Categories

اعلان

Loading…

د فرانتس کافکا دوې لنډې کیسې

بهر ته ځغلند نظر

لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند

په دې ورځو کې چې پسرلی ګړندی راروان دی، څه به کوې؟ نن سهار وختي هوا لږه خړه وه، که اوس د کړکۍ پلو ته لاړ شې، حیرانېږي او مخ دې د کړکۍ پر وسپنو ږدې.

دا لاندې، د نجلۍ پر ماشومانه څېرې چې شا ته ګوري، د لمر وړانګې وينې او لمر په غروب هم دی او ورپسې د هغې پر مخ د سړي سیوری وينې، چې ژر يې له شا ورنېږدې کېږي.

بیا سړی تېرېږي، اوس نو د نجلۍ مخ بېخي روښانه دی.

———————————-

چینه

تږی دی، چینه ترې د څو بوټو په اندازه لرې ده؛ خو زړه نازړه دی، یو زړه يې پر هر څه خبر دی، چې دی دلته ولاړ دی او چینه يې تر څنګ ده؛ خو بل زړه یې پر هېڅ نه دی خبر. لږ تر لږه دا احساسولی شي، چې لومړی زړه یې هر څه ویني؛ خو دا چې دی له هر څه ناخبره دی، د چينې اوبه څښلی نه شي.

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *