Categories

اعلان

Loading…

ژوند او خاطرې (یوه خبره، یوه غوښتنه) عصمت الله صالح

دروازه وټکېده. د بازګل خور ورغله، د لرګینې دروازې ترچولو یې د ګلاب څېره ولیده، له ځان سره وپسېده؛ خدای خبر چې ګلاب بیا د څه لپاره راغلی؟ویې پوښتل:

ـــ څوک یې؟

ـــ زه یم ګلاب، باز ګل کور شته؟

ـــ نه! هغه خو کوز پټي ته تللی.

ـــ ښا سمه ده، زه به هلته ورشم.

ـــ بښنه غواړم څه کار مو ورسره و؟

ـــ کومه ځانګړې خبره نه وه، هو هسې مې یوه مشوره ورسره کوله. ښانو زه لاړم.

نتکۍ د ګلاب له تګ وروسته د خاورین دېوال کونج ته ډه ډه وکړه، سر یې په زنګنونو کېښود او په ژړا شوه…

بازګل د شنې پولې په سر پر غوړېدلي څادر پلترۍ وهلې وې، په پټي کې ولاړې رشقې ته یې په ځیره کتل. خدای خبر په کوم چورت کې به و؛ چې ګلاب ورباندې غږ وکړ:

ـــ سلام سلام بازګل یارو!!

ـــ اوهو! ته دې کومه شوې، ((په ما ښه ولګېدې)) علیکم سلام علیکم سلام…

ـــ بازګله ښه یې، کور کراري ده، بچي دې ښه دي…

ـــ قربان! خیریوسې یاره بس ژوند دی تېرېږي. ((په ما ښه ولګېدې)) چېرته وې ناځوانه، دا ډېره موده دې هېڅ درک نه لګېد دا ولې هن؟؟

ـــ ولا یاره بس دې نیمګړې دنیا کارونه دي، سړی نه اوزګارېږي. ومې یاد شوې ماول چې پوښتنه دې وکړم.

ـــ خدای ددې ښو پوښتنه وکړه، ((په ما ښه ولګېدې))، څه کیسې دي، څه غورې دي؟؟

ـــ ولا کراري ده، څه نوي نشته.

ـــ ښا ((په ما ښه ولګېدې)) دا راته ووایه چې څنګه دې پېښه راوکړه، څه خبره خو ضرور شته؟

ـــ بازګل یاره یوه خبره درته کوم، البته دا هغه خبره ده؛ چې د عذر، عزت، هیلو او دوستۍ په کاغذونو لیکل شوې.

ـــ وه! نېک بخته (( په ما ښه ولګېدې)) ته خو یې یو ځل راته وکړه، زه خو ستا هره خبره منم…

ـــ مننه خیر یوسې. بازګله څه دپاسه لس کاله به کېږي چې دواړه سره نږدې ملګري یو، د کلي هر وګړی زما او ستا انډیوالۍ ته ګوته په غاښ دی. نو ماویل؛ که دا ملګري په دوستۍ هم بدله کړو، څنګه دې خوښه ده؟؟

ـــ ((په ما ښه ولګېدې)) زه پوه نه شوم، صفا صفا یې ووایه یاره!!

ـــ یره نو سړیه، ماول که زما واده ستا له خور سره وشي…

ـــ بس! ګلابه بس! دا خبره دې کولو وه چې تا وکړه!؟ ((په ما ښه ولګېدې)) دا دکلي خلک به څه وايي، چې بازګل په انډیوالۍ کې خپله خور ورکړه!؟ که دې بله کومه خبره نه وي؛ ته نور تلای شې ((په ما ښه ولګېدې))!؟

ګلاب د بازګل له ګونځو ډک تندي سترګې واړولې، بېله خدای پامانۍ پاڅېد، شېبه وروسته د بازګل له سترګو پنا شو.

نوټ: درنو قدرمنو په پښتني سیمو کې تر ډېره داسې پېښې او رښتینې کیسې شته، چې د سپینې مینې مخه ډب کولی شي. تاسې دې ډول سیمه ییزو دودونو ته له کومې زاویې ګورئ؟

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *