Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار په چاودنه کې ولسوال او د امنیې قوماندان ټپیان شول

تاند – د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې ټپيان شول.

دغه چاودنه نن سهار/ د اپریل ۱۵مه/ خواوشا ۸ بجې د یادې ولسوالۍ د جانیخېلو په سیمه کې وشوه.‌

ویل کیږي چې په چاودنه کې،‌ د بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب مجاهد، امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو بل کارکوونکی ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د نشه يیزو توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل چې دغه چارواکي او ورسره کسان په سیمه کې د کوکنارو اړولو د کمپاین لپاره روان ول چې چاودنه پرې وشوه.‌

تر اوسه پورې چا د دې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

83 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *