Categories

نوروز، جوړونکي او مثبت فکرونه/ محمد عارف رسولي

ګورو چې د نوروز په هکله په افغاني رسنیو کې زیات جر و بحث کیږي، خلک یو بل ته سپکې سپورې وایي، اوس دا یوه اختلافي موضوع ګرزیدلې ده، خو کم شمیر شنونکي بیا د مسئلې بنسټیزو اړخونو او حل لارو ته ګوري. پخواشینۍ سره دا ناندرۍ زموږ طلايي وخت ضایع کوي، هغه وخت چې موږ یې باید د خپل هیواد په بنسټیزو ننګونو، ریښه ییزو لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو چارو تیر کړو.

زموږ د ټولنې بله ستونزه داده چې تل په هغو څیزونو تر اړتیا زیات تمرکز کوو چې موږ یې منفي بولو او نه یې غواړو او په هغو مثبتو فکرونو زیات تمرکز نه کوو چې زموږ آرمان دی او د زړه له کومي یې د ځان او خپلې ټولنې لپاره غواړو. دا ډول تفکر موږ له جوړونکي دریځ څخه راګرزوي او منفي دریځ په موږ کې پخوي او په عادت مو بدلیږي. زموږ ځینې شنونکي خو مثبت فکر په خواشینۍ سره د پردي پالۍ او بې ننګۍ سره پرتله کوي.

خو مثبت فکر او جوړونکي دریځ هغه الهي پیرزوینه ده چې که سم وکارول شي ریښتیې بریا ته مو رسوي. دا مقاله د نوروز په حلال او حرام والي بحث نه کوي، ځکه زیاتو خلکو په دې بحث کړی دی. د دې مقالې تمرکز په دې دی چې د نوروز خبره پریږدی، دلته هره ورځ وینې توییږي، ظلم او جهل بیداد کوي، خلک مو په پردیو ملکونو کې له بې عفتۍ سره مخ دي او دښمن قوتونه موږ ته په کوم حیثیت قایل نه دي. اصلی خبره داده چې موږ څنګه له اوسني دردوونکي حالت څخه د مثبتو فکرونو او رغنده دریځونو او د خپلو ستونزو په ریښه ییزو لاملونو د تمرکز په مرسته خپل ملت له اوسني حالت څخه ایستلای شو. هیله ده ګرانو لوستونکو ته په تیره ځوان کهول ته به ګټوره  وي.

جوړونکی او مثبت فکر څه معنی؟

په لاندې جمله کې یو ستر مفهوم پروت دی او کیدای شي د مثبت فکر خواته مو لارښوونه وکړي. پوهان یې د کاڼي کرښه بولي. یو مشهور لیکوال بیا دا مفهوم د خپل کتاب منځپانګه او مرکزي ټکی ټاکلی. دا جمله او مفهوم په لاندې ډول دي: «  ترڅو به موږ ړانده وو؟ هغه څيزونه وګوری چې ممکن شتون ولري، نه يوازې هغه څه چې اوس شته.»

هغه انسانان چې خپله ټولنه داسې  نه ويني چې اوس ده، بلکه هسې یې  ګوري چې امکان لري، ښې لاسته راوړنې لرلای شي. ستر ستر مشران همداسې خاصیتونه لري، د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو او په سمه لاره یې د لارښوونې لپاره  کار کوي، تل هیله من وي او نورو ته هم هڅوي او هیله وربخشي، په یقین سره مثبت فکر او جوړونکی دریځ خپلوي.

داسې کسان تل په لوړو ارمانونو، لرلیدونو او ستراتیژیکو موخو تمرکز کوي او ځان زیات به منفي فکرونو او انګیرنو کې نه ډوب کوي. که دا د مثبت فکر لرونکي خلک منفي څیزونه، ظلم، مافیایي ډلې او په ټولنه کې فساد ګوري نو دوي د دې په ځای چې یوازې د هغو په ردولو لګیا شي، هڅه کوي داسې ستر کارونه وکړي چې خلک لوړو ارمانونو ته رامات کړي، خلکو ته الګو شي، په خلکو کې عامه پوهاوی رامنځته کړي. هو! تر یو څه وخت وروسته په مفسدینو ځمکه تنګیږي، خلک په روښانتیا پسې ځي او په ظالمانو د بریا لاره مومي.

عام خلک کله چې د کوڅه ډبو او بې تربيې کسانو له ځايه تيريږي يوازې لنډغران ګوري چې لا لهانده، دې خوا او اخوا ګرځي، خو ډېر کم شمير د بصیرت خاوند کسان په هغو کې يو بل څه ويني؛ هغوي د دې کوڅه ډبو په څیرو کې بيا رغول شوي، روغ رمټ او ټولنیز فعال خلک ويني. او کله چې دا ګوري په زياتو حالاتو کې د بيا روزنې په يوه عالي کار کې بريالي کيژي. که ټولنیز، سیاسي او مدني فعالان دا دریځ او داسې لرلید خپل کړي، هغه څوک چې دوی یې له لارې وتلي بولي د نفرت په ځای ورسره رغنده کار وکړي، او یا لږ تر لږه ځان ورسره په ناندریو کې راګیر نه کړي نو سم کار به یې کړی وي.

د مثبتو فکرونو یو څو مثالونه

درنو لوستونو به په ټریننګونو کې لیدلي وي چې ټرینران د اوبو نیم ډک ګیلاس شاګردانو ته ښیي او پوښتي یې چې هغه ګیلاس ډک دی او که خالي. ګیلاس خو نیم خالي دی او نیم ډک، خو مهمه خبره داده چې موږ یې څنګه ګورو. ځينې به په خالي ځای او نور به بیا ډکې برخې ته پاملرنه وکړي او ځینې نور به بیا دواړه خواوې وویني، وبه ووایي چې دا خو دوه برخې لري چې یوه ډکه او بله تشه ده، چې همدا سم نظر دی.

ډېری انسانان تر زیاتې کچې په منفي خواوو او هغو څيزونو چې دوی یې نه غواړي زیات تمرکز کوي. ډېر کم شمیر بیا مثبتو خواوو ته زیاته پاملرنه کوي، په منفي خوا زیات تمرکز نه کوي، د ښکارندو هغو اړخونو ته ګوري چې زغم، ګډ کار او ښې پایلې ورڅخه په لاس راتلای شي.

د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان وایي چې کله دی محصل و، یوه استاد یې یوه ورځ داسې سپینې ورقې په شاګردانو وویشلې چې یوازې یو څو تور ټکي ورباندې په کمو ځایونو کې ایښودل شوي و. استاد له محصلینو پوښتلي و چې په کاغذ کې څه ګوري؟ هغوی ورته ویلي و، چې یوازې تور ټکی ویني او بس. استاد په خندا شوی و، ویلي یې و چې دا ټوله سپینه ورقه نه کورئ او یوازې یو څو تور ټکي ګورئ. دلته د استاد موخه دا وه چې خپلو شاګردانو ته وښيي چې که ځیر نه شو موږ زیات واقعیتونه او په تیره مثبت څيزونه په خپل ماحول، خپل ژوند، خپله ټولنه، خپل فامیل، همکارانو او نورو خلکو کې نه وینو او یوازې د هغوی منفي خواوو او کمښتونو ته ځیر کیږو. کله چې موږ داسې فکر ته په ځان کې وده ورکړو،  بیله دې چې له ځانه کوم مثبت نوښت وښیو، ټوله ورځ لګیا وو او له هر څه سره منفي عکس العملونه ښیو.

د نړۍ د زياتو وروسته ساتل شوو محرومو خلکو تفکر داسې دی چې يوازې هغه څه کتلای شي چې اوس يې په چاپیر کې دي، دوی ممکنه روښانه راتلونکې نه شي ليدلای، نو ځکه ورته کار هم نه شي کولای. پخواشينۍ سره دوی ښه ځير شوي نه دي چې، هغه حالت يا څيز زيات مهم نه دی چې دوی يې اوس لري، مهم هغه حالت او شی دی چې هغوی ورپسې هڅه کوي.

موږ کوم داسې نړیوال ستر شخصیت نه شو موندلای چې هم یې د بشر لپاره ستر ستر ګتور کارونه کړي وي او هم د منفي انګیرنو څښتن وي. که تاسو نلسن منډیلا، ګاندي، مارټین لوتر کینګ، سید جمال الدین افغان او نورو وتلو تاریخي څیرو ته وګوری، د هغوی سوانح، ژوند او مبارزې مطالعه کړئ درته پټه لګي چې ټولو مثبت فکرونه لرل.

يو وخت يوه خارجي کارپوه چې د افغانستان د کرنې او طبيعي منابعو د څيړنې پروژه يې ګټلې وه له ما وغوښتل چې دوه له پوهنتون څخه فارغ ځوان افغانان ورته په هغه پروژه کې د کار لپاره  معرفي کړم. ما ورنه پوښتنه وکړه چې څه نور مشخصات ولري؟ راغبرګه يې کړه يوازې د فکر کولو وړتيا ولري. ما ورته وکتل او دمه مې وکړه، په ذهن کې مې راغلل چې مطلب يې څه دی؟ هر انسان او په تيره له پوهنتون څخه فارغ خو د ښه فکر خاوند وي. خو هغه نوموتي کارپوه مې تشويش درک کړ، را ته ويې خندل، او بيا يې وويل: پخواشينۍ سره کم خلک د فکر کولو توان لري. دلته زه وروسته بيا پوه شوم زما او هغه کارپوه د فکر کولو مفهوم او تعريف بيل و. خو اوس اوس زه بیخي یقین لرم چې ډېر کم خلک د جوړونکي فکر کولو توان لري.

تفکر زموږ په دیني متونو کې

که قرآني لارښوونو ته ښه ځیر شو نو د تفکر، تعقل او تدبر د قرآني ارشاداتو اهمیت ته ځیر کیږو. قرآن بیا بیا موږ ته وایي چې آیا تاسو له تعقل، تفکر، او تدبر څخه کار نه اخلئ، بله راته امر کوي چې د خلقت په چارو کې تفکر وکړو، خپل عقل په کار واچوو او له غوره تدبیر څخه کار واخلو. نورې دیني لارښوونې هم ورته امر کوي. عالمان وایي چې یو کم وخت د الله تعالی د خلقت په رازونو کې تفکر تر زیات وخت عبادت ښه دی.

اوس سړی پوهیږي چې که یوازې د تفکر ګټه دومره ده نو که موږ په کایناتو، په هغو کې له حاکمو قوانینو او په هغو علومو کې څیړنې وکړي چې د کایناتو او طبیعت د خلقت په رازونو موږ پوه کوي، د انسان او بشري ټولنو لپاره ورڅخه سمه ګټه اخیستلای شو نو څومره زیاته ګټه او ثواب به لري، خو په دې شرط چې زموږ نیت هم د خیر وي. د فکر کولو په هکله چې د دې ټولو زړی دی يو عالم وايي: آدمی هغه دی چې په زړه کې فکر کوي. بل بيا وايي: ستر انسانان هغه دي چې ويني په نړۍ افکار حکومت کوي. او يو بل بيا وايي: ذهن يو ځاي دی چې خپله ځانګړتيا لري، او پخپله کولای شي له جهنمه جنت او له جنته دوذخ جوړ کړي.

په اسلام کې د مثبت فکر زیات مثالونه شته دي. یوه دیني عالم ماته وویل چې په عام ډول کفار زموږ دښمنان نه دي، تر څو یې په موږ تجاوز نه وي کړی، او په حقیقت کې کفر او شرک زموږ دښمن دی. د همدې فلسفې په اساس د الله تعالی رسول زیات حریص و چې کافران هم نجات ومومي، سمه لاره خپله کړي، له شرک او ظلم څخه لاس واخلي. دین موږ ته راښيي چې الله تعالی په دنیا کې مهربانه دی په مومنانو او هم په کافرانو باندې، او مهربانه دی یوازې په مومنانو په آخرت کې. که الله تعالی غوښتلای ټول انسانان یې مسلمان او مومن پیدا کولای شوای. دا اوسنی خلقت د هغه خپل حکمت دی او البته زموږ وظیفه په عادي حالت کې په نرمه ژبه او په ښه طریقه د عوت دی.

بل ښه مثال دادی چې د الله رسول فرمایي چې کله یو له تاسو نیالګی په لاس کې ولري او یقین ولري چې سبا قیامت دی، نیال د کینوي او له الله تعالی څخه د د ثواب تمه ولري. دا موږ ته د مثبت فکرکولو بله نمونه راښیي، چې که نورو هر څه کول، هرڅوک ناهیلي ول، بیخي قیامت و، ټوره شپه وه، موږ باید د خیر کارونه او ټولنیز خدمتونه وکړو. بله ښکاره معنی یې هم په هر راز شرایطو کې د نیالیو کینول، د چاپیریال ساتنه او د هیواد ودانول دي.

د نوروز په هکله  تفکر

د شخړو او بیوزلیو او نورو لاملونو له کبله تفکر په افغاني ټولنه کې ښه وده نه ده کړې. زموږ خلک په بیځایه، بې ګټې او وړو ناندریو کې راګیر دي. د ملک په اصلي ستونزو لکه: بيوزلي، جهالت، د ښوونځيو تړل، د سواد کمښت، د هيواد او دولت اوسنی ماتيدونکي حالت، د فساد او زورواکانو شتون او نورو ورته ننګونو باندې چې د ستونزو بنسټيز لاملونه دي، ټولې ناخوالې په حقيقت کې له همدې څخه راټوکيږي، تمرکز نه کوي.

په هيواد کې مو فقر او جهالت حاکم دي، په ټولنه کې مو د کلتوري او سياسي شعور تشه په لوړه کچه شتون لري، خلک د دين د اصلي پيغام او روح په ځای په خرافاتو باورمند دي، د ملت يو زيات شمير خلک د پردیو په اشاره په قومي کرکو او ناندريو کې راګير دي او موږ د نوروز په هکله په ناندريو بوخت یو.

د ستونزو ریښه ییزو لاملونو او بنسټیزو ناروغیو ته نه ګورو، یوازې د ناروغیو په نښو او نښانونو پسې ګرځو او علاج یې هم نه شو کولای. که دا مو حال وي یو د بل په سر سر به وهو، عقل به مو سرته نه راځي، هوښيار ملت به ونه بلل شو. که په بنسټیزو ستونزو او د هغو په ریښه ییزو لاملونو تمرکز و نه کړو، ځان اصلاح نه کړو له اوسني حالت څخه د راوتو اهليت او کفايت به ترلاسه نه کړو.

نو راځئ د نوروز په هکله هم هغه څه ووینو چې هم امکان لري او هم ستونزه پکې نشته. د کال د لمړیو ورځو په هکله بیا هم له تفکر او تعقل څخه باید کار واخلو، کوم دیني رنګ ورنه کړو او یوازې له راټوکیدونکي طببعت څخه خوند واخلو او په هغو کې تفکر او څیړنې وکړو. د خلقت په نظام کې وګورو چې څنګه دوام کوي، څنګه په ژمي کې کرخت او په پسرلي کې بیا راټوکیږي، نباتات، ونې او بوټې له ژمني درانه خوبه راپاڅي او نوي ژوند پیلوي، راز راز ګلان چې د خلقت تر ټولو زړه وړونکې ننداره وړاندې کوي په همدې ورځو کې رازرغونیږي. دا ټول هغه مخلوقات دي چې موږ ورڅخه خوند اخیستلای شو او که سالم تفکر په کې وکړو اجر او ثواب ګتلای شو.

پورته تفکر له موږ سره مرسته کوي او رایادوي چې، همدارنګه د قیامت ورځ او بیا را ژوندي کیدل هم حق دی، الله تعالی له موږ سره حساب او کتاب کوي او ځان باید ورته تیار کړو، دهغه مخلوق ته خیر ورسوو او شر ورته و نه رسوو. موږ دا ورځې د نوي کال لپاره د غوره تفکر او نوي لرلید په خپلولو سره باید پیل او وغزوو. موږ باید نیالګي کینوو، خپل کور، کوڅه، محله، ښار او هیواد له چټلیو پاک کړو، خپل چاپیریال خوندي او شین کړو، خپل هیواد آباد او ودان کړو. په همدې توګه کولای شو چې د زړونو خیري هم لیرې کړو، زاړه نفرتونه پریږدو او په ځای یې مینه او ورورولي راولو. زه فکر کوم نوروز ته به زیات افغانان په دې سترګه ګوري.  

د تفکر د سمون لارې

هو د فکر په مفهوم، څرنګوالي، ډولونو، مثبت، منفي، جوړونکی، ورانونکی، بيځايه، ګټور او نورو په هکله په ملتونو او  د هغوی په کلتورونو کې ښکاره توپيرونه شته. په خواشينۍ سره داسې ټولنې شته چې په خپل ټول ژوند کې يو ځل هم په انفرادي او ټوليزه توګه موکه نه مومي چې د  پیچلو ښکارندو راز راز اړخونو ته وګوري، د ننګونو لاملونو، خپلو کړو وړو، تيروتنو، په اوس او راتلونکي کې په خپل ځان او نورو خلکو د هغوی په اغیزو فکر وکړي، ورڅخه څه زده او ځان اصلاح کړي.

د دې لپاره چې فکر موسم او له ستونزو پاک شي پوهانو زیاتې تګلارې رامنځته کړې دي چې که سمې پلې او په ځان تطبیق شي موږ له فکري انحراف، منفي انګیرنو او عکس العملي دریځونو خلاصیږو، د هغو په ځای د جوړونکي دریځ و مثبت فکر خاوندان کیږو، او په ژوند کې بریا را په برخه کیږي. د دې لپاره پوهانو لاندې څو میتودونه په ګوته کړې چې له یو بل سره ټینګې اړیکې لري:

د خپل فکر په هکله فکر کول (Metacognition): د فکر د سمون یو خورا «مهم عنصر» دی. که موږ ځان عادت کړو چې د خپل فکر کولو، ارزونې، پریکړې کولو، استدلال، له چا سره د اختلاف یا توافق، د یوې ښکارندې د رد او یا قبلولو په وخت خپل فکر ته ښه ځیر شو، ځان و آزمایو، خپلې تیروتنې په خلاصو سترګو و وینو په ځان کې ښه مهارت رامنځته کولای شو.

«دخپل ځان د فکر کولو په هکله فکر کول» دیو ستر خیز /ټوپ اخیستل غواړي. له یو چا سره مرسته کوي چې په خپلو نظریاتو، افکارو او خپلو وړتیاوو ښه تمرکز وکړي، له خطاوو ځان وژغوري او سمه لاره غوره کړي. دا نه یوازې موږ  ته توان راکوي پوه شو چې،  موږ په تیره زمانه کې څه کړي، بلکه رهبري کوي مو چې په راتلونکي کې موږ څه کولای شو او یا حتما باید څه وکړو چې بریالي شو. Metacognition یا پخپل فکر باندې فکر کول « یو مهم مهارت دئ چې د ماهرانه تفکر له مهمو اجزاوو څخه دی.»

پخواشینۍ سره زیات خلک په ټول عمر کې یو ځل هم دا موکه نه مومي چې د خپل فکر کولو، کړو وړو او پریکړو د څرنګوالي په هکله سم فکر او غور وکړي. داسې خلک تل له ستونزو سره مخ وي ځکه دوی تل ملامتي په نورو کې لټوي، که ستونزه د دوي په دریځ کې، فکر او کړنو کې هم وي ورته پام نه کوي او دوی تل ستونزه په بل چا کې ګوري چې، دوی یې نه شي اصلاح کولای.

ژور فکر کول (Critical Thinking). دا د فکري مهارتونو او اروایي (رواني) عادتونو یوه بسته ده چې اسانه کوي ترڅو:

الف – ستونزې په اسانۍ حل کړو

ب – حقایق راوسپړو، او

ج – په روښانتیا اړیکه ونیسو.

که موږ ښه فکر کوونکي شو، موږ به غوره وګړي، ښه زده کوونکي، محصلین او ښه کارپوهان او کارمندان شو. ۹۳٪ کار ورکوونکي مني چې د کاندیدانو د ژور او غوره فکر کولو توان او مهارت، په اسانۍ اړیکه نیول او پیچلې ستونزې حلول د هغوی د لیسانس د دورې تر مسلک غوره والی لري. کار ورکوونکي هغه څوک غواړي چې کولای شي په لمړۍ ورځ کارته تیار وي، اړیکه نیولای شي، ژور او سم فکر کوي، په ټیمونو کې کارکولای شي، له تکنالوژۍ کار اخیستلای شي، په څو ژبو خبرې کوي، په نړیواله کچه فکر کوي او اړیکې نیولای شي.

ښه عمیق فکر کوونکي څرنګه وي؟ ښه ژور فکر کوونکي معقول، پلټونکي (کنجکاو) کسان وي چې د حقایقو په لټه کې وي. هغوی حقیقت موندنې ته د پلټې د اخري موخې په سترګه ګوري. هغوی د متناقضو بیلګو او شواهدو په ګډون د کره معلوماتو په لټه کې وي، تر څو خپلې انګیرنې او استدلال امتحان کړي (تایید او یا یې غلطې ثابتې کړي). د دوی موخه دا وي چې حقایق ومومي نه داچې خپلې نظریې په نورو وتپي، موږ  ګورو چې دا د زیاتو خلکو ستونزه وي. خو عمیق فکر کوونکي بیا پوهیږي چې کیدای شي دوی غلط وي اوتیار وي چې پخپل استدلال بیا کتنه وکړي.

ښه ژور فکر کوونکي د خلاص فکر څښتنان، عادل او انساندوسته وي. دوی د نورو خلکو خیالونو، نظریو، فرضیو، ارزښتونو او استدلال ته په درنه سترګه ګوري. دا کسان فکري تواضع تمرینوي او په هغه څه چې نه پوهیږي مني یې. ښه مفکرین د فکري لحاظه خپلواکه، قوي او شجاعت لرونکي وي.

ښه مفکرين له هغه څه چې موږ ورته ځاني او ټولنیز تبعیض ویلای شو ازاد وي. په دې معنی چې، نه وایي چې دا خبره سمه ده ځکه هغه داسې فکر کوي. یا دا سمه ده ځکه چې دی یې غواړي  او د ده په ګټه ده. یا داسمه ده ځکه هغه تل داسې فکر کاوه.

ژور فکر کوونکي د خپلې ټولنې تفکر ته په نړیوالو، د کلتورونو ترمنځ منل شوو، او مناسبو نظریو  بیله پوره غور څخه لمړیتوب نه ورکوي، په تیره که هغه په کره توګه د تایید وړ نه وي.

په دې هیله چې موږ مثبت او جوړوونکي فکرونه او رغوونکي دریځونه ولرو، د هیواد ریښه ییزو ستونزو ته ځیر او حل لارې ولټوو.

کابل، افغانستان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *