Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې جنګېدلی سرتېری له امریکا په ایستلو محکوم شو

تاند- د امریکا د پوځ یو سرتېری، چې دوه ځلې یې په افغانستان کې د عسکرۍ خدمت کړی و، د یوه قاضي له لوري په دې محکوم شو چې باید له امریکا څخه وایستل شي.

(Miguel Perez) چې د امریکا قانوني اقامت لري او له ۸ کلنۍ څخه د متحدو ایالتونو په شیکاګو کې اوسي، د مهاجرت د محکمې د قاضي له لوري د مخدر مواد د پلورلو په جرم مکسیکو ته په ایستلو محکوم شو.

د ده مدافع وکیل د (Miguel Perez) د کورنۍ له غړیو سره یوځای په یوه خبري غونډه کې وویل چې موکل یې اساساً امریکايي دی او د امریکا لپاره دوه ځلې افغانستان ته تللی دی.

مدافع وکیل وویل چې د ده موکل پیریز دوه ځلې افغانستان ته تللی و او هلته په یوه چاودنه کې د ده مازغو صدمه لیدلې ده.

پیریز په ۲۰۱۰ م کال د ۲ پونډه کوکاینو په پلورلو مجرم وپېژندل شو.

خو د ده مدافع وکیل وايي، کله چې پیریز له افغانستانه راغی او بې روزګاره شو د مخدرو موادو په پلورلو یې پیل وکړ.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *