Categories

اعلان

Loading…

ژوند او خاطرې (پېغور) عصمت الله صالح

دولسم ټولګي مې خلاص کړ، د کانکور د ازموینې وروسته په کابل ښار کې نیمه ژورنالېزم ته بریالی شوم، یو سهار مې حرکت وکړ؛ ښار ته ورسېدم له هغه ځایه د ارزان قېمت سیمې ته روان شوم. د ارزان قېمت په پراخه سرکونو ډېر ستړی شوم، آخر مې په پوښتنه پوښتنه انستیتیوت پیدا کړ. نه پوهېږم چې ستړی به وم او که به مې خپل کم عمر ته اندېښنه وه؛ بس سمدلاسه مې مدیر ته وویل چې زه منفکي اخلم، هغه راسره ومنله او راته یې وویل: چې تراوسه دې موږ ته نوم نه دی رارسېدلی، ته به څه موده وروسته راشې او خپله منفکي به واخلې.

له ارزان قېمت نه بېرته په موټر کې راکېناستم؛ ښار، دهمزنګ، کوټه سنګی، همداسې تر کمپنۍ پورې مې ځان را ورساوه او له هغه ځایه مې خپل وطن (وردګو) ته مخه کړه.

کور کې مې یو سهار فکر وکړو؛ ماول ښا سږ کال خو پوهنتون هم نه شو، ټول کال خو هسې نه شې تېرولی راځه یو کار پیل کړه، بس هماغه و چې د خښتو تویولو ته مې ملا وتړله.

هره ورځ به مې پنځه سوه خښتې تویولې. قېمت یې هم  ښه و؛ یوه خښته په یوه افغانۍ وه.

یو مازدیګر لګیا وم خاوره مې خوشتوله (لمدوله) کتل مې چې یو څو کلیوال ملګري مې راغلل، داچې زه په خټو ککړ وم  نو له لرې مې ورسره جوړ پخیر وکړل، دوی راته کېناستل؛ مجلس مجلس آخر خبره تر کانکور او پوهنتونه لاړه، یوه راته وویل: تا هم لکه چې پوهنتون پرېښود؟ ماول هو، که ژوند بیا به کانکور ورکړم. یو بل چې په لاس کې یې د کرکټ ډنډه نیولې وه، یو دم یې وویل: ته خو د کابل پوهنتون خوبونه وینې، خو زه فکر نه کړم چې ته د په دې ککړ مخ او ببر سر د کابل پوهنتون ته ننوتلی وې، خدای دې خار نه که یې، ټول کال به د خښتې تویوې کړې وي او آخر به ام دا هیله لرې چې زه ام، لوړې زده کړې وکړم، که ما وښایې خو خیر… وروسته ټولو وخندل!!

یوه ورځ مې توره نوې درېشي په تن وه، دکابل پوهنتون د دروازې په مخ کې ولاړ وم، چې یو دم مې هماغه کلیوال ملګری مخې ته راغی، له جوړه تازه ورسته یې کارته پورته راته وکتل، خو د نور څه ویلو مخ یې نه و راته پرېښی، له لږ مجلس وروسته ځوړند سر روان شو، ما هم خپل کارت له جېب راوویست او نېغ پوهنتون ته ننوتم…

343 total views, 3 views today

1 comment

  1. بریال Reply

    عصمت الله خانه په خوږه وردګی لهجه د ډېره خوندوره خاطره ليکلې ده ، له خښتو تویولو « رېژولو » تر پوهنتونه . بې زحمته راحت نشته زما وروره . خدای ج د همداسې بریالی لره .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2