Categories

امریکايي جنرال وايي، روسیه د طالبانو ملاتړ کوي

تاند- د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف وټل (Gen. Joseph Votel) د چهارشنبې په ورځ /مارچ ۲۹/ روسیه د افغان طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

د واشنګټن تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال وټل پر روسی دا تور په داسي حال کې پوري کړ چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره د افغانستان په شپاړس کلنې جګړې کې د امریکا د حضور د دوام په اړه پر نویو پلانونو غور کوي.

جنرال وټل د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل:

«موږ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه بیا کتنه کوو او باید په دې لړ کې راتلونکو چارو ته پام وکړو.»

د امریکا په سنا جرګې کې د دیموکرات ګوند سناتورې سوزن ډافیس د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې له امریکايي جنرال څخه په کلکه وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې د روسیې دخالت او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو مضوع ته زیات پام واړوي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا جرګې همدې کمېټې ته ویلي و چې احتمالاً روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

جنرال وټل د جنرال نیکلسن خلاف په زغرده د امریکا د سنا جرګې پوځي کمېټې ته وویل چې روسیه له طالبانو سره د وسلو په شمول راز راز مرستې کوي.

تر دې وړاندې د کندوز ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو ویلي و چې روسیه طالبانو ته د وسلو د ورکولو ترڅنګ د هغوی درنې وسلې ترمیموي.

خو دا په داسي حال کې ده چې پرون /چهارشنبه – مارچ ۲۹/ د روسیې ولسمشر وویل چې د افغانستان پر حالاتو اندېښمن دی او د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتونکی دی.

3 comments

  1. Satar Reply

    Ka amrica ghwari che da jagra wagati yawazinai lara ey da da che pakistan tota au taqseem kri bas trorizm pa manteqa ki khatmigi.

  2. سلیم Reply

    دا کار یی هم له تاسو زده کړی، یووخت تاسوهم پیښور کی اوه ترهګرو ډلو ته پیسی او وسلی ورکړی او افغانستان مو پری وران کړ

  3. mha Reply

    US has not been able to bring peace during the last 16 years and 150000 army let Russia do it.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *