Categories

اعلان

Loading…

مات لاس په غاړه بار وي/ببرک دروېش

مات لاس په غاړه بار وي.

کله ناکله مجبوریتونه دومره زورور شي چې هندو ته به ماما وايې.
په دې خو سره پوهیږو چې دا ځېنو ته د هر چا غیږ خلاصه ده او دوی هم له درنګ او فکر پرته د هر چا لمن ته ځانونه غورځوي.

په داسې نظام کې چې بهرنیانو پرې د قومي ویش لپاره پانګونه کړې، له خس یې کس جوړ کړی هلته هره نادوده د یو منل شوي حقیقت په ډول تحمیلیدای شي.

د نظام دننه سیاسي مخالفتونه، د دولت وسله والو مخالفینو فشارونه، د ګاونډیانو پټې ښکاره جګړې د نړیوالو زبرځواکونو او د سیمې د زورورو نیابتي جګړو څخه به ولسمشر هم ناخبره نه وي بلکه ښايي په دې برخه کې به یې درک له مونږ ډیر او بیخي زیات وي.

دلته نور د ملت تعریف نشته، هر لوری خپل خپل اتلان ستایي، د واحد ملت د جوړیدو ټولې پولې ړنګې شوي، نو په داسې حالت کې د خلاصون او نجات څرک څنګه پیدا کیدای شي؟

ولسمشر مه ملامتوی، نړیوالې ټولنې او په سر کې امریکا د ننني ډیموکراټیک افغانستان بنسټ په غلطه کېښود، هلته یې د شمال ټلواله په ټول افغانستان واکمنه کړه، په پردیو میزونو د افغانستان د ویش نقشه وغوړول شوه، له افغانیت انکار او ملي سرود ته سپکاوی معمول ګرځيدلی.

اوس بله لار نشته یا به یې زغمو او یا به د دغه ناسور ټپ د لاسه د خپل وجود یو غړی پرې کوو.
قضاوت تاسې وکړئ

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. منګل Reply

    یوه پښتو لنډۍ ده چی وایی
    خلک به هر څه هر څه وایي
    زه په پردي جواص کی چا لیدلی یمه
    زموږ تر غټو غټه بدبختي دا ده چی د خپلو مسؤلیتونو خپلی اوږې سپکې کوو ګناه پر پاکستان، ایران، روس او امریکا وراچوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *