Categories

اعلان

Loading…

د رڼاګانو غلا (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

–  لالا بس دی  په ګډه مو تر ډېره وخته ژوند سره تېر کړ، نور به وېش سره وکړو. که يوه لوېشت ځمکه رارسېږي او که سل جريبه، هر ورور  به په خپله خوښه ژوند وکو

–  څه شی! وېش؟  ته بيا ووايه!

–  ما ويل جايداد به سره ووېشو

–  ښه سليم اوس دومره سو چي وايي جايداد به سره ووېشو ها؟ ولي څه خبره ده؟ وږی سوی يې او که دي جېب تش پاته سوی دی؟

–  لالا هغه خبره نه ده، هره ورځ د ښځو او کوچنيانو جنګونو مي ماغزه راوخوړل، نور يې نه سم زغملای، سبا چي په خوابدۍ سره جلا کېږو، نو ښه دی چي اوس په خندا سره جلا سو

–  بس بس له مخه مي  ليري کېږه چي اوس به مي له لاسه يو خطا وخېژي.

د حاجي ګل احمد خان د مرګ لس کاله کېده او پر مېنه يې دوه ځوانان زامن پاته ول چي مشر يې حاجي غفار  او کشر يې سليم  نومېده. حاجي ګل احمد خان د نيکونو نيکونو شتمن یړی و او په سلګونه جريبه ځمکه ځني پاته سول. د هغه مشر ورور  زوی حاجي غفار چي د پلار په ژوند کي لا تر پلار راوروسته د کور مشر بلل کېده،  خورا بدخویه او قهرجن  سړی و. تر پلار ده غټه ډنګوله. سليم که څه هم ځوان او د اولادو خاوند و، خو ده به داسي وهل ټکول ورکول لکه مريی چي يې وي. سليم له حاجي غفار څخه تر پزې راغلی و  او غوښتل يې له هغه سره د پلار جايداد ووېشي، خو زړه يې نه سوای کولای، اخير ډېر تنګ سو، سل زړونه يې سره يو کړل او دا خبره يې ورياده کړه.

تر دې خبري درې ورځي  وروسته سليم تری تم سو. خلکو هري خوا ته پسي وکتل، خو پيدا يې نه کړ، هيڅوک نه پوهېدل چي هغه مړ  دی او که ژوندی.

یوه ورځ سهار مهال  کليوال د مسجد مخ ته ناست ول چي یو بزګر  په منډه راغی، ويل سليم مو پيدا کړ. له دې خبري سره سم يوه ډله کليوال د بزګر  مخ ته ورولاړ سول، تر يو څو لنډو خبرو وروسته په ګډه کلي ته نژدې  کارېز خوا ته په منډه روان سول. يو ساعت وروسته يې سليم پر کټ را اخيستی او د کلاپه غولي کي يې  کښېښود. د سليم په غاړه کي نايلوني پړی تړلی او غاړه يې تکه شنه وه. بزګر  ويل چي د کارېز په سپرغۍ ( سوبه) کي مو پيدا کړ. د سليم مېرمني ګلالۍ پر سر خاوري باد کړې او بيا پر سليم وغوړېده، ويل دغه مي پر اروا اورېده، زه پوهېدم چي دغسي به درسره کېږي. اې زما خدايه زما خو مېنه سپېره سوه. په دې وخت کي حاجي غفار سترګي پر راغټي کړې، ويل بې شرمي دا ټول ستا له لاسه، زما د ګل غوندي نازک  ورور دي په بلا وخوړ اوس لا  ژاړې هم ته!  له دې سره سم يې هغه په درد تر لاس ونيوله او د پروړو  خوني ته يې بوتله. د ګلالۍ چيغي نوري هم لوړي سوې، خو حاجي غفار ورته وويل چي  مرداري پر خوله دي لاس ونيسه، ته خبره نه يې تر دې هم  لوی غم راروان دی، ما ته غوږ سه چي څه درته وايم. د ګلالۍ سترګي رډي رډي راوختې، ژړا يې په سلګیو واوښته او له مجبوريته يې غوږ  ونيو. حاجي غفار  ولاړ سو لومړی يې د خوني کړکۍ وڅارله او بيا يې په ټيټ اواز  ګلالۍ ته وويل: اوس په يو څو دقيقو کي پوليس راځي، هغوی ته راپور رسېدلی چي سليم تا خپله وژلی دی. ته به په زندان کي ناسته يې او لادونه به دي پر سپېره ډاګ پاته وي، د ټولي کورنۍ عزت به مو له خاورو سره خاوري سي. سليم  خو هغسي هم شهيد سو او بيرته  نه راژوندی کېږي، بايد اوس په دې اړه فکر وکړو چي څنګه خپل عزت خوندي کړو. زما خو داسي خوښه ده چي کله ته پولیسو بوتلې، نو ته به ورته ووايې چي سليم ما وژلی دی، بايد دليل يې هم ورته ووايې. ورته ووايه چي سليم مي له لومړۍ ورځي خوښ نه و، پلار په زوره ورکړم، زما اصلا د نوي کلي جانان خوښ و، له سليم سره مي څلور  کاله له مجبوريته تېر کړل، نور نو ګوزاره نه ورسره کېده، جانان ته مي وويل چي سليم مړ کړه تر هغه وروسته به  زه او ته واده سره وکړو،هغه و چي جانان هم سليم مړ کړ، نور نه يم خبره چي جانان به اوس چېري وي، خو ما ته يې يوازي دومره وويل چي هغه مي په زرغونه نايلوني پړي زندۍ کړ او د کلي څنګ ته کارېز کي مي واچاوه. جانان هسي هم په طالبانو کي دی، د حکومت په لاس نه ورځي چي دا خبره ورسره سپينه کړي. د شهيد ورور زه يم،  محکمه زما سره مشوره کوي چي ګلالۍ بخښې که نه؟ زه به دي وبخښم او د حکومت جنجال به خلاص سي، تر دې وروسته به دي د مېړه حق جایداد در جلا کړم، بيا ستا خوښه ده  که دي بل مېړه کاوه او که دي له همدې دوو زامنو سره سر سپيناوه. په دې خبره د ګلالۍ سترګي رډي رډي راوختې، سترګي يې لکه د وينو پيالې تکي سرې سوې او پر حاجي غفار يې ورحمله کړه، ويل ظالمه هم دي مېړه را مړ کړ او هم يې د وژلو تور په ما پوري کوې؟ له خدايه هیڅ نه وېرېږې؟ حاجي غفار د هغې پر خوله لاس ور ونيو، ويل لېونتوب مه کوه، مېړه خو دي هسي هم  ولاړ، اوس په خپل لاس د اولادونو او ځان ژوند مه تباه کوه، بله چاره نسته. که ته په خپله خوښه پوليسو ته  اقرار و نه کړې موږ خپله هم شاهدي درباندي ادا کوو، يو زه يم او دوه نور شاهدان مي مخکي لا پيدا کړي دي. که موږ شاهدي درباندي ادا کړه، نو سزا دي اعدام دی او که اعدام  نه سې، نو لس پنځلس کاله بندي کېږي. ته زموږ د کور ناموس يې، موږ  نه غواړو چي زموږ  ناموس دي زندان وويني او زموږ  د کورنۍ شمله دي کښته سي، په دې وخت کي د ګلالۍ تر خوله څو لويې سلګۍ ووتې او د سر په اشاره يې هو وويل.

يو ساعت وروسته د کلا مخ ته د پوليسو رينجر موټر  ودرېد او ګلالۍ يې بوتله. ګلالۍ د تحقيق په جريان کي پوليسو ته کټ مټ هغه خبري وکړې چي حاجي غفار ورته کړي وې. د ګلالۍ دوسيه محکمې ته ولاړه او دوې مياشتي وروسته محکمې هغه د سليم  د قتل په جرم پنځلس کاله زنداني کړه. هغه څه چي ګلالۍ د تحقيق پر مهال پوليسو ته ويلي ول د ټولو کليوالو تر غوږونو ورسېده، هر کليوال به ويل چي ګلالۍ لونډه درلود او خپل يې مړ کړ. څو ورځي وروسته حاجي غفار  د ګلالۍ دوه کوچني زامن  له کوره وشړل، ويل وزئ حرمنو!  مور مو په خپله اقرار وکړ چي له جانان سره يې تار درلود، څه معلومه ده چي تاسي به زما د ورور له نسل څخه ياست که د جانان؟  د ګلالۍ دوه ماشومان چي يو شپږ کلن او بل اووه کلن  و،  لومړی د ماما کره ولاړل او له هغه ځايه يې په زندان کي د مور غېږي ته پناه يووړل.

د دې پېښي لس کاله کېږي.  د ګلالۍ دوه کوچني زامن په زندان کي په نري رنځ اخته او بيا يو په بل پسي مړه سول. حاجي له کلي څخه کابل ته کډه سو او هلته يې يو ډېر ښايسته کور رانيو.  دوو  زامنو يې په هندوستان کي لوړي زده کړي بشپړي کړې او سږ کال راغلل. پرون يې د کابل په يو ډېر مجلل هوټل کي واده و او په سلګونه مېلمانه يې رابللي ول. حاجي غفار خپل کور او اولادونو ته رڼا راوړل، خو دا رڼا يې د ورور  له  کوره  غلا کړل، هغه  د خپل ورور کور ته اور واچاوه او بيا يې د دې اور په رڼا خپل کور روښانه کړ. نن د هغه په کور کي ډېوه لګېږي، خو دا ډېوه سره  رڼا لري، کټ مټ لکه د وينو په شان سره رڼا ده.  

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *