اعلان

Categories
اعلان

سپین ږېرې ولسمشره !/ زلمی حلیمي

په داسي یو محرومه ټولنه کي ژوند کوو، چي ولس یې دژوند دټولو لومړنیو اسانتیاو لکه معارف، روغتیا، زراعت، بیارغونه، اقتصاد او…) څخه بې برخي دئ.

هېڅ یوه چاته مي دخپل ولس دبېوزلۍ په اړه هېڅ نه دي ویلي، ولی ستاسو په ایماندارۍ او وطن دوستۍ، چي خبر یم اوس یې نو درته وایم.

دمعارف غم مو راوخوره!

ترڅو، چي علم نه وي او سواد نه وي هېڅ ستونزه به مو حل نه شي.

لکه زه، چي بېرېږم همداسي تاسو هم وبېرېږئ، چي زما دولس بېوزله بچان به په تیاره کي را لوېږي او بیا به دښار او کلي ترمند یوې اوږدې جګړې اور بلېږي.

که ستا اولاد زوی، لور ، خورو او ورور دا حق لري، چي ښوونځي ته ولاړ سي درس ووايي، لیسانس واخلي او ماسټري وکړي زما د ولس بچی هم داحق لري، ولی د هغوی پر حق دلته څو غلو او خاینو خیټه اچولې ده، دا ستاسو ایماني او وجداني دنده ده، چي مخنیوی یې وکړې؛

زما دمحدودو ولسوالیو پرته په نورو یوه ولسوالۍ کي نه ښوونځی سته او نه هم د دې نظام له پېله هلته چا د کتاب او قلم نوم اوریدلی دئ.

دلته د قلم او کتاب په پیسو  دڅو راباندي تپل سویو اشخاصو ژوند د سرور زرو په څېر دئ. په همدې دولس دبچیو دحق په پیسو یې خټین کورنه پخېږي، موټر یې ۲۰۱۶ ماډل کېږي او جېبونه یې ډک کېږي او بلاخره له ملکه تښتي او په خارج کي تاجر کېږي.

نالوستي او بېچاره ولس مي مریض دئ زه یې شرم نه ګڼم او درته وایم یې موږ دومره بې برخي او محروم خلک یوو، چي له ولسوالیه تر ښاره دروغتیایې مراکزو او یاهم په هغوی کي ددوا دنه شتون له وجي مو مندي پر اولاد په لویه لار کي مړې سوي دي.

ډېر دي پر سر نه درد کوم.

په ټوله کي ولایتي اداره او مدیریت مو دومره کمزوری دئ، چی دنظام له پېله تر اوسه یو خښته پربله نه ده ايښوول سوې ولس محروم ساتل سوی دي.

ډېري بېلګي یې نه درته وایم

په پنځه چمپه ښار کي پر یوه چوک په میلونو افغانۍ یو بل ته ویشل سوې دي خو هغه چوک اوس هم همداسي ناجوړه دئ.

داسي، نو په هرخه کي هر چا تر خپله وسه پر غلا او جېب ډکولو ځانونه ستړی کړي دي.

دپورته دوو ادارو معارف او روغتیا یادونه مي څکه وکړه، چي زما او زما دولس دژوند او غوره راتلونکې سئله ده؛

یو شمېر لوستي او علمي ځوانان مو پر کورونو ناست دي، ولي په ادارو کي مو غله او خاینین خیټي ډکوي دلته په دولتي دسګاکي داسي څوک کارکوي، چي نه دوطن دوستۍ په نوم څه پېژني او نه یې هم لیدلي دي.

زه او زما بېوزله زابلیان هیله کوو

که وخت دي پیدا کړ او ډېر ستړی نه وې، نو بنسټیز بدلون راکي راوله؛

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان