Categories

اعلان

Loading…

ادبيات ولې لولو؟/ اجمل ښکلى

سعدي په ګلستان کې حکايت کوي:

يو باچا له څو نېژدې ملګرو سره ښکار ته وووت. د ژمې شپه پرې بهر راغله. د يوه بزګر کور يې وليد. ويې ويل: شپه به ورکره تېره کړو. يوه وزير وويل: د بزګر کور د باچا وړ نه دى. همدلته به خېمه لکه کړو او اور به بل کړو. بزګر خبر شو. خواړه يې راوړل، ځمکه يې ښکول کړه. ويې ويل: سلطان په راتګ ونه غوښتل چې د بزګر مقام لوړ شي. خبره د د سلطان خوښه شوه. شپه يې وروړه. سهار يې خلعت ورکړ او بزګر چې د سلطان په رکاب کې روان و، دا شعرونه ويل:

ز قدر و شوکت سلطان نګشت چيزى کم

از التفات به مهمانسراى دهقانى

کلاه ګوشه دهقان به اۤفتاب رسد

که سايه بر سرش انداخت چون تو سلطانى

دا پوښتنه(ادبيات ولې لولو؟) د بل هر مسلک په اړه کېداى شي. موږ تاريخ ولې لولو؟ چې د تېرو قومونو له حاله ځانه خبر کړو؟ خو دا به د تاريخ د ارزښت په اړه نيمګړى ځواب وي. موږ تاريخ ځکه لولو، چې د بشري فکر پر بدلون ځان پوه کړو، چې ولې او څنګه بدلون کوي؟ او له دې لارې غواړو، چې ژوند وپېژنو.

د (ژوند وپېژنو) ځواب د ادبياتو په اړه هم سم دى. موږ يواځې تاريخ نه، ساينس، ارواپوهنه، فلسفه، مذهب او ادبيات هم د دې لپاره مطالعه کوو، چې ژوند وپېژنو، چې ژوند څه دى؟ او موخه يې څه ده؟

ادبيات له موږ سره د ژوند په پېژندلو کې مرسته کوي. چا چې سينوهه لوستى، تر بل هر هغه کس ژوند ښه پېژني، چې سينوهه يې نه دى لوستى. کيسې، ناولونه او شاعري راته هغه تجربې بيانوي، چې موږ ورسره نه يو مخ شوي او که ورسره مخ شو؛ نو څنګه چلن ورسره وکړو؟

خو هنر موږ يواځې د دې لپاره نه لولو، چې ژوند رامعرفي کړي، بلکې تر شا يې نورې موخې هم دي.

موږ يواځې په فزيکي نړۍ کې ژوند نه کوو، بلکې تر نيم زيات ژوند مو د خيال په دنيا کې تېرېږي. ليکوال يا شاعر د خپل تخيل په مرسته ځان ته د شعر يا کيسې شيش محل جوړوي؛ خو دا يواځې د ليکوال يا شاعر نه وي، بلکې لوستونکي ته هم اجازه ورکوي، چې پکې واوسي.

ادبيات موږ د دې لپاره لولو، چې هغه کارونه پکې وکړو، چې د امکاناتو د نشت له امله يې نه شو کولى. ارستو د اپلاتون د دې خبرې، چې شاعر ټولنه بداخلاقۍ ته هڅوي، پر وړاندې وويل، چې شاعري څوک بداخلاقۍ ته هڅوي نه، لا چې پر دريځ باندې ترسرېدونکې تراژيدي د نندارچي ناوړه احساسات سړوي. يعنې د نندارچي احساسات په ټولنه کې چا ته تر زيان اړولو مخکې رام شي. ارستو د دې کار لپاره د کاتارسيس(catharsis) کلمه کاروي، چې رواني تطهير يا چاڼ ته وايي، چې په دې کې عقدې او رنګارنګ احساسات راتلى شي.

ښايي، څوک ووايي، چې ښه نو هنر افيوم دي. همدا خبره مارکس د مذهب په اړه کړې وه؛ خو دا خبره دقيقه نه ده. که د هنر مخه وهم نيسو، تخيل خو له انسان نه نه شو اخىستى او تخيل له واقعيت نه تېښتې ته لار جوړوي. که د يوه کس پر غاښ درد وي، ډاکټر يواځې د نشې ګولۍ نه ورکوي، بلکې درملنه يې هم کوي. هنر د هغې ګولۍ غوندې دى، چې نشه او درملنه پکې دواړه موجود وي. موږ په هنر کې د خپلو واقعي رنځونو علاج هم مومو او ارام هم او دا دواړه پکې داسې غاړه غړۍ وي، چې توپير يې اسان نه وي.

تخيل راته هغه دنيا جوړوي، چې موږ يې غواړو. مطلب دا چې په هنر کې د بشري خواهشونو زبردسته ننداره کولى شو او که د تاريخ يا ارواپوهنې په نامه کوم علمي کتاب ليکو؛ نو بايد ادبيات ولولو، چې انسان څه غواړي؟

د ارستو د خبرې يوه ضمني مانا دا هم ده، چې ادب موږ د ژوند پر بلاوو باندې د برلاسي لپاره هم لولو. موږ غواړو، چې له خطرو پرته خونړۍ تجربې وکړو او د مرګ تر ديوستانه لاړ شو. موږ غواړو، چې پر خپلو ويرو غالب شو او د دې غلبې لپاره د مرګ د خطر له امله عملي هڅه نه شو کولى، نو ادب داسې يوه ارامه لار ده، چې موږ ته د زړورتيا احساس راکوي، لکه يو ډارن فلم چې ګورو يا د ګيمونو په ډګر کې جګړې کوو.

که د يوه کرکټر ناوړه حالت ووينو، وايو، ښه ده، چې دا زه نه يم. ښه ده، چې ما داسې کار نه دى کړى. ښه ده چې زه له داسې شرموونکې بربادۍ سره نه يم مخ شوى او ښه دښ، چې زه د (جنګ او سولې) په جګړه کې نه يم.

خو په ادبياتو کې د انسان له دومره ټولنيزو ګټو پرته يو بل څيز هم دى، چې هغه خوند دى. موږ ادبيات ځکه لولو، چې خوند راکوي. فرويد وايي،  چې د انسان د ژوند موخه خوند اخيستل او له فزيکي او رواني درد نه ځان ساتل دي. د انسان د هر فعاليت تر شا همدا موخه پرته وي.

د بشر تاريخ د انسان د خوند کيسه ده. يواځې دومره ده، چې دې خوند د فرويد خبره لباسونه بدل کړي. د فرعونيانو د اهرامونو تر شا خوند، د مذهبي کړيو د جدي استدلال تر شا خوند، د خوندور ژوند لپاره د پيسو د راټولولو تر شا خوند، د شهرت خوند، د مينې خوند او د ادبياتو د لوست خوند. موږ د دروېش شاعري ځکه لولو، چې د ښکلا تږى ذوق مو خړوب کړي او په دې طريقه خوند واخلو. لکه  د خوراک تر شا چې زموږ يواځې جسمي اړتىا نه ده، بلکې خوند هم دى. که خوند نه واى، ډوډۍ به راته کړاو واى، دغسې د ادب د لوست خوند هم دى، خو دا خوند حسي نه، رواني دى او له دې نه معلومېږى، چې خوند پر هر څه بر دى.

انسان متجسس مخلوق دى. غواړي، چې هغه خبرې واوري او هغه جزيرې وويني، چې عملا يې اورېدى او ليدى نه شي. دا که د پاولو کويلو د کيمياګر صحرايي سفر دى او که د شپون صاحب خيالي خان اۤباد.

پر دې سربېره د شاعرۍ موسيقي او وزن هم د انسان د فطرت تنده خړوبوي او په دې ډول د (ادبيات ولې لولو؟) پوښتنې لپاره ګڼ نور ځوابونه هم موندلى شو.

خو دا ځوابونه هغه چا ته اهميت نه لري، چې ادبيات يې د ژوند لپاره نه، د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره لوستي. داسې کسان پرې ښايي وظيفه هم ومومي؛ خو له ادبياتو نه به هغه استفاده ونه کړي، چې د ادبياتو موخه ده.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

336 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸