اعلان

Categories
اعلان

ميراث مړی (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د شفيقې د واده لس کاله کېده، خو اولاد يې نه درلود. مور او خواښي يې ډېرو  ډاکټرانو، طبيبانو او پيرانو ته بوتله، خو هيڅ  ګټه يې و نه کړه. د واده په لومړيو کلونو کي هغې په دې اړه دومره اندېښنه نه کوله، ويل تر اوسه لا زه او مېړه مي ځوانان يو، خدای مهربانه دی وروسته به اولاد راکړي. شفيقه پر خپل مېړه جميل  خورا  ګرانه وه. د جميل هم لاود ته زړه کېده، خو په ظاهره يې څه نه ويل، تل به يې شفيقې ته د زړه ډاډ ورکاوه، ويل دومره ژر کوچنيان څه کوو بابا، يو څو کاله به ارام ژوند وکړو بيا به يې وروسته ګورو، آن دا چي د دې په مخ کي به يې ورېرونه، خوريان  او نور  ماشومان په غېږ کي نه اخيستل، ويل داسي نه وي د دې په زړه کي وروګرځي چي زه اولاد نه لرم او ناهلې سي. يوه ورځ د شفيقې د سرو زرو ګوتمۍ ورکه سوه، هر څه چي يې پسي وکتل پيدا يې نه کړه، په ډېر احتياط يې خپلي يور ته وويل چي تا زما ګوتمۍ نه ده ليدلې؟

–  نه زه ستا ګوتمۍ څه کوم، ولي زه غله درته معلومه سوم چي پوښتنه دي راڅخه وکړه؟

–  توبه خدايه، دا اوس ته څه وايې؟ ما کله وويل چي تا غلا کړې ده، ما ويل په همدغه کور کي راڅخه ورکه سوې ده، کېدای سي ته يې په پيدا کولو کي مرسته راسره وکړې

–   په اصل کي دي دغه مطلب و چي ګوتمۍ دي غلا کړې ده، د مرستي خبره دي هسي پلمه کړل

–  یوووو خوري څومره توريښتي يې، ما کله وويل چي تا غلا کړې ده

–   تورښتي ته يې که زه، د غلا تور ته په خلکو پوري کوې او تورښتي ما بولې، خير دی يوه ګوتمۍ څه شی ده، مېړه خو دي لږ دنيا نه لري، بله ګوتمۍ به در رانيسي، دا دومره پيسې څه کوئ و چا ته يې ډېروئ؟

–  مطلب دي څه دی چي چا ته يې ډېروي؟

–  ما ويل دا دومره پيسې خو به اخيرت ته نه درسره وړئ، اولاد هم نه لرئ چي دنيا به مو هغوی ته ورپاته سي، ښه به دا وي چي اوس يې لا په ځان مصرف کړئ

–  خدای دي دا سپېره خوله ماته که ولي به ميراث کېږو؟  مېړه مي شکر ځوان دی، بل واده به ور وکړم، خدای به اولاد ورکړي، بېځايه ځان مه خوشاله کوه، ولاکه دي زموږ په ميراث  ارمان راڅخه وخېژي.

له دې خبري سره سم د شفيقې ستونی له غريوه ډک سو، سترګي يې له اوښکو ډکي سوې او خپلي خوني ته يې منډه کړه. ماښام چي جميل کور ته راغی، نو شفيقه يې په ژړا په غاړه کي ورولوېده، ويل بس دی نور د بې اولادۍ پېغورونه نه سم زغملای، ته به خامخا بل واده کوې چي خدای اولاد درکړي. جميل شفيقه په مهربانۍ په  زړه پوري ونيوله، ويل خدای دي يې خير کړي زړګيه، څه خبره ده، بیا چا څه درته ويلي دي؟ د شفيقې خبري سلګۍ سوې، خو وروسته يې په ډېر تکليف : نن  دي ورېنداري راته وويل چي ته اولاد نه لرې، دا دومره ډېري پيسې څه کوئ، ميراث به مو موږ ته راپاته وي. جميل چي شفيقې ته هر څومره د زړه ډاډ ورکاوه خو هغې نه مانه، ويل نه ته به خامخا بل واده کوې.  اخير جميل ويل چي سمه ده، خو يو شرط لرم، هغه دا چي نجلۍ به ته خپله راته خوښوې، شفيقې ويل سمه ده.  

د جميل مور مخکي لا غوښتل هغه ته بل واده وروکړي، خو جميل اجازه نه ورکوله، اوس چي په دې اړه شفيقې او جميل سلا يوه کړې ، نو دا هم ډېره خوشاله سوه. شفيقې چي  به هر ځای د کومي ښايستې نجلۍ نوم واورېد، نو خواښي ته به يې هغه کور وروښود. داسي ورځ به نه وه چي دا او خواښې به يې يو ځای په مرکه نه وې تللي.  جميل که څه هم له شفيقې سره د بل واده خبره منلې وه، خو په حقيقت کي يې زړه نه غوښته.  شفيقې او مور چي به يې هره نجلۍ ورياده کړه، نو ده به يو عيب پکښي پيدا کړ، ويل نه دا نجلۍ مه راغواړئ.

يوه ورځ د جميل په زړه کي وروګرځېده چي شفيقه ډېرو ډاکټرانو او طبيبانو ته ولاړه، خو ګټه يې و نه کړه، داسي نه وي چي عيب په ما کي وي، هغه و چي یوه  لابراتوار ته  ولاړ  او هلته يې معاينات وکړل. لابر اتوار والا ورته وويل چي  د نتيجې لپاره سبا راسه. سبا چي ورغی او نتيجه يې راواخیسته، نو کتلې يې لا نه وه چي خپل انډيوال سعيد په مخه ورغی، له سعید سره یوه نجلۍ هم ملګرې وه. ويل دا مي ټولګيواله ده، اوس غواړو واده سره وکړو.  د دواړو مور او  پلار هم راضي دي، خو موږ د خپلي ښې راتلونکي لپاره دلته راغلو چي صحي معاينات وکړو. موږ  ويل  کېدای سي يوه خوا د بې اولادۍ ستونزه او يا ميراثي ناروغي ولري، سبا چي پښېمانه کېږو او تندی ټکوو ښه ده چي اوس لا پر خپل واده غور  وکړو. تر دې وروسته جميل  له سعيد سره خدای پاماني وکړه او د کور خوا ته روان سو. موټر ته لا نه و ختلی چي د معايناتو نتيجه يې وکتله. په هغه کي ليکلي وه چي جميل د تل لپاره نه سي پلار کېدای. په دې وخت کي د جميل بڼه والوته، خو ډېر ژر يې يوه خبره په زړه کي وروګرځېده او په منډه موټر ته وخوت. موټر يې په دومره چټکۍ روان کړی و تا چي ويل نشه دی، نه يې لوړه او نه يې ژوره کتله، په څو دقيقو کي کور ته ورسېد، ګوري چي له کور څخه د دايرو، چکچکو  او خنداګانو اوازونه راځي. کله چي کور ته ورغی، نو شفيقه يې په خندا او نڅا مخ ته راغله، ويل جميل جانه مبارک دي سه، کوزده مي دروکړه، داسي ښايسته نجلۍ مي دروغوښته چي په ټول ښار کي به نه وي.  زما او ستا دښمنان به دا ارمان   ګور ته يوسي چي ته به ميراث کېږي. يوازي يو واده نه، که خدای مه کړه له دې ښځي څخه دي  اولاد پيدا نه کړ، بل واده درکوم، بل درکوم.

شفيقه ډېره خوشاله وه، له خندا يې بيخي  خوله نه سره ټولېده، خو د جميل بڼه ژيړه واوښته، لکه پر مخ چي دي کورکمن ورپاشيندلي وي، په کور کي يې شاوخوا وکتل. هغه صحنه يې سترګو ته ودرېده چي پر مېنه به يې وارث نه وي پاته او  مېنه به يې سپېره وي.  لکه ورېنداري چي يې پېغور ورکړی و، دی به رشتيا هم ميراث کېږي. له شرمه يې کښته وکته، په حقيقت کي يې خپل ګرېوان ته سر ورټیټ کړ او اعتراف يې وکړ: د ده  د جهالت په وجه  د شفيقې تر څنګ يوه بله معصومه نجلۍ هم ميراث سوه.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان