Categories

اعلان

Loading…

د افغان سولې په تړاو پيلېدونکي بهرني پرمختګونه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

له تېرو څو میاشتو راهیسې سیمه‌ییزو او نړیوالو ځواکونو د افغانستان د سولې په تړاو هلې ځلې پيل کړې دي. په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکی کنفرانس او وروستي پرمختګونه یې یوه بېلګه ده.

دغه راز تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټلرسن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل چې امریکا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سولې ته ژمنه ده. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا یو شمېر جنرالان افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتونکي دي. په بل اړخ کې په امریکا کې د پاکستان نوي سفیر اعزاز احمد هم د افغان سولې په تړاو خپل پنځه‌نکاتي فورمول د افغانستان په تړاو د ټرمپ ادارې د تګلارې له اعلانېدو وړاندې څرګند کړی دی.

دا چې د افغان سولې په تړاو د هېواد له داخل څخه پيل شوې تګلاره تر بهرني ابتکاره څرنګه راورسېدله، د سولې په تړاو د امریکا تګلاره څه ده، د مسکو د راتلونکې ناستې تاثیرات او د افغان سولې په تړاو د زبرځواکونو همغږي/ناهمغږي څه ده؟ په دغه تحلیل کې یادې پوښتنې ځواب شوې دي.

د ملي یووالي حکومت پرمهال د سولې ارزونه

د ملي یووالي حکومت له راتګ سره، د افغانستان په تړاو د سولې پروسه یو ځل بیا پيل شوه؛ خو د تېر په پرتله نه دا چې په رسنیو کې خبر جوړوونکې وه، بلکې د افغان حکومت دا نوې تګلاره د تېر په پرتله په یو ډول توپیر سره پلې شوه. د سولې په تړاو تر ډېره تکیه پر چین او پاکستان وشوه او له همدې کبله له طالبانو سره د مري ناسته هم وشوه. خو د مري له ناستې وروسته، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو دویمه ناسته ترسره نه شوه.

د سولې پروسې او له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د څلور اړخیزې همکارۍ ډله جوړه شوه، ترڅو د پاکستان او افغانستان له‌خوا د شوو ژمنو تضمین وکړي. په هغه ډله کې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د چین او امریکا استازي هم شامل شول. دغې ډلې هم د سولې په تړاو پنځه ناستې ولرلې؛ خو دا ځل دغې ډلې یا پروسې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو کومه لاسته راوړنه نه درلودله.

وروستیو دوو‌نیمو کلونو ته په کتلو سره، د ملي یووالي حکومت دا تګلاره چې د سیمه‌ییزو هېوادونو پرمټ به طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضروي، تر ډېره ناکامه شوې. په دغه موده کې يې یوازینی بریالیتوب یا لاسته راوړنه له حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې سره د بین‌الافغاني لارې د سولې تړون لاسلیک کول دي؛ خو بیا هم دا تړون تر ډېره د حزب اسلامي د تمایل له کبله و، نه د افغان حکومت د کوم فوق‌العاده ابتکار له کبله.

د سولې پروسې روان بن‌بست

که څه هم طالبانو د مري خبرې اترې رد نه شوای کړای؛ خو په یو غبرګوني چلند کې یې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر واک زیات کړ او نوموړی دفتر یې له طالبانو سره د خبرو اترو یوازینی ادرس وګاڼه. وروسته یې د سولې په تړاو د څلور اړخیزو خبرو اترو په نوې پیل شوې پروسه کې هم ګډون رد کړ.

د طالبانو له دغه اعلانه وروسته، تقریباً یو کال اوړي، خو پر دغه مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کړکیچ زیات شو. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بې باوري زیاته شوه. طالبانو جګړه توده وساتله. د دې ترڅنګ د افغانستان د قضیې بل اساسي لوري امریکا هم تر ډېره پاملرنه ولسمشرۍ ټاکنو ته وه. له همدې ځایه دغه حالت د سولې پروسه له بندو دروازو سره مخ کړه او پر دغه مهال د یو څو وړو پېښو پرته د سولې په تړاو کوم دریځ/پریکړه او یا هم ګام وانه خیستل شو.

د سولې په تړاو د امریکا نامعلومه تګلاره

که څه هم د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وروستیو دوو کلونو کې، امریکا د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د څارونکي یا په یو ډول د منځګړي رول ولوباوه، چې بېلګې یې د مري او څلور اړخیزې خبرې اترې دي. خو په امریکا کې د نوي ادارې له راتګ سره، تر اوسه نه دا چې د افغانستان سولې په تړاو کومه تګلاره اعلان شوې نه ده، بلکې په مجموع کې د سویلي اسیا پر لور د امریکا تګلاره هم تر ډېره نامعلومه برېښي.

د سویلي اسیا په تېره بیا د افغانستان او پاکستان په لور د امریکا تګلاره له پنځو میاشتو وروسته هم ناڅرګنده ده. په دې تړاو یوازې د هند پر لور د امریکا بهرنی سیاست یو څه واضح دی، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند له ولسمشر نارېندرا مودي سره څو ځله پر ټلیفون خبرې کړي، د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ هم خبرې اترې شوي. له همدې ځایه ده، چې د دواړو ترمنځ په دغه ناڅرګند حالت کې همغږي شته ده. په بل اړخ کې د پاکستان او افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره تر ډېره نامعلومه برېښي او د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشت راهیسې تر اوسه ټرمپ د دغو دوو هېوادونو په تړاو کومه څرګنده تګلاره نه ده اعلان کړی، پرته له دې چې د پاکستان لومړي وزیر محمد نواز شریف او د افغان ولسمشر اشرف غني سره تلیفوني تماس ولري.

د پاکستان او افغانستان په تړاو د امریکا په تګلاره کې د دې ناڅرګندتیا لوی لامل د ټرمپ ادارې له خوا د دغې سیمې په تړاو د پالیسۍ نه جوړول دي. په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په اند شونې ده، چې د روان کال د اپریل میاشت په وروستیو او یا هم د مۍ میاشت په پيل کې د افغانستان-پاکستان په تړاو د امریکا نوې تګلاره اعلان شي.

دلته یوه یادونه اړینه برېښي، چې په افغانستان کې د سولې په تړاو تګلاره د سویلي اسیا پر لور د امریکا د تګلارې یوه برخه ده. له همدې ځایه ده، چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا تګلاره به تر ډېره د سویلي اسیا پر لور د دوی له تګلارې اغېزمنه وي او هر کله چې دا تګلاره اعلان شي، نو د سولې په تړاو د امریکا تګلاره هم به هم تر ډېره واضح شي.

که څه هم امریکا په رسمي توګه د سویلي اسیا او د افغانستان د سولې په تړاو تګلاره نه ده اعلان کړې؛ خو بیا هم د ځینو امریکايي جنرالانو او اوس په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا د افغانستان د سولې په تړاو څرګندونې شوي. دا هم له یو بل سره تر ډېره ضد و نقیض دي. د بېلګې په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټلرسن تېره اوونۍ په لومړي ځل د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل: “په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ناټو اېتلاف ژمن دی، چې پای د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړ جاړی وشي. د اېتلاف ګټې خوندي شي او دا خبره یقیني شي، چې افغانستان بیا د تروریزم لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي. “د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو مشر جنرال نیکلسن د امریکا سنا ته په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د اوسني بن‌بست ماتولو په تړاو اړینه ده واشنګټن افغانستان ته نور پوځونه ولېږدوي.


د سولې په تړاو د مسکو ناسته؛ آیا د سولې بهیر بدلېږي؟

په عمومي توګه له ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پایه د سیمې ډېری هېوادونه په دې همغږي وو، چې په افغانستان کې سوله اړینه ده. دغه راز د افغانستان د سولې په تړاو دوی د افغان حکومت او امریکا پرته کومه جلا پروسه هم نه وه پيل کړې. خو د ۲۰۱۶ کال په پای کې په مسکو کې د افغانستان په تړاو د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه هغه لومړۍ هڅه شوه، چې د افغان حکومت او امریکا پرته د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې یو شمېر هېوادونه سره جرګه کېږي. په سیمه کې د داعش ظهور او پراخېدنه، په نړیوال سیاست کې د روسیې او امریکا ټکر او د دغه فکر او وېرې شتون چې امریکا د افغانستان د ستونزې حل نه غواړي د مسکو ناستې تر شا عمده لاملونه ګڼل کېږي.

د مسکو د پروسې له پېلېدا سره افغان حکومت سخت غبرګون وښود. همدا لامل و، چې وروسته د مسکو په دویمه ناسته کې افغان حکومت هم وبلل شو او په دغه پروسه کې یې شپږ هېوادونه ځای کړل. شونې ده، چې د اپریل په ۱۴مه د دغې پروسې درېیمه ناسته هم ترسره شي او تقریباً ۱۲ هېوادونه پکې برخه واخلي. مسکو په دغه ناسته کې واشنګټن او طالبان هم رابللي خو د خبري راپورونو له مخې امریکا په دغه ناسته کې ګډون رد کړی. ځکه د واشنګټن په اند مسکو او تهران له طالبانو سره مرستې کوي او له همدې ځایه د دوی په اند د سولې په پروسه کې رول نه شي لوبولای.

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته د سکې دوه مخونه لري او کولای شي، چې د افغانستان د سولې په قضیه کې مهم رول ولوبوي او هم د افغانستان روان وضعیت نور پیچلی کړي. خو دا به تر ډېره په روسیې، امریکا، افغان حکومت او طالبانو پورې تړلې وي. ځکه که له دغې ناستې عمده موخه د سولې له خبرو اترو وړاندې او ډېر له سیمې د امریکایانو شړل وي، نو له دې سره به افغان حکومت او امریکا سخت مخالفت وښيي. له طالبانو سره به د سیمه‌ییزو هېوادونو روابط پراخ شي او د سولې پروسه به همداسې پاتې وي. خو که موخه ترې منځنۍ اسیا له تاوتریخوالي ژغورل وي، په یو ډول له افغان حکومت سره د طالبانو سوله او بیا د یو مهال‌وېش له مخې د امریکایانو وتل وي، نو تاثیرات به یې تر ډېره مثبت وي.

90 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *