Categories

اعلان

Loading…

شین/ اجمل پسرلی

 لاس یې وچ شوی و. څک، څک و. سترګې یې رڼې کړې. د باران څاڅکې د پله له ژیو راڅڅیدل. د تریزا سر یې ورو له خپل مړونده ښکته کړ، د نجلې شنې سترګې وځلیدې. ده شونډې د هغې پر شونډو کیښودې چې پښه یې راټولوله اخ یې کړ.

 تریزا ته یې اشاره وکړه چې پاڅي. هغې پلاستیکي کڅوړې ورسره راواخیستې او بیک یې شاته واچاوه.

 پیتر، تریزا ته وکتل. خپله پښه یې ټینګه کړه. بیا تریزا ته ځیر شو.  هغې په خندا پوښتنه وکړه:

-ولې داسې راته ګورې لکه چې نه دې یم لیدلې

-چې کور دې نه وي نو دا وریځې هم کاشکي نه وي

-ته زما ځواب راکړه

سړي د جمپر خولۍ پر سر سمه کړه:

-کاشکي دا اسمان ستا د سترګو په څیر شین وای

نجلۍ د ده پر ولې غاړه کیښوده. سره ودریدل، باران و، بیا روان شول.

 د ښار په چوک کې پیتر راځوړند ساعت ته وکتل:

-اوهو دا خو لا اووه بجې دي راځه بیرته ځو

تریزا یوه کڅوړه کلکه پر مځکه ووهله، په تګ تګ کې یې وویل:

-ستا یې په ساعت څه له خوبه دې د همدې لپاره راویښولم

پیتر زنګون کلک ونیو:

-ته ودریږه… ودریږه پښه مې درد کوي

تریزا تیزه شوه. پیتر  کڅوړه راواخیسته، یو ورست انار پکې پروت و، پر هغه یې ساعت وویشت. د ساعت د ماتو شیشو  له کړنګ کړونګ سره روان شو.

یوه لور ته یې وکتل، بل لور ته یې وکتل، لکه چې په خړو وریځو کې د بیکوره تریزا په شنو سترګو پسې ګرځیده.

پراګ

14 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *