Categories
اعلان

مارک ټواين او په “ټايم ساير” ناول کې پټې ښکلاوې

ګل رحمن رحماني – 

     د هرانسان په ژوند کې يو داسې کتاب خامخا شته چې د لومړي ځل له پاره يې د هغې پاڼې اړولي وي او بيايي د عمر تر پايه د ذهن په پردو کې د يوه امانت او يوې ښکلې خاطرې په څېر نغښتى وي .

 د امريکايي نامتو ليکوال مارک ټواين په لاس ليکل شوى د نړيوال شهرت لرونکى  ناول ” ټايم ساير” زما په ژوند کې له همداسې کتابونو څخه يو دى.

     ښه مې په ياد دي، د لسو يوولسو کلونو ماشوم وم، په کلي کې د نورو کورونو په نسبت زموږ په کور کې د کتابونو او ځينو جهادي مجلو پرېماني وه، تر ما مشرانو وروڼو  مې له کتابونو او اخبارونو سره مينه درلوده او له برکته به يې ما هم تر لاسه کول او د ښوونځي د کتابونو تر څنګ به يې يوه نيمه پاڼه اړوله، خو تر ټولو مهم اثر چې هغه مهال مې په لومړي ځل له سره تر پايه لوستى همدغه د ټايم ساير پڼد ناول دى.

      نسبتا د ټيټې کچې پر کاغذ او پنډو کرښو په دولتي مطبعه کې خپورشوى و. زوړ و او پر لومړۍ پښتۍ يې د  څو شوخو ماشومانو تصويرونه کښل شوي وو.

  د ناول ډېرې پېښې په ماشومانو پورې اړوندې دي، نصحتي بڼه لري، خو له ماشومانه شيطانيت او شوخيو ډکې دي، هره صحنه او هر کرکټر مې يې اوس هم په ذهن کې همغسې انځور دى، پالۍ ترور ګورم، چې په ټام پسې يې د کلي په کوڅو کې لښته اخيستې وي، پېکۍ وينم، چې د سمڅې په تيارو کې له ټام سره يو ځاى مخ پر وړاندې روانه ده.

   هک فين د دې په انتظار وي چې ټايم ګير او د خپلو شوخيو سزا ورکړي، مپ پورډ چېرته سرګردانه ولاړ وي او د سمندري بېړيو د لوټلو له پاره نوې طرحې جوړوي او بالاخره همداسې هره صحنه مې په ذهن کې نقش ده، علت يې دا دى  چې کتاب هرې څو پاڼې وروسته همداسې کښل شوي تصويرونه (پوتريتونه) له ځان سره لرل چې زما ماشومانه ذهن به پرې کټ مټ د اصلي  يقين کاوه او نږدې هره مياشت به مې يو ځل لوست، د کور ټول غړي او د کوڅې ماشومان پرې روږدي وو.

  مشر ورور به مې هم کله کله د ژمي په سړو او واورينو  ورځو کې موږ ته په لوړ اواز دا ناول لوست، موږ به ورته غوږ او ناست وو، خو په ذهن کې به د ناول له ماشومانو سره ډېر لرې په چکرونو او ماشومانه شيطانتونو بوخت وو.

    د ټام او پېکۍ کيسې وار په  وار خورې شوې، د ژمې په شپو کې به شفاهي ډول کېدې، که به کلي او کور کې کومه ماشومه نجلۍ او هلک سره ډېر خواږه شول، نو ټام او پېکۍ به بلل کېدل  چې پوره نومونه يې ټايم ساير او پېکۍ تاچر  وو.

   نن له کلونو وروسته ناول پاڼې اړوم، زه فکر کوم  چې د داستان ليکلو مينه او يو څه وړتيا راکې يوازې همدې ناول پاللې. دغه په زړه پورې ناول د لومړي ځل له پاره په ١٣٤٣ لمريز کال کې د پښتو ټولنې له خوا خپور شوى، ليکوال يې د سويلي امريکا مخکښ طناز او د سمندري يونليکونو ليکوال ساموئيل کليمنس ” Samuel Clemens” دى  چې د  مارک ټواين په مستعار نامه سره شهرت لري.

د کتاب د ژباړې چارې ارواښاد سرڅېړونکي دوکتور دولت محمد لودين تر سره کړي دي  چې ژبه يې خورا سليسه، ساده او د ناول له ژبې سره جوړه ده.                                                     اروا ښاد دوکتور دولت  محمدلودين د هېواد يو ستر ژبپوه، مورخ او څېړونکى و، په پښتو دري، روسي او انګليسي ژبو پوهېده  چې په څلورو واړو ژبو کې يې علمي مقالې ليکلې او دغه ژباړه يې هم له شهرت  څخه برخمنه ده.

     لکه څرنګه مو چې  وړاندې وويل، دغه ناول د لومړي  ځل له  پاره  په ١٣٤٣ لمريزکال کې پښتو ټولنې خپور کړى  چې د هغه مهال د پښتو ټولنې د مشر پوهاند صديق الله رښتين يوه مقدمه هم له ځان سره لري.

   کتاب د زيات شهرت او خوږلت له مخې هغه مهال ناياب شو چې همدې ټکي ته په پام سره په ١٣٨٥ لمريز کال کې يو ځل بيا د ميوند خپرندويې ټولنې له خوا خپور شو  چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مرکزد مشر سرمحقق عبدالواجد واجد تقريظ هم ورسره دى. 

    ښاغلى عبدالواجد واجد د خپل تقريظ په يوه برخه کې ليکلي: ” پښتو ژبې ته لومړى ژباړل شوى ناول توبه النصوح نومېږي، چې ليکوال يې ډيپټي نظراحمد دى او ميا محمد يوسف کاکاخېل د شلمې مېلادي پېړۍ په پيل کې له اردو نه راژباړلى، چې په دې توګه پښتو ته د ناول راتلو سره سم په معياري ژبه کې هم ځاى ورکړل شو او دژبې د فني ښېګڼو او ښکلاوو څخه برخمن شو .”

  د ټايم  ساير منځپانګې په اړه به خبرې خپله د ټايم ساير له کلمې نه پيل کړو، چې نومونه  يې هم خپله يو څه په ليکوال پورې اړوند دي، خو اړينه ده، چې تر هغوی وړاندې خپله ليکوال يو څه وپېژنو: 

 د مارک ټواين له مجبوريتونو ډک ژوند

       د دې اثر ليکوال مارک ټواين، چې ياد نوم يې مستعار دى په ١٨٣٥ زېږديز کال کې په سويلي امريکا کې زېږېدلى، دى د نولسمې پېړۍ نامتو خطيب، طنز ليکونکى ، فيلسوف او د ټولنيزو ليکنو ليکوال و، د ميسيپي سيند په نومياليو ټاپوګانو کې رالوى شو، ده په خپلو  هغو داستانونو  چې د تنکيو ځوانانو او ځوانانو د سرګذشت په اړه يې وليکل، نړيوال شهرت ترلاسه کړ.

   که څه هم پلار يې قانون پوه، خو ده ډېر په بې وزلۍ او خوارۍ کې ژوند وکړ. دى دوولس کلن و، چې پلار يې مړشو، ښوونځى يې پرېښود، د رنګمالۍ په يوه دوکان کې شاګرد شو، ورور يې يواخبار خپرولو، وروسته يې له هغه سره مرسته پيل کړه، طنزي  ډوله يونليکونه به يې ورته ليکل، خو دغه کار هم چندان ګټه ورته ونه کړه.

     پوره  پنځه کاله يې د ميسيپي سيند په اوږدو کې په چلېدونکې بخاري کښتۍ کې سخت کار وکړ، دا هغه ځاى دى چې تور پوستي امريکايان تر اوسه په کې د مريانو په څېر ژوند لري، د همدې پنځو کلونو په جريان کې هغه ځان ته د مارک ټواين نوم غوره کړ چې د ده له مسلک سره ښه جوړ و.

   مارک ټواين کلمه هغه اصطلاح ده چې په کښتيو کې کارېږي او مانا يې ده  دوه عمقه ژور، په بل عبارت مانا يې دا ده چې اوبه د کښتۍ چلولو له پاره په کافي اندازه ژوري دي او لامبو په کې وهلى شي.

    مارک ټواين  چې کله دېرش کلن شو، د کاليفورنيا د يوې لويې ورځپاڼې له پاره يې په نړيوال سمندري مسافرت لاس پورې کړ. کوم يونليکونه  چې ده د همدې سفر په اوږدو کې ورځپاڼې ته وليکل، نړيوال شهرت يې تر لاسه کړ، خلکو يې تود هر کلى وکړ  چې دغه کار د ټام اراده نوره هم  پخه کړه او دې ته يې وهڅاوه چې خپلو طنزي ليکنو ته د ژوند تر پايه  د يوه مهم کار په توګه دوام ورکړي.

    هغه ځوانانو ته په خپلو دوو ليکلو ناولونو نړيوال شهرت تر لاسه کړ  چې يو يې همدا ټام ساير او بل يې هکل بري فين (Huckleberr Finn ) نومېږي ، خو ټايم ساير يې د ډېرو ښکلو کتابونو له جملې نه شمېرل کېږي، په ګڼو ژبو ژباړل شوى او د نړۍ په زياتو برخو  کې يې د خلکو پام ور اړولى دى.

   ټواين د دې ترڅنګ د خپلو زړه سوانده  ويناوو له امله نړيوال شهرت لري  چې د خنداګانو او طنزونو څخه ډکې دي. ده په ١٩٠٣ زېږديز کال له خپلې مېرمنې لرى والى او يوازېتوب حس کړ، هغې له نړې سترګې پټې کړې او ده  د خپل يوازېتوب او خپګان په اړه دردونکې ليکنې وکړې او بالاخره په همدې غم کې اووه کاله وروسته ومړ.

په  ټايم ساير کې پټې ښکلاوې:

   ټايم ساير خپله د ناول د يوه اتل نوم دى، ټايم ساير شوخ او شيطان ماشوم دى، چې د خپلې ترور پالۍ په کور کې را لوېږي، ذکي دى او ټنبلي هم کوي، دى په ماشومتوب کې له يوې ماشومې پېکۍ تاچر سره ماشومانه مينه لري او دغه مينه د ژوند په اوږدو، کوڅه، ښوونځي، کليسا او هر ځل ليدو کتو کې پالل کېږي.

    د ټام ساير ناول  ژباړه  پوره ٣٦ برخې لري، چې هره برخه يې د ماشومانو له پاره ځانګړې لارښوونې او ښېګڼې لري، لکه د ښوونځي تعقيبول، د مشرانو درناوى، د خپل مذهبي کتاب د ګټلو او ساتنې له پاره د دوى ترمنځ سالم رقابت، د کار او زيار سره د ماشومانو عادت کول، مذهبي لارښوونې، مينه او محبت، د غلا، دروغو، شراب  څښلو او لويانو ته دازار رسولو ټولنيز زيانونه او ورته نورې ټولې هغه لارښوونې دي چې د ماشومانو د راتلونکې له پاره ډېرې اغېزناکې  دي.

   د ټايم ساير هره برخه ښکلي عنوانونه لري، ياني د هر څپرکي نوم يې په زړه پورې او ښکلى دى  چې ځېنې يې د ماشومانو له پاره زړه راښکوونکي دي، لکه: د مچ او سپي شخړه، د هلکانو د مرګ اوازه، پيشو ته دارو ورکول، د ښوونځي ناوخته کېدل، د ښوونځي وروستۍ ورځ، په ټاپو کې، يوه د وېرې ډکه شپه، هلک د غلو سره ملګرى کېږي، ټام او پېکۍ په سمڅ کې او داسې نور …

 د هرڅپرکي پيل په زړه راښکوونکو او ښکلو کلمو سره پيل شوى، چې لوستونکى له ځان سره اخلي او همداسې يو تصوير په ذهن کې جوړوي، چې دغه چاره خپله په ټايم ساير کې د مارک ټواين د منظره کشۍ هنر څرګندوي، د بېلګې په ډول لومړۍ څپرکۍ په څومره ښه انداز پيلېږي:

ټامه!

ځواب نه ورکول کېږي

دا هلک چېرته تللى؟ تا ته وايم وه ټامه!

غږونو ته د هېڅ خوانه ځواب نه ورکاوه کېده.

زړې بوډۍ خپلې عينکې ښکته کش کړې او د عينکو د پاسه يې کوټه کې وکتل، بيا يې عينکې پورته جګې کړې او د عينکو لاندې يې يو خوا بل خوا وکتل. دې به ډېر کم په عينکو کې کتل، ځکه دا د ډول له پاره وې، بيا يې شا و خوا لږ وکتل او ويې ويل: که په لاس مې راغلې نو زه به …

 بيا يې امسا واخيسته او بستره يې پسې چوخ کړه، خو له يوې زړې پيشو پرته يې بېل هېڅ هم ونه موندل. زړې بوډۍ وويل: “ما دټام غوندې هلک هېڅ ليدلى نه دى.”

 بيا د باغ وره ته لاړه، په وره کې ودرېده، په باغ کې يې پسې سترګې يو خوا بل خوا وګرځولې، نو د ځان سره يې وويل” ټام نه شته” بيا يې سرهسک کړاو چيغه يې کړه” وه ټامه!”

     په دې وخت کې يې د شا له خوا غوږونو ته ورو اواز ورسېد، ژر ژر ور وګرځېده، چې دغه هلک له لمنې نه کلک ونيسي “ما بايد پخلنځي کې لټولاى واى! تا هلته څه کول”

هلک وويل: ” ماهېڅ هم نه کول. “

زړې بوډۍ وويل: ” څه دې نه کول! لاسونونو ته دې وګوره، خولې ته دې وګوره. دا نو څه شى دي؟ “

“پالۍ ترور زه نه پوهېږم. “

“ښه زه پوهېږم دا مربا ده، څو وارې مې درته ويلي، که مربا پرې نږدې پوټکى به دې وباسم.

 بيا يې په چيغه وويل: ” ته هغه په ميز پروت لرګى راکړه. ” ټام پالۍ ترور ته لرګى ورکړ، لرګى پاس په هوا کې و چې ټام ورباندې ووهل شي، خو ټام چيغه کړه.

” او هو! پالۍ ترور شاته دې وګوره! “خو چې پالۍ ترور بېرته مخ ور واړوه، هلک په يوه ترپ له وره وتلى و، د لرګو په کټاره وخوت او د سترګو په رپ کې ورک  پناه شو.

پالۍ ترور ها خوا دېخوا اريان اريان وکتل بيا له ځان سره موسکۍ شوه ” په تندر شې هلکه، زه ستا له چلونو هېڅ خبره نه وم. “

   دلته ټوله صحنه ډېره عجيبه او زړه راښکوونکى ده، هېڅوک هم له دې انکار نه شي کولاى، چې په ماشومتوب کې يې دى د خپلې مور، نيا، ترور او نورو مشرانو پر وړاندې دا ډول چل نه وي کړى او يا دې په کوم شيطانت د چا د غوسې سبب نه وي ګرځېدلي.

همدا ډول د څلورم څپرکي په پيل کې لولو:

” د يکشنبې ورځ يوه بله ښايسته ورځ وه، لمر په ډېره ښکلا خپلې زرينې وړانګې په هر  لورغوړولې وې. ټام د خپلې کورنۍ سره يو ځاى سبا نارى وکړ د سبا ناري نه وروسته  ټولو په ګډه لاسونه پورته کړل او دعا يې وکړ.

   ټايم پاڅېد او ځانته کښېناست  چې کورنۍ وظيفه تر سره کړي. کورنـۍ وظيفه د اشعارو زده کول وو. ټام ټول اشعار له سترګو تېرکړل، غوښتل يې کوم لنډ شعر پيدا کړي، بالاخره د يوه لنډ شعر په يادولو يې پيل وکړ، خو د شعر يادولو ته يې زړه نه شو تنګولاى، ځکه ده ته د شعر زده کولو نه دا ښه ښکارېده چې د خپل جيب له سامانونو سره لوبې وکړي … “

   په  ناول کې د ټايم ساير کرکټر ډرامايي بڼه لري، په ناول کې کرکټرونه (کردارونه) چې خپله کيسه مخته وړي او بشپړوي، په دوه ډوله دي  چې يو تشريحي او بل يې هم ډرامايي بڼه لري، په شريحي کرکټر کې ليکوال خپل ټول جذبات، خيالونه او احساسات خپله بيانوي، خو په ډرامايي کرکټر کې بيا ليکوال دغه څيزونه د هغه د خبرو اترو او حرکاتو پرمټ وړاندې کوي. د ټايم سايرکرکټرونه دويمه بڼه لري.

  د ټايم ساير کرکټرونه  چارپېريال او طبعي والي ته نږدې دي، د سويلي امريکا د هغه وخت ژوند بيانوي  چې نسبتا ډېر پرمختللى نه دى. په خرافاتو او زړو فکرونو لاهم پوره باور لري، خو د دې ترڅنګ يې د ماشومانو نړۍ رنګينه کړې ده او ځېنې صحنې يې د ماشوم له طبيعې او ذهنيت سره سمې کښلي دي.

  د دې ترڅنګ د ټايم ساير منظره کښنه خورا زړه راښکونکې او په طبيعي ده، منظره کښنه په ناول کې ډېره اړينه او مهمه برخه ده، چې لوستونکي ورسره اخلي. موږ په ناول کې په عمومي ډول درې ډوله منظره کشي لرو:

١- قدرتي منظرې: دا هغه منظرې دي، چې په طبيعي ډول زموږ په چارپېريال کې شتون لري، لکه ځنګلونه، غرونه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، کروندې، سيندونه او نور …
٢- د ټولنيز ژوند او چارپېريال منظرې: دا هغه مناظر دي، چې زموږ په لاس رامنځته شوي، لکه سرک، بازار، لار، کوڅې، ودانۍ، سړکونه، ښارونه او باغونه …

٣- د انساني جذباتو، احساساتو او رواني حالاتو منظرې: دلته بيا ليکوال معمولا د يوه ارواپوه رول لري، ټاکلي تخيلي کردارونه، په هوا کې مخې ته راولي او د تخيل په ملتيا يې څېړي او بيا يې اورېدونکي يا لوستونکي ته ور وړاندې کوي.

 که د يوه ناول منظره کشي په دغه درېيو برخو کاميابه وي، ناول په غوره او زړه راښکونکي وي.

   په ټام ساير کې منظره کشي له همدې درې واړو زاويو نه زړه را ښکونکې او طبيعى ده د همدې کتاب د(مف پوټر محاکمه) څپرکي کې يو ځاى د رواني منظره کشۍ څه برخه داسې ده: “يو سړى د شاهدۍ څوکۍ ته وغوښتل شو. ده وويل: په هغه شپه چې قتل شوى و، ما مف پوټر سهار وختي د لښتي په غاړه وکوت  چې ځان او کالي يې پاکول. “

قاضي ورڅخه نورې پوښتنې هم وکړې او بيا يې ورته وويل: ځه ولاړ شه!

مف پوټر خپلې سترګې د څو شېبو له پاره پورته کړې  چې قاضي يې وليد، بېرته يې سترګې ښکته کړې.

قاضي ورته ويل: ” زه نورې څه پوښتنې نه لرم.”

  لنډه دا چې ناول له افغاني ټولنې او کليوالي ژوند سره ډېر مشترکات لري، په کى راغلي تصويرونه نه يوازې د ماشومانو، بلکې د لويانو له پاره خورا په زړه پوري دي، که له ناول سره مينه لرئ، نو ټايم ساير يو ښه بوختونکى، د امريکا د هغه وخت د ټولنې يو انځور او د ماشومانو له پاره يوه په زړه پورې کيسه ده، چې د ژوند په اړه د ازاد فکر کولو، تصميم نيولو او ماتو نه د نه مايوسه کېدو او بالاخره کورنيو ته د ماشومانو سره د غوره او مهربانه چلند ښه پيغامونه لري.

    په پاى کې ددې ويل اړين دي چې نوميالي عالم او خدمتګار ارواښاد دوکتور لودين د نورو څېړنيزو اثارو او ژباړو تر څنګ د دغه ناول په ژباړې سره پښتو داستاني ادب ته  خورا لوى خدمت کړى چې بايد وستايل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *