Categories

اعلان

Loading…

د بغدادي پير کرامات/ فدامحمد باران

ملګري تاج ولي غورځنګ ته مې زنګ وکړو، ما وویل احوال یې واخلو، ډېر سره وګړیدو، په وروستیو کې یې راته وویل، چې کتابتون کې یم، که کوم کتاب غواړي؟

ما وېل، د نصیر احمد احمدي نوی چاپ شوی ناول (بغدادي پیر) در سره راوړه. ښه یې کړل.

د ماخوستن تر نهه نیمو مې له غورځنګ سره د خپلې ټولنې پر جهالت او حماقت اه او فریاد وکړو. تر هغې وروسته دی لاړو، ما بغدادي پیر را واخیستو، تر یو سلو دوه دیرشم مخه مې چې مطالعه کولو، برق لاړ.

په سبا غرمې مې یې دفتر کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د لمانځه وقفې کې پاتي مخونه ولوستل. اه! درد، خپګان، غوسه……


د وروستي مخ دریم پراګراف کې د سوزان سترګې هم ډکې شوې: (( … ګامونه یې واخیستل، د ډیویډ جونز کتابچه یې د جهیل اوبو ته واچوله.
د خیمې خوا ته ورغله، د پلار خوشاله غږ یې واورید.
ــ څنګه! ډاډه یم، پر غور نیکه به دې افتخار کړي وي.
سوزان ور وکتل.
پلار یې په حیرانۍ وویل:
ــ ته ژاړې؟
نجلۍ خیمې ته ننوته. ))

دویمه سلګۍ مې تېزه شوه، باید کنټرول مې وی او را ډک زړه مې باید په اوښکو څڅولو تش کړی وی.

هو! ډېر خلک که دا کتاب لولي، شاید د هغه وخت خلکو پر حماقت او ساده توب غوسه شي او پر حال هیڅ فکر و نه کړي. هیڅ یې زړه کې ور تېره نه شي، چې موږ یوویشتمه پیړۍ کې لا هم د جهالت په سین کې تر پوزې ډوب یو. که هوښیار نه شو، لا به څو پيړۍ نور د نورې نړۍ خلکو ته د هماغې ورځې، په اینټرنیټ کې د افغانستان د عکسونو را اړولو پر وخت د خوار او پر نس وږي، خړ پړ خلک، سوالګر، له خټو جوړ کورونه، وژنې، چاودنې، بمبارونه، پرې کړي اندامونه…. سترګو ته دریږي؟

لا به نور څو کالونه په دې بدبختیو کې ژوند کوو؟ او د ښه ژوند په ارمان به یو؟

سوزان هلته جنتي ژوند درلود، له ټام سره به یې د کرکټ لوبه کوله، دا چې باید د غور نیکه د یادښتونو کتابچه یې لوستي وی، ټآم ته د پاتي اورونو د پوره کولو لپاره یې له مور مرسته وغوښته، تر څو ټام ته یې وکړي.

په همدې وخت کې زموږ دفتر ته یوه سوالګره راننوته، د پکتیا وه، وړوکي لورکۍ یې هم له لاس نیولې وه، ویل یې: وږي یو، له سهاره مو ډوډۍ نه ده خوړلي، د خدای په نوم د وچې ډوډۍ پیسې راکړی.

دې خبرو بېرته د کتاب څو مخه شاه ته بوتلم.

(( د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی، دوه ګېلاسه یې له شنو چایو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرید. و یې ویل:
ــ هاغه ماشومان وینې؟

ودریدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند  ماشومان راون ول، خندل یې، په ملاوو پسې یې د مکتب بکسې تړلي وي.
امان الله خان وویل:

ــ دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو وزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پیژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفریح لري، تلویزون ته ګوري، غم نه ویني، د ټوپک ټک یې نه دی اوریدلی، روغ دي، له ژوند خوند اخلي…..
غلی شو، و یې ویل:

د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلویښت کاله یې په یوه فابریکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پیسې ورته راځي…. نه زوی ته احتیاج دی، نه لمسي ته، تر مرګه به په ګیډه موړ او پر تن پټ وي.

هاغه بله ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پیسې پيدا کولی شي چې د خپلو اولادونو درس، روغتیا، خوراک، تفریح…. ته ورسیږي.

دا د روم تر ټولو غریبه سیمه ده، خو کورونه یې څلرویشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري. کوڅې یې پخې دي، مکتب او روغتون نېږدې دی، په دې ټوله غریبه سیمه کې به یو سوالګر هم و نه وینې. ))

خو د هغه هیواد خلک چې همدغه اتل شاه امان الله خان یې د ترقۍ، پرمختګ، هوساینې او ښه ژوند لپاره کار کولو او زیار یې ګاله، لا هم د پیرانو او ملایانو په دم او جادو کې را ګیر دي، لا هم د یوې لویشتې ځمکې یا د څو پیسو لپاره د خپلو وروڼو وژنې ته غیرت وایي او لا هم د مسلمانانو لپاره دا دونیا جهنم ګڼي.

دلته لا هم ماشومان شاقه کارونه کوي. ښځې یې که دفتر کې کار کوي، بې غیرتي یې بولي خو که سوال کوي، هیڅ عیب نه ګڼل کیږي.

دلته لا هم په اسلام سوداګري روانه ده، دین د خپلو شخصي ګټو او هدفونو لپاره کارول کېږي.
نور خو یې لا څه کوي، چې شاعرانو هم له دغه فرموله کار واخیست.

تېره ورځ یوه ملګري راته د یوه بچه باز شاعر په اړه کېسه کوله، چې کوم وخت چې له کابله پکتیا ته لاړ شي، دا دې لپاره چې د خلکو زړونو کې ځای پيدا کړي، ورته وایي چې پلانی او بستانی به ښه شاعران وي، خو مونځ نه کوي.

هو! د شاه امان الله خان وطندران دا ده له مرګه نېږدې یوه پيړۍ وروسته هم په جهالت، فقر، غربت او حماقت کې ډوب دي.

زما زړه و، چې د بغدادي پير ځینې برخې په خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړم، خو په کتاب کې به حتا داسي پراګراف لا و نه لولي، چې هغه دې په پوسټ کولو و نه ارزي او د پوسټ کولو اړتیا دې یې نه وي.

بلکل، اړتیا ده چې دغه کتاب په ښوونځیو کې تدریس شي، که داسي نه کېږي، حد اقل دومره خو دې وشي، چې اووم ټولګي ته بریالیو شویو زده کوونکو باندې یو وار ولوستل شي.

د ښوونځیو او پوهنتون استادان دې زده کوونکو باندې د بغدادي پير ناول لوستل جبري کړي.

د ادبي خپرونو چلونکي ملګري دې دغه په غږیزه بڼه ثبت کړي، تر کلیو او بانډو دې ورسیږي، په ټولو دې واوریدل شي؛ ګوندې پر دې پوی شي، چې موږ لا هم د نورو د ګټو لپاره قرباني کیږو او د ګوسفندي ملت په سترګه راته کتل کېږي.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *