Categories

اعلان

Loading…

ښېرا(لنډه کیسه) لیکوال: نجیب منلی

په پخوا زمانو کې، د دې خاورینې ځمکې په یو هېر شوي کونج کې یو دهقان له خپلې مېرمنې سره اوسېده. د دوی ټوله شتمني یوه ټوټه بې کاره، ځمکه او یوه جونګړه وه چې دوی یې له لوږې او بارانه ساتل. دواړو یو بل سره مینه درلوده او که د یو ماشوم خندا یې ژوند ته رنګیني ورکړې وای نو دوی دواړو به ځانونه د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسانان بلل.

یو شپه، چې تالندې او باران دنیا پر مخ اخیستې وه، چا د دوی د جونګړې دروازه وروډبوله. دواړو یو بل ته حیران حیران وکتل. د دوی په نېږدې ګاونډ کې څوک نه اوسېدل او په دې څو کلونو کې چې دوی دلته اړولي وو، څوک یې لیدو ته نه وو راغلي. اول خو یې ګومان وکړ چې دروازه به باد ښورولې وي خو کله یې چې یو وار بیا، په لږ ډېر شدت، د دروازې ټک ټک واورېد نو سړی پورته شو چې وګوري چې څه خبره ده. یوه زړه بوډۍ، چې باران سر تر پایه لمده کړې وه او ټول وجود یې له یخه لړزېده په دراوازه کې ولاړه وه. سړي، پرته له دې چې حتی یوه خبره هم وکړي، ژر کور ته را دننه کړه او د نغري خواته یې بوتله.

مېرمن یې پاڅېده بوډۍ ته یې یو وچ دسمال ورکړ چې ځان پرې وچ کړي. د بوډۍ چې لږه سا راټوله شوه، د کور مېرمنې ترې وپوښتل:

  • خدای دې خیر کړي ترورې، څنګه دې په دې توره شپه، په دې باد او باران کې راپېښه وکړه؟

هغې ورته وویل چې د غونډۍ اخوا کلي کې یې لور اوسېږي، هلته تله چې باران شو. د دوی جونګړه یې له ورایه لیدلې وه چې لوګی ترې خاته، فکر یې کړی و چې شپه به دلته تېره کړي بیا به په کلاره ولاړه شي.

ډوډۍ تیاره شوه، دسترخوان وغوړېد. بوډۍ جالبې جالبې کیسې کولې. یو ناڅاپه یې پوښتنه وکړه:

  • ماشومان مو نه شته؟

د کور د مېرمنې سترګو ته اوښکې راغلې، مخ یې واړاوه. سړي همدومره وویل:

  • څه چې د خدای رضا وي قبوله مو ده.

سهار چې لمر راوخوت، بوډۍ رخصت و غوښت. له وتلو مخکې یې له خپلې کڅوړې نه دوه د غنمو دانې را و ایستې. د کور مېرمن ته یې وویل:

  • دا د غنم دانې مې را ته له نیا څخه په میراث پاتې دي. که ښویې یې تېرې کړې، خدای به دوه ماشومان درکړي. یو هلک او یوه نجلۍ. دا به مې درکړې وې خو یو سخت شرط لري، نه پوهېږم چې ته به یې ومنې که نه؟
  • څه شرط لري ترورې؟
  • شرط یې دا دی چې لور به مو ما ته راسپارئ او ما چې پرې هر څه کول تاسې به هېڅ پوښتنه نه کوئ. که دا شرط مو ومانه، لور به مو زما شي او زوی به مو د دې ملک پاچا شي.

مېړه او ښځه په چورت کې ولاړل چې دا لا څه ډول امتحان سره مخ شول! خو اخر یې د بوډۍ شرط ته غاړه کښېښوده، د غنمو دانې یې ترې واخیستې.

څو میاشتې وروسته خدای ورته دوه داسې ښکلي ماشومان ورکړل چې چا به په خوب کې هم نه وو لیدلي. په هلک یې شمشاد نوم کښېښود، نجلۍ یې پلوڅه ونوموله.

مور یې لا ماشومانو ته پوره د لومړي ځل له پاره تی نه ورکړی چې دروازه ووهل شوه. سړی ورووت. هماغه بوډۍ وه. هک حیران شو چې دا نو څنګه داسې پر وخت د ماشومانو له زېږېدو خبره شوه؟ بوډۍ ماشومان په مینه ښکل کړل، مور او پلار تهیې مبارکي وویله. خپله بوخڅه یې پرانسته، په یو بوتل که څه درمل وو، هغه یې د ماشومانو مور ته ورکړل:

  • واخله لوري، دا درمل را ته له نیا نه راپاتې دي. چې یو څو څاڅکي دې له ستوني تېر شي، رکه روغه به یې.

په ریښتیا هم چې د ماشومانو مور درمل وڅښل داسې ارامه شوه لکه ټوله شپه یې چې ارام خوبونه کړي وي.

  • شکر لورې چې خدای دې عرض واخیسته.
  • د زوی په روزنه کې به ډېر کوښښ کوې، یوه ورځ به د دې ملک پاچا وي هسې نه جې بیا څوک تاته ښېرې وکړي.
  • اوس دې نو لور د وروستي ځل له پاره ښکل کړه چې پر ما ناوخته کېږي.

د مور او پلار پر مخ د اوښکو رود روان و خو په خوله یې څه نه ویل. دا پرېکړه یې په خپله کړې وه، وعده خلافي یې نه شوه کولای.

پلوڅه یې ښکل کړه، بوډۍ ته یې وروسپارله.

د کوټې په یو کونج کې، په تناره کې اور لمبې کولې؛ عجیبه رڼا یې خپره کړې وه، بوډۍ پلوڅه د پوزې پر څوکه ښکل کړه او تناره ته یې ورواچوله.

مور او پلار یې دومره غافلګیره شوي وو چې غږ یې هم له خولې و نه وت خو تر څو چې یې سد سر ته راته بوډۍ بیا ورکه شوې وه.

ښادي یې په غم بدله شوه، ورځ تر ماښامه او شپه تر سهاره دواړو یو بل ته کتل او په پټه خوله یې ژړل.

سهار چې د کور مېرمن پاڅېده چې د تناره ایره تشه کړي، تناره کې د ایرې پر ځای زېړرنګه ځلیدونکې شګه غوندې پرته وه. مېړه ته یې غږ کړه. هغه تر دې بتر ورته حیران شو.

فیصله یې په دې شوه چې د دې شګې یو موټی به ښار ته یوسي او هلته به کوم هوښیار کس نه پوښتنه وکړي چې دا څه دي.

په ښار کې یو سوداګر ورته وویل چې دا سره زر دي او ارزښت یې د ده تر ټول دوکانه لوړ دی.

د یو زرګر پته یې ورکړه. سړي دومره پیسې په خوب کې هم نه وې لیدلې. څه ضروري سودا یې واخیسته، کورته راستون شو. ښځې ته یې کیسه وکړه. خپله شتمني یې سره وارزوله. دواړه دومره ورته خوشاله شول چې د لور غم یې هېر شو.

فیصله یې وکړه چې ښار ته ولاړ شي او هلته یو ارام ژوند پیل کړي. دا یې هم سره وویل چې بوډۍ ورته د زوی د ښې روزنې توصیه هم کړې وه.

د شمشاد مور او پلار یوازیني خلک نه وو چې په دغه ورځ پرې خدای لورېینه کړې وه. د هېواد ملکې هم په همدغه ورځ دوه ماشومان و زېږول. د هلک نوم یې شمال کښېښود او نجلۍ نوم یې وږمه ونوموله. پاچا او ملکه هم د کلونو راهیسې بې اولادۍ ځورولي وو. نذر یې منلی و چې په همدې ورځ چې کوم ماشومان په ټول مملکت کې پیدا کېږي، هغه ټول به د شهزادګانو سره یو ځای د شاهي کورنۍ د غړو په توګه روزل کېږي.

ماشومان به پرېږدو چې لوبې کوي او درسونه وایي. وربه شو د پلوڅې خبر به واخلو. په یاد به مو وي چې ښاپېرۍ د اور لمبو ته ور ختا کړې وه او پر سبا یې د ایرو پر ځای سره زر پراته وو. په حقیقت کې د اور د لمبو تر شا یوه بله ښاپېرۍ هم ولاړه وه  چې ماشومه یې په هوا کې ونیوله، د ښاپېریو وطن ته یې سالمه سلامته ورسوله او بیا یې د شپې ایرې په سرو زرو بدلې کړې.

د ښاپېریو په وطن کې پلوڅې ته ټولې هغه وړتیاوې ورکړل شوې چې یوه ښاپېرۍ یې باید ولري نو ځکه خو پلوڅه، چې هم انسانه وه او هم ښاپېرۍ، هېڅ کمی یې نه درلود.

ځمکه د تل په څېر له لمره تاوېدله او د فصلونو اتڼ د تل په څېر روان و. وږمه، شمال، شمشاد او ورسره همزولي لویېدل او تر ټولو غوره استادانو یې په روزنه کې هېڅ کمی نه کاوه.

د ښاپېریو د ملک تر ټولې ځواکمنې ښاپېرۍ، پلوڅې ته هم خپلې ملکې وظیفه ورکړې وه چې پر دغو ماشومانو به پام کوي.

د پلوڅې زړه هم ورو ورو د شهزاده شمال په خیالونو کې ډوبېده. پرېکړه یې وکړه چې هر څنګه چې وي له شمال سره به واده کوي خو نه پوهېده چې قسمت ورته څه په لستوڼي کې ساتلي وو.

شمشاد هم ورو ورو د مینې له خوندونو او دردونو سره اشنا کېده، خو شمشاد تر خپلې خور نېکمرغه و، ځکه چې مینې یې، وږمې شهزادګۍ، هم ورسره د زړه له تله مینه کوله.

د شهزادګانو او د هغوی د ټولګي والو د زېږېدو شلمه کلیزه وه. پلوڅې همدا ورځ غوره کړې وه چې شمال ته به ځان ورپېژني.

په ماڼۍ کې تر یوې سترې مېلمستیا وروسته هلکان په ښکار ووتل. ټوله ورځ وګرزېدل خو هېځ هم په لاس ورنغلل. ماسپښين مهال ورسره دا وېره پیدا شوه چې ماښام به تش لاس ښار ته روان وي. شمال ته دا د شرم خبره ښکاره شوه، ملګري یې راوغوښتل. ټولو په ګډه تصمیم ونیوه چې سره خواره به شي، چې په دې توګه د شاوخوا غونډیو او رغونو پراخه ساحه تر پوښښ لاندې راولي. هلکانو، هر یوه خپله مخه ونیوه.

شهزاده شمال د ښکار په لټه په غرونو او رغونو کې لار ورکه کړه. مازیګر مهال یو ځنګله ته ورسېد. چې لمر پرېووت، د یوې نرۍ لارې په پای کې یې یوه رڼا تر سترګو شوه. په دې هیله چې هلته به څوک پیدا کړي چې لار وروښیي یا د شپې له پاره ځای ورکړي، د رڼا پر لور روان شو خو هر څومره به چې مخکې ته هغومره به رڼا هم لېرې کېدله. که ده به منډه کړه، رڼا به په چټکۍ ترې لېرې کېده، که به ورو شوه رڼا به هم ورو شوه او که به ودرېد رڼا به هم ودرېده. د رڼا پل نیول شهزاده ته د یوې لوبې غوندې ښکاره شول. وېره او ستړیا یې هېر کړل او د رڼا په لټون کې پرمخ روان و. همداسې په تلو تلو کې پرې د سهار وړانګې خپرې شوې. شهزاده نه پوهېده چې کوم لوري ته تللی و او څومره لار یې وهلې وه. رڼا ترې ورکه شوه. شهزاده د رڼا د موندلو پسې هر لوري ته منډې وهلې او بېرته راستنېده. د ځنګل څنډې ته ورسېد. هلته لېرې یوه ستره کلا په نظر ورغله. دا کلا د نورو کلاګانو غوندې له ډبرو، او خښتو نه وه جوړه شوې. داسې ښکارېده چې ټوله کلا یوه مرغلره وه. ورنېږدې شو. په ښوی دېوال کې یې یوه دروازه پرمخ پرانیستل شوه. هیڅوک نه ښکارېدل. شهزاده کلا ته دننه شو. د کلا انګړ دومره ښکلی و چې شمال یې ساری نه و لیدلی خو د ده توجه یې جلب نه کړه ځکه د انګړ بل سر ته داسې یوه ښکلې ماڼۍ برېښېده چې ښایست یې د سړي هوش له سره وړ. خو دې ماڼۍ هم دروازه نه درلوده. شهزاده نېږدې ورغی. یو وار بیا ښوی دېوال بېرته شو او شهزاد یو لوی هال ته ورننوت چې ښکلا یې حیرانول کول.

شمال ځان سره فکر کاوه چې یا خو لېونی شوی دی او یا خو خوب ویني. یو خوږ، د موسیقي په شان غږ یې واورېد:

  • سلام علیکم شمال جانه!

شمال په لړزېدلي غږ ورته علیک وویل. وار و بار ترې ختا و.

  • – زه پلوڅه یم. راځه سباناری تیار دی. ته به هم ډېر ستړی شوی او وږی شوی یې.

شمال اوتر اوتر هره خوا کتل چې دا د موسیقي په شان غږ له کومه شو او بیا یې څنګه ده ته په نامه غږ وکړ؟ سترګې یې وموښلې. د شیشې د ماتېدو په شان شرنګېدلې خندا یې واورېده:

  • مه وېرېږه، نه خوب وینې او نه لېونی شوی یې. دا هر څه چې وینې ټول ریښتیا دي.

په سپینو جامو کې یوه د ښکلا ښاپېرۍ یې مخې ته ولاړه وه. په لومړي نظر، شهزاده خپل زړه وباخښه.

شهزاده او ښاپېرۍ به ټوله ورځ په باغونو کې سره ګرزېدل ، کیسې به یې سره کولې، سندرې به یې سره ویلې او تر نیمو شپو به سره ناست وو.

په دې منځ کې پوره کال تېر شو خو نه ښاپېرۍ د شهزاده د زړه درزا او اورېده او نه شمال ورته د مینې اظهار کولای شو. کله چې دواړو د خپلې لومړۍ لیدنې لومړۍ کلیزه لمانځله شمال یو زړه خپل کړ او زر زړونه یې پور کړل، خولې پرې ماتې شوې، سر یې ځوړند و نیو او له یو اوږده اوسېلي سره یې وویل:

  • پلوڅې، ته ولې نه پوهېږې چې زه درباندې مین یم؟
  • ریښتیا؟ ټوکې به کوې. ته ډاډه یې چې پر ما مین یې؟
  • پلوڅېو ډېر مې مه چېړه. په دې شېبه کې، یواځینۍ خبره چې هېڅ شک په کې نه لرم همدا ده چې مینه درسره لرم.

پلوڅې هېڅ ونه ویل. له خپلې غاړې یې د مرغلرو هار راپرانیست، د هار لړ یې و شلاوه. مرغلرې د خونې پر مخ توی شوې. هغې د دروازې خوا ته منډه کړه. دا هر څه دومره ناڅاپي وو، شمال ورته دومره حیران شو چې سر پرې وګرزېد خو د پلوڅې پسې یې د دروازې خواته منډه کړه.

هغه لوی هال چې څو شېبې وړاندې په کې چوپتیا خوره وه، په خلکو ډک و. شمال ته د نورې حیرانتیا فرصت پیدا نه شو. پلوڅې یې دواړه لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیول، سترګې یې د ده په سترګو کې ښخې کړې او ورته یې وویل:

  • تا څه ویل؟ هغه خبره بیا وکړه.
  • مینه درسره لرم، نور درپسې لېونی کېږم!

په هال کې په لسګونو ښځو او نارینه، چې هر یوه یې تر بل ښکلي لباسونه اغوستي وو، په چکچکو شول. له دې منځه یوه بوډۍ راووتله، راغله، پلوڅه او شمال یې له لاسه ونیول. په لوړ او خواږه غږ یې وویل:

  • شماله ګله، دا خلک چې دلته راټول شوي له مخې ښاپېري دي او زه یې ملکه یم. اوس نو د دې وخت راغلی چې پوه شې چې د دنیا یوازینۍ انسانه ښاپېرۍ، پلوڅه، ستا د ملګري شمشاد خور ده. موږ تاسې دواړه ستاسې د زېوېدو له ورځې یو د بل په نامه کړي واست. تا چې زموږ په مخ کې څه وویل همدا ستاسې دواړو د واده مراسم پای ته رسوي. موږ در نه ځو. هسې هم، تاسې دواړه به نور کارونه لرئ.

دا یې وویل او په کړس کړس یې وخندل. شمال او پلوڅه له شرمه خولې شول او د ماڼۍ هال، لکه څنګه چې ناڅاپي ډک شوی و، هماغسې د سترګو په رپ کې بېرته تش شو.

دا دواړه به همدلته پرېږدو چې څه یې زړه غواړي هغه دې کوي. بېرته به ورشو، و به ګورو چې د ښکار پر ورځ د شمال ملګرو څه وکړل؟

مازیگر مهال هلکان بېرته خپل ځای ته را ستانه شول سره – چا یو مرغه، چا کومه سویه، چا کومه هوسۍ نیولي وو. هر یو له خپل ښکار سره راغی. تر ماښام پورې شهزاده ته منتظر شول، ماښام بیا ملگري ووتل چې خپل شهزاده پیدا کړي. درې شپې او درې ورځې پسې وګرزېدل خو د شاهزاده پل د ځنگل په منځ کې ورک و. درې ورځې وروسته خبره پاچا ته ورسېده. پاچا په ټول هېواد کې امنیتي مسوولینو ته امر وکړ چې شهزاده ولټوي خو د هیچا یې څرک و نه شو لګولای او دا ځکه چې هغه د مرغلرې په منځ کې ماڼۍ یوازې هغه چا ته ښکارېده چې پلوڅې به غوښتل.

د مملکت امنیتي ځواکونه او عام ولس څو میاشتې د شهزاده په لټولو تېرې کړې. ګاونډیو هېوادونو ته یې هم د شهزاده انځورونه واستول خو داسې ښکارېده چې یا ځمکه سورۍ شوې شاهزاده په کې ننوتی دی او یا اسمان خپله سینه ورته پرانستې او شهزاده یې پورته کش کړی دی. اخر په دربار کې خلکو دا خبره و منله چې حتماً شهزاده شمال چېرته مړ شوی دی او غوښې یې وحشي ځناورو او د هوا مرغانو سره وېشلې دي. په ټول هېواد کې څلوېښت ورځې ماتم اعلان شو. څلوېښت ورځې وروسته ژوند خپل عادی بهیر ته راوګرزېد.

وږمه او شمشاد سره کوژده شول او په هماغه ورځ چې هلته ښاپېریو د شمال او پلوڅې واده کاوه، دلته په شاهي ماڼۍ کې د شمشاد او وږمې واده و. د هېواد له قانون سره سم د شاهي کورنۍ د یوازیني نارینه غړي په حیث شمشاد د هېواد وليعهد و ټاکل شو او اجازه ورکړل شوه چې د وزیرانو په شورا کې ګډون وکړي. سربېره پردې، کله به چې پاچا په سفر ولاړ، شمشاد به یې ځایناستی و.

ورځې د شپو پسې تلې او راتلې. داسې ښکارېده چې ژوند د خوښیو او خوشالیو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده.

یوه ورځ پلوڅه په چورت کې ډوبه وه. شمال ترې پوښتنه وکړه «په څه فکر کې یې؟» خو هغې، لکه هېڅ یې چې نه وي اورېدلي، ځواب ورنه کړ. دا صحنه به په هرو دوو دریو ورځو کې یو وار تکرارېده. د شمال له زړه نه یو خدای خبر و. یوه ورځ یې له یوه ساړه اسوېلي سره وویل: «داسې څه به نه وي چې زه یې د دې له پاره ورنه کړم چې پوه شم ستا په مغزو کې څه تېرېږي!»

پلوڅه له قهره تکه سره شوه، خو ژر یې پر خپلو احساساتو غلبه وکړه او په ډېره مینه یې شمال ته وویل چې ډېره غلطه خبره یې وکړه. د هغې په وینا مینه په باور ولاړه ده. کله چې یو مین له بل مین د هغه د پټو خیالونو په اړه پوښتنه کوي، مانا یې دا ده چې فکر کوي مقابل لوری ترې یو څه پټوي، یانې شک پرې کوي او شک د مینې له پاره هلاکوونکي زهر دي.

دا یې هم ورته وویل چې د خپل مېړه دغه پوښتنه یې ډېره ځوروي، ځکه چې دا به ورته ریښتیا وایي خو ډاډه به نه وي چې مېړه یې په خبره باور کوي او که نه. او که د خپل مېړه د فکر په اړه یې څه تصور پیدا کړی وي او خپل ځواب له دې تصور سره سم کړي نو دروغ به ورته وایي او دا هم په مینه کې د نه بخښلو ګونا بلل کېږي.

شمال ورته وویل چې د ده له پاره هم دا د زغم خبره نه ده چې مینه دې یې په زړه کې څه خبره ولري او دی دې ترې نه وي خبر.

د حسادت خبره یې وکړه. و یې ویل چې مینه او حسادت سره تړلي وي، هغه مین چې د خپلې مینې د له لاسه ورکولو وېره ورسره نه وي، ریښتینی مین نه دی.

نېږدې وو چې خبره خواشینۍ ته ووځي. شمال په غمجن انداز کې وویل:

  • ما ته د خپل فکر په نه ویلو، را ته دا احساس راکوې چې یو څه شته چې را نه پټوې یې او په ما باور نه کوې.
  • خو گرانه، ته نه ګورې  چې زه ستا له لېونتوبه د خپلې مینې او خوشالۍ د ساتلو په هڅه کې یم؟
  • – ته لا دې ته ته خوشالي وایې؟
  • ښه نو ستا د دې لېوني فکر د سمولو له پاره بله لار نه شته، باید درته وښیم چې داسې فکرونه په سړي څه کانې کوي. خو زه نه غواړم چې ستا بې عقلي زما او ستا مینه له منځه یوسي.

پلوڅې داخبره وکړه بیا یې له تاقچې څخه یوه شمعه راواخیسته او په قهر یې پر دېوال وویشته. ماڼۍ داسې ولړزېده لکه سخته زلزله چې وي. شمال پر ځمکه پرېوت. د یوې بوډۍ غږ یې تر غوږ شو چې ورته یې د پاڅېدو وویل. شمال بې اختیاره په پښو ودرېد. ټول وجود یې لړزېده، پلوڅې ورته په مینه ناک غږ وویل:

  • – مه ډارېږه، دا زما رضاعي مور ده

بوډۍ ښاپېرۍ وویل:

  • ښه نو شماله ګله ته غواړې پوه شې چې د نورو په مغزو کې څه تېرېږي؟ ارمان به دې پوره شي خو د دې له پاره باید یو څه موده له خپلې ګرانې مېرمنې لېرې پاتې شي.
  • ته به دې د دې هیلې تریخ خوند د خپلو هم نوعو انسانانو په منځ کې وڅکې. نور به نو تر هغې خپله مېرمن و نه ګورې تر څو چې دې داسې یو څوک په تابوت کې کښېنږدي چې درسره مینه ولري.

په دې وخت کې شمال او پلوڅه د کټ پر بازو ناست وو. ښاپېرۍ ورو ورو ورنېږدې شوه. شمال ته یې وویل چې د یوې اوږدې خدای پامانۍ له پاره خپله مینه ښکل کړي. بیا یې خپله د سرو زرو لښته د شمال پر اوږه ووهله. شمال همدومره احساس کړه چې د سرو زرو لښته یې پر اوږه و لګېده. سختې وېرې واخیست. هرې خواته یې چې کتل، نه ماڼۍ وه، نه باغونه وو، نه پلوڅه وه، نه ښاپېرۍ وه بس د خدای یوه دښته وه چې پای یې نه و. تر څو چې نظر کار کاوه شګې او کاڼي وو او د دښتې په بل سر کې ځمکه او اسمان سره یو ځای ښکارېدل.

څو ساعته هم هلته هېښ پاتې شو. له ځایه نه شوای ښورېدای. فکر یې هم په ټپه ولاړ و. نه پوهېده چې څه چې پرې، د دغې شېبې او د هغهې شېبې تر منځ چې د یوې ناپېژندلې رڼا په لټون کې ځنګل ته ننوتی و، تېر شوي وو، تش خوب و که ریښتیا وو.

کله چې په خود راغی، ځان سره یې وویل چې یو خوا خو باید ولاړ شي. نه ورته دا پته وه چې چېرته دی او نه په دې پوهېده چې کوم لور ته ولاړ شي. توکلي یې یوې خوا ته مخ کړ. تر ماښامه یې مزل وکړ. شپه يې په دښته کې تېره کړه او سبا بیا په یو نامالوم لوري روان شو.

له ستړیا په لاره نه شو تلای، کولمې یې له لوږې سره کوړنجېدلي، خوله یې له تندې وچه وه، ستونی یې تریخ و، پر سوي مخ یې خولې داسې لګېدې لکه تېزاب چې پرې پاشلي وي. نا څاپه یې د شګو منځ کې د شنو ونو او بوټو یوه کوچنۍ جزیره تر سترګو شوه. ځان یې ورورساوه. هلته یوه کوچنۍ خو سړه چينه بهېده. پر سینه ولوېد او د چینې په اوبو یې تنده ماته کړه. فکر ته یې راغله چې کله یې هم دومره خوږې اوبه نه وې څښلې. خوشالي یې نوره هم زیاته شوه، کله چې یې پام شو چې په چینه کې کوچني، کوچني کبان اخوا دې خوا ګرزېدل. د غاړې کمیس یې ووېست، د کب نیولو جال یې ترې جوړ کړ او لس دولس دانې کبان یې په کې ونیول. شاوخوا ډېرې د بکرې ډبرې پرتې وې. وچ لرګي او واښه یې راټول کړ، ډبرې یې سره ووهلې، اور یې بل کړ او کبان یې پاخه کړل. کبان یې و خوړل او ځای پر ځای ویده شو. سهار چې را پاڅېد، دومره ستړی و چې بېرته تګ ته یې زړه ښه نه کړ. بیا یې له ځان سره فکر وکړ. د چینې له بېخه یې لږه خټه راواخیسته، ځان ته یې د اوبو یو پتکی جوړ کړه. تر ماښامه یې په اور کې ایښی و چې ښه کلک شو. پر سبا یې ډکه لمن کبان پاخه کړل چې درې ورځې یې پرې ځان مړولای شو. پتکی یې له اوبو ډک کړ او بیا، په لږ ډاډه زړه، په نامالوم لوري روان شو.

درې شپې او درې ورځې مزل یې وکړ. یو کلي ته ورسېد. یو سړی یې ولید چې له جامو شتمن ښکارېده. سړي ترې پوښتنه وکړه چې څوک یې او له کومه راغلې؟ شمال ورته داسې یوه خیالي کیسه وکړه چې د سړي قناعت پرې وشو بیا یې ترې وپوښتل:

  • دلته به څوک نه وي چې یو کارگر یې په کار وي؟

د کار خبره ډېره مهمه ځکه وه چې د مرغلرې د ماڼۍ د ړنګېدو پر مهال شمال یوازې د غاړې جامې درلودې، نور هېڅ ورسره نه وو او په انساني ټولنه کې د ژوند د ضروریاتو له پاره پیسې په کار دي.

له دغه سړي سره د خبرو په جریان کې شمال پوه شو چې په ژوند کې یې څومره بدلون راغلی دی. د مقابل لوري په فکر کې به چې هره خبره تېره شوه، دی به مخکې له مخکې پرې خبر و. سړي لا ځواب نه و ورکړی چې شمال پوه شو چې دا سړی د دې سیمې یو شتمن کاروباري او د کلي ملک دی او څو ورځې کېږي چې منشي یې وظیفه پرې ایښې ده. و یې ویل:

  • لیک لوست مې هم زده او په حساب کتاب هم ښه پوهېږم.

په ډېره کمه تنخا د ملک سره نوکر شو. شمال چې له خپلې نوې وړتیا خبر شو، له ځان سره یې ژمنه وکړه چې د نورو د فکرونو د لوستلو هنر به د انسانانو د خیر له پاره او د ریښتینولۍ د پاللو له پاره کاروي.

د شمال نوی رسالت هم له همدې شېبې پیل شو. د کلي ملک یو ډېر چالاک، چل ولي، غولوونکی او د بل ته وږی انسان و. کمال یې لا په دې کې و چې هم به یې په یو او بل چل او فرېب د نورو شتمني خپلوله او هم به یې پر هغو د احسان پېټي وربارول.

د خپل نوي ځواک په برکت شمال په ډېر لږ وخت کې د کلي په ټولو ښکاره او پټو معاملو خبر شو.

شمال چې له ملک سره کار پیل کړ، د ملک د کاروبار مزه هم ولاړه. ملک هک حیران و چې ولې یې چلونه د پخوا په څېر نه چلېږي. خبر نه و چې ده به چې هر چاته یو پلان جوړ کړ، شمال به مخکې له مخکې، په یو ډول نه یو ډول، هغه کس په خبره پوه کړی و. خو شمال پر دغو مداخلو بسنه نه کوله. په کلي کې به چې هر چا د بل پر ضد کومه دسیسه جوړوله ده به په هماغه شېبه مقابل لوری خبراوه او خطر ته به یې متوجه کاوه.

د کلي خلک د ملک د هوښیارې ادارې په برکت کلونه کلونه د صمیمیت او همکارۍ په فضا کې ارام اوسېدل. په څو میاشتو کې دغه د باور او همکارۍ فضا د شک او وېرې په فضا بدله شوه. د خلکو په منځ کې کینې، شخړې او جنګونه دومره ډېر شول چې د کلي ژوند یې په دوزخ بدل کړ. ملک چې په هوښیارۍ کې یې چاته تن نه ايښوده، پوه شو چې دا ټو پساتونه د ده په نوي ټاکل شوي منشي کې دي. که څه هم شمال خپل کارونه په خورا دقت او امانت دارۍ کول او ملک ته یې د شکایت هېڅ پلمه نه ورکوله خو بالاخره له کاره وایستل شو او له کلي وشړل شو. په دغه موده کې یې همدومره څه ګټلي وو چې ځان پرې ښار ته ورسوي او تر څو چې هلته ځان ته کار پیداکوي، خپل ساده ژوند پرې وکړي.

هغه کلی چې شمال په کې اوسېده، له پایتخته ډېر لرې پروت و. دلته له ټولو هغو واقعاتو هم خبر شو چې په دې تېر یوه کال کې رامنځ ته شوي وو. خبر شو چې ټول مملک داسې انګېرله چې شهزاده شمال مړ شوی دی، وږمې له شمشاد سره واده کړی او اوس شمشاد د هېواد برحاله ولیعهد دی. شمال پوهېده چې که خپل ریښتینی هویت ښکاره کړي، لومړی خو به یې څوک په خبره باور و نه کړي او که څوک یې خبرې ته غوږ هم ونیسي، پاچا او ولس ته به د ده ناڅاپي راپیدا کېدل سترې ستونزې جوړې کړي. دا وېره هم ورسره وه چې که ناوړه کسان یې له هویته خبر شي نو امنیت ته یې هم ګواښ پېښېدای شي.

شمال پوره دوه کاله، کلي په کلي او ښار په ښار وګرزېده. له هرچا سره به یې چې ناسته ولاړه پیدا شوه، د هغه  پټو فکرونو او ورانو نیتونو به یې خوا بده کړه. هره شپه به یې پر هغې شېبې لعنت وایه چې د خپلې مېرمنې په فکر د پوهېدلو غوښتنه یې کړې وه.

وروسته له دوه کاله خواریو او زحمتونو، شمال د خپل پلار دربار ته راورسېد. د شهزاده بیا پیدا کېدل ټول مملکت ته د خوشالیو او جشنونو یو فوق العاده فرصت و.

شمال د خپلې ماجرا په هکله چا ته ریښتیا و نه ویل. داسې یې څرګندوله چې ګواکې غلو نیولی و او په یوه لېرې جزیره کې یې دوه کاله بندي ساتلی و.

د شهزاده د بېرته راتګ د خوشالیو جشنونه چې ختم شول، پاچا د هېواد ټول مشران راوغوښتل چې د تخت او تاج د راتلونکې په اړه ورسره مشوره وکړي. کله چې ټولو دا خبره ومنله چې شهزاده شمال د تل له پاره تللی نو د پاچا زوم یې خپل ولي عهد و ټاکه او هغه هم په دومره وخت کې د حکومت د چارو د سمبالولو په برخه کې خپله وړتیا، یو وار نه، څو واره ثابته کړې وه خو د شهزاده په بېرته راتلو د هېواد قانون دا اجازه نه ورکوله چې بل څوک دې د پاچا ځای ناستی شي.

شمشاد د هېواد د مشرانو په جرګه کې خپله استعفا وړاندې کړه. پاچا جرګې ته وویل:

– یو مې زوی دی، بل مې د لور خاوند دی. که خپل زړه ته وګورم نو د دواړو تر منځ یو نه شم غوره کولای. د دواړو سړیتوب او وړتیا هم را ته معلوم دي، هر یو چې پاچا شي، پوهېږم چې رعیت به مې پرې راټول وي او مملکت به ورسره سوکاله وي. ځکه خو زه خپل تصمیم ستاسې فیصلې ته ځنډوم. هره څه چې تاسې وویل هماغسې به وکړو. خو که ستاسې اجازه وي یو وار به د شهزاده نظر هم واورو.

جرګې د پاچا د خبرو هر کلی په تودو او اوږدو چکچکو وکړ. شمال خو شاهي ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم د ځان او د هېواد په اړه د دربار د ټولو مشرانو او کشرانو فکرونه لوستي وو او پر موضوع یې پوره سوچ کړی و. پورته شو او په ډېر درناوي یې وویل:

  • گرانه پلاره، زما ډېر ګران ملګریه شمشاده، د هېواد قدرمنو مشرانو، ما دنیا ولیدله، د هېواد حالات مې مطالعه کړل، په ایمان سره ویلای شم چې زما اخښی، زما ډېر خوږ ملګری، شمشاد تر ما ډېر د هېواد د پاچاهۍ وړتیا او لیاقت لري. خو د هېواد قانون، چې له نیکونو راپاتې دی، هم خپلې غوښتنې لري. ما ته یو څو اونۍ مهلت راکړئ چې داسې یوې پرېکړې ته ورسېږم چې هم زه پرې راضی و اوسم او هم د ولس ګټې په کې خوندي پاتې شي.

مشرانو د شهزاده شمال په هوښیارۍ او خپلو خلکو ته د مینې پر احساس آفرین ووایه او یوه میاشت وخت یې ورکړ. ډېرو کسانو خبرې وکړې، خو شمال ورته چندان توجه نه کوله ځکه هر څوک به چې پاڅېد، دی به یې په پټو نیتونو خبر و.

شمال څو ورځې د دربار له بېلابېلو منسوبینو سره و لیدل او د هر یوه د زړه له حاله خبر شو. بیا ښار ته ولاړ او د رعیت د خلکو له حاله یې ځان خبر کړ.

شمال پوهېده چې ټولنیز ژوند او په خاص ډول سیاسي ژوند پر اعتماد او باور ولاړ دی. خو ده چې د خلکو نیتونو او فکرونو ته کتل، پوهېده چې هر یو په زړه کې څومره رخې، څومره کینې او څومره بدنیتۍ پالي. په دې شرایطو کې ناشونې ده چې دی دې یوه ورځ هم په ارام زړه پاچاهي وکړای شي.

چې میاشت تېره شوه، پاچا خپل زوی حضور ته راوغوښت او ورته یې وویل چې اوس دې وروستۍ پرېکړه ووایه. شمال چې نه غوښتل چې پاتې ژوند یې په وېره او تشویش کې تېر شي، د ولیعهدۍ له منلو انکار وکړ. پاچا بیا د مملکت مشران راوغوښتل، ټولو په یوه سلا قانون تعدیل کړ او شمشاد یې بېرته ولیعهد کړ. شمال ته یې هم یو مناسب معاش و ټاکه چې بې زحمته خپل ژوند وکړي.

شمال ډېر ژر د انسانانو په ټولي کې له ژونده ستړی شو. چې هر څوک به یې ولید، که هر څومره ښه انسان به و بیا به یې هم د زړه په یوه کونج کې سل بلاوې پرتې وې. نه یې پر چا باور کولای شو او نه یې له چا څه هیله درلودای شوه. زرګونه کسان یې شاوخوا ښکته پورته کېدل خو د شمال یوازې والی د زغملو نه و. په پای کې دې نتیجې ته ورسېد چې نور باید د انسانانو له ټولي بهر ولاړ شي.

له ښاره لېرې، د یو بې پایه ځنګل په زړه کې یې ځان ته یومناسب کورګی جوړکړ او په کې مېشت شو. په میاشت کې یو وار به ورته یو افسر د راتلونکې میاشتې خرڅی او د تېرې میاشتې خبرونه راوړل. نور نو دی و، د پلوڅې مینه وه او پر دې کار پښېماني وه چې د بل پر پټو خیالونو پوهېدل یې غوښتي وو. څو واره یې کوښښ وکړ چې خپل ژوند او خپل غمونه لنډ کړي خو هر وار به یې چې کوم اقدام وکړ، په هماغه شېبه به بوډۍ ښاپېرۍ ورته ولاړه وه، په کړس کړس به یې خندل او ورته به یې ویل:

  • ما سره درغلي نه شې کولای!

همدلته په ځنګل کې پروت و، کله کله به ښکار ته ووت. پام به یې غلطاوه خو د زړه په یو غلي کونج کې به یې دا هیله وه چې که کوم وحشي ځناور راشي او دی ښکار کړي.

یوه ورځ چې له ښکار بېرته راغی ویې لیدل چې یوه ښکلې نجلۍ د ده د جونګړې په دروازه کې پرته ده. راویښه یې کړه، ترې یې وپوښتل: څوک یې او دلته څه کوې؟

  • زه د یو دهقان لور یم. یوه ورځ مې په پټي کې کار کاوه چې یو مساپر راغی، را نه یې اوبه و غوښتې. ما منګی راپورته کړ، هغه ته مې و نیو چې خپله تنده ماته کړي خو هغه رانه منګی کش کړ او بېرته یې زما سر ته راګوزار کړ. زه بې هوشه شوم او کله چې په خود راغلم په یوه سمڅه کې پرته وم، لاسونه او پښې مې په پړي تړلي وو. خدای خبر څومره وخت به دلته وم. سړی به به هر ماښام راته، ما ته به یې یوه ټوټه ډوډۍ او پیاله اوبه مخکې کښېودې بیا به یې را ته وویل: «ما سره واده کوې؟» او چې ما به انکار وکړ پر مخ به یې یوه څپېړه راکړه او بېرته به ولاړ. یا خو زه خواره شوې وم، یا رسۍ سسته شوې وه، خو یوه ورځ مې چې لاسونه سره وښورول، له بنده راووتل. ژر ژر مې پښې هم خلاصې کړې او له هغه ځایه راوتښتېدم. څو ورځې او څو شپې مې په دې ځنګله کې مزل وکړ او اوس دا دی دلته راورسېدم. د خدای له پاره مرسته راسره وکړه.

شمال نجلۍ کورته ننه ایسته، خواړه او درمل یې ورکړ. د افسر راتلو ته په تمه و چې راشي او د نجلۍ د ځای ځایګي پوښتنه وکړي. هره ورځ به چې تېرېده، د شمال په زړه کې یې دا هیله کلکوله چې یا به افسر و ځنډېږي او یا به د نجلۍ د پتې په موندلو کې خنډونه پیدا شي. له یوازې والي په تنګ شوی و او دا نجلۍ دومره ساده، دومره ریښتینې او دومره مهربانه وه چې یوه کږه خبره یې هم په مغزو کې نه ځایېده. نجلۍ هم پر شمال زړه بایللی و خو جرأت یې نه کاوه چې خپله مینه ښکاره کړي.

په دې منځ کې یو بل کال هم تېر شو. پر هغې بدمرغې ورځې چې شمال د پلوڅې پر فکرونو د پوهېدو لېونۍ هیله کړې وه، پوره اوه کاله واووښتل. د اوم کال په وروستۍ شپه، تېر ماخستن چا دروازه وډبوله. شمال حیران و چې په دې توره شپه، په دې ورک ځنګله کې به څوک داسې بې خبره راغلی وي. دروازه یې پرانیستله. تر څو یې چې ځان دې ته جوړاوه چې له نابللي مېلمه د څه او چېرته پوښتنه وکړي، د شا له خوا په چاړه ووهل شو او ځاي پر ځای بې هوشه پرېووت. نجلۍ د ډيوې رڼا کې هغه سړی وپېژانده چې دا یې په سمڅه کې بندۍ کړې وه. له ډاره په یوه المارۍ کې غلې شوه.

درې تنه کور ته راننوتل. کور یې لټ په لټ واړاوه، لکه کوم شی یې چې لټاوه. تښتوونکي به هره شېبه همدا یوه خبره تکراروله: «دا سپۍ به نو چېرته تښتېدلې وي؟».

سهار چې رڼا خپره شوه دریو یرغل کوونکو چې څه ارزښتناک شیان په کور کې وموندل، له ځان سره یې واخیستل او په خپله مخه ولاړل. نجلۍ له پټنځایه راووتله. شمال یې ولید چې هماغسې په وینو لېت پېت پروت دی. فکر یې وکړ چې مړ شوی دی. ټوله ورځ یې سر ته ناسته وه، ژړل یې. مازیګر یې د کور څنګ ته یوه کنده و ایسته، شمال یې په یو صندوق کې ځای په ځای کړ. دا بې ډوله تابوت یې په خوارۍ خوارۍ کنده کې کښېښود او خاورې پرې واړولې.

دا به پرېږدو چې پر خپله ناکامه مینه اوښکې تویوي او د افسر راتلو ته انتظار باسي. را به شو شمال ته.

شمال چې سترګې پرانیستې پوه شو چې د لرګي په صندوق کې پروت دی. لاس یې اخوا دې خوا و تپاوه خو د ښورېدو شان نه و. ناڅاپي یې داسې احساس کړه لکه په هوا کې چې الوزي. دې حالت ډېر دوام و نه کړ. ناڅاپي یې پر دردېدلي بدن د اوبو جریان احساس کړ او هم مهاله یې یو غټ شړپ تر غوږ شو. چې سترګې یې وغړولې د سروزرو په یو ډنډ کې پروت و او د پلوڅې رضاعي مور یې سر ته ولاړه وه:

  • ظالمې ښاپېرۍ، لکه چې دا وار دې هم مرګ راباندې و نه لورېد!

ښاپېرۍ په کړس کړس وخندل.

  • غلی شه هلکه، هر څه په خیر تېر شول.

شهزاده رک روغ له اوبو راووت. ښاپېرۍ ورته نوې جامې ورکړې او ورته یې وویل:

  • نور نو پاڅېږه، د امتحان دوره دې ختمه شوه. راځه چې پلوڅه او ګلاب درته په تمه دي.
  • ګلاب؟ ګلاب څوک دی؟
  • زوی دې دی، د شپږنیمو کلو زلمی دی او ډېر په بې صبرۍ د خپل پلار لیدو ته منتظر دی.

شمال چې پلوڅې سره مخ شو، لومړۍ خبرې چې د ده توجه ځان ته جلب کړه دا وه چې نه یې شو کولای چې د خپلې مېرمنې فکر ولولي. پوه شو چې د غم ورځې یې پای ته رسېدلې دي. زوي او مېرمن یې سینې پورې ونیول و د زړه له خلاصه یې وویل:

  • خدایه شکر چې له دې بد خوبه دې راویښ کړم. ریښتیا هم چې د انسان فکر هغه توره سمڅه ده چې په کې مېشتې بلاوې چې څومره ویدې وي، هغومره ښه وي.

431 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸