Categories

اعلان

Loading…

زاخېلوال د مشال خان له پلار سره غمرازي وکړه

په اسلام اباد د افغانستان سفیر د خان عبدالولي خان پوهنتون د هغه محصل کور ته د غمرازۍ او فاتحې لپاره لاړ چې تېره اوونۍ په ظالمانه ډول ووژل شو.

په صوابۍ کې د خان عبدالولي خان پوهنتون تکړه محصل مشال خان، چې د حکومت او پوځ منتقد و، د یوې جوړې شوې دسیسې پر اساس په ډله ییز برید کې ووژل شو.

د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د مشال خان پلار ته په داسي حال کې د دعا لاسونه پورته کړل چې د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک هم حاضر و.

مشال خان

ښاغلي زاخېلوال د مشال خان پلار ته له فاتحه ورکولو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي«مشال خان هم د فرخندې په شان پېښه کې په وحشیانه، جاهلانه او ډله ییز ډول شهید کړای شو.»

پر مشال خان د یو شمېر نورو محصلانو له خوا وروسته له دې حمله وشوه چې د ده په نوم یې په جعلي فېسبوکپاڼه کې د دین خلاف لیکنې وکړې.

د مشال خان پلار دا تور په کلکه رد کړ چې د ده زوی د اسلام خلاف و یا یې د اسلام خلاف څه ویلي دي.

ده وویل چې مشال خان یوازې د پاکستان پر نظام او تګلارو یې انتقاد کاوه.

99 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *