نه  بلكې دوخت په موجوده فرهنگ كې رواج دي ·

دميرزا په  رموز كلام كې  يوه مشهوره كيسه دشمع اوپتنگ هغه ده چې ميرزا دپوښتنې اوځواب په ترڅ كې هسته كړي ده · دا داستان ياحكايت دمولانا دمثنوي دحكاياتو په څير ديو لړ رمزونو اوسمبولونو لرونكی دی · ترمخه له دې چې ددې حكاياتو په باب څه ووايو اړينه ده چې درمز اوسمبول اوپه تصوفي اوعرفاني ادب كې دهغه په باب څو ټكي ووايو :

سمبول اورمز څه ته وايي ؟

دمتصوفينو په اثار وکې رمز داصطلاح په مانا تعريف شوی دی ۔

(( رمز دباطني معنی څخه عبارت دی چې دظاهري کلام لاند ې پټ  دی ۔  پر دغه كلام باندې له اهل كسانو پرته نور څوك  نه پوهيږي ۔ (۱-۴٠ )

ميرزا وايي :  

دهزار حساب يې راوړه تر الفه  + يو الف دی په الوف حساب غرا

ای ميرزا خبره پټه په رموز كړه  + درموز مانا څرگنده من يرّا  (۳-۲۵)            

ليدل کيږي چې رمز په دې تعريف کې د((مرموز )) په مانا كارول شوی دی ·يعنې مانايې دظاهري کلام لاندې پټه كارول شويده ۔ په بل عبارت رمز په دې ځای کې دممثول معادل مفهوم  يا(( باطني مانا ))يا    symbolized  څخه عبارت دی  ، نه دمثال يا   symbol په مانا· يا په بل عبارت  هغه ښكاره يا ظاهرې شی  چې په يو څه كې نغښتی او پټ وي  ۔ ددې خاصې اصطلاحي مانا پرته ، درمز کليمه دمرموز يا باطني اومجازي يا پټه شوي په مانا هم کارول شويده·  

په فرهنگونو اوفلسفي اثارو كې رمز اوسمبول نږدې په يومفهوم كارول كيږي ·  درمز وداستانهای رمزې داثر ليكوال ليكي :  

(( رمز دخپل مفهوم په ټول وسعت سره په اروپايي ژبو کې كيدای شي دسمبول له پاره معادله کليمه  وبلل شي چې په انگليسي کې (Symbol ) په فرانسوي کې ( Symbole  ) په الماني کې  (Symbal ) اوپه ايتالوي کې (Symbolo )  ليکل کيږي ۔ په اصل کې ديوناني له دوه جزوو يا   ( Syn= syn) او ( ballein) نه جوړ شوی تركيب دی   ۔لومړۍ برخه يې د با هم يا ورسره  او دويمه برخه يې داچولو ،يا تويولو ،کيښودلو  اويو ځای کولو په مانا دي ۔ نو د  ( Symballein)  يا   (syn=sym+ballein  ) کليمه يوبل سره داچولو ، په يو بل كې دتويولو اوسره کيښودلو يا يو ځای کولو په مانا ده ۔ اودگډون کولو ،برخه ورکولو ،پرتله کولو په مانا هم كارول كيږي·( Symbole) په يوناني کې دنښانه ېا علامت په مانا هم کارول کيږي ۔   ))( ۱-۵)

نن ورځ په ادبياتو اواروا پوهنه اودهغو پورې اړونده برخو کې درمز اوسمبول مفاهيم اوكليمات په خاصه اواصطلاحي مانا په پام کې نيول کيږي ۔رمز په فرهنگونو اوقاموسونو کې ديوه لغت تر حده په زيات شمير اوله عادي مانا ووڅخه جلا دی۔ د بشري فرهنگ لکه اساطيرو ، دينونو ، کيتونو  خويونو ،ادبياتو اوهنر  اولنډه داچې دغه فكري لاس ته را وړنه تر زياته حده دانسانانو دروحي اونفساني ژوندله جريانانو  سره سرو کار لري ·له يوې خوا درمز اوسمبول دکليمې ظرفيت ددې پدېدې دخاص خصلت اوله تاءمل څخه د راپيدا شويو خصلتونوپه نسبت ددې سبب شوی چې  په نوي ډول منعکس  ،او دهغه پيژندنه موږ ته داسې مناسب تعريف راوښۍ  چې درمز له مفاهيمو څخه دڅيړنې  وړ موضوع كې  مرسته واخلي ·

رمز اوعلامه غالبايوه دبل پر ځای کاريږي خو کيدای شي چې يو له بله سره توپير ولري ۔ په دې اساس په اصل کې رمز ديو شي دخارجي علامې  په خاصه توگه معنوي اوغير مادي شی په توگه مطرح دی ۔   

په ښکلا پيژندنه کې رمز  يوداسې څه دی چې پر  ځانگړې  مانا سربيره له خپل ځان سره په نا سيده  توگه يو بل شي ته اشاره وكړي ،داسې  معنوي مضمون ولري چې کاملا دتجسم وړ نه وی ۔ سمبول کيدای شي طبيعي وي لکه نور چې دحقيقت رمز دی· يا سنتي اوقراردادي وی لکه صليب چې دقربانۍ رمز دی ۔خو مشهور فلسفي اروا پوه كار ل گوستاويونگ درمز يعني سمبول نښاني اوعلامی ترمنځ توپير په ښه توگه جوتوي :  

((انسان دخپلو ذهني شتو دانتقال له پاره يا وينا كوي اويايې ليكي · سره له دې چې دانسان ژبه دسمبولونو څخه ډكه ده  خو په زياترو موارودو كې له نښانو اوتصاويرو چې البته ډير څرگند اوښكاره نه وي هم كار اخلي · لكه ملگرې ملتونه UN  , يونيسيف UNICEFيا يونسکو  UNESCO))  چې دكليمې له اول تورې همدا سي جوړ شوي كليمات دي · يا سوداگريزې نښانې يا ددرملو نومونه  · سره له دې چې دا په خپل ذات كې كومه مانا نه لري ، خو دكارولو په سبب يې مانا پيدا كړېده · يا موږ په خپل گومان ورته مانا وركړې ده ·  دا يو هم سمبول نه دی · يوازې دشيانو دنښانو تداعي كوونكي دي ·

هغه څه چې موږ يې سمبول بولو يوه گړنه ده ، يو نوم يا تصوير دی چې په ورځينۍ  قراردادي اوښكاره خو متناقضه او له موږه  پټه يا ناپيژندل شوي وي، مانا هم ولري ·))(۴-۱۵،۱۶)·

يونگ دخپلې شننې په لړ كې دكرت په جزيره كې دځيني سمبولونو يادونه كوي اود دمثال په توگه وايي چې  دكرت دزيات شمير ودانيو پر مخ دېوي دوه سرې ترښځي (تيشه ) نقش موجود دی · سره له دې چې دغه شی زموږ (له ذهنه بهر ) دی  خو دهغه په سمبوليك مفهوم نه پوهيږو· بله نمونه اومثال يې  دهغه هندي  كيسه ده  چې وايي چې كله هغه له انگلستان نه بيرته هند ته ولاړ  هلته يې  دوستانو ته ويلي وو ،چې انگريزان  دڅارويو پرستش كوي ·  دا ځكه چې دهغه ځاې په لرغونو  كليساوو كې دعقاب  ،ځمري اوغوايانو تصويرونه موجود دي اوده خپله ليدلي دي  · خو داسې بريښي چې هغه هم دزيات شمير مسيحيانو په څير نه پوهېده چې دا حيوانات دڅلورو مسيحي پاكانو (قديسانو) سمبولونه د ي· دغه سمبولونه دحزقيال پيغمبر له روايت نه اخيستل شوي  چې هغه پخپله دمصر دلمر  يعني ((هوروس)) له خدای  اودهغه له څلورو زامنو څخه را اخيستي وو · پر دې سر بيره ځيني نور شيان لكه څرخ او چليپا چې په ټوله دونيا كې پيژندل شوي دي ،په زياترو مواردو كې دسمبول په توگه كاريږي · خو دهغو په واقعي طبعيت باندې پوهه بحث اوجدل ته اړه لري · په دي اساس يوه كليمه يا يو سمبوليك تصوير هغه وخت سمبول كيږي چې  له مانانه زيات يو پټ اوبي واسطه مفهوم ولري · دا كليمه يا سمبول په پراخه توگه ځان نا خبری يا  (( نا خوداگاهانه )) اړخ لر ي چې هيڅكله په دقيق ډول مشخص  كيدای  نه شي  اونه هم په بشپړ ډول دتوضيح وړ دی ·همدارنگه هيڅوك  دداسې كار دترسره كولو هيله هم نه لري · دانسان ذهن دسمبول په پلټنه اوراسپړنه كې داسې تصوراتو ته رسيږي چې دمعمول استدلال له حدودو بهر وي ·

همدارنگه داسې باورورنه هم شته چې وايي رمز له هغه څه نه عبارت دي چې ديو بل شي نماينده وي ۔ خو دا نماينده کيدل نه خو  په  په دقيق ډول ددوه څيزونو په منځ کې دورته والي په اساس  دي ،بلکې دپيچلي اشارې يا داتفاقي رابطي  ياپه قراردادي بنسټ  دي· يوه علامه   يوازې يو ه مانا لري خو يو رمز داستعداد په سبب دهغه په تنوع كې پيژندل كيږي ·

اوس راځو دميرزا  دشمع اوپتنگ لومړي داستاني  تمثيل ته : ميرزا په دی عنوان دوه تمثيلي داستانونه  لري چې يو يې دكتاب په منځ يعنې دپيښور چاپ  په ۵۱ او۵۲ مخونو كې چاپ شوی دی اوبل يې په متفرقه شعرونو يعنې دپيښور چاپ ديوان په پای كې راغلی دی ·

لومړی داستان :

په دې رمزيه تمثيل كې شمع اوپتنگ دوه سمبوليك كركترونه دي ·پتنگ دسالك ،مريد  اوبالاخره معرفت  ته دليوال موجود نښانه ده · چې دابديت په لورگام ږدي · خو شمع ،لكه چې په فرهنگونو كې راغلي دي :

(( شمع (۱۷)عرفان دل را گويند به احوال تجليات اثاری واسرار ولوازم ان وبر شجره ء بدن هم اطلاق نمايند ·بيت :

پروانه ءراحت بده ای شمع كه امشب

از آتش دل پيش تو چون شمع گدازم ·))  (۵-۳۶۷)

دميرزا په دې تمثيلي رمزي داستان كې هم شمع دناپايه اومطلق روح تجلي ده · چې عارف ځان ته را كښوې ·داور اورڼا هغه سوځنده لمبه چې دشمع په تندي ځليږي وحدت نه كثرت ته خوريږي ، ميلان پيدا كوي · كه دا خاصه لاره ده اودخاصانو له پاره ده خو دعامو له سترگو هم پناه نه ده · بلكې دهغو  په وړاندې روښانه ده ·  هغه كسان چې ددې روښنايي مشتاقان دي رڼا هغو ته وځليده  ،دا روښنايي دحجرې له منځه پورته شوه  بام ته وخته · دلته اورته  دعارف رجوع له اور سره  دمخامخ كيدو سره يو شان  بولي چې كله يې  روښنايي وليده نو خپل صنم ته په گونډو شو ·بيا هم  اختيار له عارف سره دی  چې كولای شي په دې لمبه لكه پتنگ پريووځي اونيمگړی ذات يې دهمدې روښنايي په بركت بشپړ اوكامل شي ·

عارف دهمدې رڼا له بركته په ناپايه روح كې محوه كيږي · اودوجود اوتن له پنجرې نه ازاديږي ·دوجود له كفره ځان ژغوري اوهغه يخ اوكنگل چې دشك اوگومان په اثر رامنځ ته شوی دمعرفت په لمر ويلې اواوبه كيږي ·

دمعرفت اوروښنايي په دې لړ ۍ كې سره له دې چې هوسونه هم را مخ ته كيږي خو دمعرفت په بركت روح له ټولو انديښنو اواضطرابونو اونگرانيو نه تېريږي، آرام اوسكون ته داخليږي · عاشق په دې اور سوځي چې  دا معرفت ديوه اور مثال لري ·  

شمع دروح دتجلي او دهغې  روښنايي چی دشمع پر تندي بليږي اوله هغه تندي خوريږي، رڼا په هغه کې خپله مانا او خپل ځان  صورت بولي ·

عارف دلته دهغه لايزال  روح په بحر كې ځان محوه بولي ·خپل ارزښت اوقيمت په همدې وصلت كې گوري · دفراق مجال ناشونی بولي · دغه روښنايي دمعرفت دډېوې  هغه ده چې دهستۍ نه فنا ته ځي اويا په بل عبارت له نشتون نه شتون ته · يا دتورتم اوتياره وجود نه درڼا په لور درومي · عارف خپله استغنا ساتي نه دمظلوم په څير فرياد كوي ۔نه داورپښتي په څير درڼا تلوسه لري چې ورپسې وځغلي اوله بدحالۍ څخه دتاو اوحرارت په لور ولاړ شي · ميرزا دا پوښتنه هم مطرح كوي چې څرنگه عارف ،له هستۍ نه دفنا په لور درومي چې دا فنا عرفاني  فنا ده ·  

شمع اوپتنگ

پتنگ پټ په رموز وويل وشام ته   +    چې زه ستا كرشمو دروستم ودام ته

لكه تا دعشق لمبه په تندې كښيښوه +   دخاصانو لار دې وښوده وعام ته

خلوتيان دې وبازار وته خواره كړه +    دحجرې روښنايي وخته وبام ته

ومشتاق ته دې له ليرې جلوه وكړه +    دپوخوالي خوند دې وستايه وخام ته

وبل اور وته يې هسې رنگ رجوع شوه+ لكه مخ چې زړه تسليم كه واصنام ته

په اختيار دمحبت په لمبه پريوت  +   دا نيمگړې ذات يې وروړو تمام ته

دازاد نامه پرده باندې صحيح شوه +     دصورت له كفره ووت واسلام ته

يخ گومان دمعرفت په نمر شو ويلي +   له وقتي راحته راغی ودوام ته  

تل هوس يې په هوس باندې زياتيږي +   دتشويش له ملكه تېر شه وارام ته

بيچاره عاشق پرې سوځي عشق نار دی +  تا پر څه خپسر نيولی وناكام ته

پاكيزه دعارفانو په زړه پرې مښت

دميرزا په نظر ځير گوره وجام ته

ځواب : شمع

شمعی وی عجيب ولاړ له ما وڅه ته + دا شيرين اشنا زما چې ډير جهته  

دغه يار زما معنا زه يې صورت وم + اوس بي يار لكه تش بكس دپهته( )

دا زما وداني تل دده په ذات وه +زه يې ښار ښايسته ووم دی مې مهته( )

دخپل يار صفت په كومه ژبه وايم + چې تر واړو خوږو خوږ دی نوم يې شهته

زه مدام ديار په وصل قيمتي ووم + داشنا په پيوستون زما نهته ( )

دهجران له درده اور راباندې بل شه + په فراق كې مجال نه لرم دكهته ( )

سوزنه ډېوه زما پر سر بليږي + چې په تا و يې ويلي كيږم بهت بهته

له هستيه دفنا په قدوم درومي + دا وجود توره تياره دځان كهته

نه فرياد كړم په دستور دمظلومانو + نه ښيوه دخپل هنر كړم په دا سهته

داورپښتي په دود نه ځغلم رڼا ته + نه دتاو په هيبت تښتم له دهته

ای ميرزا په حقيقت پوښتنه وكړه

چې له كومه ملكه تله شي چرته رهته  ( ۳-۵۱)

بې ځايه به نه وي چې په دې برخه كې يو عرفاني تمثيلي حكايت چې د((ميږ ي اوليك )) په نوم دی را نقل كړو  ·په دې كيسه كې  موضوع دعلت پيدا كولو پر سره ده · لكه څنگه چې ميږی دكاغذ له پاسه ځغلي ،لومړی ميږي   قلم دخط سبب بولي · كله چې  مطلب  له بل ميږي سره شريك كوي  هغه گوتی اولاس  دليك علت گڼي خو دريم ميږي دغه دواړه دهغه بديع انځور چې قلم يې كاږي نه بولي · بلكې علت يې بازو يا څنگل بولي  · بالاخره دميږيانو مشر وويل چې اصل يې په انساني عقل كی دی· خو هغه هم اصلي علت چې خدای دی يادونه نه کوي   · له دې امله په  اجزاوو باندې پوهيدنه په كل علت پوهيدنه نه ده ، عارفانو په دغه دوه تمثيلونو غوښتل دفلسفي بي وسي چې تحليلي –منطقي روش لري وښايي اووايي چې په علت العلل پوهيدنه دټول واقعيت پوهيدنه ده · دا پوهه  يوازې د ((دروني حس )) له لارې يا ((عقلي حس  )) يا  ((باطن ليدونكي حس )) يا په بله مانا داشراق له لارې ميسره ده ·

دميرزا په تمثيلي داستان كې هم روح متعالي اواشراقي پوهه ده چې دانفراد اوتجرد نه دتعالي اوروښنايي په لور ځي  اوهلته محوه كيږي  ·

۲- دشمع اوپتنگ  دويم تمثيلي داستان

په شعر کې هم لکه په نورو ادبي رمزي ژانرونو كې شاعر دهغه څه دښوولو له پاره چې دواقعيت اومحسوساتو څخه بهر دي  نو له واقعيت اومحسوساتو پيل کوي ،خو تر هغه بريده  چې دکلماتو مجازي مانا د شيانو اومحسوسو واقعيتونو حقيقي مدلول وی ۔داسې چې په قرينه کې مشخص اومحدود اوپه نتيجه کې داثر ابهام را كم کړي ۔همدا مساله په تصوفي كلامو نو كې هم دغور وړ ده ·يو  پوه  دتصوفي ادبي افكارو دځانگړنو په باب وايي :

((بينش صوفيه نسبت به عالم طبعيت ومحسوسات اصولا بينشی است مبتني بر رمز ۔عالم حقيقت ملکوت است وعالم شهادت عالم ملک۔ خداوند عالم را خلق کرد چون می خواست که شناخته شود : کنت کنزا مخفيا فاحبت ان اعرف فخلقت الخلق لاعرف (من گنجي پنهان بودم که دوست داشتم مرابشناسدانرا  خلق کردم تا شناخته شوم )(۲۵)بنابرين عالم شهادت يا محسوسات ازيک سو اينه ملکوت وعالم حقيقت است وازيک سو مظهر تجلي صفات خداوند يگانه  ۔ ۔۔ ))۔(۱ـ۷۰)

دميرزا دويم تمثيلي رمزي  داستان چې هغه هم دشمع اوپتنگ تر سر خط لاندې دی وضاحت اوروڼتيا لري · پتنگ په دې داستان كې دسالك رمز دی · اوشمع دالهی نور يا مطلقه روح سمبول دی · سالك چې له هستۍ نه دنيستۍ (عرفاني نيستې يا ابديت ) په لوم گام اخلي ،هرډول سرښندلو ته ليوالتيا ښی· هغه په پوره زړورتيا دمحبت اوعشق اورته نږدي  كيږي · هغه په دې لار كې خپله فنا اومرگ روا بولي · دهغه نصب العين همدا دی ،چې سرښندنه وكړي اوفاني هوا اوهوس چي له سالك سره ديقين تر حصول پورې يو ځای دی ترې  ځان وژغوري · هغه په خپل مطلب كې چې حق ته نږدی والی اويا په حق كې استغراق دی مصصم دی  چې ځان فنا كړي ·

شمع په دې ديالوگ كې دمتعالي روح نماينده گي كوي · متعالي روح په خپل جذابيت اوراكښوونكي قوت سره بې رحمه دی· هغه ددی پروا نه لري چې څوك  مري اوڅوك څرنگه حالت غوره كوي · هغه ددې لاري يعنې ځانته دبللو دلارې شهيدانو شمير بې شميره بولي ·  

شمع چې کله حجاب ليرې کړي ،محبان اوعاشقان يې را خوريږي  اوکله چې دهغي نورانيت پر هغو اغيزه وکړي  ،محبت دهغو په زړه کښيني نو بيا تن اوځان پرې پيټی شې ۔ هڅه کوي چې دابدي ليدنې له پاره دفنا لاره خپله کړي ۔ هغه فنا چې ابديت ته رسيږي هغه څوک چې فنا يا حق ته ورسيږي نو ارام اوسکون غوره کوي· يا دمسکنت درجې ته رسيږي ۔هغه چې کله سوځي نو پرې اختر شي سالک دومره ژړا اوفرياد کوي چې ان دبې کسه  غسل دهغه په ژړا کيدونی دی۔

خو شمع دسالک(پتنگ) په بی وفايي گوته ږدي ۔ دکامل پير طلب چې څوک ترک کړي دهغه زړه په هوا اوهوس کې بند ي وي· ته چې پخپله رضا درومي خپل پيشوا دې غلط کړی دی ۔ په دې لاره کې له  رهبراوله  پيشوا پرته هيڅ څوك  منزل مقصود ته نه رسيږي ۔ شمع وايي : دا چې ما ارزښت پيدا کړ ددې مانا داده چې دکامل پير خبرې درمل دي ۔ هغه زياتوي چې هغه څوک چې په دې لار کې خپلې وينې توی کړي يعني ځان شهيد کړي يا دخپل تن په وينو ځان پرې منځي ،شهيد دی ·دشهيد وجود ته غسل ورکول روا نه دي ۔

شمع دخپل غربت بيان دزړه په مينه کوي ۔خپل ځان سيزي اودخپل ځان سيزلو په برکت خلوت اودپاکانو مجلس روښانه کوي ۔هغه دخپلې سوځيدنې دهمت کيسه کوي چې اور يې پر سر بليږي اوتر هغه خپل کار ته دوام ورکوي چې هيڅ نام ونښان يې پاتې نه وي ۔

پتنگ وايي چې شمع خپل ځان سيزي ۔ټوله شپه سوځي ،سهار ستړې ستومانه وي ۔ اور سره مرسته کوي ۔ اختيا رنه لري ۔ په فکر کې ځان پالونکي ده  ۔ خو زه چې درندۍ لاپي کوم خپل خوږ ځان سيزم ۔

شع بيا وايي : ته په څه پتنگ شوې ۔ لا تر اوسه خام يې ۔ لا دې باور نه دی پيدا کړی ۔په مړه کې ولې داختيار لټون کوی ؟ کله چې عارف يو وار محوه اومستغرق شي داسې مثال لري لکه څاڅکی چې په اوبو کې ولوييږي ۔ نو دهغه رضايت ټول حاصليږي ۔هغه چې له مرگه ترمخه مري په هر څه فرمان چلوي ۔ ميرزا دا ټول داستان لکه چې دشعر په پای کې وايي :

دميرزا گفتار رموز دی  + که دليل لرې په زړه کې  ۔

داستان په دې ډول دی :

زه چې ستا شمعی ثنا کړم   + تا عاشق په خپل رڼا کړم

سر ښيندمه بې اختياره + چې برپای دعشق سودا کړم

چې زړه ور و اورته ځمه + محبت واړه له تا کړم

داشنا له ډېرې مينې  +  زه کشتن په ځان روا کړم

چې مقصود مې ځان بازې ده+ اواره فانی هوا کړم

له طلبه نه جارووځم + څو شيرين صورت فنا کړم

کل مقصود مې يو ديدن شه

دواړو کونو پسې شاه کړم

اوله تا مې څه ما نه شي + چې زړه سوی مې په چا نه شي

شهيدان دې بې حسابه + لا به څو فقيران مړه شي

چې حجاب له مخه واخلي + لور دلوره درخواره شي

محبت يې په زړه کښيووځي +ښه ځانونه پرې ترخه شي

دباقي ديدن له پاره+    دفنا پر لاره تله شي

چې پر تا خپسر فانې کړه + قرارې به يې هاله شي

په سوختن يې خوښي ډېره  + لوی اختر دی چې پرده شي

دبی کس وژلي غسل

مگر ستا په اوښيو وه شي

شمعې ووې بې وفا دی +دا اميد چې ستا پخوا دی

دکامل طلب دی ترک کړ + زړه دی تللی په هوا دی

ته پخپله خوښۍ درومي + غلط کړی دی پيشوا دی

هر چې بې رهبره گرځي +له مقصوده بې نوا دی

زه چې هسې قيمتې شوم + دکامل صحبت دوا دی

دشهيد غسل په وينه

بل اودس يې ناروا دی

زه چې هر زمان غربت کړم + دخپل زړه په محبت کړم

اسانی مې په چا نه شي  +ځان بازي په خپل صورت کړم

چې صحبت شي دپاکانو  +په خپل سوز کې يې حرمت کړم

پر ځای وسوځم تمامه + بې اختياره لوی همت کړم

اور زما پر سر بليږي + زه روښان تمام خلوت کړم

نه تاون کړم له چا طمعه +  نه پر چا باندې تهمت کړم

نام نښان مې پاتې نه شه

ترواندوه دکوم امت کړم

پتنگ وويل پيوسته + تا پر ځان وينم پای بسته

شمعې ډېر دې خپسر خوښ که + ليونۍ شوی يا که مسته

چې دا هسې لوی دې ووې + کوم اختيار دې دی له دسته

درسته شپه په تاوان سوځې + صباح پروته خواره خسته

لکه وخت دبيگا هون شي + بيا دې اور لره که مرسته

هيڅ اختيار دې په لاس نشته + په گومان يې خود پرسته

زه که لاف کړم درنديه

شيرين ځان سيزمله قسته

شمع پټ ويل په خوله کې + ته پتنگ څه يې په څه  کې

وسکه پوخ نه يې لا اوم يې + ډېر غلط وايي په وله کې

دباور سترگې دې نشته + څه اختيار غواړې په مړه کې

عارف محوه شه يکباره + لکه څاڅکې په اوبه کې

په رضا يې چارې کيږي + هر چې پوه شه په يوه کې

چې له مرگه پخوا ومري + اوس فرمان کا په هر څه کې

دميرزا گفتار رموز دی

که دليل لرې په زړه کې                 (۳-۲۱۹)                         

***

پروفيسور توشيهكو ايزوتسو (زيږدې۱۹۱۴)په خپله يوه مقاله كې چې داسلام دفلسفي تفكر اساسي جوړښت تر عنوان لاندې ده ، كښلي دي ·

((اسلامي فلاسفه داسې تمايل لري چې په خپلو ميتافيزيكي بحثونو كې په ځانگړي توگه په ظاهرا متناقضه توگه  دوحدت اوكثرت تر منځ  اړيكوپه   شرح كولو يا دمطلق واقعيت اوظواهرو دڅيړلو له پاره كنايه اوتشبه وكاروي · په كلي توگه دكنايي اوتمثيل نه پرله پسې توگه گټه اخيستنه داسلامي فلسفې اوپه حقيقت كې د شرقي فلسفې  يوه مشخصه علامه ده اوهغه نه بايد يو شعري سينگار  وبولو ·دهر ډول كنايي اواستعارې كارول بې له شكه دتمثيل دپيژندنې په كار كې ځانگړې دنده لري · كيدای شي دا كار موږ دويتگنشتاين دفلسفې تعبير ته  ورنږدي كړي   ·)) (۱ـ۲۹)

دويتگنشتاين په فلسفي افكارو كې رمز داسې څه دي چې نه ليدل كيږي · خو كه څو ك يې وويني درمز په نوم يې نه شي ليدلي ·ويتگنشتاين  دنه ليدلو وس اوقابليت ته  ( aspect- blindness ) وايي ·په همدي ډول اسلامي فلاسفه وو ته دميتافيزيك په ډيرو عالي بحثونو كې دمناسب رمز اوكنايي پيدا كول دمعرفت دحصول په برخه كې  يو خاص ميتود دی · ځكه چې دنوموړې په باور په ميتافيزيكي جوښټ كې دواقعيت پيداكول يوه ډيره باريكه اودقيقه جنبه لري · دا جنبه دشخص په استعلايي شعور او  استدلالي تفكر كې دمعرفت  وس لري چې دانسان  عقل يې وس نه لري·

په لرغونو زمانو كې له تمثيل نه په علم ،فلسفه ،مذهب ،اخلاق ،سياست اونورو چارو كې ديو مطلب داثبات او دهغه دتوضيح اوتجسم له پاره كار اخيستل كيده ·

ځيني دپند اونصيحت نه ډكې كيسې اوحكايتونه دتمثيل مهم شكلونه دي چې په ساده اذهانو باندې غوره اقناعي اغيز لري· كليله اودمنه په همدې بنياد كښل شوې ده · چې دا يو نيمه منطقي بنياد دی · په كيسه كې يو حكم بيانيږي  اوبيا دهغه داثبات له پاره يو حكايت را وړل كيږي · دا ځكه چې په هغه حكايت كې دهغه حكم دصحت داثبات له پاره يو حكم حركت كوي  نو ناچاره لوستونكې بايد قانع شي چې هغه حكم سم دی ·

زموږ دعارفانو استدلال ،له هغه جملي دعطار اومولوي  استدلال په خاص ډول په روايي تمثيل ولاړ دي · ابن سينا اوغزالي په رساله الطير كې سهروردي په عقل سرخ اوصفير سيمرغ كې دتمثيل بيلابيل شكلونه ښودلي دي اودهغو په ترڅ كې دخپلو عرفاني نظرياتود ښودو له پاره يې ترې كار اخيستي  دې ميرزا خان انصاري هم دا معيار ساتلي دی ·  

يادښتونه :

۱·تقي پور نامداريان · رمز وداستانهای رمزي درادب فارسي ·(تحليلي از داستنهای عرفاني فلسفي ابن سينا وسهروردي)شركت انتشارات علمي فرهنگي :تهران ·ايران · چاپ سوم سال ۱۳۶۸  ·   

۲- ۵۹ مخ پژوهشې درقصه ء شيخ صنعان ودختر ترسا ،جلال ستاري ۔  

۳·د ميرزا ديوان · دپيښور چاپ ·

۴-کارل گوستاويونگ ۔ انسان وسمبولهايش ۔ترجمه ابوطالب صارمي ۔امير کبير ،۱۳۵۲۔ص ۱۵-۱۶

اهميت خوابها   ص ۵۱  كتاب انسان وسمبولهايش   چاپ   محمود سلطانيه   

۵-اصطلاحات صوفيان (مراءت عشاق)مقدمه تصحيح وتعليقات مرضيه سليماني  ·چاپ : تهران  شركت انتشارات علمي –فرهنگي  سال ۱۳۹٠ ص ۳۶۷

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *