Categories

اعلان

Loading…

د بغدادي پیر کمالات/ بخت مرجان بختیار

 د بغدادي پیر کرامات مې هم وکتل؛ دا ځکه وایم، چې نصیر احمد احمدي د لوبغاړو کردارونه یوازې درباندې لولي نه، بلکې ژوندۍ صحنې درښیي.

ناول لیکنه خو هسې هم اسانه چاره نه ده، خو د تاریخي ناول لیکل بیا ستونزمن په دې وي، چې پېښې، کرکټرونه، تاریخ…او نور توکونه یې واقعي وي؛ خو د خیال له کونجه ورلېدل شوي وي. په داسې ناولونو کې خیال پردازي ډېر باریکیت غواړي، باید مزل مو د افراط او تفریط ترمنځ وي.

که خیال مو لږ هم زیات کړ، ناول مو باور نه شي ساتلای او که مو کم کړ، نو وچ بیان ترې جوړیږي، څوک یې لوستلو ته زړه نه ښه کوي.

نصیر احمد احمدي پر دې باریکه لار ډېر دقیق ځي، تاریخي پېښې او واقیعتونه داسې د خیال په رنګ رنګوي، چې تر ډېره دې په حافظه کې کېني، یو ښه ثبوت یې د (نېکه) او (بغدادي پیر) ناولونه دي. د بغدادي پیر ناول راته د غازي امان الله خان د وخت رښتینی حالت وړاندې کوي.

دغه حالت د شاه امان الله د واک ته رسېدو نه تر ماتې پورې، ټوله ډرامه نه ده؛ بلکې د ماتې د اساسي علت یو عکس دی. تاریخونه راته وایي، چې د غازي امان الله خان په وخت کې له درې نیمو سوو زیات ښونځي فعال وو او عامه اذهان مخ په روښنایۍ روان وو.

دا هرڅه انګریزانو نه شو زغملای، دوی باید موخو ته د رسېدو لپاره داسې زهرجن افکار پاشلي وای، چې خلک غازي امان الله خان کافر وګڼي او په خپل لاس یې له قدرته ګوښه کړي. د دې لپاره یې هره ممکنه هڅه کوله. ان تر دې، چې د مکتب تدریسي نصاب یې خلکو ته د سوچ کوفر په حیث ور وپېژاند. لکه بغدادي پیر چې د کتاب په ۱۴۹ مخ کې وایي: ـ تاسو قران شریفونه غواړی، که د مکتب کتابونه!؟

ـ ټولو یو بل ته وکتل.

ـ بېګا مې قران شریفونه په خوب لېدل. د کلي له کورونو یې منډې وهلې… ویل یې، چې زموږ او د کوپري کتابونو نه سره کیږي. بغدادي پیر دا را زده کوي، چې یو پاچا تر هغې له پایتخته نه شي غورځېدلای، ترڅو د زړونو له تخته نه وي کوز. انګریزانو همداسې وکړل، د یو متحد ولس په سر کې ځوان غازي یې مستقیما مات نه کړ؛ بلکې بغدادي او ګونګي پیران یې را خوشي کړل او پایله ورته ناکامه نه وه. رښتیا هم د ملتونو نېول څه اسان کار نه دی، دا چاره بغدادي او دېوبندي پیران غواړي او داسې ژمن خلک په ولسونو کې کم پیدا کیږي.

بغدادي پیر ډېر په هنرمندانه فن لیکل شوی، ستړی کوونکی په دې نه دی، چې د وطن د تتو تصویرونو تر څنګ یې په منځ منځ کې د مخته تللیو هېوادونو راښکونکې منظرې هم راباندې کتلي دي. په پای کې همدومره، چې خلک له خپلو تاریخونو دومره څه زده کوي، چې تېرې ناکامې تجربې تکرار نه کړي؛ خو بد بختانه، زموږ په وطن کې اوس هم داسې بې شمېره بغدادي او ګونګي پیران شته، چې لاسونه او پښې یې زموږ پر لاړو او اوښکو ککړ دي.

443 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸