Categories

اعلان

Loading…

افغانستان د توپان په لومه کې/ خادم حسین

په مسکو کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په هکله د افغانستان له ګډون پرته د کنفرانس په اړه د افغان چارواکو اندېښنې بې ځایه نه وې. په یاد کنفرانس کې امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو چین، پاکستان او روسیې درې واړو ځواکونو ګډون پکې وکړ. بل لور ته پاکستان زیار باسي څو د دې ډول جوړجاړېیو په سر د هند او افغانستان ملګرتیا له ننګونې سره مخ کړي همدا علت دی چې مسکو د ۲۰۱۷ کال په فبروري میاشت کې د افغانستان، چین، روسیې، ایران، هند او پاکستان په ګډون یوه بله ناسته جوړه کړه. د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر روسیې ته سفر درلود څو نوموړی له روسیې سره پدې اړه وغږیږي چې څنګه کولای شي د بیلابیلو لارو چارو په مرسته د ترهګرۍ پر ضد او د خپلو اړیکو د پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړي. له دې ناستو په نښه کیږي چې دا تر ټولو جدې ناستې دې او د دې مهموالی هغه وخت هم را څرګندیږي چې کله موږ پدې کنفرانس کې د ګډون لپاره د طالبانو لیوالتیا وګورو.

نور د دې وخت را رسیدلی چې په سیمه،  په ځانګړې توګه په افغانستان او له  ډیورنډ  ور ها خوا د پښتنو په سیمه کې ترهګرۍ او سخت دریزۍ له سختې ضربې سره مخامخ شي. داسې ښکارې چې د خراسان په نوم داعش او د دوی ملګري او همدا ډول ازبک ترهګریز خوځښت او پاکستاني طالبان  یو داسې لور ته روان دي چې سیمه به ورڅخه سخته په تنګه شي. خو بل لور ته سیمه ایز ځواکونه هم پدې هڅه کې دي چې دا شته ننګونه له دیپلوماټیکو او ستراتیژیکو لارو چارو له منځه یوسي.

د یادونې ده چې د خراسان داعش ډله چې له دې مخکې د ډیورنډ تر شااوخوا یې فعالیت کاوه، نن د افغانستان شمال او لویدیځ ته ریښې غځولې دي. رښتیا خو دا ده چې دوی په لومړي ځل د خپلو ملګرو ګمارنه دلشکر اسلامي خیر ایجنسي تر اغیز لاندې په خیبر ایجنسي کې پیل کړه. د دې ترڅنګ دا په یقیني کیدو ده چې د پاکستاني طالبانو او ازبک طالبانو له داعش  سره ستراتیژیک او تکتیکي یووالۍ به  هم  ژر را څرګند شي.

همدا علت دی چې افغانستان د داعش خراسان د ګمارني او خپریدو مرکز په اړه اندیښنه لري، د یادونی ده چې دا هغه ګروپونه دي چې په پاکستان کې یې په یو صوفیانه زیارت برید وکړ  او په پایله کې یې ۸۸ وګړي ووژل شول. همدا ډله د افغانستان په شمال کې د ۶ خیریه کارمندانو د وژلو په تور هم تورنه ده. ځینې افغان چارواکو پاکستان پدې هم تورن کړی دی چې د ډیورنډ دواړو لورو ته د داعش په ستراتیژیکې خپریدا کې د پاکستان لاس دی. له دې سره د افغانستان په لویدیځ او شمال کې د خراسان داعش په خپریدو په ایران او روسیه کې د اندیښنې کریښکې خپرې شوې. داسې راپورنه هم شته چې کندز او بدخشان به هم د خراسان داعش، ازبکو سخت دریزو، جماعت الحرار، لشکر طیبه او لشکر جهنګوي په خوندې پټنځایونو بدل شي. بل لور ته پاکستان افغانستان پدې تورنوي چې هغو طالبانو ته پټنځایونه ورکوي کوم چې په پاکستان بریدونه کوي.

روسیه او ایرن په سوریه او یمن کې له ستراتیژیکو ننګونو سره مخ شول له همدې کبله دوی نن دا فکر کوي چې د خراسان داعش ډله په افغانستان کې امریکا او د هغه متحدین په یو نه یو ډول حمایه کوي. روسیه او ایران په ډېره ساده ګۍ  د یادې  مسلې حل د طالبانو ځواکمنیدل ګڼي څو دوی د خراسان داعش په ضد وجنګیږي. ایران خو هسې هم له داعش سره د مذهبي توکمپالني پر سر وران ښکاري زکه  داعش پدې باور دی چې اهل تشعیه پر هغه اسلام باور نلري چې دوی ته د منلو وړ وي. ایران پدې فکر دی چې دا به داعش د سعودي په ګټه تمام کړي. کیدای شي ایران او روسیه پدې جوړه وکړي چې د موجوده لوبې په وړاندې کوچنۍ ډلې ټپلې رامنځته کړي. بل لور ته پاکستان د دې لوبې د ښه سرته رسولو لپاره روسیې او افغان طالبانو ته باور ورکوي. زکه پاکستان دا سوچ کوي چې پاکستاني او افغاني طالبان له یو بل سره نظریاتي اختلاف لري همدا علت دی چې دوی له یو بل څخه جلا ډلې دي.

هند او امریکا، افغان طالبان او حقاني ډله د خپلو ګټو په وړاندې یو ستر خنډ ګڼي. د جغرافیايې ستراتیژیکو اړیکو په درشل کې په چین او روسیي کې یو بل تاثر دا دی چې د ټرامپ له امله به په سیمه کې د امریکا اغیز لږ شي. د پورته یاد شویو بیلابیلو هېوادونو امنیتي تګلارو له شننې ورسته دوې  تیروتنې را مخته کیږی او دا تیروتنو دوی پخوا هم له سترو تاوانونو سره مخ کړي دي او غالب امکان شته چې په راتلونکو کالو کې به ورسره مخ شي.

لومړی دا چې د دوی امنیتي ادارې او تګلارو جوړونکي د ټولو دې ډلو یا ملیشاوو ترمنځ د مذهبي نظریاتي یووالۍ له نظره اچولي دي. دویم، دا چې د دې هېوادونو امنیتي ادارې او تګلارو جوړونکي پدې تیروتې دي چې دوی به وکولای شي څه ناڅه خپلې ډلې به د یو  بل په خلاف وکاروي هغه داسې چې دوی ته به په خپله د لستوڼي مار ونه ګرځي.

کیدای شي افغانستان په راتلونکې کې د سترو سیمه اېیز او نړیوال ځواکونو د اهدافو او ګټو مرکز وګرځي.  چې د دې په پایله کې به یو ځل بیا عامه وګړي په لویه کچه د بربادۍ او تباهي ښکار شي خو که چېرته د سترو ځواکونو خپل روزل شوي ترهګر ځواکونه د دوی پر ضد را پورته شي نو د هیچا په ګته به نه وي.

خو د وان بیلټ وان روډ، د چین او پاکستان اقتصادي پروژه او په افغانستان کې د چین لخوا په میلونونو ډالرو پروژې کولای شي دا سیمه له دې وضعیت څخه را وباسي. بل لور ته په چین کې شته سخت دریزه خوځښتونه هم کولای شي چین دې ته وهڅوي چې د ترهګرو له پیاوړي کولو څخه لاس واخلي.  


د لیکوال لنډه پیژندنه:

قدرمن خادم حسین د پیښور په بډه بیره کې زیږیدلی دی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په پیښور او سوات کې سر ته رسولې دې. د دوکتورا د پای ته رسونې څیړنیزه لیکنه (thesis ) یې د (Sociolinguistics) په برخه کې (د غرني لږکیو یا اقلیت په ژبه کې بدلونونه – تر سرلیک لاندې کړې ده . نوموړی تر ۳۰ پورې نړیوالې څیړنیزې لیکنې لري. چې تر ډېره یې پر بشري امنیت، ښوونه روزنه، ټولنیز بدلونونو، کلتور، ژبپوهنه، سخت دریزۍ، ترهګرۍ او په سیمه ییزو مرسته باندې لیکنې کړې دي. همداراز په نړیوالو رسنیو کې  یې هم لیکنې او د حل لارې وړاندې کړې دې.

ښاغلي خادم حسین د عوامي نیشنل ګوند له واکمنۍ وروسته په پښتونخوا کې د پرمختللي نصاب په جوړونه کې تر ټولو لویه ونډه درلودلي ده. خادم حسین هغه وخت له نړیوال شهرت سره مخ شو چې کله یې (“Rethinking Education-Critical Discourse and Society”) په نوم یو کتاب په ۲۰۱۲ کې او دویم کتاب یې د (“The Militant discourse”) تر نامه لاندې په ۲۰۱۳ کې چاپ شو. نوموړی په خیبر پښتونخوا کې د یوې نړیوالې سروې سره چې د ایران، ترکیې او پاکستان پر تعلیمي مسایلو وه، د یو اساسي څیړونکي په توګه خپل نقش لوبولی دی او د پروژې د کامیابولو په موخه له دوی سره تر پایه پاتې شوی دی. دا څیړنه د فرانسې لخوا په لاره اچول شوې وه او د پاکستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا ښاغلي خادم حسین د پاکستان په  استازیتوب ور پیژیندل شوی وو.

ښاغلي خادم حسین په نړیوال او ملي کنفرانسونو کې د یو اساسي شخص په توګه ونډه درلودلې ده او په بیلابیلو پوهنتونونو کې د لیکچر ورکولو اعزاز ور په برخه دی. له تیرو پنځو کالو را په دیخوا، نوموړی د پاکستان د یوې معتبرې ورځپاڼې” ډان”  ته د امنیت، ټولنیزې ودې او په “فاټا” کې د مذهبي سخت دریزۍ په اړه لیکنې او سرمقالې لیکې.. همدا شان نوموړی په اسلام اباد کې د سیمه اییزو څیړنو او ملاتړ په برخه کې د آریانا انسټیټوټ سره همکار او کلیدي رول لوبوي. د یادونې ده چې دا یو سیمه اییز انسټیټوټ دی او لویو قوتونو ته د سیمې د سوکالې او د هغې په اړه پالیسۍ وړاندې کوي.

اوسمهال ښاغلي خادم حسین د باچا خان د ښووني روزني خیریه بنسټ عمومي رئیس او د دې تر څنګ په افغانستان کې د نړیوالو اړیکو ستراتیژیک مرکز او څیړنیز ژورنال علمي همکار، د مشرتابه ډلې غړۍ او څیړونکی دی. ښاغلي حسین د نړیوالو سیاسي او اقتصادي پوهانو په ډله کې شمیرل کیږي.

تاسو کولای شی په لاندې بریښنا لیک او ټویټر پاڼه ورسره اړیکه ونیسئ.  

khadimhussain565@gmail.com and tweets@khadimhussain4

خان ولي بشرمل

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *