Categories

اعلان

Loading…

د شعر غلا/ اجمل پسرلی

 رحمان بابا ( ۱۶۳۲–۱۷۰۶ ) وایي:

چې د څنګه مې دلبر، په لاس کې جام دی

نن اورنګ د زمانې زما غلام دی

د څوارلسمې میلادي پیړۍ شاعر حافظ شیرازي ویلی وو:

ګل در بر و مي بر کف و معشوق به کام است

سلطان جهانم به چنین روز غلام است

او دا هم دوه اوسني شعرونه:

اناهیتا روهي وایي:

نور دې نه یادوم
د رګ په شان دې
زړه ته تېروم

یاسمین وزیري وایي:
نور دې نه یادوم
لکه درد په زړه کې
دې پټ ساتم

په پخواني ادب کې چې د شعر د غلا لپاره کوم اصول ټاکل شوي وو په اوسنۍ زمانه کې کټ مټ د تطبیق نه دي. که پورتني شعرونه په معاصر نقد وتلو نو دواړه بیلګې  ( plagiaristic) دی. د دې صفت اسم ته په انګلیسي ژبه  ( plagiarism) وایي.

پلیجریزم لاتین کلیمه ده. ریښه یې  plagiarius ده یعني تښتول او plagiare غلا کولو ته وایي.

میریم ان لاین ډیکشنري پلیجریزم داسې مانا کوي:

« چې د بل نظریات او ماناوې غلا کړئ

چې د بل لیکنې پرته له دې راواخلي چې هغه ته امتیاز ورکړئ

چې یوه مانا او نظر چې مخکې کاریدلی د نوې مانا او مفهوم په ډول معرفي کړئ »

که څوک د چا له جیبه موبایل پټ کړي او له هغه استفاده وکړي یا یې وپلوري نو دا غلا ده، همدا رنګه په پټه د نظر او مانا رااخیستل غلا بلل کیږي. که چیرته په هنري برخه کې له بله په پټه څوک څه واخلي هغه ته هنري غلا وایي او که دا غلا په تحقیقي برخه کې وي هغه بیا علمي غلا شوه.

د حافظ پورتنی بیت:

ګل در بر و مي بر کف و معشوق به کام است

سلطان جهانم به چنین روز غلام است

له لومړۍ مصراع ، رحمان بابا د ( ګل) کلیمه غورځولې، ( معشوق) یې په ( دلبر) بدله کړې چې یوه مانا لري، ( می) یې په ( جام) اړولې، له ( کف) نه یې ( لاس ) جوړ کړی او په دوهمه مصراع کې یې د ( سلطان جهان) پر ځای د خپلې زمانې پاچا ( اورنګ زیب) یاد کړی دی، د ورځې پر ځای یې زمان ته اشاره کړې او غلام یې پر خپل ځای پرې ایښی:

چې د څنګه مې دلبر، په لاس کې جام دی

نن اورنګ د زمانې زما غلام دی

رحمان بابا په خپل شعر کې حافظ ته امتیاز نه دی ورکړی، هغه یې نه دی یاد کړی نو له اوسنیو اصولو سره سم دا پلیجریزم دی.

لیکوال صبور سیاه سنګ،  رحمان بابا تورن کړی دی چې له حافظ شیرازي څخه یې غلا کړې ده. سیاه سنګ د خپل تور د اثبات لپاره ګڼ مثالونه راوړې دي:

حافظ:

غرض ز مسجد و میخانه ام وصال شماست
جز این خیال ندارم، خدا گواه من است

رحمان بابا:

هر زیارت لره چې ځمه، مراد ته یې
زه زایر د میخانې او حرم نه یم

حافظ
از کیمیای مهر تو زر گشت روی من
آری! به یمن لطف شما خاک زر شود
*
رحمان بابا
چې یې زر کړ زیړ رخسار زما د خاورو
عاشقي نه وه په باب زما کیمیا وه

حافظ
ساقیا عشرت امروز به فردا مفگن
یا ز دیوان قضا خط امانی به من آر

رحمان بابا
ته چې دا رنگي اوږدې اوږدې وعدې کړې
کشکي راوړې ما ته خط د اماني

حافظ
فاش میگویم و از گفته خود دلشادم
بنده عشقم و از هر دو جهان آزادم

رحمان بابا
بې له عشقه چې مې پړی شه د پوزې
گڼه نور له جملګي قیده آزاد یم

حافظ
غرض ز مسجد و میخانه ام وصال شماست
جز این خیال ندارم، خدا گواه من است
*
رحمان بابا
هر زیارت لره چې ځمه، مراد ته یې
زه زایر د میخانې او حرم نه یم

حافظ
ز عشق ناتمام ما جمال یار مستغنی است
به آب‌ورنگ و خال‌وخط چه حاجت روی زیبا را؟

رحمان بابا
مخ دې بې خط و بې خاله هسې زیب کا
چې یې هیڅ حاجت د خط و د خال نشته

سیاه سنګ داسې مثال هم لري:

حافظ
بدم گفتی و خورسندم، عفاک‌الله نکو گفتی
جواب تلخ میزیبد لب لعل شکرخا را

رحمان بابا
هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو
د شکنځلو یې عار نه کړي عاشقان

سیاه سنګ تر دې بیتونو لاندې لیکي: « حافظ په خپله دا عاشقانه نظر له سعدي رااخیستی دی چې وایي:

اگر دشنام فرمایی وگر نفرین، دعا گویم

لب لعل شکرخا را جواب تلخ میزیبد

د سیاه سنګ ځیني بیلګې که څه هم سره لرې ښکارې خو یو شمیر یې سره نژدې دي او هرکله چې مثالونه ګڼ شي نو شک ورسره پيدا شي چې رحمان بابا په پخوانۍ زمانه کې او اغلې وزیرې په اوسني وخت کې د بل شعر په خپل نوم کړی دی. دا د خبرې ظاهري بڼه ده، خو هغه وخت دا تورونه په یقین بدلیدلی شي چې د نقد په تول وتلل شي.

د شعر د غلا مساله په پخواني شرقي ادب کې عربانو په تفصیل څیړلې ده. په عربي ژبه کې د شعر غلا ته ( سرقة الشعر) وایي.

سرق الشئ یعني یو شی یې غلا کړ. په عربي کې غله ته سارق وایي او سارق هغه څوک دی چې له بله په پټه یو څه واخلي. که چیرته غل په ښکاره له بله څه اخلي نو هغه مختلس، مستلب یا منتهب دی او که چیرته بل د غله مخه ونیسي چې د ده شی وانخلي او غل په زور دا مال واخلي دې کس ته غاصب وایي.

د (سرقة )اصطلاحي مانا  دا ده چې د یو چا  کلام، مانا یا لفظ راواخلو، له دې کس څخه اجازه وانخلو او په خپل نوم یې خپور کړو.

په پخوانۍ زمانه کې ډیر کله شاعران سره لرې اوسیدل. د یوه بل له کلامه نه خبریدل، چاپ نه و چې شعرونه له یوه ځایه بل ځای ته په اساني ورسیږي. د ډیرو مشهورو شاعرانو دیوانونه به هم محدودې نسخې خطاطي کیدې. تر ډيره به شاعران په شفاهي ډول د نورو شاعرانو له شعرونو خبریدل. نو کله ناکله چې د مشهورو شاعرانو الفاظ، کلیمات یا مانا سره ورته هم راغلي وي ښایي علت به یې دا وي چې په شفاهي ډول به یې د بل کلام اوریدلی وي او هغه به یې په ذهن کې پاتې شوی وي.

دا هم ممکنه ده چې  رحمان بابا د حافظ شعرونه ژباړلي وي. په پښتو ژبه کې ګڼې ژباړې حمید مهمند هم لري. دا هم امکان لري چې رحمان بابا د حافظ شعرونه اوریدلي وي او مانا یې په ذهن کې پاتې شوې وي، یا رحمان بابا ویلي وي چې په هزارخانۍ کې خلک له حافظ سره اشنا نه دي نو د هغه نظر هم ورورسوه. خو د غلا تور که څوک پر رحمان بابا پورې کوي بیا زیاتی دی، ځکه چې په پخواني ادب کې د حافظ هم ورته بیلګې لرو:

خاقانی:

کاین شبستان زحمت ما بر نتابد بیش از این

حافظ:

خاک کویت زحمت ما برنتابد بیش از این

سنایی:

 مرد یزدان‌‌گر نباشی جفت اهریمن مباش

حافظ:

 مرد یزدان‌ شو و فارغ‌ گذر از اهرمنان

نظامی:

 هم قصه نانموده دانی هم نامه نانوشته خوانی

حافظ:

که هم نادیده می‌بینی و هم ننوشته می‌خوانی

خواجو:

 همچنین رفتست در عهد ازل تقدیر ما
حافظ:

کاینچنین رفتست در عهد ازل تقدیر ما

خواجو

خرقه رهن خانه ی خمار دارد پیر ما
حافظ

روی سوی خانه ی خمار دارد پیر ما

که څوک تور پورې کړي چې د حافظ په څیر ستر شاعر له خاقاني، سنایي، نظامي  یا خواجو غلا کړې ده، انصاف نه دی، سربیره پر دې چې دا رااخیستنه له ورته ژبې شوې ده، ځکه چې کیدای شي حافظ به د دغو شاعرانو شعرونه اوریدلي وي او بیا به یې یو وخت پرته له دې چې ورته پام وکړي، خپله ویلي وي. یا به هم عمدي دا کار شوی وي چې په دې حال کې هم رحمان بابا یا حافظ د زمان له اصولو سرغړونه نه ده کړې.

لکه څرنګه چې د حافظ او بیلابیلو شاعرانو ځيني بیتونه سره ورته دي، رحمان بابا هم له حافظ پرته له یو شمیر نورو شاعرانو سره ورته بیتونه لری، بیدل وایي:

هر که پا کج میگذارد خون دل ما میخوریم

شیشهٔ ناموس عالم در بغل داریم ما

رحمان بابا وایي:

که ښیښه د نام و ننګ دې شي تر څنګه

د هر چا په کجروۍ به خپل ځیګر خورې

په پښتو ادب کې هم ځینو شاعرانو د فارسي په څير په خپل مینځ کې له یوه بله شعر پور کړی، لكه د رحمان بابا دا شعر :
اى زما د زړه ارامه راشه راشَـه
سروقده ګل اندامه راشه راشه

حاجي جمعه بارکزي داسې اړولی دی:
اى زما خرابه دله راسه راســــــــه
بېرون تللى له ګوګله راسه راسه

په کلاسیک ادب کې په انګلیسي کې هم د ورته رااخیستنو مثالونه ډیر دي. د روایتونو له مخې شکسپیر اکثر شعرونه په مستقیم ډول له Holinshed څخه اخیستي. ( ۱)

په اروپا کې پخوا دیني علوم ډیرغلا کیدل خو د رنسانس له راتګ سره بندیز پرې ولګول شو. د شپاړسمې میلادي پیړۍ تر نیمایي پورې په اروپا کې ادبي غلا  په درز روانه وه، هم به یې له یوه بله کلیمات اخیستل او هم به یې فکر غلا کاوه.

د لومړي ځل لپاره په انګلیسي ژبه کې په ۱۷۰۹ کې د کاپي رایټ قانون پاس شو. په دې قانون کې تر ډیره د متن خیال ساتل شوی و، بیا ورو ورو دا قانون پراخ شو او د نولسمې پیړۍ تر لومړیو پورې دومره کره شو چې دغه قانون تقریبا هو بهو نن سبا په نړۍ کې د تطبیق وړ دی.

ښکاره رااخیستنو ته ځینو ناقدانو پیروي ویلې او د غلا نوم یې نه دی ورکړی. خو کومو شاعرانو چې په یوه زمان کې ژوند کړی دی او په پټه یې له بله شعر رااخیستی دی، دا ډول شعرونه په غلاو کې حسابیږي په تیره بیا چې دواړه شاعران د یوې ژبې وي.

په شرقي ادب کې د شعر د غلا مساله د لومړي ځل لپاره په عباسي زمانه کې عرب ناقدانو په تفصیل وڅیړله او موږ ته دا نقد په میراث رارسیدلی دی، حتی د شعري غلا عربي کلیمه ( سرقه) چې جمع یې ( سرقات) دی په فارسي کې په عام ډول او کله ناکله په پښتو کې هم کاروو.

عرب ناقد ابن الرشیق القیرواني چې په څلورمه او پنځمه هجری پیړی کې یې ژوند کړی دی د « العمدة» په نوم په خپل مشهور اثر کې شعري غلاوې داسې تشریح کړي:

الف: چې یو شاعر د بل شاعر لفظ او مانا راواخلي او په خپل نوم یې کړي

ب: کلیمه له بله واخلي او په معنی کې یې تصرف وکړي

ج: مانا له بله واخلي او کلیمات یې خپل وي

اناهیتا روهي وایي:

نور دې نه یادوم
د رګ په شان دې
زړه ته تېروم

یاسمین وزیري وایي:

نور دې نه یادوم
لکه درد په زړه کې
دې پټ ساتم

دلته ( نور، دې، نه، یادوم) د اناهیتا کلیمات دي چې یاسمین وزیرې کټ مټ رااخیستې دي. د دې شعر په دوهمه برخه کې مانا سره نژدې ده او دواړه شاعرانې مینه په زړه کې پټوي، په دې توپير چې یوه یې د رګ له لارې زړه ته تیروي او بله یې مستقیما په زړه کې ساتي.

په دې ډول پر ټول شعر د العمده له اصولو سره سم د ( ب) اصول تطبیق شوي چې نیم الفاظ رااخیستل شوي او مانا په لږ بدلون راخپله شوې ده.

د دغو شاعرانو دوه نور شعرونه:

څومره بې خونده شول دواړه
ستا نه راتګ
او زما انتظار

””’
ډېر خوند راکوي ستا
نه
راتګ او زما
اوږد مهالی انتظار

په دې شعرونو کې هم لفظونه او ماناوې سره ورته تیرې بیرې شوې دي. دوی دواړه شاعرانې همعصره دي. دا احتمال ډیر لږ دی چې د انټرنټ او فیسبوک په زمانه کې د لومړۍ ویناوالې شعر دوهمې یوې نه وي لوستلی.

البته یوه بله مساله هم مطرح ده چې توارد نه وي. اناهیتا په فیسبوک کې د یاسیمن وزیري تر شعر پورې لیکلي دي:« د څو شعرونو په لوستو مې فکر وکړ چې دې ته وایي توارد. د انسانانو احساس په رښتیا چې سره نژدې دی». ( ۲)

توارد په ژبه کې یو ځای ته د دوو کسانو یوځایي رسیدا ته وایي چې له یوې چینې اوبه وڅښي، خو په شعر کې دې ته وایي چې یو شاعر پرته له دې چې د بل شاعر له شعره خبر وي د هغه په څیر شعر ولیکي.

داسې نه ده چې اوس د انټرنټ او چاپ له برکته توارد ممکنه نه وي، د توارد یو نوی مثال، ومان نیازی د خپل یوه ازاد شعر په پیل کې وایي:

غواړم
د دنيا په داسې ژبه
تاته شعرونه وليکم
چې لا چا خبرې نه دې پرې کړې
ممکن څو پېړۍ وروسته
رواج شي

…..

…..

دغه مفهوم عرب شاعر نزار قباني په دې ډول وړاندې کړی دی:

غواړم چې تاته داسې کلیمات ولیکم

چې کلیماتو ته ورته نه وي

تاته نوې ژبه اختراع کړم یوازې تاته

دا ژبه ستا د جسم له اندازو بیله وي

او د مینې له اندازې…

دا توارد دی، ځکه چې ومان نیازی په عربي نه پوهیږي، خو د اناهیتا روهي او اغلې وزیري که چیرته په یوه شعر کې ورته والی وای نو توارد وارد و، خو کله چې مثالونه ګڼ شي بیا د غلا شک رامنځته کیږي. د اناهیتا روهي د )تربتي چیغي( د کتاب څو نور سره نژدې شعرونه هم د اغلې وزیري په ( دم شوي توري) کتاب کې خپاره شوې دي، لکه:

څومره بې خونده شول دواړه
ستا نه راتګ
او زما انتظار
«تربتې چیغې»
””’
ډېر خوند راکوي ستا
نه
راتګ او زما
اوږد مهالی انتظار

ـــــــــــــــــــ

ته بدل شوې
رشتې دې بدلې کړې
ظالمه!
یوازې دې کړم
له ما دې تر ټولو
نږدې کس واخیست
«تربتې چیغې»

ته ډېر ظالم یې له ما نه دې
هر څه واخیستل
زمونږ اړیکه
زمونږ مینه او یادونه
ان تر ټولو نږدې کس دې
هم رانه واخیست

« دم شوي توري»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته مې د خوښیو
ته مې د خپګانونو داستان یې
پرېږده چې له سره دې ولولم
توري په توري
ټکي په ټکي
کرښه په کرښه
له پیله تر پایه پورې
«تر بتې چیغې»

ته مې د خوښیو او غمونو هغه
په زړه پورې دیوان یې
چې غواړم ټول دې ولیکم
ټکي په ټکي
کلمه په کلمه
ان سر تر پایه
« دم شوي توري»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې راسره وې
ژړولم دې (تا ژړولم)
چې رانه لاړې
(زه) درپسې ژاړم
څومره عجیبه یمه زه
« تربتې چیغې»

ستا شتون دردولم
یعني تا دردولم
اوس چې رانه تللی یې
زه درپسې ډېره دردېږم
نه پوهېږم دا څه ډول احساس دی؟
« دم شوي توري»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ته بدل شوې
رشتې دې بدلې کړې
ظالمه!
یوازې دې کړم
له ما دې تر ټولو
نږدې کس واخیست
« تربتې چیغې»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته ډېر ظالم یې له ما نه دې
هر څه واخیستل
زمونږ اړیکه
زمونږ مینه او یادونه
ان تر ټولو نږدې کس دې
هم رانه واخیست
« دم شوي توري»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لمر په شان وځلېدې
سوړ نظر دې راتود کړ
له سترګو مې خولې وڅڅېدې
« تربتې چیغې»

له سترګو مې خولې په څڅېدو شوې
دا ځکه چې ستا تود نظر
زما یخ وهلی نظر را تود کړی
« دم شوي توري»

*********

د ابن رشیق له اصولو سره پورتني شعرونه په سرقاتو کې شمیرل کیږي. ځکه چې یو نیم ځای الفاظ او ځیني ځایونه ماناوې سره ورته دي، خو د رحمان بابا او د حافظ شیرازي سره ورته شعرونه په سرقاتو کې نه راځي. د دې لپاره  چې الفاظ د دوو ژبو دي، خو له اوسنیو اصولو سره سم که ژبې هم بیلې وي له بله د مانا رااخیستل ادبي غلا ده.

ابن رشیق د شعر د غلا په برخه کې په خپلو اصولو کې د یونانیانو د مانا رااخیستل عربانو ته غلا نه ده بللې. په دې برخه کې د عربي ژبې پخوانی مثال د شاعر اخطل ( 20-92هـ/640-710م)دی، دی وایي:

وكم قتلت أروى بلا دية لها ….. وأروى لفرّاغ الرجال قتول

په لرغوني یونان کې دا مقوله مشهوره وه چې « عشق د وزګار زړه بوختوي». د اخطل په شعر کې همدا مفهوم ځای شوی، خو د عشق ځای قتل نیولی دی.

عرب کره کتونکو شاعر ته دا اجازه هم ورکړې ده چې یو شاعر د پخواني شاعر مانا راواخلي څه پرې ورزیات کړي، کلیمات یې ښایسته کړي او وزن یې کاکه کړي.

خو عرب ناقدانو  له دریو ډولو غلاو شاعران منع کړې دي:

لومړی:

کله چې شاعر د بل په وزن، الفاظو او مانا شعر لیکي خو قافیه وربدلوي، لکه د جاهلي زمانې شاعر امرو القیس ۵۲۰م – ۵۶۵م   چې وایي:

وقوفا بها صحبي علي مطیهم

یقولون لاتهلک اسی و تجمل

طرفه بن العبد ۵۶۹م مړهمدا بیت داسې اړولی:

وقوفا بها صحبي علي مطیهم

یقولون لاتهلک اسی وتجلد

دوهم:

کله چې یو شاعر یو مشهور بیت یا بیتونه په لږ توپیر په خپل نوم خپروي

دریم:

 ناقدان د دوهمې شاعرې یا شاعر له لورې د تکرار مفهوم تکرار هم په سرقاتو کې شمیري، کاروان په چنار خبرې کوي کې مرغانو ته لپه پرانیزي چې ځاله پکې جوړه کړي او څو ځله یې دعا ته هم لپه پرانیستې ده، همدغه لپې یو شمیر نورو شاعرانو هم پرانیستې دي چې دې ډول تکرار ته هم عرب ناقدان په ښه سترګه نه ګوري او هغه په معنوي غلا کې حسابوي.

تر اسلام مخکې په جاهلي شعر کې  د غلا مساله عامه وه خو هغه وخت به شاعرانو په زغرده ویل چې له بله یې مطلب غلا کړی دی.

د  جاهلي زمانې شاعر زهیر ابن ابي سلمی نه روایت دی چې وایي: « له قراد بن حنش څخه مې غلا وکړه». تر دوی مخکې د یونانیانو په زمانه کې هم ځینو شاعرانو ویلي دي چې د پخوانیو پیښې یې کړې دي او دا خبره هغه مهال منل شوې وه، عیب نه وه.

په عربو کې چې اسلامي دوره پیل شوه شعري غلاوې نورې هم زیاتې شوې. په اسلامي پير کې ډير لږ شاعران وو چې له یوه بله یې شعر نه وي غلا کړی. د امویانو په زمانه کې د دې اور لمبې پسې پراخې شوې. کله چې د عباسیانو زمانه پيل شوه نو د نقد کتابونه خپاره شول، د غلاو ډولونه بیان شول او ورو ورو شاعران وپوهیدل چې له بله باید څه وانخلي. دلته په نقدي کتابونو کې دا ستونزه پیدا شوه چې د اسلامي دورې شاعران څرنګه په غلا تورن کړي. همدا و چې ځینو ناقدانو د ( سرقة) یا غلا کلیمه بدله کړه.

مثلا، ابن قتیبه ۲۷۶ هجري د سرقات پر ځای د ( ایاهاب) لفظ کارولی دی یعني اخیستنه او ابن سلام الجمحي ۲۳۲ هجري د (اجتلاب) کلیمه  چې له جلب نه رااخیستل شوې ده، غوره ګڼلې.

د توارد کلیمه هم په حقیقت کې ډیر کله نورو ته د درناوي په پار کاریدلې ده. موږ هم کله ناکله وایو چې پلانی له پلاني اغیزمن شوی دی.

هغه څه چې عرب ناقدانو شاعرانو ته له نورو څخه د هغو د اخیستو اجازه ورکړې ده:

یو: کله چې د یوه منلي شخص خبره په شعر کې رااخلو

دوه: که چیرته داسې شوې وي چې یوه مانا مخکني شاعر رااخیستې وي، خو دوهم یوه په نوې وزن او په ښه بڼه بیان کړې وي نو حق دی چې دا مفهوم راخپل کړي.

دریم: کله چې دوه مفاهیم سره نژدې وي خو ورته نه وي

څلورم: کله چې موضوع بدله شوې وي، مثلا یو شاعر اس ستایي بل د یوه انسان ستاینه کوي خو مفهوم یې سره نژدې وي

پنځم: چې مانا په ډیرو الفاظو راواخلي

شپږم: چې په شعر کې مانا په بل لفظ راواخلي(۴)

خو د دې لپاره چې لیکوال په غلا تورن نه شي باید احتیاط وکړي، د همدې لپاره معاصر کره کتونکي په مشخص ډول ادبي غلاوې داسې توضیح کوي:

د بل لیکنه په خپل نوم خپرول

د بل کلیمات او نظریات پرته له دې چې بل ته امتیاز ورکړئ په خپل نوم خپرول

کله چې څوک د بل مفهوم په لیندکیو کې نه رااخلي

کله چې د ماخذ په اړه سم معلومات نه ورکوي

کله چې د بل کلیمات بدلوو او د جملې جوړښت یې بدلوو خو هغه ته امتیاز نه ورکوو

کله چې له بله ډیرې ماناوې رااخلو، داسې چې د خپل کار لویه برخه مو د بل وي. په دې حالت کې دا مهمه نه ده چې بل ته امتیاز ورکوو که یې نه ورکوو دا په پلیجریزم کې راځي» (۵)

کیدای شي چې داسې کسان هم وي چې فکر کوي د دوی غلا به پټه پاتې شي، خو د انټرنټ په زمانه کې غلا نه پټیږي. نن سبا په انګلیسي ژبه کې د پلیجریزم د مخنیوي لپاره ویبپاڼې شته، لکه څرنګه چې د یوه لفظ مانا پيدا کوو، همداسې شعر پکې ږدو او هغه راته وایي چې څه پکې مخکې رااخیستل شوې دي. لرې نه ده چې داسې پاڼې په پښتو او دري کې هم جوړې شي.

په ادب کې غلا د خپل هنر وژل دي، لیکوال چې څه دی هغه باید له بل سره شریک کړي که لیکوال صادق نه وي کیدای شي چې په موقت ډول له بله څه پټ کړی او پر څو ناخبرو لنډمهالی اغیز وشیندي، خو کله به هم دا اثر اوږدمهالی نه شي.

 

ماخذ:

1//https://www.theguardian.com/books/2005/nov/23/comment.stephenmoss

2//

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=1711573245800785&id=100008443789269

3-خپل یاداشتونه

4

http://www.plagiarism.org/plagiarism-101/what-is-plagiarism

 

16 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    ډېره په زړه پورې لیکنه ده او منطقي دلایل مو وړاندې کړي دي، د رحمان بابا په زمانه کې د شعر او کتاب لوستلو فرهنګ به دومره نه و رواج شوی خو رحمان بابا په ډېرو خوندورو الفاظو او عالی مفهوم سره پورته ذکر شوي مفاهیم بیان کړیدي. انسانان یو له بل نه او ژبې له یو بل نه متاثره کيږی ، په انزوا کې د انسانانو لپاره ژوند ناممکن دی، د شعر غلا به هغه وخت ورته ویل شوې وای چې د حافظ اشعار یی په دری ژبه او کټ مټ په خپل نوم کړی وای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *