Categories

ته/ اجمل پسرلی

چې کوټې ته ورننوتم. ده پر دیوال د خپل پلار راځوړند تور و سپین عکس ته کتل. ما خوله راټوله کړه چې پوښتنه یې وکړم چې ډاکټر څه ویل. ده راته وویل:

-عمر مفته تیر شو

-شکر لا خو تیر نه دی

سر یې وخوځاوه:

-هیڅ پکې پاتې نه دي خو ټول مې پلار و

ما تندی وموښه. ده د خپل پلارعکس ته ګوته ونیوله:

-که یې یو سم کار کولی یا یې ماته سمه لار راښوولې وای ولې به مې ژوند داسې تریخ تیریده

-انسان تل ځان له هغو سره پرتله کوي چې تر ده یې ژوند ښه دی کله هم ځان له هغو سره نه مقایسه کوي چې تر ده یې وضعیت بد دی

ده سګریټ پر ژبه لوند کړ. بیا یې په خپلو ګوتو کې سګریټ ته ټکان ورکړ:

-دغه مې هم د پلار له لاسه که یې یوه ورځ پرې سپک کړی وای ولې به عادت کیدم

عکس ته مې وکتل، پلار یې په تصویر کې خندل. ده سګریټ ولګاوه، له کشیدو سره ټوخي پسې واخیست. ما د اوبو ګیلاس ورته ونیو ده مې لاس پورې واهه.

مخ یې له ټوخي تک سور شو سګریت یې مړ کړ او سترګې یې پټې ونیولې. ورته ومې ویل:

-ډاکټر ته ورغلئ

-ته مې هم د پلار غوندې یې هغه وخت پوښتنه کوي چې ناروغ شم

ما د تور چای غوړپ وکړ. د ده سترګې له ټوخي تکي سرې شوې:

-ډاکټر راته ویل…. که نور سګریټ …وڅکوئ … سږي مو… له منځه ځي.

                                           پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *