Categories

اعلان

Loading…

د جنوبي اسيا هيوادونه او ادبي اثارو ژباړه/ عبدالنافع همت

نن دا خبره ډېره مشهوره ده چي د نړۍ هيوادونه ډېر  سره نژدې سوي او نړۍ د يوه کلي بڼه غوره کړې ده، خو د دې نژدېوالي سره سره مینه او دوستي  هغومره نه ده ډېره سوې.  موږ  په خپله سيمه کي هره ورځ شخړي او جګړې وينو چي بېلابېل عوامل لري.  يو عامل يې هم دا دی چي موږ  که څه هم سره نژدې يو، خو يو بل ښه نه سره پېژنو. د انسان فطرت داسي دی چي يو څوک نه پېژني، نو چندان ارزښت نه ورته لري او يا لږ تر لږه باور نه سي ورباندي کولای.

موږ  په خپله سيمه کي هغه مهال په سوله او ورورولۍ کي ژوند کولای سو چي يو بل ښه سره وپېژنو، کله چي مو سره وپېژندل، نو بیا دې ته زړه ښه کوو چي يو له بل سره اړيکي وساتو. کله چي دې اړيکو دوام وکړ، نو د دوستۍ وار رارسېږي، په دې پړاو کي ملتونه تر خپل منځ دومره سره نژدې کېږي چي باالاخره داسي احساس کوي لکه يو وجود چي وي.  

د دې لپاره چي د جنوبي اسيا هيوادونه یو له بل سره ښه وپېژني، نو بايد د دوی ادبيات يو د بل ژبو ته وژباړل سي.  زما په اند ادبيات هغه څه دي چې يو ملت ښه معرفي کولای سي، ځکه چي په ادبياتو کي د يوه ملت ټول مادي او معنوي ارزښتونو خورا ښه انځور سوي وي.

د ژباړي يو ارزښت دا دی چي ليکوال او شاعران نوي موضوعات مطرح کوي او په دې ډول ادبيات له زړښت او کليشې څخه ژغورل کېږي.  موږ وينو چي د ځينو ليکوالو  موضوعات زاړه سوي او نور يې خلک نه خوښوي، خو د ژباړي له لاري موضوعات له مکاني او زماني محدوديت څخه نوي مکان او زمان ته کډه کوي او هلته  له ورتګ سره سم نوې بڼه غوره کوي، تازه کېږي او  له سره نوی ژوند پيلوي، د بېلګي په ډول به د ايټاليې د  مشهور ليکوال دانته آليګيري ) Dante Alighieri ) شاهکار  رومان  الهي کوميډي Divine Comedy) ( ياد کړو چي په څوارلسمه مېلادي پېړۍ کي ليکل سوی او د نړۍ اکثريت لويو ژبو ته ژباړل سوی دی. د دې اثر يوه ځانګړنه دا ده چي  د الهياتو يوه نوې زاويه يې مطرح کړې او نويو موضوعاتو ته يې اشاره کړې ده.  وروسته ډېرو ليکوالو له همدې کړکۍ څخه ټولني ته کتلي او خلکو ته يې خپل پيغام رسولی دی.  

دغه ډول  د هندوستان مشهور  شاعر ميرزا اسدالله  غالب  هم  په خپل وخت کي د الهياتو په اړه یو ځانګړی ليدلوری غوره  کړ او  نورو شاعرانو ته يې نوي موضوعات په لاس ورکړل. دغه ډول د علامه اقبال (شکوه) نومي شعر کي هم خدای (ج) له نوي زاويې  مخاطب سوی او د الهياتو په لړ کي يې نوې زاويه ګڼلای سو.

د ژباړي بله ګټه دا ده چي نوي ادبي شکلونه او فورمونه پېژندلای سو، مثلا موږ  پخوا په پښتو شعر کي د جاپانۍ هايکو فورم نه پېژانده، خو اوس د ژباړي له برکته  دا خوږ فورم د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبي مېلمه  هم دی. د ادبياتو نثري اړخ هم د ژباړي له لاري غني سوی او نور هم غني کېدای سي. د بېلګې په توګه په يوويشتمه پېړۍ کي په پښتو ژبه کي ناول ډېر غني سوی او موږ اوس په تول پوره ناولونه لرو، خو دا د پښتو ليکوال ارواښاد ميا حسيب ګل د زيار نتيجه ده چي د ډيپټي نذير احمد د (مرات العروس) ناول يې له اردو ژبي څخه پښتو ته د (نقش نګين) په نوم راوژباړه او پښتنو ليکوالو ته يې ناول وروپېژاند.

د ژباړي له لاري د نويو ادبي فورمونو او قالبونو تر څنګ له نويو افکارو سره هم اشنا کېږو.  د بېلګي په ډول کله چي  د لوی هند د نابغه ليکوال رابندرانات ټاګور (Rabindranath Tagore) ځينې اثار  پښتو او  فارسي ته وژباړل سول، نو موږ  له نوي فکر سره اشنا سولو.  د ده نامتو کتاب  ګيتانجلي (Gitanjali) هغه مهال د نړيوالو پام ځان ته راوړاوه او نوبل جايزه يې وګټله چي ټاګور دا کتاب په خپله انګرېزي ژبي ته وژباړه.  موږ  د ټاګور د ژباړو له لاري  هندی ملت  وپېژاند، شانتي نيکيتن  مو وپېژاند او  د دې ملت په خټه کي اغږل سوې بشري خواخوږي، سوله او زغم مو وپېژاند.  

کله چې څوک د ټاګور ګيتانجلي کتاب لولي، نو فکر کوي چي دی به مسلمان وي، دغه ډول د نورو دينونو لارويان  د هغه عقيده خپله ګڼي، ځکه د ده په اثارو کې بشري ارزښتونه دومره کلک سره تړل سوي چي په نړيواله کچه يې د بشري خواخوږۍ يو محور جوړ کړی دی.

ادبي اثار د افکارو تر څنګ موږ  ته د نورو هيوادونو  دودونه او  چاپېريال هم راپېژني، مثلا ما که څه هم ترکيه او لبنان نه دي ليدلي، خو د عزيز نسين او جبران خليل د ژباړل سويو اثارو له مخي په خپل ذهن کي داسې انځورونه  لرم لکه د دې هيوادونو هر واټ او کوڅه چي مي ليدلي او له خلکو سره مي يې له نژدې ليدلي او مخامخ مي خبري ورسره کړي وي.

زه يو ځل سريلانکا تللی يم، دا يو  ډېر ښکلی هيواد  دی او خلک يې ډېر مېلمه پال دي،  خو دا چي د دې  هيواد ادبيات مي نه دي لوستي، نو په اړه  يې په خپل ذهن کي يو روښانه  انځور نه  لرم.

د ژباړې بل ارزښت دا دی چي نوي ادبي تخنيکونه او صنعتونه  راپېژني، د بېلګې په ډول هغه ادبي صنايع چي د افغانستان، پاکستان، هند او بنګله دېش په ادبياتو  کي استعمالېږي اکثره يې له عربي ژبې څخه راغلي او د دې هيوادونو ادبيات يې غني  کړي دي،  دغه ډول له عجمو څخه هم عربو ته ځيني ادبي تجربې انتقال سوي دي، مثلا په قافيه لرونکو شعرونو کې به رديف راواخلو،  رديف په مسره کې تر قافيې وروسته راځي او ګټه يې دا ده چي  د قافيې موسيقي بشپړوي او د خيال د انځورولو لپاره يو  ډېر ښه ميکانيزم  دی، خو عربو شاعرانو پخوا ريف نه پېژانده او پخواني  شعرونه يې رديف نه لري، خو  که اوسني شعرونه يې مطالعه کړو، نو اکثره شعرونه يې رديفونه لري، د دې وجه دا ده چي کله د فارسي ژبې ځينو شاعرانو په عربي ژبه رديف لرونکي شعرونه وليکل، نو  رديف عربي ژبي شاعرۍ ته هم  لاره وموندله.  

د ادبي تخنيکونو تر څنګ سبک هم يوه مهمه موضوع ده چې د ژباړي له لاري انتقال او ژبه غني کولای سي، مثلا طنز په ادبياتو کي  يو ادبي سبک (Style)  دی چي  د لرغوني روم  (هوراس)  او (جووينال) يې سرلاري بلل کېږي. کله چي د عباسي خلافت په  دوره  کي د غربي ادب ځيني اثار  عربي ژبي ته  وژباړل سول، نو په دې لړ کي طنز ي سبک هم لومړی عربي او بيا په نورو شرقي ژبو کي دود سو.

زه په پای کي وایم چي د ادبي اثارو ژباړه به د جنوبي اسيا هيوادونو ادبیات سره نژدې کړي، نوي موضوعات، نوي افکار، نوي ميتودونه، نوي ادبي تخنيکونه او  نوي سبکونه به وپېژنو، په فکري لحاظ به ښه سره وپېژنو، يو بل ته به نژدې سو او په ګډه به په ادبي چوکاټ کې د سولي اواز پورته کړو، که په يوه ژبه کي د سولي پيغام نغښتی وي، نو ژباړه يې قوت څو برابره ډېرولای سي.  که څه هم په افغانستان، پاکستان، هندوستان او بنګله دېش کي د مروجو ژبو ځيني ادبي اثار نورو ژبو ته ژباړل سوي، خو ما تر اوسه پوري د جنوبي اسيا د ځينو هيوادونو ادبي اثار و ژباړې نه دي ليدلي. هغه دوستان چي د سارک ادبي کنفرانس سره اړيکي لري او د جنوبي اسيا هيوادونو په ځينو ژبو پوهېږي، هيله ده په دې لاره کي خپل وس و نه سپموي.

 تر اوسه پوري يو کاذب  ذهنيت دا دی چي يوازي لويي او نړيوالي  ژبي شاهکار ادبي اثار لري او يا په دې ژبو کي دا زمينه مساعده ده چي شاهکار اثار دي پکښي وليکل سي، خو دا خبره سمه نه ده، که موږ د خپلو  کوچنيو ژبو اثار  وڅېړو او بيا يې نورو ژبو ته وژباړو، زه باور لرم چي داسي شکاهکار ادبي اثار به ومومو چي نه يوازي د جنوبي اسيا ملتونه، بلکي ټول بشريت به ورباندي ووياړي.

يادونه:

دا مقاله د روان ميلادي کال د فبروي د مياشتي پر (۲۶) نېټه  په نوي ډيلي کي د جنوبي اسيا هيوادونو په کلني ادبي فیسټيوال کي لوستل سوې ده.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *