Categories

اعلان

Loading…

زموږ هېنداره/ اجمل ښکلى

(د پښتني ژوند کړه وړه) د ښاغلي دروېش دراني اثر دى، چې لومړى وار په ۲۰۱۴ کال صحاف نشراتي موسسې خپور کړى دى.

ما چې د کتاب فهرست راواړاوه؛ نو تر (سرنامه) وروسته مې پر اساطيرو سترګې ولګېد، خوند يې راکړ، ځکه دا زما د خوښې موضوع وه۔ کتاب مې له کتابتون نه راواخيست او له واره مې يې مطالعه پيل کړه. وروسته پوه شوم، چې لوستونکى لکه مقناطيس له ځانه لرې کېدو  نه پرېږدي او دا ځانګړنه ډېر کم کتابونه لري.

د اساطيرو بحث مې په خوند خوند ولوست، چې اسطوره څه ته وايي؟ لرغوني انسان څرنګه او ولې اسطورې جوړولې؟ او اسطورې له ادب سره څه تړاو لري؟

دروېش دراني د نړۍ د بېلابېلو لرغونو او موجودو فرهنګونو اسطورې په مثالونو کې وړاندې کړې دي، چې لوستونکى له اسطورې نه د راتېر شوي انساني ذهن مزل ته متوجه کوي؛ خو خبره يواځې تر دې ځايه نه تمېږي۔ دروېش پر هندي، يوناني او نورو اساطيرو سربېره پر پښتو اساطيرو هم خوندور بحث لري او له ناپښتني اسطورو سره يې پرتله کوي۔ مثلا: لاډو داسې يوه اسطوره ده، چې د پښتنو په کليو بانډو کې تراوسه د باران د ورېدو لپاره ترسره کېږي؛ خو دا په نورو آريايي اقوامو کې هم په څه نا څه توپير ليدل کېږي. دروېش د دې اسطورې بېلابېلې اجزا شني او هغو همرنګيو ته متوجه کېږي، چې د دې اسطورې او د نورو فرهنګونو د اسطورو ترمنځ موجودې دي۔

دروېش وايي، چې  پر نړۍ باندې د بشپړ پوهېدو لپاره انسان دوه لارې لرلې، چې يوه الوهي لار وه او بله د انسان خپل ذهن. د انسان ذهن دوه قوتونه لرل، چې يو يې عقل او دويم يې واهمه و. عقل چاپېريال قابو کاوه او چې څه يې له قابو وتي وو، د هغې په اړه واهمې اسطورې جوړولې، چې يونانيانو عقلي قوت ته لوګوس او څه چې واهمې زېږول، هغې ته يې ميتوس ويل. په لومړيو کې د عقل او اسطورې راکړه ورکړه ډېره وه. مثلا: اور يوه ساينسي ايجاد و؛ خو په هر وخت کې ورسره ميتوس يوه اسطوره يوځاى کړې. لکه په يوناني اسطورو کې راغلي، چې پروميتيوس له خدايانو نه اور راپټ کړ.

د ليکوال د خبرې پرخلاف د عقل او واهمې ترمنځ راکړه ورکړه ښايي وروسته پيل شوې وي، ځکه چې لرغوني انسان اسطورې ايجادولې؛ خو وروسته وروسته انسان پر طبيعي ناورينونو فکر وکړ او په دې توګه لوګوس خپل فعاليت پيل کړ. چې بيا څومره مخکې راته، واهمه يې شاته تمبوله، بلکې انسان د خپلو ايجاد کړو اسطورو په اړه انتقادي فکر وکړ، چې يو وخت يې د اسطورو پرځاى د فلسفو ايجاد ته ملا وتړله او همداسې ساينس په درېيمه مرحله کې د فلسفې ځاى ونيو. ساينسي تجربې هم په لومړيو کې د فلسفې غوندې په ذهني قياس کېدې.

بله خبره د واهمې ده. اسطورې خيالي کيسې دي، چې د ليکوال په وينا په لومړيو کې هرې کيسې ته ميتوس ويل کېده. مطلب دا چې هره خيالي افسانه ميتوس وه، خو وروسته يواځې د مذهبي اعتقادي کيسو لپاره دا نوم وکارېده. که د اعتقاد له بحث نه راووځو، هغه لاس چې د اسطورې او هنر ترمنځ ګډ کار کوي، تخيل دى. که تخيل دى؛ نو واهمه له کومه راغله؟ فروىد وايي، چې مذهب د انسان د وهم او اميد زېږنده دى. ښايي واهمه د تخيل يو داسې فعاليت وګڼو، چې تر شا يې ويره، اميد او د واقعيت ګڼلو تلوسه پټه و. زه هېڅ دا کوشش نه کوم، چې واهمه د تخيل مسخه شوې بڼه وګڼم، ځکه هغه تخيل چې په هنر کې کارېږي، هغه هم کوم ثابت حالت نه لري او د رنګارنګو عواطفو ګډوله وي.

د اسطورې د واهمې او د هنر د تخيل ترمنځ واټن ډېر کم دى. همدا علت دى، چې له اسطورو نه يواځې د مذهبي اعتقاد پر بنسټ په ادب کې د تلميح د منبع په توګه استفاده نه ده شوې، بلکې د تخيل اشتراک يې هم يو علت و. ليکوال دې خبرې ته ځير دى، چې حماسه هغه لومړى اصيل ادبي ژانر دى، چې له اسطورو نه يې مستقيم خوراک کړى. د نوموړي دريځ دا دى، چې انسان پر خدايانو عقيده درلوده او د هر کار تر شا يې د دوى لاس ليده؛ خو دوى يې ليدلى نه شول، ځکه نو داسې کيسو ته اړتيا وه، چې دوى پکې د انسان غوندې په فزيکي نړۍ کې د درک وړ وي. پر دې بنسټ يې نيمه اساطيري غوندې داستانونه (Legends) وزېږول. داسې کيسو ته د اتلولۍ اساطير(Hero Myths) وايي، چې د اتل مخ ته يې يو لوى مرام وي او رنګارنګ ستونزې يې هم له دې کاره نه شي اړولى. ليکوال د ګيل ګمېش حماسه د بېلګې په توګه وړاندې کوي.

فکر کوم، ليکوال دلته له اسطورې نه تر حماسې پورې د انساني تخيل مزل ته خو اشاره کړې ده؛ خو د حماسې او اسطورې توپير ترې ګډوډ شوى دى. اسطورې عموما شديد مذهبي ارزښت لري او ښايي زياتره د خدايانو کيسې وي. په دې کيسو کې مهم اړخ مذهبي اعتقاد دى، حماسيت پکې دويم ارزښت لري. ښايي حماسي اړخ هم ولري يا يې ګرد سره ونه لري، خو په حماسه کې حماسيت يا اتلولي حتمي ده او بل دا چې دا اتلولي د انسان غوندې کمزورى مخلوق ترسره کوي، چې کله ښايي پر انساني سربېره خدايي ريښه ولري او کله نه. مثلا: پخپله ګېلګمېش يا اشيل، چې خدايي ريښه لري؛ خو داسې بېشمېره اتلان هم په حماسو کې شته، چې خارق العادګي لري؛ خو خدايي نسب نه لري.

په دې توګه ويلى شو، چې اسطوره د حماسې منبع خو ده؛ خو حماسه د وروسته زمانو زېږنده ده. البته دا به نه هېروو، چې د حماسې په پېر کې هم انسان اسطوري اعتقادات نه وو پرېښي. مثلا: د هومر په ايلياد کې له دې سره چې د خدايانو مداخلې او څېرې وينو؛ خو بيا هم حماسه ده، ځکه اتلولي پکې د انسانانو په لاس ترسره شوې ده. همداسې د فرودوسي شاهنامه هم ده.

خبره د فردوسي د شاهنامې راغله. د فروسي پر شاهنامه باندې ليکوال په خوند خوند خبرې کړې دي او پر درو برخو يې ويشلې، چې اسطوري، نيمه اسطوري او تاريخي پړاوونه پکې راغلي. د ساسانيانو په اړه چې پکې کومې حماسې راغلې، هغه د اسطورې پرځاى تاريخي اساس لري؛ نو څرنګه چې تاريخ د دغو حماسو لپاره يوه منبع دى، داسې اسطورې هم د حماسو لپاره منبع خو کېداى شي؛ خو ترمنځ يې توپير شته. په معاصرو ادبياتو کې چې د انسان ذهن له اسطوري مرحلې راوتى دى، هم د حماسو ايجاد وينو او دا راته وايي، چې حماسې سوچه ادبي ارزښت لري.

ليکوال موږ په وروستيو وختونو کې له اسطورو نه د منبع په توګه استفادې ته هم متوجه کوي، مثلا: د بايرن نظم راوړي. د ټي ايس ايليټ (ويرانه) د بېلګې په توګه راوړي، چې د نړۍ د بېلابېلو اسطورو اجزا پکې راغلې.

د اسطورو په اړه د دروېش بحث راته ځکه دلچسپه دى، چې په اسطوره کې پر علمي اهميت سربېره په اسطور کې يو مرموز خوند احساسوو او دا خبره ليکوال درک کړې. د اسطورو د اهميت په اړه د ليکوال دا خبره د نښې منځ ولي: ”…اساطيرو ته د انسان اجتماعي خوب هم ويل شوى دى. د انسان انفرادي اندېښنې او ارمانونه په خوب کې ځان ښکاره کوي. د دغو اندېښنو د لرې کېدلو او د دغو ارمانونو د پوره کېدلو خواهش د يوه اتل بڼه اخلي….”(٣٧)

د اسطورې په پاسني تعريف کې د واهمې همغه دوه اړخونه وينو؛ خو له دې سره سره د اساطيرو بحث راته اوس هم مهم دى او که دا بحث لوستل غواړو؛ نو (د پښتني ژوند کړه وړه) يې ښه ډګر دى، ځکه دروېش راته د موضوعاتو ټول اړخونه او ټول اجزا بيانوي او هغه خبرې چې موږ پخوا يواځې د کلياتو په بڼه لوستې وې، دروېش يې راته په جزيياتو وايي او دا د دې کتاب ښېګڼه ده، چې د پوښتنو په بڼه له کلياتو نه پاتې شوي درزونه د شګو په دې جزيياتو ټپولى شو.

د فردوسي پر شاهنامه باندې موږ وويل، چې ليکوال په خوند خوند خبرې کړې او په دې خوند کې يې د پښتو د حماسو موجوديت هېر کړى هم دى. نوموړى د عربو او پښتنو ترمنځ د حماسې د نشت له امله ورته والى ويني، ځکه چې دواړه قومونه پر قبيلو ويشلي او حماسه د يوه داسې قوم زېږنده وي، چې له قبايليت راتېر شوى وي او په قومي اتحاد کې ورک وي. دا خبره سمه ده، چې پښتانه تراوسه قبيله پرست دي؛ خو دا خبره دقيقه نه ده، چې په پښتو کې حماسې نشته. استاد زلمي هېوادمل په پښتو کې ډېرې ولسي او ليکنۍ کيسې ښودلې دي، چې د حماسو اصول پوره کوي. البته د شاهنامې غوندې د حماسو يوه ټولګه نه لري؛ خو د دې مطلب دا نه دى، چې پښتو کې حماسې نشته. مومن خان او شېرينو په دغو ګڼو حماسو کې يوه ده، چې ليکوال يې په عادي داستانونو کې راولي.

خو دروېش د شاهنامې په اړه يو بل فکر هم راکوي او هغه دا چې د شاهنامې د لومړيو حماسو ځمکه د اوسني افغانسان جغرافيه ده. دا خبره موږ هم اورېدلې وه؛ خو دروېش وايي، چې فردوسي دا حماسې په پارسي نظم وويلې؛ نو خلکو ګومان وکړ، چې دا د پارسيانو فرهنګي ورثه ده.

خبره دا ده، چې ولسي داستانونه موږ ته څه ګټه لري؟ دروېش دا پوښتنه ډېره ښه حل کړې، چې دا داستانونه قوم ته د يووالي تصور ورکوي او که له يوه قوم نه ځان د غلامۍ په ايرو کې ورک هم شي، دا داستانونه ورته لکه سپرغۍ خپله پرتمينه ماضي وريادوي او په دې توګه قومونه ازادۍ او هېوادسازۍ ته هڅوي.

پر اسطورو باندې تر هر اړخيز بحث وروسته ناڅاپه له يوې داسې موضوع سره مخ شوم، چې هيله مې يې نه کوله او هغه په فولکلوري کيسو کې د پښتونولۍ لټه وه. د اسطورو تر دلچسپه بحث وروسته راته دا بحث چندان خوندور نه شو ښکاره، ځکه چې د پښتونولۍ کيسې مې ډېرې اورېدلې وې او ان کله کله خو پکې راته تش ځان پړسول ښکارېدل. ډېر ځوانان فکر کوي، چې د مدنيت او زموږ ترمنځ همدا زموږ پښتونولي يو پنډ دېوال دى، چې د غيرت او پښتو په نامه له افرادو اختيار او ژوند اخلي؛ خو دروېش دا ډول تصور نه لري. دروېش وايي، چې دا غمى سمه ده، چې د بدويت په خټو ککړ دى؛ خو که خټې ترې لرې شي؛ نو ښه ځلا کولى شي. مطلب، چې څه لرې، هغه له يوه سره مه هېروه، د خپل تاريخ کومې کارنامې او خپل هغه قومي ځانګړنې چې تا سره د رڼې ګاندې په ترلاسي کې مرسته کوي، هغه مه پرېږده. د ليکوال دا ټوله شننه د حمزه بابا د لاندې بيت تفصيل دى:

اۤيينه د ننني تهذيب دې ښه ده

خو جوهر پرې د ساده پرون پکار دى

په دې لړ کې ليکوال د حمزه بابا نور شعرونه هم د مستندو حوالو په توګه راوړى، چې شک پرې نه شي کېداى. حمزه بابا د اسلام او پښتو ترمنځ مشترک خصوصيتونه ليدل، ځکه له پښتو سره جنت ته ته. دروېش د اسلام او د پښتنو د ځينو اصولو لکه قصاص او بدل او داسې نورو ترمنځ ورته والى ليدلى؛ خو د بدل يا غچ پر نااسلامي اړخ يې نيوکه کړې ده. البته دا نيوکه يې ستوغه نه ده. دروېش په دې پوهېږي، چې پر اسلامي احکامو او پښتني خويونو زغرده نيوکه د پښتانه لوستونکي د زغم وړ نه دي، ځکه نو دا دواړه د دې کتاب تر اخره د ليکوال لپاره حساس شيان دي. ليکوال هڅه کوي، چې د اسطورې او مذهب ترمنځ څرګند توپير وښيي او همداسې چې د پښتونولۍ خبره راځي؛ نو داسې رومانټيک تصور لري. ښه مثال يې د پښتنو ترمنځ قبيلوي جګړې دي، چې ليکوال پر دې ډبرو خپل د غوښې لاس راکاږي او داسې فکر کوي، چې موم مې کړل. له دې هر څه سره دا خبره له دلچسپۍ خالي نه ده، چې دروېش موږ ته زموږ او زموږ د تاريخ په اړه مثبت فکر راکوي.

په ولسي ادب کې د پښتني ژوند پر کړو وړو باندې تر يوه ناتکراري بحث وروسته د پښتو ژبې پر وده او پر پښتنو مفکرينو او مشاهيرو خبرې کوي. وروستۍ برخه يې پر درو افغان-انګليس جګړو باندې پر هغه جزيياتو خبرې کړي، چې موږ يې په دومره ښه ترتيب او استدلال په نورو تاريخونو کې نه شو موندلى.

تر درېيم څپرکي وروسته د موضوعاتو دا ناانډولتيا د بېلابېلو څپرکو په ډول بيا بيا وينو. لوستونکى فکر کوي، چې ليکوال نامتجانس موضوعات راټول کړي. ىو ځل په حماسه بحث کوه، بل ځاى پر پښتونوالۍ، بيا پر څو اشخاصو، بيا پر سياسي تاريخ او موږ پوهېږو، چې دا د ليکنو ټولګه نه ده؛ خو چې لوستونکى څومره مخکې ځي د کتاب  د ټولو موضوعاتو ترمنځ يو غځېدلى دروني تار احساسوي، چې دا ټول موضوعات يې له يو بل سره پېيلي او دا کار د دروېش د (په ناورين پسې ناورين) کې د ټولو منظومو داستانونو ترمنځ هم وينو او دا راته وايي، چې دروېش د موضوعاتو ژورو ته متوجه دى. قومي فکر او د پښتني ژوند کړه وړه هغه تار دى، چې د دې ټولو موضوعات ترمنځ غځېدلى دى.

دروېش پر ميرويس نيکه او احمدشاه بابا داسې ناويلې خبرې لري، چې ډېرې کمې يې په تاريخونو کې موندلى شو. تر دې مخکې چې نوموړى د بايزيد انصاري او خوشال په اړه هم ورته شننې لري.

موږ خوشال په دې ملامتوو، چې د مغولو لپاره يې بېدرېغه پښتني وينې وبهولې؛ خو دروېش چې د دې لاملونو تر شا د موجودو علتونو کومه خاکه راښکلې، په اسانه د لوستونکي زړه ته لوېږي. موږ پخوا دا نه وو لوستي، چې د خټکو او يوسفزو دوښمني يواځې د مغولو د نوکرۍ له امله نه وه، بلکې له کندهاره راکوچېدلو سړبنو ته چې کرلاڼو دلزاکو ځاى ورکړ او يوسفزي چې سړبني وو، ورو ورو د سوات سيمه هم ونيوله او له خټکو سره- چې کرلاڼي وو، هم دا ويره پيدا شوه، چې يوسفزي به له موږ هم دا ځمکې نيسي. بيا خټکو د خپلو دلزاکو کرلاڼو داسې قتل عام او سپکاوى چېرته زغملى شو، نو د دې دوښمنۍ زړى هغه وخت لار کرل شوى و؛ خو چې کله د مغولو خطر ټولو ته متوجه شو او د ننګ خبره شوه، نو بيا هيچا ته د دې قبيلوي دوښمني اهميت پاتې نه شو او خوشال د يوه زبردست موقعه شناس په توګه له دې حالته ښه استفاده وکړه.

د دروېش په دې کتاب کې چې خوشال ولولو، رښتيا مو يې هم د قلم او تورې پر لويوالي باور وشي.

دروېش د پښتو د نصاب او رسنيو پر تاريخ هم کلي خو خوندور بحث لري؛ خو په دې کتاب کې ښېګڼه دا ده، چې دروېش راته يواځې تاريخ نه بيانوي، بلکې د شننې له لارې مو په دې هم پوهوي، چې پښتو څرنګه پرمختګ کولى شي؟ او ولې شا ته پاتې شو؟ په دې کتاب کې تاريخ او تشريح غاړه غړۍ شوي او دا د دې کتاب بل کمال دى.

دروېش شاعر دى او له شاعرانه ژبې يې ښه استفاده کړې. د بحر غوندې ارامه ژبه، چې ډېر کم پکې تموج ليدلى شو. د دې اسانه ژبې په برکت راته دا ټول مفاهيم اسانه شوي. موږ چې که يو پاراګراف ليکو؛ نو د متناقضو موضوعاتو له پيوستونه رانه څپاند شي؛ خو دروېش ارام روان دى. متضادې جملې او حالتونه د موم غوندې ويلي کړي.

د خبرو د وضاحت لپاره ځاى پر ځاى تشبيهات کاروي. مثلا: پښتانه قبايل داسې جسم دى، چې سر يې قبايلي مشر جوروي؛ نو که دا سر درسره و، ټوله تنه ستا ده؛ خو که دا سر درنه واواښت، ټوله قبيله درنه واوښته. د تيمور شاه او زمان شاه په وختونو کې د بېلابېلو قبايلو مشران په مراعات ساتل کېده او که به يو مشر خپه شو؛ نو ټوله قبيله به درنه منحرفه شوه. د قبيله پرستۍ لپاره دا ښه مثال دى.

دا يې يواځې يوه بېلګه وه. په دې کتاب کې به تاسې ګام پر ګام له داسې تشبيهاتو سره مخ شئ او يواځې دا نه چې خوند به ترې واخلئ، بلکې د ليکوال خبره به هم داسې درک کړئ او داسې به مو په ذهن کې کېني، چې که يې هېروئ، نو هغه تشبيه به مو يې هېرولو ته نه پرېږدي.

خبره پرې دې ځاى نه تمېږي. د دروېش کتاب لکه د تمثيلي ادب يوه مجموعه چې وي، د استدلال لپاره له کيسو او خاطرو نه پرځاى استفاده کوي او لوستونکى داسې نه انګېري، چې ګنې تاريخ لولم، بلکې يوه ادبي شهپاره چې لولي. دروېش په دې پوه دى، چې تش تحليلونه لوستونکى ستومانه کوي؛ نو ښه دا ده، چې دا تحليل ورته د خاطرو او کيسو په مثالونو کې وړاندې شي، ځکه زموږ خاطرې او کيسې زموږ ډېرو ملي او ټولنيزو مسايلو ته اشاره کوي او زموږ د تاريخ نه بېلېدونکې برخې دي.

په يوه قومي موضوع کې د فردي تجربو او خاطرو يا کيسو داخلول بحث شخصي مجلس او ادب ته ورنېژدې کوي. په دې طريقه يوه ټولنيز ستونزه د هر فرد ستونزه شي او لوستونکى ځان په دې اۤيينه کې وويني او داسې يې ادبي ذوق هم خړوب شي. البته دومره پام پکار دى، چې علمي اساسات ورسره ونه نړېږي او لوستونکى پر کتاب د يوه تاريخي واقعيت پرځاى د چورلټ ادبي اثر ګومان ونه کړي. دروېش د تاريخ او ادب د امتزاج بريالۍ هڅه کړې؛ خو تاريخ يې مسخه کېدو ته نه دى پرېښى. د دواړو ترمنځ يې توازن ساتلى دى. زه يې په تمثىلي بڼه د پښتنو د خپلمنځيو جګړو د علتونو د وضاحت لپاره دا يوه بېلګه رااخلم:

د بابا فريد (رح) په اړه ويل کېږي، چې هغه سړى وليد، چې د غوا په غاړه کې يې پړى وراچولى دى او کشوي يې، خو هغه شاته زورونه وهي، له ده سره نه ځي. بابا خپل ورسره ملګري يوه مريد ته وويل، چې ستا په خيال دغه سړى په غوا پورې تړلى دى که غوا په سړي پورې تړلې ده. مريد ځواب ورکړ، چې پړى د غوا په غاړه کې دى او سړى يې کشوي، خو نو غوا په سړي پورې تړلې ده. ده ورڅخه وپوښتل چې که ته دغه پړى په يوه تېره بياتي يا بل تېغ غوڅ کړې، نو غوا به په سړي پسې ځغلي که به سړى په غوا پسې منډې وهي؟ د مريد جواب و، چې نه سړى به په غوا پسې منډې وهي. ده ويل، چې بيا خو نو سړى په غوا پورې تړلى دى، چرته چې هغه ځغلي، دى به په ځان پسې کشوي او ځغلوي. په دغه حکايت کې مريد هغه پړى ليد، چې د غوا په غاړه کې و، په کوم حقيقي پړي چې سړى له غوا سره تړلى و، هغه ته يې پام نه و. دارنګه چې دا دنيا څنګه روانه ده، هغه د دغسې ظاهري پړو په زور نه ده روانه. د دغو ظاهري پړو تر شا نور حقيقي پړي کار کوي. دغه حقيقي پړي د علم په رڼا کې ليدل کېداى او پېژندل کېداى شي، چې له پښتنو سره لاتراوسه نشته. دا نن سبا چې د دوى پر مځکه د ورور وژنې کوم پايته نه رسېدونکى ناورين روان دى، د هغه په ختمولو کې دغه ولس په دې پاته راغلى دى، چې په دې سم پوه نه دى چې په دغه شخړه کې د راګېرو ډلو په غاړه کې حقيقي پړي د چا او چا دي او هغوى دوى څه دپاره سره راکشوي.(١٦٠-١٦١)

که نور هر څه پرېږدو په پورتني کيسه يواځې (خو نو) او ( د چا او چا) دا سبک عامې ګړېدا ته ورنېژدې کوي او د تاريخ له رسمي ژبې يې راوباسي. دا ټول کتاب دومره تقريري ژبې ته نېژدې دى، چې ښايي په سخته ورته د تقريري ژبې تحريري انتخاب ووايو، هغه انتخاب چې د ژاک درېدا په ګډون يې د ژبې او متن زياتره پوهان نيمګړى ګڼي.

دا کتاب له ډېرو کمالونو ډک دى، چې هم مو هنري ذوق خړوبوي او هم راته د پښتنو د فرهنګ په اړه منسجم فکر راکوي. بله دا چې قبايليت ځپلو پښتنو ته د ملي يووالي مستدل پېغام لري.

دې کتاب ثابته کړه، چې دروېش يواځې ښه شاعر نه دى، بلکې ښه ليکوال او مفکر هم دى.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *