Categories

د نوي کال په درشل کې/ اسدالله غضنفر

د هغو مناسبتونو په باره کې خبرې چې هر کال یې لمانځو، هم اسانې دي او هم ګرانې. اسانې ځکه دي چې په کلونو کلونو لیکنې ورباندې شوې او تیارې جملې ورته لرو. نوروز، پسرلی، کمکی اختر، لوی اختر، د خپلواکۍ ورځ، د ښځو نړیواله ورځ او… خو که غواړو له نوي اړخه ورته وګورو نو خبرې ورباندې سختې شي.

زما په خیال د نوي کال په مناسبت مراسم جوړول او پام وراړول له دریو اړخونو اهمیت لري: یو دا چې د وخت او عمر د تېرېدو په باره کې مو حساسیت زیاتوي ، بل خوشحالي کولو ته یوه پلمه راجوړوي او دریم دا چې د نورو دودونو او مراسمو غوندې د یوازې توب او فنا کیدلو د درد په کمیدلو کې برخه اخلي.

خوشحال خټک فرمایلي دي چې: غم په زړه کې بد غلیم دی، څو توانېږې خواروه یې. غمجنه روحیه مو نه یوازې ځوروي بلکې د وخت په تېرېدو سره روحي او شخصیتي ستونزې راپیدا کوي.

خو له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې داسې کسان چې د ژوند له ښایستونو خوند واخلي او د مایوسیو، نهیلیو او غمونو لښکر ته ماته ورکړي، ډېر نه دي. د غم او نهیلي منفي عواطفو مو یوازې په دې دلیل په ذهنونو باندې سیوری نه دی کړی چې په بېوزلۍ او ناامنۍ کې اوسو، بلکې مونږ په کلتوري لحاظ هم خوشحالي او تفریح ته چندان په درنه سترګه نه ګورو. مونږ په دې خبره کې لوی حکمت وینو چې : که راحت غواړې زحمت درلره بویه، خو په دې اړه مو غور نه دی کړی چې د زحمت د ایستلو او د کار د کولو لپاره تفریح ضروري ده. هغوی چې د تفریح په اهمیت نه پوهېږي که د کار په اهمیت پوه هم وي، د کار سېکه او روحیه به نه لري.

په داسې ټولنه کې چې نه عیني شرایط او نه ارزښتونه په کافي اندازه د تفریح او خوشحالي قدردان دي، د تفریح او خوشحالي فرصتونو ته باید په کمه سترګه ونه ګورو او د خوشحال خټک خبره هېره نه کړو چې فرمایي:

په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړې

په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه

له بلې خوا د نوي کال رابریدو ته پام اړول د دې سبب کېږي چې د وخت او عمر په اړه لا حساس واوسو او د ژوند شېبې لا مهمې وګڼو. د متمدنې ټولنې د غړي یوه ځانګړنه دا ده چې وخت ورته سرمایه ښکاري او په ضایع کېدو یې خوابدی کېږي، حال دا چې د نوي عصر له روح سره نا اشنا کس د ورځو، اونیو او میاشتو تېرېدو ته خاص اهمیت نه ورکوي. مونږ ممکن خپل ماشوم په اته کلنۍ کې په لومړي ټولګي کې شامل کړو او دلیل مو دا وي چې تېر کال مو ورپام نه و. موږ ممکن ووایو: اوس خو ژمی دی ، کال ته به یې ګورو. مونږ چې د وخت د تېرېدو په اړه حساس نه یو، په شخصي یا اجتماعي ژوند کې د پرمختګ لپاره دقیق پلان او پروګرام نه لرو او د زمانې له کاروانه شاته پاتې یو. پرمختګ هغه بنیادم کولای شي چې د عمر او وخت حساب ورسره وي.

د کال ختمېدا او نوي کېدا ته پام کول مو دې ته هڅوي چې په شخصي یا اجتماعي ژوند کې د تېر کال کامیابۍ او ناکامۍ وشمېرو او نوي کال ته نوی تدبیر او پلان ولرو.

لکه څنګه چې له ونو، غنو، وښو او طبیعته جدایي سخته ده، دغسې له خپلو ځېلو او ریښو بیلیدل مشکل دي. بنیادم د خپلو تیرو دودونو د ادامې په مرسته ځان له خپلو خلکو او ماضي سره وصلوي او د یوازې پاتیدو او فنا کیدو درد ورباندې کراروي.

که خپل شمسي کال ته راشو نو د پام وراړولو او قدرداني لپاره یې یوه بله لویه وجه هم شته. زموږ د کال نوي کیدل او د طبیعت ځوانیدل سره په یوه وخت دي. که په دې ورځو کې کال هم نه نوی کیدای ، د پسرلي د راتلو په ویاړ خوشحالي او قدرداني پکار وه. په پسرلي کې چې طبیعت زلمی کیږي او واښه زرغونیږي، د بنیادم په روح کې طراوت او تازه ګي غزوونې کوي او په زړه کې ویدې ارزوګانې راویښېږي.

له نباتاتو سره د انسان د ژور پیوستون یو ثبوت دا دی چې شاعرانو ته د معشوقو یعنې تر ټولو محبوبو کسانو د اندام د انځورولو په وخت تر ډیره حده مختلف نباتات وریادیږي. زموږ شاعرانو لاله د مخ، شونډو او خولې د انځورولو لپاره یاد کړي دي. د لاله داغ شاعر ته د معشوقې خال وریاد کړی دی او د معشوقې ونه یې له چنار او صنوبر او شمشاد او سروې سره تشبیه کړې ده. زموږ په ادب کې د معشوقې خوله له انار، غوټۍ او پستې سره تشبیه شوې ده. دغه راز سنبل ، بنفشه او چندڼ زلفې؛ سوسن ژبه؛نرګس او بادام سترګې؛ سبزه خط؛ زنه مڼه؛ انګور وینې یا مثلا نارنج او انار تي بلل شوي دي. ګلبدنه، ګل اندامه، د ګلو لښته، د ګلو څانګه، د ګلو ونه او دغسې په لسګونو او سلګونو نور ترکیبونه او عبارتونه له ونو، ګلونو او بوټو سره د بنیادم د بې پایه مینې څرګندوی دي.

ښځې چې له خدایه اولاد غواړي، په ونو پورې زانګو ګانې ځوړندوي. مانا دا چې په لاشعوري ډول د حیات سرچینه په نباتي ژوند کې ویني. په اریایي کلچر کې د سوما بوټي ته په ډیره درنه سترګه کتل شوي دي او پیپل ونه چې د جلال اباد د ښار په ښکلا کې یې برخه ده، په قدیمو هندي روایتونو کې د خلقت ونه بلل کیږي. څه باندې نیمه پېړۍ پخوا یو شاعر له کندزه جلال اباد ته لاړ او د دغه ښار په ستاینه کې یې دا هم وویل:

چې راشې د زاړه پیپل تر سیوري لاندې کښېنې

هوسا دې د بودا غوندې ستومانه اندېښنې شي

هسې وایي چې بودا ته د پیپل د ونې په سیوري کې الهام شوی و. زموږ له اسلامي باورونو سره سم جنت د ونو او باغونو ځای دی. د انګورو، خرما، زیتون او انار ونې په جنت کې زرغونې دي او د ځینو روایتونو مطابق آدم او حوا ته د ستر او حجاب لپاره د زیتون پاڼې پکار راغلې. د شلمې پیړۍ د لوی ارواپوه او مفکر اریک فروم په قول بشر د طبیعت بچی دی او چې له طبیعته لرې شي، د وصال ارزو یې په زړه اور بل کړي. زموږ یو بل شاعر، سلیمان لایق، کابو نیمه پیړۍ پخوا ویلي وو چې:

بیا بهار راغی، لیونی به شمه

د مستو نجونو خندنی به شمه

د لاله داغ به مې صحرا ته بیایي

خوب مې لیدلی غرڅنی به شمه

2 comments

  1. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    رښتيا دټولنې عيني او ذهني شرايط ښېې چې نوروز له ځانه سره دايمي پديدې، غير دايمي او تلونکې او راتلونکې هغه نورې پديدي چې هر انسان ېې په خپل توان او پوهه باندې احساس کولاى شي. لکه څنګه چې په سوره رعد کې پر بدلون او تغيير باندې تاکيد شوى همدارنګه له نوروز سره هم بدلون ملګري دى او په طبيعي توګه دغه بدلون نه يوازې په موسم کې بلکې د ژوندانه په ټولو برخو کې يو بنسټيزه مثال دي
    شمسې نظام هم دلته برخه لري، نور ستوري او شهاب ثاقب حتي د هوا په اکسيجن کې د ګلانو، غټيو، اوازونو کې بدلون ليدل کيږي.د شعر او شاعري په برخه دغه صنعت بل پړاو ته پورته کيږي ډير امکان لري لنډا دا چې د ژوندانه ټول عناصر دلته د سکون او ناسکون په پېچلي ماحول کې د اسرارو په کتارکې مخالف او ملګري، ښه اوبد، ښايسته او بد رنګه، زشت او نيک خويه،،مسکا او غوسه. او نور رابرسېره کيږي

  2. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپی Reply

    سلامونه
    ټولو خویندو ،وروڼو؛کوچنیانو،ځوانانو،پیغلو او زړو بوډاګانو لوستونکو ته د نوي هجري لمریز یوزر او درې سوه شپږ نویېم کال مبارکۍ د زړهء له کومې وړاندې کوءم.
    استاد غضنفر صاحب ! ستاسو ښایسته او خوندورې لیکنې په ډیر شوق او ذوق لوَلم په زړهء،ذهن او قلم مو برکات!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *