Categories

اعلان

Loading…

فساد له ځمکې څخه اسمان ته هم ورسېد/ ډاکټر نبي مصداق

په افغانستان کې فساد په هر لوري لکه توند توفاني باد خپور شوی دی. فساد یوازې د پیسو اخیستل او ورکول د رشوت په ډول نه دی، که څه هم چې دا برخه د فساد تر ټولو لویه او څرګنده ده. د فساد نورې برخې د خپل حکومتي موقف نه سوه استفاده، خپلې دندې او مسوولیت ته اخلاص مټ نه ورکول او پرته له دې چې اهلیت او مسلک په پام کې ونیول شي، د نورو مخ ته کول او موقفونه ورکول هم دي.


افغانستان د اریانا افغان په نامه یو هوايي شرکت لري چې الوتکې یې د حکومت په بودیجه چلېږي او هم یې مامورینو ته حکومت معاشونه ورکوي. له دې الوتکو څخه په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېرې سوه استفادې شوې دي. مجاهدینو په خپل منځي جنګونو کې، ځینو به یې د بل جنګ سالار قوماندان د لیدو لپاره له یوه الوتکو له ځانه سره وړله. ځینو نورو چې د کابل کورونه یې چور کړل، د هغو کورونو د کور اسباب او حتی پخې خښتې په یادو تیارو کې وړي دي. رباني اریانا الوتکه سوډان ته واستوله چې بین لادن د اسلام اباد له لارې له خپلو ساتونکو سره جلال اباد ته راولي او بیا یې د شپږو میاشتو لپاره په کونړ کې ځای پر ځای کړو.


په دې څلوېښتو کالو کې چې افغانستان ثابت حکومتونه نه درلودل، د هېواد له هر څه نه، لکه ځنګلونه، د روسانو ویجاړ ټانګونه او که معدنونه ول، ټول په چور او تالان کې په پاکستان او ایران باندې وپلورل شول. حتی د افغانستان له ملي ارشیف څخه تاریخي قرار دادونه، کم یافته کتابونه او نور اړین اسناد غلا شول او د پیسو په مقابل کې په نورو و پلورل شول.


تېر کال د حاجیانو په حمل ونقل کې تر دوو میلیونو ډالرو پورې اختلاس وشو او دا د فساد لړۍ په دا تېرو کلونو کې له دې نه هم ور تېره وه. نن په افغانستان کې د اریانا تر څنګ دوه نورې، نسبتاً لویې مسافر وړونکې الوتکې چې صافي او کام ایر دي شته دي. حکومت د دې لپاره چې د اختلاس مخه ونیسي، سږ کال یې پرېکړه کړې چې پینځه دېرش زره حاجیان به د اریانا هوایي شرکت په واسطه د حج د فریضې د ادا کېدو لپاره انتقال کړي. دا به اریانا افغان شرکت ته ډېر عاید راوړي او هیله ده چې دوی به پرې څو نورې نوې الوتکې واخلي چې د پخوا په شان اروپا او لرې ختیځ ته یو ځل بيا پروازونه پیل کړي؛ خو د هغو مسافرو چې همدا اوس یې د اریانا لپاره ټېکټونه چې د ترکې په انقره او استنبول کې اخیستي، دا دوه ورځې کېږي چې اریانا، نه هم انقرې ته پرواز کړی او نه هم استنبول ته. افغان مسافر د ترکې په دې دوو ښارو کې په دې عقیده دي چې که د اریانا هوايي شرکت الوتکې خرابې وي او یا کوم عوارض ولري؛ نو کولای شي چې له صافي او یا له کوم بل شرکت نه الوتکې چارتر کړي؛ خو څرنګه چې کام ایر د لومړي ځل لپاره دې دوه ښارونو ته پروازونه پیل کړي؛ نو د افغان مسافرو عقیده دا ده چې اریانا شرکت ته یې رشوت ورکړی؛ څو خپل مسافر هم دې ته اړ کړي چې د دوی له رقیب، کام ایر څخه استفاده وکړي. څنګه چې اریانا د ټولو افغانانو مال دی او د افغانانو په پیسو چلېږي. نو د افغانستان د هوایي ملکي د با صلاحیته ادارې څخه هیله کېږي چې په غور سره وڅېړي چې ولې اریانا تر درېیو ورځو په ټاکلي وخت نه دی توانېدلی چې خپل مسافر له انقرې او استنبول څخه بېرته کابل ته را ورسوي.  د بلی خوا ارایانا خپل مسافر په عنقره کی ، د هوتل په نوم یو داسی تعمیر کی اچولی چی د استوګنې شرایط یې د ۱۹ پیېړې دي. آیا آرایانا قصدأ د خپلو مسافرو دا ډول بې حرمتي کوي؟


ډېر مسافرين د دې لپاره چې پیسې یې د اریانا له لارې حکومت ته ورسېږي، په ډېر شوق له نورو نه په اریانا کې ځي او که د اریانا مامورین د خلکو د دې احساساتو پر ضد په اختلاس او بی پروای لاس پورې کوي؛ نو باید جدي پلټنه یې وشي.

226 total views, 1 views today

1 comment

  1. سربڼ Reply

    مخکنۍ کمینټ سم نه دی

    ..چې خپل مسافر له انقرې او استنبول څخه بېرته کابل ته را ورسوي. د بلی خوا ارای»
    «خپل مسافر په عنقره کی ..
    انقره سمه ده که عنقره
    انقره، یا انکاره د تر کیې پلازمینه او عنقره په عربو کې د یوه مشهور کلي نوم دی
    تر دې ور آخوا په لیکنه کې یوه لمن نوريتیروتني او د جملو سر [په کارول سړی ځوروي
    له هغه چا څخه چې د عمر زیاته برخه یې په یوه منل شوي راډیو کې د نده تر سره کړي وي، لږ تر تر لږه ما وارو غوندې سړي ته زړه لږیږي، چې ولي یې د پښتو لیک لوست کچه دومره ټیټه ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2