Categories

اعلان

Loading…

کومې کلمې يوځاى او کومې بېلې وليکو؟/ اجمل ښکلی

املا عموما په سترګو زده کېږي او په سترګو زده شوې املا تېروتنې ناارادي له يوه نه بل ته او له بل نه بل ته لېږدوي؛ نو پکار ده، چې ليکوال يا شاعر د څه نا څه املايي بصيرت خاوند وي. وړه املايي تېروتنه زموږ په ټولنه کې د لويو ليکوالو او شاعرانو د ادبي کمال جوړې کړې ماڼيو کې درزونه راوستلاى شي. لوستونکى بيا دې ته نه ګوري، چې دا به ناپوهي نه، تېروتنه به وي. لوستونکى ستا پر وړتيا شک کولاى شي. دا خبره موږ ته دا فکر راکوي، چې د کتابونو او نصابونو ليکوال دې له خپلې املا سره احتياط وکړي او يواځې سترګې نه، فکر دې هم په خپله املا کې دخيل کړي.
د کلمو په يوځاى او بېلو ليکلو کې دوه معياره لاس لري:

1. مانيز توپير:

• پکې: که (په…کې) د سربل او وستربل په بڼه راشي او ترمنځ يې نوم راغلى وي؛ نو ښکاره ده، چې بېل ليکل کېږي. لکه: په کوټه کې، په توره شپه کې، په افغانستان کې؛ خو که يواځې راشي؛ نو بيا د سربل او وستربل نه، د ظرفي نومځري(ضمير) کار ترسروي او پکار ده چې د (مخکې) غوندې يوځاى وليکل شي. مثلا:

په کابل کې مشاعره وه. بريال هم پکې و/چاى پکې و که نه؟/ دوى هم پکې دي
په لومړۍ بېلګه کې (پکې) د (مشاعرې) او دويمه کې د (چاينک) ضمير دى.

• پکار/ په کار: (په) که له (کار) سره د سربل په توګه راشي، بېل راځي، مثلا: په کار کې مې مداخله کوه، په کار سړى له بېوزلۍ بچېږي؛ خو که د ټينګاري قيد په توګه راشي؛ نو څرنګه چې د يوې کلمې کار ترسروي، يوځاى ورسره ليکل کېږي. لکه:

پکار ده، چې خپلو ماشومانو ته غوسه ونه کړو/ نوي ولسمشر ته پکار ده، چې له درغلۍ سره سخت چلند وکړي.
• لپاره: سمه ده، چې دا د (له…ه) له سربله جوړه ده؛ خو څرنګه چې د يوې کلمې په توګه راغلې او سربلي ترکيب يې جوړ کړى؛ نو يوځاى يې ليکل پکار دي، چې (له) پکې نور سربل نه دى پاتې او د مختاړي دنده لري.
د خپل هېواد لپاره يو بوټى وکره/د خداى لپاره سره کېنئ/د کور لپاره مې سود سودا کوله

• په خپله/ پخپله: (په) له (خپل) نه هله بېل راځي، چې سربل وي:

ځان په خپل کور کې مېلمه راته ښکارېږي/ځان مې په خپله حوصله له بلاوو وژغوره/په خپله خوښه يې دا کار کړى/ په خپله خوله يې راته وويل، چې درځم/ په خپل لاس يې شولې وکرلې

خو کله چې(په) سربل يا مستقل توک نه وي او له (خپله) سره ګډ قيد جوړ کړي؛ نو بيا ورسره يوځاى راځي او اشتقاقي کلمه يا قيد ورسره جوړوي، چې بېلول يې سم کار نه دى. همدارنګه د (خپل) هم اصلي مونث حالت(پخپله) راځي، چې (د جنس، عدد او حالت له پلوه) بېخي نه اوړي:

ولسمشر پخپله واک وسپاره/ ما پخپله پر ځان کړي، يار ګرم نه دى/ کميس يې پخپله وګانډه/پخپله راغلى
د (په خپل) او (پخپله) اسان توپير د انګليسي انډولونو له مخې هم کولاى شو. د لومړي انډول په انګليسي کې (own) او د دويم (+self/selves) دى.

ځان ته/ ځانته: که (ته) وستربل و؛ نو بېل دى. لکه: زه ځان ته وايم/ ځان ته مې جامې جوړې کړې/ هر څوک ځان ته رمبى وهي/ ته ځان ته کمپاين کوې

خو هله ورپسې د روستاړي غوندې نښلي، چې په ګډه قيد جوړ کړي او د (يواځې، تنها، ګوښي) مانا ولري، لکه:
احمد په کور کې ځانته دى/ ولسمشر د درغلۍ ضد مبارزه کې ځانته دى/ زه ځانته(يواځې) راغلم/هيڅوک يو هېواد ځانته نه شي ابادولاى/ما دا کنده ځانته ډکه کړه.

ما دا کوټه ځان ته(د ځان لپاره) جوړه کړه.
ما دا کوټه ځانته(په يواځې ځان) جوړه کړه.

• بې: دا که د سربل په توګه راشي بېل ليکل يې غوره دي. لکه: بې زحمته راحت نشته/ بې الله مې بل اسره نشته/ بې مطالعې راباندې ورځ کال شي/بې کاره ژوند سخت وي؛ خو که د مختاړي په توګه راغى او له بل نوم سره يې صفت جوړ کړ؛ نو بيا اشتقاقي صفت دى او پکار ده، چې يوځاى يې وليکو: بېکاره، بېوزله، بېوسه، بېسره، بېډبه، بېواکه، بېګناه، بېلارې، بېسارى، بېشکه.

خو په راپورو شويو عربي کلمو کې يې بېل ليکل غوره دي: بې عقله، بې علمه، بې انصافه.

• کم: چې مختاړى شي، بيا په خپل وروستني جز پسې نښلي: کمعقله، کميابه، کمبخته، کمسارى.
• هم: دا هم چې له نومونو سره صفتونه جوړ کړي؛ نو له نومونو سره يوځاى راځي: همفکره، همخياله، همکار، همجنس، همماله، همزولى، همرنګه، همغږى، هملارى

• پورېوتل او پرېوتل: په ځينو رسنىو کې (پورېوتل) (پورې وتل) او (پرېوتل) ( پرې وتل) ليکل کېږي. دا دواړه له (وتل) فعل نه جوړ دي؛ خو مانا يې ورسره توپير لري. (پورېوتل) که (پورې وتل) وليکو؛ نو بيا لومړى جز هم فشار لري او د فعل جز نه، بلکې قيد وي؛ خو په (پورېوتل) کې مرکب فعل دى او لومړۍ برخه هم د فعل نابېلندويه برخه ده.

• زدکړه/زده کړه: لومړى هغه نوم دى، چې د (تعلم/ازمودن) مانا لري؛ خو دويم بيا د امر فعل دى، چې د (بياموز) مانا رسوي؛ نو لومړى يوځاى راځي، ځکه په پښتو کې د کلمو په منځ کې د زور(a) واول ګرافيم (بڼه) نه لري:
يوه ملت ته د هر مسلک زدکړه پکار ده/دولت د پښتو د زدکړې لپاره پروګرامونه جوړ کړي وو.
محصلان که انګليسي زده نه کړي، مخکې نه شي تلاى/ تا ويل، چې ترکاڼي زده کوم.

2. فشار:

• اضافي ترکيبونه: چې (د) يې حذف شوى وي او د لومړي جز فشار وروستي توک ته اوښتى وي او دواړو په ګډه پوخ(نابېلدونى) ترکيب جوړ کړى وي، ګډ ليکل کېږي:

ليکنښې، خپلسرى، خپلواک، خپلمنځي، ميدانښار، کتابښار: خو (د افغانستان بانک)، (افغانستانبانک) نه ليکل کېږي، ځکه هغه په ملي ټرمينالوژۍ کې داخل دى او د ګرامر لاس نه وررسېږي.

• نسبتي صفتونه: چې يو کس يا يو څيز يوه قوم يا قبيلې يا کسب يا بل څه ته منسوبوي، ګډ ليکل کېږي: رحيمزى، شمسزى، پښتونزوى، سلېمانخېل؛ خو (کامه وال، برخه وال، وسله وال، نشه يي) له يو بله بېل دي، ځکه د لومړي جز پر وروستۍ څپه فشار دى او که ګډ وليکل شي او د لومړي جز وروستى واول (a) حذف شي؛ نو فشار د کلمې سر ته ځي او د کلمې مانا بدلېږي.

99 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *