Categories

اعلان

Loading…

د جرمني پولیسو یو افغان طالب قوماندان ونیو

تاند – په جرمني کې پوليسو ويلي چې د ١٦ امريکايي او افغان سرتېرو پر وژلو تورن افغان طالب قوماندان يې نيولى دى.

جرمني رسنيو خبر ورکړى چې نيول شوى طالب قوماندان عبدالله نومېږي او خواوشا ۳۰ کاله عمر لري.

رسنۍ لیکي چې دغه طالب قوماندان تېره اونۍ په بواریا یا بایرن ایالت کې نيول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دى.

د جرمني څارنوالۍ ويلي چې قوماندان عبدالله په ۲۰۰۲ کال له طالبانو سره يو ځاى شوى و او په ۲۰۰۴ کال کې د څو وسله والو قوماندان شو، او سپکې او درنې وسلې يې ترلاسه کړې.

سرچينې ويلي چې دغه قوماندان د نورو بريدونو تر څنګ د افغان او امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کې هم لاس درلود چې په ترڅ کې يې ۱۶ امريکايي او افغان سرتېري وژل شوي وو.

31 total views, 1 views today

2 comments

  1. SAS Reply

    Trump tells the truth: Merekel let Germnany into a disaster for allowing refugees into the country.

  2. سلیم Reply

    هغه خو به په جنګ کی پوځیان وژلی وی خو د زرګونو ملکی خلکو وحشی قاتلان محقق و دوستم ته بیا برلین کی میملمستیاوی ورکوی. په داسی عدالت کی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *