Categories

اعلان

Loading…

نشم کولای/ لیکوال: چیک مورمن / ژباړن: جاوید آفتاب

د دونا ښوونکې درسي ټولګی له نورو هغو درسي ټولګیو سره کوم ځانګړی توپير نه درلود، چې ما د څارنې په وخت کې لیدلي وو. ټول زده کونکي په پنځو قطارونو کې ناست وو او په هر قطار کې شپږ یو کسیزې څوکۍ ایښودل شوې وې. د ښوونکي میز او څوکۍ د زده کوونکو مخامخ ایښودل شوې وه، توره تخته د زده کوونکو له خوا په بېلا بېلو مطالبو ډکه وه، د ټولګي د معمول په شان وه، خو په دې ورځ چې ټولګي ته ننوتم، له یو عجیب احساس سره مخامخ شوم، پر زده کوونکو باندې یو ځانګړی و وضعیت حاکم شوی و.

دونا یوه نړۍ لېدونکې او تجربه لرونکې ښوونکې وه، چې د عمر ډېره برخه یې په تدریس کې تېره کړې وه، تقاعد ته یې یوازې دوه کاله پاتې و. هغه د منځني عمر ښځه وه او د ژبو او ادبیاتو ښوونکې وه.

د ټولګي مخ ته په یوه خالي څوکۍ کښېناسته او د زده کوونکو ننداره یې کوله. زده کوونکي ټول په ورکړل شوي دنده بوخت وو. هغوی خپل افکار او عقاید د کاغذ پر مخ رسمول. زما تر څنګ چې کوم زده کوونکی ناست و، خپله ټوله پاڼه یې په (نشم کولای ) عبارت سره  ډکوله.

  • نشم کولای، چې د فوټبال توپ د میدان تر نیمايي شوټ کړم.
  • نشم کولای، چې له لس ځلې ډېره لامبو ووهم.
  • نشم کولای، داسې کار وکړم، چې ملګري راسره مینه وکړي.

پاڼه له نیمایي ډېره په همدې جملو ډکه وه، کومه بله نوې خبره په کې نه وه. بس یوازې په همدې جملې ګرم راغلی و.

له خپل ځایه پورته شوم او د یو یو زده کوونکي پاڼې ته ځیر شوم. ټول له یوه سره په همدې جملې مئین وو او د ( کولای شم ) نه ټول عاجز وو.

  • نشم کولای، چې سهار وختي له خوبه پاڅم.
  • نشم کولای، چې بهرنۍ ژبه زده کړم.
  • نشم کولای، چې کار کې له حوصلې او زغم نه کار واخلم.

په دې اړه وضاحت ته وهڅېدم او پریکړه مې وکړه، چې موضوع له ښوونکې سره شریکه کړم. کله چې د ښوونکې خوا ته ورغلم، نو هغه هم په لیکلو بوخته وه. غوره مې وګڼله، چې مزاحم یې نه شم.

په دې فکر کې وم، چې ولې زده کوونکي او ښوونکې د مثبتې جملې (کولای شم) پر ځای د منفي جملې په لیکلو  بوخت دي. بیرته خپل ځای کې کښېناستم او بیا د زده کوونکو په ننداره شوم. په دې وخت کې ځینو زده کوونکو پاڼې ډکې کړې وې او ځینې اوس هم لګیا وو، چې ښوونکې غږ وکړ، ښه ! نور بس دی ! وروستۍ جمله مو بشپړه کړئ ، نورې مو ورقې را ټولې کړئ او ما ته یې راوړئ. کله چې زده کوونکي دونا ښوونکې ته نږدې شول، نو ښوونکې ورته وویل، چې (نشم کولای) مو ټول هغه د میز په سر صندوقچه کې واچوئ.

کله چې ټولو زده کوونکو خپلې ورقې هغې صندوقچه کې واچولې، دونا ښوونکې خپله ورقه هم په صندوقچه کې واچواله او سر یې بند کړ. صندوقچه یې په څنګ کې ونیوله او له ټولګي ووته، زده کوونکي هغې پسې او زه د زده کوونکو پسې روان وم. د دهلیز نیمایي ته چې ورسېدل، نو ودریدل او دونا ښوونکې د کار کوونکو خونې ته ننوته او بیرته له بیلچې سره راووته، په یو لاس کې یې صندوقچه او بل لاس کې یې بیلچه نیولې وه او له زده کوونکو سره له دهلیز نه دباندې د لوبو خاورین ځای ته لاړه. ټول د ځمکې په کیندلو لګیا شو، د دوی اراده دا وه، چې (نشم کولای ) همدلته خښ کړي، د ځمکې په کېندلو کې ټولو زده کوونکو له زړه نه برخه اخسته، کله چې کنده یو نیم متر ته ورسېده، نو بس یې کړه. د (نشم کولای) نه ډکه صندوقچه یې په کنده کې واچوله او ډېر په بېړه ټولو پرې خاورې واړولې. ټولو ۳۱ زده کوونکو سره د دونا ښوونکې د تازه قبر نه ګرده ګړۍ جوړه کړه او په دې وخت کې دونا ښوونکې په خبرو پیل وکړ:

زده کوونکو هیله کوم ټول یو بل ته لاسونه سره ورکړئ او سرونه مو ټیټ کړئ. ټولو زده کوونکو یو بل ته لاسونه ورکړل او سرونه یې ټيټ کړه. دونا ښوونکې دعا پيل کړه:

ملګرو موږ نن د (نشم کولای) د مړي پر مراسمو راټول شوي یو. کله چې دی په دې ځمکه ژوندی و،نو زموږ د هر یو په ژوند یې ډېر اغیز کړی و. دا عبارت په عمومي ډول په هر ځای کې لکه، ښوونځي، ادارات، کاري ساحو او نور… ځایونو کې به د خلکو په خولو کې وه. نن موږ دې مرحومې ته ابدي ارام ځای برابر کړو او ښه ډبرین قبر مو ورته جوړ کړو. هغه نور زموږ په منځ کې نشته. د هغې یاد او خاطره د هغې وروڼو او خویندو (کولای شم، توان یې لرم، نورو) په وجود کې او زموږ په ذهنونو کې پاتې ده. د هغه دا خویندې او وروڼه د هغه په شان ډېر مشهور او ځواکمن نه دي. اما هیله منده یم، چې د ستاسې دوستانو په مرسته به دوی هم د هغه په شان په ټوله نړۍ کې مشهور او ځواکمن کوو او د هر چا په خوله به یې تکرار وو. پرېږدئ، چې (نشم کولای) په خپل ابدي خوب ارامه ویده وي او پاتې خویندې او وروڼه یې په خپل کمال سره ژوند ته دوام ورکړي. آمین

کله چې مو د ښوونکې خبرو ته غوږ نیولی و، فکر مې کاوه، چې زده کوونکي به دا ورځ هیڅ کله هم هېره نه کړي، ځکه دا د ژوند له پاره یو سمبولیک او استعارې نه ډک کار و، دا کار یو ګران بیه تجربه وه، چې د هر شخص په اګاه او نااګاه ضمیر کې یې اغیز درلود.

د (نشم کولای) لیکل، د هغه خښول او هغه ته دعا کول، دا ټول یو له مانا نه ډک کار و، چې له دغې ښځینه ښوونکې له خوا ترسره شو. البته کار همدلته پای ته ونه رسېده. وروسته له دې مراسمو ښوونکې زده کونکي بېرته بیا درسي ټولګي ته وغوښتل او په دې اړه یې نور مراسم هم ترسره کړه.

هغوي د خدای بښلي (نشم کولای) مرګ په کیک، جوس او نورو خواړو سره ونمانځه. دونا ښوونکې د یو کاغذ پر مخ دا عبارت (د خدای بښلي نشم کولای د جنازې مراسم) ولیکه او د کیک په منځ کې یې کيښود. د هغې د وفات نېټه یې هم په یوا خوا کې ولیکله.

دا متن ( د خدای بښلي نشم کولای د جنازې مراسم) د کال تر پایه پورې په ټولګې کې ځړول شوی و. ځینې وخت به چې کوم زده کوونکي نه هېره شوه او له خوله به یې (نشم کولای) راووت، نو دونا ښوونکې به په موسکا د هغه کاغذ پر مخ لیکل شوي متن ته اشاره وکړه. له دې سره به زده کوونکي ته را په یاد شو، چې (نشم کولای) خو مړ شوی دی، زه باید د هغه خور او ورور په اړه فکر وکړم.

زه د دونا له شاګردانو څخه نه وم، بلکې هغه یو وخت زما شاګرده وه، خو په دې ورځ مې له هغې ډېره ښه زده کړه وکړه.

نن له هغې موضوع کلونه کلونه تېر شوي دي، خو کله هم چې (نشم کولای ) عبارت اورم، نو د دې مرحومې د جنازی هغه ژوندی تصویر مې ذهن ته راشي. بیا لکه د دونا ښوونکې د شاګردانو په څېر ځان سره ووایم، چې (نشم کولای) مړ شوی دی.

56 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *