Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان پر وضعیت د سوریې د بحران اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

له تېرې جمعې ورځې راهیسې په سوریه کې وضعیت په چټکۍ سره د بدلون په لور روان دی. د سوريې حکومت د ادلب ښار پر خان شیخون سیمه د “سارین” غاز کیمیاوي وسلې وکارولې او له امله یې په دغه برید کې د ۳۳ ماشومانو په شمول لږترلږه ۸۹ کسان ووژل شول. دغه خونړي برید نړیوال غبرګونونه وپارول او همدا لامل و، چې د امریکا متحده ایالتونو هم د سوریې پر شعیرات هوايي اډې ۵۹ توغندیز بریدونه وکړل. د امریکا له دغو بریدونونو څخه تقریباً ډېرو هېوادونو ملاتړ وکړ؛ خو روسیې او ایران پرې توند غبرګونونه وښودل.

دغه راز تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ماسکو ته رسمي درلود او دا د ټرمپ د ادارې له‌خوا د لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر و. خو د دغه سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره ونه کتل او په دې توګه دا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته لومړی ځل شو، چې داسې څه پېښېږي.

ریکس ټیلرسن ماسکو ته له سفر وړاندې په ایټالیا کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وویل چې روسیه باید روښانه کړي، چې له امریکا سره د سوریې د رژیم پرضد درېږي او که د سوریې د رژيم، ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا چې د سوریې بحران څرنګه پیل شو، افغانستان څرنګه له دغه بحران سره ونښلول شو او اوس په سوریه کې دا نوی کړکېچ به پر افغانستان څه اغېزې ولري؟ د اوونيز تحليل په دې ګڼه کې مو یاد موضوعات څېړلي دي.

عربي پسرلی او د سوریې بحران

په ۲۰۱۱ کال کې په منځني ختيځ کې د استبدادي او تپل شوو حکومتونو پرضد ولسي پاڅونونه پیل شول، چې په سیاسي او رسنیز قاموس کې دا پاڅونونه د عربي پسرلي په نامه یاد شول. دغو پاڅونونو په لومړيو کې د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي او بیا د مصر ولسمشر حُسنې مبارک له واکمنۍ بې‌برخې کړل. په عمومي توګه د دغو پاڅونونو تر شا اقتصادي عوامل، استبدادي او تپل شوي حکومتونه، د آزادۍ نه شتون او نور وو.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې دا پاڅونونه سوریې ته هم وغځېدل؛ خو د بشارالاسد له‌خوا بیا دا پاڅونونه سخت وځپل شول او ډېر وګړي پکې ووژل شول. د بشارالاسد له پوځ څخه یو شمېر سرتېري بېل او د بشار پرضد یې جګړه پيل کړه. هغه مهال په سوریه کې یو شمېر نورو ډلو لکه القاعدې (په لومړیو کې حزب النصرة)، داعش، کردي ځواکونړ او یو شمېر نورو ډلو د بشار پرضد فعالیتونه پيل کړل.

د سوریې په روان کړکیچ کې یوازې دا ډلې د بشار پرضد ښکېلې نه دي، بلکې دلته بهرني لاسونه هم راغځېدلي دي. روسیه، ایران او چین له بشار الاسد څخه ملاتړ کوي او ترکیه، امریکا، سعودي او یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونه د یو شمېر بشارالاسد ضد ډلو ملاتړ کوي.

د سوریې اوسنی بحران شپږم کال ته ننوځي او اوسمهال د یویشتمې پېړۍ تر ټولو خونړۍ جګړه ده، چې تقریباً ۴۶۵ زره سوریايي وګړي پکې وژل شوي، یو ملیون پکې زخمیان شوي او تقریباً د سوريې نیم نفوس (۱۲ میلیونه) له خپلو ځایونو پکې بې‌ځایه شوي دي.

افغانستان او د سوریې بحران

افغانستان د سوریې له بحران څخه له پيله اغېزمن شوی. کله چې په سوریه کې اسلامپالو پاڅونونه پيل کړل او د سوریې واکمن بشارالاسد له‌خوا وځپل شول؛ نو په هېواد کې ځینو اسلامپالو ځوانانو نه یوازې دا چې په ټولنیزو رسنیو، بلکې په لاریونونو کې یې هم د سوریې د اسلامپالو په ملاتړ او د بشار پرضد غبرګونونه وښودل.

له هغه وروسته بيا افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د خپلو اختلافاتو له کبله، د سوریې له ټولټاکنو وروسته بشارالاسد ته د سوريې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

دغه راز، له دغو غندنو او مبارکیو وراخوا، له افغانستانه یو شمېر خلک د بشار الاسد پرضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړل. په عمومي توګه د بشار الاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه ډلې تللې او د بشار پرضد یو شمېر افغان سُني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي. که څه هم دا چې په سوریه کې به په مجموعي توګه څومره افغان جنګیالي وي په اړه یې څه ویل ناشونې دي؛ خو بیا هم په جلا ډول د بېلابېلو پياوړو رسنيزو ډلو په اند، د سوريې په جګړه کې به تقریباً تر شلو زرو پورې افغان شیعه وګړي وي. په همدې تړاو ویل کېږي، چې په سوریه کې د “لېوای فاطمیون” په نامه د افغان شیعه‌ګانو یوه ملېشه هم جوړه شوې او د اټکلونو له مخې، دا ملیشه له ۱۰ تر ۱۴ زرو تنو څخه جوړه ده. په بل اړخ کې د سُني جنګیالیو په تړاو تر اوسه نه کومې شمېرې او نه هم کوم اټکلونه شته دي.

د سوریې نوی بحران او پر افغانستان یې اغېزې

که څه هم دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا پر سوریې توغندیز بریدونه کوي، له دې وړاندې هم، امریکا په سوریه کې د داعش ډلې او بې‌پولو ډاکترانو پر روغتون هوايي بریدونه کړي وو؛ خو بیا هم، دا د امریکا له‌خوا د بشار پر پوځونو د بریدونو لومړنۍ بېلګه ده او له امله یې د روسیې او امریکا اړیکې ترېنګلي شوې دي. روسیې وار له مخه له امریکا سره په سوریه کې د الوتنو د تنظیم تړون لغوه کړ او دا برید یې د امریکا-روسیې پر اړیکو اغېزه ښندونکی وباله او ترڅنګ یې اوسنی وضعیت د سړې جګړې له ختمیدو راهیسې تر ټولو بد وضعيت وګاڼه. په بل اړخ کې امریکا له بشار څخه د روسیې ملاتړ خواشینوونکی وباله او له روسیې یې وغوښتل، چې یا له دوی سره ودرېږي او یا هم له بشار الاسد سره.

په یوه داسې مهال، په سوریه کې د ګڼ شمېر افغان شیعه‌ګانو شتون به، چې د سوریې بشار الاسد پکې له خپلو خلکو سره په جګړه بوخت دی، تر ډېره په عربي نړۍ کې د افغانستان نرم ځواک ته زيان ورسوي او هم به د خلکو په کچه اړیکې یو څه زیانمنې کړي. له دې وراخوا، داسې انګېرل کېږي چې که چېرې له سوریې څخه دغه افغان جنګیالي بېرته خپل هېواد ته راوګرځېږي، نو دا به په داخل کې حکومت ته امنیتي ستونزې راولاړې کړي او هم به یوې نوې پېلېدونکې مذهبي جګړې ته زمینه برابره کړي.

دغه راز، په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ناهمغږي به هم بل هغه څه وي، چې په سوریه کې د امریکا او روسیې له پراخېدونکي کړکېچ څخه اغېزمنېدلای شي او که چېرې همداسې وشي؛ نو دا به بیا د افغان حکومت لپاره ډېر سرخوږی جوړ کړي. ځکه افغانستان به د روسیې لپاره یوازینی هغه ځای وي، چې امریکا تر ډېر فشار لاندې پکې نیولای شي. هغه هم په داسې حال کې، چې له افغان طالبانو سره یې اړیکې پراخې شوې او هم یې له پاکستان سره نظامي او سیاسي اړیکې پياوړې کړې دي.

43 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *