Categories

اعلان

Loading…

کاسا ۱۰۰۰ پروژه دثبات او اقتصادي خودکفایي پیلامه/ بریالی نایاب

کاسا ۱۰۰۰ پروژه د هغه ستر اقتصادي او سوداګریز ګام نوم ده چې په پلي کیدو سره به یې په سیمه او هیواد کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ وزرې خورې شي، کاسا۱۰۰۰ پروژه به د سیمې په کچه ستره او د څلورو هیوادونو ترمنځ د پیوستون لویه نښه وي، پدې  پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه وتوانیږې چې د سیمې په کچه د بریښنا د سوداګري مارکیټ برابر کړي، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هیواد ته ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا ولیږدوي، پدې پروژې سره به د سیمې څلور هیوادونه د خپل منځي ګډو ګټو په اساس سره وتړل شي، دا پروژه کولای شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغزستان او تاجکستان هیوادونو څخه چې د بریښنا د تولید خورا ډیر امکانات په واک کې لري اود اوړي په موسم کې ورته چندان اړتیا نه لیدل کیدي د جنوبي اسیا پاکستان او افغانستان په هیوادونو وپلوري.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز ارزښت  ۱.۲ میلیارده امریکایی ډالره اټکل شوی. د دې پروژې ټول اټکلیز اوږدوالی د ۷۶۵ کیلومتره اټکل  شوی، چې له دې اوږدوالي څخه یوازې ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره تیریږي، چې ورسره به دوه کنورتر سټیشنونه یو په پاکستان او بل د تاجکستان په هیواد په سنګتوده سیمه کې ورغول شي.

د یادې پروژي په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ میګاواټه بریښنا بک ټو بک سټیشن  ورغول شي، چې په رغولو سره به یې افغانستان وکولای شي له تاجکستان هیواد څخه د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې بریښنا وپیري چې له تاجکستان هیواد څخه هیواد ته راغلی، د یادونې وړ ده چې د پروژې دا برخه د افغانستان هیواد په غوښتنه د اړتیا تر وخته پورې ځنډول شوې.

داټکل له مخې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تدارکاتي کارونه چې همدا اوس ترکار لاندې دي د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې به وتړل شي او د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې به د افغانستان د برخې رغنیزې چارې پیل شي، د دې پروژې د پلی کیدو په موخه دوه هندي کمپنۍ چې په شرایطو برابرې دي دامهال د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له سکرتریت او افغان حکومت سره د خبرو اترو په درشل کې دي، چې کیدای شي په نږدې راتلونکي کې له دوی سره خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږې او تدارکاتي چارې وتړل شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د افغانستان د برخې بودجه:

  1. د نړیوال بانک بلاعوضه مرسته )IDA(       ۳۱۶ میلیونه ډالر
  2. د ARTF  له بودجې څخه                         ۴۰ میلیونه ډالر
  3. د دولت له بودجې څخه                        ۴۷.۵ میلیونه ډالر
  4. د پروژې ټول لګښت                           ۴۰۴ میلیونه ډالر

د بریښنا د لیږد دا ستره ملي پروژه کولای شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زمینه برابره کړي، پاکستان هیواد  چې د ګرمي په موسم کې د بریښنا د نشتون له جدي ستونزې سره لاس ګریوان وي له دې لار به وکولای شي خپله د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کړي، اټکل کیږي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره په سیمه او څلورو هیوادونو کې د غربت مخه ونیول شي او تر پلې کیدو وروسته د زرهاو دندو د پیداکیدو لامل شي، د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو شي او غربت به له منځه یوسي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به:

  • د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ به د انرژي سوداګریز مارکیټ رامنځته کړي.
  • د افغانستان لپاره به په نړیواله کچه د ترانزیتي هیواد ځای جوړ، او پدې سره به خپلې اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي.
  • د قرغزستان او تاجکستان هیوادونو لپاره به د انرژي په برخه کې د عوایدو د ترلاسه کولو ښه زمینه برابره کړي دا دواړه غریب هیوادونه چې په مرکزي اسیا کې شتون لري د همدې ګټې په ترلاسه کولو به وکولای شي د خپل هیواد د بریښنا په سیستم نوره پانګونه وکړي ترڅو  د ژمي په موسم کې خپله د اړتیا وړ انرژی برابره کړي.
  • پاکستان هیواد چې د اوړي په موسم کې د بریښنا له کمښت سره مخ وې لدې لارې خپله د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه او د تیلو پرمټ تولیدیدونکې انرژي چې چاپیریال ته خورا مضره ده مخه به یې ونیول شي .
  • په دواړو زونونو کې به د خلکو ترمنځ په عامه توګه د اقتصادي همکاریو او سیاسي ثبات د رامنځته کیدو په موخه نظر پیداشي.

په افغانستان کې به یاده پروژه له ۷۰۰ ټولنو  ۲۳ ولسوالیو او (۷) اوو ولایتونو له لارې تیره شي، یاده پروژه به د ۱۵۲۰۰۰ کورنۍ چې د دې پروژې د ۲/۲ کیلومتری کې موقعیت لري، متاثره کورنیو ته به د همدې پروژې پرمټ د ټولنې د ملاتړ د پروګرام ترنامه لاندې، د (۴۰) څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې پروژې د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د خلکو له غوښتنې سره سم پلې شي، ترڅو هغه سیمې او کورنۍ چې د دې پروژې له پلي کیدو څخه متاثره کیږي ورڅخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د هیواد دننه د دې پروژې چارې د اوبو او نرژي وزارت او افغان بریښنا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي. د اوبو او انرژي وزارت د دغې پروژې د اصلي مالک په صفت په ټولو چارو کې دخیل وو او ده، د دې وزارت د انرژی معین ښاغلی امان الله غالب د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې لپاره د هیوادونو ترمنځ د افغانستان استازیتوب په غاړه لرې او د دې پروژې د بریالي کیدو په موخه یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي او تر دې دمه د دې پروژې ټولې چارې پده پورې تړلې دي.

 د دې پروژې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) مسئولیت د کلیو او پراختیا وزارت پرغاړه لري  او د یاد پروګرام د چمتو کیدو په درشل کیده، دا پروګرام به د ملی پیوستون په څیر په هغو کلیو او بانډو کې پلی کیږي چې د دې پروژې له پلي کیدو څخه متاثره کیږي، د دې پروګرام په چوکاټ کې په پام کې ده چې پلونه، پلچکونه، لارې، د اوبو واړه بندونه، استنادي دیوالونه او د بریښنا وړې پروژې په سیمه کې پلې شي. د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) د هغې ارزونې په پایله کې چمتو او پلې کیږي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه یې د نړیوالو مشورتي کمپنیو پرمټ معلومات راټول او دایې غوره ګڼلې چې باید د دې پروژي ترڅنګ د سیمې خلکوته هم د دې پروژې د پلي کیدو ترڅنګ کار وشي .

     کاسا۱۰۰۰ پروژه به دهیواد له لاندنیو اوه ولایتونو څخه تیره شي چې عبارت دي له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، د کابل سروبي ولسوالۍ، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه داچې پروژه په رسمي ډول کومې پلې کیدونکې کمپنۍ ته سپارل کیږي کیدای شي د پلی کیدو په سیمه کې یې هم بدلون راشي خو تر دې دمه په یادو سیمو کې د پلی کیدو چمتو والی ترکار لاندې ده.

د پلان سره به سم د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې  د چارو له پیلیدو وړاندې  په پورتینو ذکر شوو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل او د خلکو د لیوالتیا په جلبولو کې به زیات کار ترسره شي د یادونې وړه ده چې خلکوته به د دې پروژې د ګټو او هغو امکاناتو په هکله چې په سیمه کې به ولګول شي پوره پوهاوی ورکړل شي.

د یادې پروژې په پلي کیدو سره به په سیمه کې سیمه ئیزو وګړو ته په زیات شمیر کاري اوږدمهاله او لنډ مهاله کارونه پیدا شي، هغه پیسې چې د دې پروژي څخه په کلني ډول ترلاسه کیږي شاوخوا ۲ میلیونه ډالره به یې د همدې سیمې د بنسټیزو اقتصادي پروژو په پلي کولو ولګول شي.

1,497 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2