Categories

د مجروح ځانځاني ښامار ته یو سیاسي نظر/واحد فقيري

څه موده کېږي چي زما زوړ یار او دوست ګران ملا جان (عبدالهادي عطايي) امریکا ته راستون سوی، او له نیکه مرغه یو کرت بیا د واشنګټن د ساحې د افغان – امریکن د ټولني غړی سوی دی. د ملا جان او زما اشنايي کلونه کلونه مخکي (ښايي ۱۹۹۰)  دلته په واشنګټن کي وسوه، او له اولي ورځي مو ملګرتیا سره ټینګه سوه. ځکه اصلا د یوه ښار خلګ یو، او ډیر ژر مو سره وپېژندل.  ملا جان تحصیل کرده، د پښتو ژبي وتلی شاعر، او د تېرو منطقو او پراخو تجربو خاوند دی. په شخصي لحاظ، ملا په طبع او مزاج کي څه توند او یکه تاز دی. او ياران ئې کم او محدود دي.

په فرهنګي ساحه کي، ملا جان زما د ټاپو ادبي بحثونو له انډیوالوانو څخه دی. ادبي ذوق او خیال ئې اوچت او بارز دی. تصادفا مو په شعر او ادب کي شوق او انتخاب ډیر سره نژدې دی. البته دی د ښکلو، مستو، او ابدي مفاهیمو شاعر دی، او زه فقط د ټاپ او ناب کلام ستایونکی یم. زموږ د ادبي او فلسفي بحثونو یو محوري بحث د ځانځاني ښامار مختلف ابعاد او مفاهیم دي. ځانځاني ښامار د استاد بهاوالدین مجروح له مشهورو فلسفي او ادبي اثارو څخه دی. د پښتو په ژبه او فلسفه کي ټاپ منظوم معاصر اثر دی. مجروح د کابل په پوهنتون کي د ملا استاد وو، او ملا جان ترې ښې خاطرې لري.

په ۲۰۱۶ کي، د واشنګټن ساحې ته د ملا جان د بیا راتګ سره سم مو یو کرت بیا له سره پر ځانځاني ښامار باندي خپل پخواني بحثونه راپیل کړل. د ملا سره پر ځانځاني ښامار باندي د دې دومداره تیلفوني مرکو په ترڅ کي ما ځانځاني ښامار څو ځله سر تر پایه بیا  وکوت. په متحوا، پیغام، او شکل مي څه نور هم سد خلاص سو. او  کرار کرار مي خپل پخواني او اوسي نوټونه سره راغونډ کړل، او په نتیجه کي دا لیکنه ترې جوړه سوه.

له دې لنډي مقدماتي خبرو راوروسته، زه به پدې لیکنه کي هڅه وکړم چي د استاد بهاوالدین مجروح ځانځاني ښامار د سیاسي فلسفې په چوکات کي وڅېړم.  د مجروح ځانځاني ښامار د سیاسي فلسفې په تیورک چوکاټ کي رامحدودول پخپل ذات کي د مجروح د اثر هر اړخېزه مطالعه نده، او نه هم لیکوال د دې ادعا لري.

له دې ابلاغ څخه راپس، زما باور دا دی چي استاد مجروح په ځانځاني ښامار کي د یو سیاسي انقلاب او بدلون لپاره کمپېن کوي. زما ګومان دا دی چي مجروح صاحب په هغه زمان کي نه سوای کولای چي د وخت د استبداد په وجه خپل انقلابي پیغام د یو سیاسي نثر په شکل خپور کړي، نو بنا ئې خپل سیاسي پیغام په یو نوي ادبي فورم کي بیان کړ.

د ځانځاني ښامار ژبه سمبولیکه ده. ترکیبات ئې ځانګړي او ناب دي. لغات او عبارات ئې د یو متفکر مغز محصول دي.  مفاهیم ئې جامع او سیاسي دي. ژبه او کلمات ئې تعبیر او تفسیر ته اړتیا لري. او د هر عصر او زمان د خلګو په درد خوري. هر عصر ئې د خپلو ضرورتونو سره سم شرح او تفسیرولای سي.

د نورو مهمو سیاسي فلسفي اثارو په شان، د مجروح ځانځاني ښامار هم خپل مخصوص کرکټرونه، مفکورې، مدینه فاضله، هدف، او مقصد لري. د لیکوال ګومان دا دی چي د کتاب د کرکټرونو او اساسي مفکورو څه معرفي او شرح د داستان له اصلي او محوري مفکورې د تشخیصولو او درکولو سره مرسته کوي. او د کتاب د اصلي مطلب له اخیستلو سره کومک کوي. نو بنا، اول به زه دا کرکټرونه څه معرفي او وسپړم. او بیا به وروسته په ګډه اصلي داستان ته ور ننوځو:

لاروی:

«د نیمو شپو لاروی» د مجروح په ځانځاني ښامار کي اصلي او کلیدي کرکټر دی. او د کتاب د درک او افادې لپاره باید هر اړخېز وپېژندل سي. ځکه د داستان اصلي هیرو لاروی دی. او د ده معرفت تر ډېر حده د ځانځاني ښامار د اصلي موضوع پوره فهم او هضم دی.

د مجروح لاوری یو مفکر او اګاه انقلابي دی. د یوې استبداد ځپلي جامعې یو مبارز روشنفکر او رفورمیسټ دی. د ازادي او حریت مدافع دی. د استبداد او دیکتاتورۍ یو نه پخلاکیدونکی مخالف دی. د خپل وخت موسی، سقراط، سید جمال الدین افغان، ګاندي، او چه ګوارا دی.

په عین زمان کي، د ځانځاني ښامار لاروی یو صمیمي او اشنا ښاري (سیټیزن) هم دی.  هغه په ځانځاني ښامار کي سمدستي خپل ځان را معرفي کوي. د «زه»، «زما» او «ما» په صمیمي ضمایرو باندي راسره خبري کوي. له لوستونکی سره راسا او مخامخ مکالمه او صحبت کوي. او په خپلو عامو ویناوو کي عموما ټول بنيادمان مخاطبه وي.

د مجروح مبارز لاروی د ليډرشیپ خاصه کاریزما لري. او کله چي په ښار کي مبارزه او انقلاب پیلوي، لکه سقراط تل د خلګو په اجتماعاتو کي انقلابي او افشاګرانه نطقونه کوي. د ښار حاکم نظام غندي،‌ او د بدلون غوښتنه ئې کوي. او لکه سقراط د نوي خدایانو په عبادت او رواجولو تورنېږي. دغه زار، د مجروح فیلسوف لاروی لکه سقراط د خلګو څخه تل سوالونه کوي. او د سوالونو د مطرح کولو له لاري خلګ اګاه کوي.  او د خپل زمان په بحراني حالت کي د نورو انقلابي مشرانو په شان په ښاریانو کي د یو صادق، پاک، متقي مشر په حیث مشهوره کېږي.

د مبارزې په لومړیو کلونو کي د ښار خلګ د مجروح لاروی «مجنون او لیونی» بلي، او په عامو مجلسونو کي ئې «تمسخره» وي. خو ځیني نور ښاریان د لاروي انقلابي فعالیت او ویناوي خطر ناکه ګڼي. هغوی په ښار کي د لاروي هسي بې قیده او بې نظارته ګرځېدو او فعالیت باندي اعتراض کوي. او د لاروي پر خلاف د یوه اقدام او بند و بست غوښتنه کوي.

څه تجویز ورته پکار دی. (۱۵۸)

خو د مجروح د مبارز لاروي د نه ستړي کېدونکي هلو ځلو او نطقونو  راوروسته کرار کرار د ښار عام او خاص اوسېدونکي په درنه سترګه ورته ګوري. په وروستیو مرحلو کي خو يې ځیني ښاریان حتی «کرامات او بزرګي» ته هم عقیده پیدا کوي. د زمانې په تېرېدو سره ئې په ښار کي سیاسي او اخلاقي دبدبه زیاتېږي. او د سیاسي تقوا شهرت ئې دونه جګېږي چي حتی د ښار ستر مستبد ټولواک خار ترې خوري.

 له مجنونه بېره ډار ورته پیدا شو. (۱۷۷)

د کتاب په اولو صفحو کي استاد مجروح راته وايي چي د ځانځاني ښامار د سیاسي حماسې متفکر لاروی د ښار په نخبه ګانو او منورینو کي ټاپ مقام لري، او د ښار په  اجتماعي او فرهنګي حقلو کي د نوم او نښان خاوند دی. او د خاص نظر څښتن دی.

 د ولس په هوښیارانو کي هوښیار وو،

سوچ وهل فکر کول ئې کسب او کار وو. (۹)

په پورته نقل قول کي د لاروی د معرفت په باره کي کلیدي کلمات دا دي چي هم پوه او هم لایق وو،  او هم ئې تفکر «کسب او کار» وو.  د ځانځاني ښامار په حاشیه کي مجروح خپل لاروی د فرانسې د وجودي فلسفې مشهور فیلسوف ژان پال سارتر رامعرفي کوي. د سارتر فلسفه یو انسان محوره عقیده او طرز تفکر دی چي د جهان واقعي او فلسفي وجود د انسان د فکر محصول ګڼي.

د مجروح متفکر لاروي د خپلو مطالعاتو او سوچونو په بهیر کي تل د جهان، کایناتو، او کهکشان اسرار پلټي. تل ئې د کتابونو او تحقیق سره سروکار وي. د فردي او اجتماعي ژوندوانه رازونه او قوانین لټي. د تېرو ولسونو تاریخ لولي. د پخوانیو زمانو مبارزې تحلیل او تجزیه کوي. د ازادۍ د حاکمیت د دوران ښې خاطرې یادوي. د عام امن، سراسري مساوات، او سپین او سمسور سباوون څخه زیاتي افسانې او خاطرې بیانوي. د مجروح لاروی په خپلو عامو ویناوو کي د پخوانیو طلايي زمانو په هکله ناسټالجیک ښکاري. د تېرو سمسورو، ښادو، او  ابادو وختونو خبري کوي. د مساوات، اجتماعي عدالت، او د یو داسي پېر خبري کوي چي نه مريی او نه بادار وو.

انسانانو لا موندلی چیري نه وو

غلامۍ او بادارۍ چل (۲۱)

د مجروح لاروی یو جهان دیده او تحصیل کرده منور دی. له غمونو او خوشحالیو سره اشنا دی. له تندو او لوږو سره بلد دی. هم ئې آباد او سمسور کلونه تېر کړي دي، او هم ئې تکلفیونه او زحمتونه ګاللي دي. د خپل ژوندانه په بهیر کي ئې ماتي او فتحي لیدلي دي. کړاوونه ئې ګاللي دي. او د خپل نفس د تزکیې په جریان کي ئې سیاسي تقوا،‌ ولسي باور، او یو مرموز الهام اراده ور فولادي کړې ده.

ما ملکونه هیوادونه ډېر لیدلي

په صحرا کي ما اوږدې مزلي کړي

ځیني ځیني حقایق مي دي موندلي

څو رشتیا رشتیا خبري مي راوړي (۱۰)

د تاریخ د مطالعې او سفرونو په ترڅ کي، د مجروح لاروی د ړنګو ښارونو، ورکو تمدنونو، او د بربادو اقوامو سره مواجه سوی دی. دې تاریخي سفرونو، د مجروح متفکر لاروی دېته متوجه کړی دی چي ولي تمدنونه خراب او ړنګېږي؟ ولي ازادي په دیکتاتوري بدلېږي، او بیا څرنګه دیکتاتوري په ازادي اوړي؟ د ازادۍ او استبداد تر مینځ د نه پخلاکیدونکی جنګ، جدل، او دیالکتیک محرکه قوه کشف وي.  یوه نوې د تاریخ فلسفه بیانوي. د مختلفو اقوامو عروج او زوال تحلیل او تجزیه کوي. د نور او ظلمت، د عدالت او ظلم، او بالاخره د ازادۍ او دیکتاتورۍ تر مینځ د دایمي دیالکتیکي جدل کیسه بیانوي.

دلته ښار و اوسېدل پکي ښاریان آزاد سرمسته

نه بي بي وه، نه بادار نه فرماندار وو،

نه نوکر وو، نه مریان نه وینځي مینځي.‌ (۱۶۰)

د خپلو اوږدو سفرونو، مطالعې، تفکر، او الهام په جریان کي،‌ د مجروح انقلابي لاروی بالاخره دې ټکي ته رسېږي چي سیاسي «استبداد» او اختناق د زړه چینه وچوي. دیکتاتوري ښارونه په کنډوالو بدلوي. اقتصاد او تجارت خرابوي. محیط او چاپیریال ته صدمه رسوي. بېره او خوف ایجادوي. خندا او مینه وژني. په خلګو کي غم او خپګان ډېروي.  ابتکار او پرمختګ وژني.

ښار د اوسپني کلا وه،

دروازې ئې تل تړلي.

ځکه هیچا نور په ها خوا ګذر نه کړو.

چمنونه شنه باغونه پاتي نه وو.

هره شپه سړه سیلۍ وه،

خاوري دوړي بادېدلې

ځنګلونه جل وهلي، وني سوي

غرو څېره وه بدله کړې

ټول خړپړ په ایرو رنګ وو.

هم سیندونه، هم خوړونه، وچ پراته وو. (۳۷)

کومي لاري لوی لوی، چي ورتلې د ښار په لوري

هغه ټولي ورکي شوې، په زوزانو، په اغزو کي.

کاروانونو نور ګذر په دې خوا نه کړو،

چرته لیري تېرېدل په نورو سیمو. (۳۸)

ستبداد نه یوازي د زوړنو چینه وچوي، او محیط او اقتصاد زیایمنوي، بلکي له ښار او تمدنه د خلګو د فرار باعث هم ګرځي. په ښار کي د نفوس د کمېدو سبب ګرځي. ښاریان مهاجرت ته مجبورېږی. د دیکتاتور د «بې دلیله فرمانونو او امر او نهي» له وجي خلګ په تنګېږي.

خلګ دومره شو بېزاره،

چي څوک لاړل فراري شول، څوک

د مرګ پنجو ته ورغلل تسلیم شول.

باقي پاتي چرته پټ شول په غارو کي. (۵۷)

لاروي چي کله له یوه اوږده غیابت او مسافرۍ را وروسته خپل ښار ته – مانا تمدن او اجتماع ته – راستون سي، همدا ترخه حقایق د ښار ستر مستبد ټولواک  ته په عام محضر کي اظهاروي. لاروی د ښار ستر فرمانروا په ظلم او تیري باندي متهموي، او د ازادۍ د بندي کولو الزام باندي لګوي. پدې سترو او عامو انقلابي جرګو کي د مجروح مبارز لاروی د ښار د ستر دیکتاتور د ډار او خوف طلسم ور مات او دړي وړي کوي. پدې لویو غونډو کي لاروی خلګ انقلاب ته رابلي. د استبداد او دیکتاتوري د بت ماتولو ته ئې رادعوته وي. د واهي ځنځیرونو شکولو ته ئې رابلي. د جیلخانو ماتولو ته ئې رالمسوي.

پاڅئ پاڅئ!

زندانیان واړه آزاد کړئ!

زنځیرونه زولنې کړئ ماتي ماتي.

….

اې واکداره! اې زمامداره!

ستا سقوط ستا انحطاط خو زه ښه وینم

ستا په بېره ستا په ډار کي (۱۷۷)

…..

هغه واړه ارواګاني، دوږخیاني

قدرتونه د عشق میني آزادي ټول

زنداني په جیلخانو کي

یاغي شوي انقلاب کړي (۸۴)

…..

اې ښاریانو! ښه خبر شئ

ستاسو ستر واکدار بادار خو،

تور ښامار دی،

تاسو واړه بندګان یاست غلامان یاست

د ښامار. (۱۶۶)

مدنیت او ښار ته د راستنیدو سره سم،‌ د مجروح لاروی ګوري چي د ښار خلګ په دایمي ډار او خوف کي ژوند کوي. د استبداد تر حاکمیت لاندي ښاریان مات او زبون سوي وي. د ټولو ښاریانو په زړونو کي د وهم او ډار ښامار ننوتلی وي. د هغوی ارادې ئې ور کمزوري او رنځوري کړي وي. او د زړه چینه ئې ور وچه کړې وي.

له خپل سیوری ډارېدل ټول. (۳۴)

په بل عبارت، د ښاریانو په زړونو کي د وهم او بې اراده ګۍ تور بلاه ناسته وي. او دا تور بلا هغوی په خپل لاس پر ځان باندي مسلطه کړې وي.‌ په ځانځاني ښامار کي د مجروح د فیلسوف لاروي په قول، «دا بلا ستاسو بلا خپله بلا ده.» لاروی خلګو ته وايي چي تر څو چي تاسو په خپلو زړونو کي د ډار او بې اراده ګۍ ښامار مړ نه کړئ. تاسي به کله هم د نجات ښاد او سمسور ساحل ته و نه رسېږئ. تاسي به کله هم د سولي او امن سپين سبا و نه ګوري.

که دا بېره شي زایله

دغه ډار او واهمه له مینځه لاړ شي.

نو ښامار یو ځل سقوط کړي، نابود کېږي. (۱۷۵)

لاوری خلګو ته وايي چي د ښار د حاکم ښامار زور او قدرت فقط ستاسو په زړونو کي پروت دی. لاروی ښاریانو ته وايي چي د ستر ټولواک لویه پانګه ستاسو  ډار او بې اراده ګي ده. که چیري تاسو له خپل زړه څخه دا ښامار لیري کړی، استبداد خود په خود یو دم سقوط کوي. لاروي ډارېدلي ښاریانو ته وايي چي د استبداد طاقت او بقا فقط ستاسو په ذهن او زړه کي ده. تاسو پخپل ذهن کي زنداني یاست.  همدا ستاسو اصلي سیاسي او اجتماعي رنځ دی.

ستاسو زوړونه هدېرې دي،

پکي ښخي د امواتو خاطرې دي. (۱۵۴)

….

خبر نه یاست تاسي مړه یاست.

روح مو مړ دی، فنا شوی.

تاسو ټول خو بس یوازي،

اشباحګاني بې ژوندونه خیال او خوب یاست. (۱۵۶)

د مجروح لاروي باور لري چي د انسان لوی دوست او دوښمن پخپله انسان  دی. او د انسان په طبیعت کي له ازله تضاد او جدل ایښودل سوی دی. په بل عبارت، ادمیان په فطرت کي دوه ګونه دي. د ښه او بد مجموعه دي.  څرنګه چي د مجروح د انسان په فطرت کي د ازادۍ او استبداد نطفه پرته ده، نو بنا د ازادۍ او استبداد تر مینځ به دا مبارزه نه پخلاکیدونکې او ابدي وي. د ازادۍ او استبداد تر منیځ به دا ډیالکتیکي جدل شامدام د تاریخ په بهیر کي دوام لري. دا مجادله به تل د انسان او جامعې په ژور بطن کي روانه وي. همدا د تاریخ فلسفه ده. همدا د تاریخ سیر او تکامل دی.

ځکه،

‌ یوه ورځ د ورځ ئې دا شانتي بیان کړو:

«تر کوم وخته چي دا زمکه دا اسمان وي،

تل د هر انسان دوږخ به بل انسان وي.»

…..

جنهم نه چرته لیري دی نه پټ په بل جهان کي

جنهم د هر انسان دی هر انسان پخپل ځان کي. (۱۰)

….

ځکه پوه شو،

چي له سره بیا شروع سو، یو ځل بیابیا،

زوړ داستان د قهرمان ستر پهلوان ستر،

او د ښکلي رب النوعي الهي د عشق او میني،

یو ځل بیا له سره پیل شوه

افسانه لویه اوږده د تور ښامار مار. (۱۸۸)

د ځانځاني ښامار د اصلاحپال لاروي په فکر د انسان نجات د خپل ذاتي او دروني ښامار په راکنټرولو کي دی. پر خپل نفس او ایګو باندي په غلبې او تسلط کي پروت دی. لاروی موږ ته نصحت کوي او راته وايي: خپله خودي راایسار کړئ. او خپل ایګو رامهار کړئ. د لاروي په باور له خپل دورني ښامار څخه د خلاصون یوازنۍ لاره دا ده چي انسان پر خپل نفس باندي مسلط سي. او خپله خودي قابو کړي.

ځکه تر څو چي:

دا ښامار پخپلو زوړنو کي مړ نه کړئ،‌ نابود نه کړئ.

که د نفس بده بلا کړي څوک نابوده

نو به هله د بلا توري بلا څوک خوراک نه شي

که د خپل زړګي ښامار مو قرباني کړو،

نو به هلته تاسو نه شئ قرباني د لوی ښامار مار. (۱۶۸)

کله چي رفوریست لاروی ښار ته راستون سي، پدې وخت کي په ټولنه کي استبداد او سیاسي اختناق مطلق حاکم وي. په ټولنه کي د «د بېري، وهم، بې چارګي او بې اراده ګي» یو عام احساس او رنځ موجود وي. ډار او خوف یو ساري مرض وي، او  ټول ښاریان په اخته وي. د مجروح په ځانځاني ښامار کي د ښار ټول منورین، لیکوالان، نخبه ګان، پهلوانان، ځوانان، زاړه، نر، ښځي، او عام ولس د «ډار او وهم»  په رنځ رنځور وي.

فقط ډار او واهمه داسي مرض وو

چي توپیر ئې نه د ووړ که نه د زوړ که،

نه د ښځي نه د نر که (۳۴)

…..

که مرض د غم خپګان به لږ کلار شو.

که د قهر او غضب تبه به لاړه.

واهمه او ډار هیڅ وخت نه ورکېدلو. (۳۴)

د استبداد پدې دور کي، د ښار منورینو او نخبه ګانو میدان په ډلییزه توګه خوشي کړي وي. زیات شمېر ئې تبعید او بندیان وي. نور باقي پاتي د ښار په تونلونو، سب وې ګانو،‌ او د مځکي په ژور تل کي په تورو سمڅو کي پټ او غلي ناست وي، او مدام نشې کوي. شعرونه وايي. مشاعرې کوي. د یو او بل پر پوستونو باندي لنډ لنډ کامنټونه لیکي. او وخت په وخت دلته او هلته دانه مانه لایک هم کوي.

کله چي د مجروح انقلابي لاروی ښار ته راسي، اول کار چي کوي هغه دا چي د دغو فراري او بندي منورینو، نخبه ګانو، او هنرمندانو د پیدا کولو په غرض د ښار لاندي تاخانو، سمڅو، او جیلونو ته ور شوه کېږي.

لاروی همدا فراري او بندي منورین او نخبه ګان د ښار په تورو زیرخانو او بنديخانو کي هله هله پوښتنه پر پوښتنه بالاخره پیدا کوي. هغوی هلته لاندي د مځکي په ژور تل کي په نمناکو سموارونو او هوتلونو کي سره راغونډ وي. په متروکو قهوه خانو او سټاربکس کي سره جرګه وي. تل لړزانه شمعان ورته لګېږي.  خیرن، غوړ، او زاړه مېز او  چوکۍ ورته پراتې وي. هري خوا د خلګو څه پټ پوس پوس هم وي.

لاروي هغوی داسي مخاطب وي:

اې ګونګیانو! ټپوسانو! ګېدړانو!

دا مستي ستاسو مستي څنګه مستي ده؟ (۱۴۰)

…..

اې دوستانو! راته وایاست!

له نشو نه له مستۍ نه مو مراد او مقصد څه دی؟

فقط یو څه:

هېرول د واقعیت دي. نه موندل د حقیقت دی.

له نشو نه هدف څه دی؟

فقط یو څه:

چي دردونه د خودۍ د ځانځانۍ لږ څه آرام شي، لږ قلار شي.

او نه دا چي د خودۍ د ځانځانۍ څخه ازاد شئ.

له خپل ځانه بهر ولاړ شئ. (۱۴۴)

د لاروي له لنډي معرفي را وروسته اوس وار د ښار د لوی واکدار د پېژندولو دی.

ستر ټولواک

د ځانځاني ښامار ستر مستبد ټولواک د لاروي دقیق مخالف قطب دی. د یوه ژوند د بل مرګ دی. د یوه عروج د بل زوال دی. او د یوه افتتاح د بل اختتام دی. لکه څنګه چي مو ولیدل لاروی د ازادي، امن، او اقتصادي پرمختګ زیری دی. خو ستر ټولواک د استبداد، جنګونو، او اقتصادي رکود پېر دی. لنډه دا چي لاروی او ستر ټولواک له یو بل سره نه پخلاکېدونکي تفاوتونه او تضادونه لري.

کله چي د «ټول جهان لوی فاتح» د ازادي وروستی ښار او ملک فتح کړي، هغه پر تور آس سپور وي. دواړي سترګي ئې له سرو وینو ډګي وي. په څېره کي ئې قهر او غضب لمبې وهي. توري جامې ئې اغوستي وي. پولادي اوږده او تېره نېزه ئې په لاس کي وي. ستر ډال ئې تر شا تړلی وي. او د اژدها نقش ئې د خپلي سلطې د نښان په توګه پر ترسیم کړی وي. ډارېدلي ښاریان ئې د استقبال او هرکلي په منظور د سړکانو پر دواړو غاړو باندي په کتار ولاړوي، او په حیرت حیرت د دیکتاتور راتګ په چکچکو، شعارونو، ښه راغلاست، او د هورا په نارو باندي بدرګه کوي. پدې ورځ وریځ وي. باران وي. ساړه او تیاره وي.

لینده غشي ورسره وو،

هم په سر ئې یوه خوله پولادینه. (۲۳)

پدې ورځ، د وینا پر مهال د جهان د لوی فاتح اواز جګ او هیبتناکه وي. او خپله افتتاحیه وینا د فتح سوي ښار ډارېدلي ولس ته په قهرجن لحن داسي پیل وي.

تاسو وایاست زه به څوک یم؟

زه خو «زه» یم، زه «ایګو» یم.

درست نړۍ کي پهلوان یم.

لوی فاتح د ټول جنګونو د جهان یم،

لدې وروسته ستاسو ښار زما تابع دی

تاسي ټول د قهرمان تر فرمان لاندي،

که هر څوک زما فرمان ته غاړه نه ږدي،

نو سزا به ئې په دې دم او په هر دم،

هم په دې نېزه وژل وي، څیرول وي. (۲۴)

سمدستي ستر ټولواک ښاریانو ته خپله د وفادارۍ پالیسي  داسي اعلاموي: «یا زما سره یاست، یا زما دوښمن یاست.» لوی لیډر مسایل صرف تور او سپین ویني. د هغه په دماغ کي بل څه نه ځایېږي. د جهان فاتح د هیڅ راز مخالفت د اورېدو حوصله نه لري. او عموما  ښاریان تحقیروي.

د ښار نوی دیکتاتور د لوړي د مراسمو په پای کي خپله لینده او غشی راوباسي، او د ازادۍ «مسته مسته غرڅنه» ښکار کړي. زړه ئې په غشي ور څیري کړي. د غرڅـنې د ښکارولو راوروسته، لوی ټولواک امر وکړي چي د ازادۍ دا مسته غرڅنه باید ورته کباب سي. په دې شان دیکتاتور خپل سقاوت او بې رحمي خلګو ته په اوله ورځ ور وښیي. په ښار کي سمدستي د خپل استبداد او حاکمیت سام خور کړي. ډار، خوف، او چوپتیا ایجاده کړي.

یو ځل لوی عظیم سکوت په هر خوا پلن شو

غرڅنې لاړې په تېښته.

لویو غرو لیري دښتو ته. (۲۵)

….

زبیايي له ښاره ولاړه

په معبد کي زنداني شوه. (۱۲۵)

سمدستي د استبداد تر حاکمیت راوروسته، له ښاره ټولي هیلي او د ازادۍ غرڅنې فرار کوي. د انسان او محیط تر مینځ جنګ شروع کېږي. او لدې راوروسته، حیوانات له انسانانو څخه تورېږي او ډارېږي.

تریدلي رمیدلي له انسانه. (۲۵)

….

آزادي لاړه له باغه له چمنه.

معماران د عشق او میني

شو راګیر په قید او بند کي،

په سختیو په خوارو کي. (۵۶)

….

هري خواته ریګستان دی، وچي وچي صحراګاني (۱۷۳)

د ستر فاتح د حاکمیت سره سم، په ښار کي انواع او اقسام امراض خواره کېږي. البته، خپله امیر غضب هم د ځان سره ټولني ته یو لړ ساري میکروبونه راوړي. له وجوده ئې تل یو راز «مهلک زهر قاتل» خورېږي. په عمومي توګه یې ګرده ښاریان په دریو مرضونو مبتلا کړل.

یو مرض غم او خپګان وو

بل مرض قهر او غضب وو،

درېېم ډار او واهمه وه. (۳۳)

په ښار کي د تور امیر د حاکمیت سره سم، د خلګو په مینځ‌ کي باور او اعتماد ختم سي. دوستي، اخلاص، او رشتیا ورکه سي. هر څوک جاسوس وي، او هر څوک له جاسوسانو څخه ډارېږي. په ښار کي توري تېارې خورې وې. سکوت وي. خلګ د پخوا په شان په غرونو او پارکونو کي مېلو ته نه ځي. ښاریان عموما په تکلیف او غم ګرفتاره وي. او په ښار کي د غم او خپګان لومړی قرباني:

دا هغه حاذق حکیم د ښار طبیب وو. (۳۳)

د استبداد دومداره حاکمیت ښار په کنډوله بدلوي. د خلګو نفوس کمېږي. ټولواک موجود وي، خو خلګ،‌خادم، مینځه، او غلام نه وي.

ټول مړ ښار وو، چپايي وه،‌ هدیره وه.

ښار د اوسپني کلا وه،

دروازې ئې تل تړلي. (۳۷)

ښار یو ستر او عظیم زندان وي. شا و خوا غټ سنګي دیوالونه ترې راچاپېر وي. د تور امیر د ماڼۍ شاوخوا اغزن سیم او سمیټي دیوال راګرځېدلی وي. ټولواک د ښار خلګ په مختلفو کمپونو کي په بېګار لګیا کړي وي. دیکتاتور هیڅ د خلګو تکلیف او عذاب ته توجه نه کوي.

نه يې زمکي نه اسمان ته التفات کړو

قهرمان یوازي ځان ته پام لرو. (۵۷)

د ستر دیکتاتور تر نظام لاندي د ښځو وضع ډیره خرابه وي. هغوی د ټولني تر ټولو کمزورې برخه وي. او شامدام د لوی پهلوان د نظام لپاره په کار او زحمت لګیا وي. د ټولواک یو فرمان دا دی چي ښځي باید تور کالي واغوندي. له سره څخه تر پښو پوري بايد پوښلي وي. په ښار کي بس د طالبانو د دورې غوندي قیودات وي. دُرې وې او شلاقي وي.

لاروي لیدلي ښځي، له کورونو راوتلې.

غلی غلی په احتیاط ډیر، په خلوت خلوت کوڅو کي ګرځېدلې.

جامې توري، سر تر پښو په پردو پټي، ستري ستري. (۱۲۸)

د ستر ټولواک په نظام کي د ښځو مقام راکښته کېږي. هغوی شاقه کارونو ته مجبوره کېږي. د دایمي جنګونو او لښکرو لپاره تل ډوډۍ پخوي. کالي مینځني. د جنګي اقتصاد ماشین څرخوي. تل په غم،‌ خپګان،‌او ګروم کي په نمناکو کورونو، تیارو تاخانو، او کوچینو او زړو اپارتمانونو کي ژوند کوي. او مدام د امیر غضب خدمت کوي.

ښځي بوختي په پخلی شوې،

په خدمت شوې، په هغې ښکلي ماڼۍ کي،

چي آباد وو د ځوانانو د لاسونو په ټناکو

په خولو د مړوندنو.  (۲۵)

ستر فاتح د خپل حاکمیت په دوران کي مدام د غرور او تکبر پر مسند ناست وي. یوازي او منزوي په خپل ارګ کي اوسېږي. شا و خوا مسلح محافظین پرې راچاپېروي. په قصر کي شا و خوا د قدرت تابلوګاني، تصویرونه، او خادمان باندي راغونډوي. د جهان ستر اتل په ځان مین وي. یوه ټوټه خود پرستي او ایګو وي. د ښار په ګوټ ګوټ کي د لوی پهلوان عکسونه او مجسمې ولاړي وي.  په ښار کي هر ځای د دیکتاتور د ستایلو په مقصد لوی لوی شعارونه ځوړند وي.

ژوندی اوسې تل تر تله،‌اې زموږ ګران قهرمانه!

جانشین د ستر ایګو،‌ ستر پهلوانه

رب دي ورکړي ده ته عمر جاویدانه. (۵۸)

په ځانځاني ښامار کي، د تاریخ د فلسفي په حکم د استبداد لوی او دایمي دوښمن وخت او زمان دی. د تاریخ په جریان کي د استبداد بل لوی دوښمن په انسان کي د ازادۍ ازلي نطفه ده. د مجروح د تاریخ په فلسفه کي استبداد بالاخره ړنګېدونکی دی. تلونکی دی. اضطراري او تېرېدونکی دی.

د زمان په رنخ رنځور شو

درک احساس د زمانې ئې

د ابهام په ډنډ کي ډوب شو. (۵۹)

په پای کي، د ځانځاني ښامار ستر ټولواک یو مستبد دیکتاتور دی. د ستالین په څېر یو جاني شخص دی. د خپل وخت تور امیر دی.

ښار:

د مجروح په ځانځاني ښامار کي «ښار» د یو مدنیت او یو ملک مانا لري. یوه مدینه ای فاضله ده. لکه نور سیاسی متفکرین، د مجروح لاروی هم لومړی دا بحث مطرح کوي چي ولي انسانانو اجتماعي ژوند غوره کړ؟ ولي ادمیان په ښارونو کي سره راغوڼد سول؟

دا عجیبه تماشه وه،

ناڅاپي مي شوه له سترګو پرده پورته.

د ښاریانو د ژوند رمز شو را برسېره
انسانان ولي استوګنه په ښارو کړي؟ (۱۳)

د انسانانو د اجتماعي او ګډ ژوند په باب د ارسطو مفکوره دا ده  چي انسان ذاتا اجتماعي خلق سوی دی،‌ او پرته له ګډ ژوند څخه د خپل ژوند اړتیاوي نه سي پوره کولای. د ارسطو په قول په جامعه کي ژوند کول، د انسانانو په ګټه دي. خو د  ټامس هابس په عقیده بنيادمان پدې خاطر اجتماعي ژوند کوي ځکه چي یوازیتوب کي ئې سر او مال مصون نه وي. هر څوک پر بل چا تیری کوي. د هابس په نظر په طبیعي حالت کي د انسان ژوند لنډ، تیاره، او له وحشته ډک وي. د هابس په قول انسانانو د خپل ژوند او ملکیت د ساتلو په مقصد اجتماعي او ګډ ژوند غوره کړ، او د یو حکومت اطاعت ته  غاړه يې کښېښوده.

خو د مجروح متفکر لاروی د ادمیانو د اجتماعي او ګډ ژوند سببونه له «یوازیتوب او تیارو» څخه د انسانانو «ډار» بولي. ځکه خو بنیادمان د شپو په تیارو کي پر روڼا باندي راټول وي. هغوی د شپې په تیارو کي له غرونو او تورو سمڅو څخه لیري ښوري. هغوی غواړي چي په جمعي ژوند کي  تیارې او ترږمۍ هیري کړي. هغوی د شپو په تیارو کي د هیبتناکه او ناشنا ارواګانو له راتګ څخه بېرېږي.

انسانان یوازي یو څه نه ډارېږي:

چي کوم وخت چیرته بهر لاړ شي له ښاره،

بیا ناوخته شي ستانه د ښار په لوري،

توره شپه وي، ترږمۍ وي،

دروازې د ښار تړلې کلکي پوري. (۱۴)

د ادمیانو په افسانو کي، تور غرونه په تیارو کي په حرکت راځي. پیریان او ارواګاني راویښېږي. او ادمیان له تکلیفونو سره مخامخ کېږي. انسانان ګومان کوی چي د شپې په تیارو کي لوی او جګ غرونه او ګړنګونه راژوندي کېږي.

تور دیوان ترې نه جوړېږي.

راژوندي شي اژدها شي،

بیا روان د دشت په لور شي،

کله کله هم نژدې ځي، د ښار پوري دروازې ته،

دا کیسې ټول ماشومان په دقت اوري،

ځکه ځکه په معنی ئې ښه پوهېږي.

او لویان ور باندي خاندي مسخرې کړي.

خو په زړه کي ښه بېریږي پټ لړزیږي. (۱۵)

البته کله چي په ښار کي ازادي حاکمه وي. په ښار کي هر څه ګل ګلزار وي. خندا او خوشحالي وي. مینه او خلوص وي. برابري او مساوات وي. عدل او انصاف وي. ورورولي او صداقت وي. امن او صلح وي. اقتصادي پر مختګ او رشد وي. شنه چمنونه او باغونه وي. مست مست سیندونه وي. ډکي ویالې بهېږي. انسان، حیوان، او طبیعت په یو بلانس او همږغي کي ژوند کوي.

خو کله چي په ښار کي استبداد حاکم وي. ښار د وسپني کلا وي. زندانونه وي. شکنجې وي. فقر، بېکاري، او بېګاري وي. جنګ او جنجال وي. وهل او ټکول وي. ډک سیند په وچ خوړ بدل سوی وي. هر څه جل وهلي وي.

داستان:

د ځانځاني ښامار د اصلي کرکترونو د لنډي معرفي راوروسته، اوس اصلي متن ته ښه راغلاست. لکه څنګه چي مو ولوستل د مجروح  د ځانځاني ښامار یو اساسي او اصلي پیغام سیاسي انقلاب دی. یو ولسي قیام دی،‌ یو ازادي بخښونکی سیاسي پاڅون دی. د مجروح پدې اثر کي د پرګنو د راغونډولو او را بسیجولو پیغام نغښي دی. مجروح غواړي چي د ازادي د مینانو، اګاه منورینو، او د ټولني مسول او اګا سیاسي قشرونو ته د استبداد پر ضد د انقلاب یوه نسخه وړاندي کړي. د کتاب اصلي طرحه د سیاسي اختناق او محرومیت پر ضد د یو جوړونکی بغاوت د لاري نقشه ده. یو څرګند انقلابي پیغام دی. په یوه کلام کي، د دیکتاتوري پر خلاف یو عمومي قیام ته د خلګو او منورینو رابلل دي.

کله چي لاروی د نزوا او تفکر په منظور ښار خوشي کړي، او بیابان او غرونو ته مخه کړي،‌ هغه غواړي چي یو عمومي اجتماعي درک او حقیقت پیدا کړي. د مجروح مفکر لاروی د بودا، هرکلیز، حضرت محمد، او نورو دیني او اخلاقي مشرانو غوندي د څه وخت لپاره له ښار او جامعې څخه وځي. او یو ښه ګوښه او خلوت ځای پیدا کوي، او هلته د تفکر لپاره یوازیتوب اختیاروي.

لاروی غواړي چي د خپل تحقیق او خلوت په جریان کي د اجتماعي ژوند اسرار او رمزونه کشف کړي. د ژوند معنی او هدف پیدا کړي. د تاریخ د جریان فلسفه کشف کړي. او دا کشف کړي چي ولي ازاد خلګ مرییان کېږي؟ ولي ازادي او استبداد تل په جنګ کي دي؟ ولي په جامعه کي دیکتاتوري حاکمه کېږي؟ او ولي مستبدین او ظالمان راچپه کېږي؟

لکه مخکي چي مو وویل د ځانځاني ښامار لاروي دا کشف وي چي ټول ادمیان له یوازیتوب او تیارو څخه بېرېږي. او همدا سبب دی چي خلګ اجتماعي ژوند کوي. په ښارونو کي اوسېږي.

لدې ژوند څخه مراد څه دی؟

هغه دا دی:

له دې دښت څخه ډیر لیري اوسېدل دي،

له دې تورو غرونو سترګي پټول دي،

د تیارې ترږمۍ سمڅي هېرول دي. (۱۴)

دغه راز، د مجروح مفکر لاروی دا هم کشف وي چي ولي ازادي په دیکتاتوري بدلېږي، او برعکس څرنګه بیا دیکتاتوري په ازادۍ بدلېږي؟ د خپلو تاریخي تحقیقاتو په ترڅ کي د ځانځاني ښامار مسول او اګاه لاروی دا کشف وي چي د ښاریانو  «غفلت» د استبداد راتګ ته فرصت برابروي. خلګ غافل وي. په اجتماعي او سیاسي امورو کي برخه نه اخلي. د خپل اجتماعي برخلیک په مورد کي بې تفاوته وي، او لدې غفلته تل استبداد استفاده کوي، او ښار فتح کوي.

اورېدلي به دوی نه وي؟

چي په تېرو زمانو کي یو لوی ښار وو

د ښاریانو له غفلته،

یو ښامار پر مسلط شو،

چي خوراک ئې انسانان وو. (۱۸)

دلته کلیدي کلمات «غفلت» او « ښامار مسلط شو» دي. د خلګو د غفلت له وجي پر ښار باندي دیکتاتور حاکم سي. مانا کوم خارجي علت نه وو،‌ بلکي دروني سبب وو چي زورواک مسلط کېږي. په بل عبارت، کله چي ولس بیده سي، غافل سي، استبداد خود په خوده کامیابه کېږي.

لاروي کشف وي چي د ښاریانو یو بل منفي عادت دا دی چي هغوی د یو بل په ژوندانه کي زیاته مداخله کوي. هر یو د بل غیبت کوي. یو د بل د پښو خاوري کاږي.

چي ښه څېر شوم دې دنیا ته،

نو یو بل راز حقیقت راته ښکاره شو،

د ښار خلګ یو پر بل دومره اخته دي،

د یو بل په ښو او بدو دومره بوخت دي،

چي بهر له ځانه نه ځي،

هیڅ نظر په جهان نه کړي.

دلته کلیدي کلمات دا دي چي خلګ تل د یو بل ښه او بد څاري. په ښار کي یوه مطلقه ځانځاني وي. هر څوک غواړي چي د بل چا عیب پيدا کړي. او هیڅوک جهان او تاریخ ته نظر نه کوي.

دغه راز، د ښاریانو بل اخلاقي کمزوري دا وي چي خلګ دوه مخي وي. په ژبه یو څه وي،‌ مګر په زړه بل څه وي. خلګ پر یو بل بې اعتماده وي.

خلګ ریاکاره او دوه رنګي وي. (۱۴۴)

لاروي دا هم کشف وي چي ښاریان په عمومي توګه سرټمبه او جاهل وي. نصحیت نه مني. له تاریخه پند نه اخلي.

خو ړانده دي عالمیان

خو کاڼه دي آدمیان

عبرت نه اخلي په یو آن. (۲۹)

کله چي لاروي وروسته له اوږده غیابته بېرته د لومړي ځل لپاره ښار ته د خپل رسالت د عملي کولو په مقصد داخلېږي. هغه ګوري چي استبداد له ښاره کنډواله جوړه کړې وي. او ښار د مرګ په خوب بیده وي. باغونه وچ وي. اقتصاد خراب وي. جنګونه ډېر سوي وي. خلګ ډارېدلي وي. زندانونه ډک وي. سړکان خراب وي. تجارت بند وي. کاروبار نه وي. لنډه دا چي ټول مدنیت رنځور وي. لاروي ګوري چي دیکتاتور هر څه د زوال په لور روان کړي دي. ټول ښار او تمدن له بحران سره مخامخ وي.

لاروی د نیمو شپو چي یو ځل ښار ته خپل راستون شو،

د ښاریانو په خندا به ژړېدلو،

د ښاریانو په ژړا به خندېدلو. (۱۳۰)

په ښار کي تر تحقیق او مشاهدې را وروسته، لاروی دې نتیجې ته رسېږي چي په ملک کي د ولسي انقلاب لپاره شرایط برابر دي. هغه ګوري چي ستر ټولواک منزوی له خلګو څخه لیري پخپله شانداره مرمري مانۍ کي یوازي اوسېږي. د خلګو په حال هیڅ خبر نه وي. د ښاریانو مشکلات نه سي حلولای. خو دیکتاتور تل په خپلو اږدو ویناوو کي خلګو ته وايي چي دی «مرکز د ټول عالم» دی. او د زمکي او اسمان «واکداره» دی.

نه ئې زمکي نه اسمان ته التفات کړو

قهرمان یوازي ځان ته پام لرو. (۵۷)

 پدې وخت کي، لاروی تل پدې باره کي سوچ کوي چي څرنګه ښاریانو ته خپل رسالت بیان کړي؟ څرنګه ښاریانو ته خپل انقلابي پیغام ورسوي؟

د ښار خلګو ته به څه شان رسومه،

خپل پيغام اوس؟ (۱۸)

ښار ته له راستنېدو څخه راوروسته، د مجروح انقلابي لاروی اول کار چي کوي، هغه دا چي د عامو خلګو په لویو اجتماعاتو کي برخه اخلي او هلته خپل انقلابي نطقونه کوي. لاروی په یوه ستر ښاري جلوس کي ښاریانو ته وايي:

اې ښاریانو راشئ واورئ.

ما ملکونه هیوادونه ډېر لیدلي.

په صحرا کي ما اوږدې مزلي کړي.

توري شپې په ما راغلي.

په اږدو اږدو مودو هم

د سبا د راتلو لاري ما څارلي.

د تورتمو مغارو په ژور تل کي

ترږمۍ ما لټولي.

رڼاګاني مي لیدلي. (۱۳۳)

دلته کلیدي کلمات «سبا» او «رڼاګاني» دي. لاروي پخپلو لومړیو نطقونو کي ښاریانو ته ډاډ ور کوي چي ده د ازادۍ د سپین سبا د راتګ لاري څارلي دي. او په نتیجه کي ئې نور او هدایت تر لاسه کړی دی، او «رڼاګاني» ئې لیدلي دي. دلته لاروي خلګو ته اطمینان ورکوي، او ورته وايي چي ما ته د خلاصون لاره رامعلومه ده. زه کولای سم چي تاسي د نجات ښاد او اباد ساحل ته ورسوم.

خو د خپل مبارزې په لومویو کلونو او مراحلو کي، د مجروح مبارز لاروی د ښاریانو له عمومي تمسخر او ازار سره مخامخ کېږي. ځیني ښاریان پوري خاندي، څوک ملنډي باندي وهلي. پدې وخت کي لاروي په ښار کي د مجنون،‌ لیونی، لومپن، او د سیاسي خطر په نومونو  یادېږي. پدې وخت کي، د لاروي جامې زړې او پینه پینه وي. سر ئې ببر وي. ږېره ئې اوږده او ګڼه وي. او تل موبایل او سیار وي. مدام د ښار په چوکونو او اجمتاعاتو کي حاضر وي.  پدې تاریخي مرحله کي، د ښار لنډغر، کمعقل، او ابلهان  ازار ور کوي. خو لاروي برعکس له ښاریانو سره نرم سلوک کوي، او په پسته ژبه هغوی ته جوابونه وايي. او هغوی ته هدایت او تربیت ورکوي.

کله کله به راغونډ شول

د دې ښار ټول ساده ګان او ابلهان ټول.

لاروی پسي به لاړل.

ځورول آزارول د دوی مقصد و.

لاروي نه به را تاو شول.

بیا پوښتني به ئې کولې ځای بې ځایه.

لاروي خو دې خبرو تپوسونو ځای بې ځایه،

هرګر نه شو ځورولای. (۱۳۵)

….

لاروی نه ځورېدلو.

ځکه ځکه دی اګاه و.

چي په ژوند کي که معنا کومه معنی شته،

دا معنی فقط خندا هسکه خندا ده. (۱۳۸)

په ښار کي تر دې مقدماتي او ولسي مبارزې او عامه پوهاوي را وروسته، زموږ لاروی سمدستي د ښار په نخبه ګانو، منورینو، لیکوالانو، او هنرمندانو پسي پلټني شروع کوي. څرنګه چي د ښار اکثره منورین او نخبه ګان یا وژل سوي، یا بندي سوي، او یا تبعید سوي ول. نو بنا، لاوری د هغوی د میندولو لپاره د ښار تونلونو او د مځکي په ژور تل کي زندانونو، سمڅو، او غارونو ته ور شوه کېږي.

يوه شپه لاروی د ښار په یوه تنګه او توره کو څه کي را روان وي چي ناببره د مځکی په ژور تل کي د یو غلی شان  خندا او ټنګ ټکور آواز اوري. او لاروي پدې ږغ پسې د مځکي لاندي سمڅو، تاخانو، او تونلونو ته ور کښته کېږي. په تنګو او تیارو دهلیزونو کي را تېرېږي. او  بالاخره یوې زړې او غټي پولادي دروازې ته درېږي.

ده زنځیر د دروازې وشرنګولو.

آوازونه د خندا د ټنګ ټکور ناڅاپه چوپ شول،

دروازه ورته برسیره په مشکل شوه

لاروی دننه لاړو.

لویه خونه وه پراخه.

هر خوا شمعي لګیدلي

د دې شمعو په کم نوره پلوشو کي،‌

تماشا یې د مجلس کړه. (۱۳۹)

کله چي لاروی په سالون ورننوځي، ګوري چي شاوخوا یو غټ محفل وي. ځوانان وي، پېغلي وي. موسیقي وي. شراب وي. جامونه وي، د مستانو مجلس وي. غټ او ډک خمونه هلته په یو ګوټ کي چاغ او ټنډ ولاړوي.

ټولو غږ کړو:

ګورئ څوک دلته راغلی؟

دا زموږ د ښار مجنون دی،

اوس زموږ نن شپه مېلمه دی،

په خیر راغلې اې مجنونه!

دا محفل زموږ محفل ستا خپل محفل دی،

موږ خو واړه ستا په شانه لیوني یو،

ستا په شانه بې خبره له خپل ځانه. (۱۳۹)

لاروي ته د منورینو او هنرمندانو د محفل په ښه راغلاست کي څو کلیدي کلمات او عبارات سته. اول دا چي دا ستا خپل «محفل» دی. مانا ته زموږ وال يې. زموږ همنظره ئې. بل دا چي ته هم زموږ په شاني «لیونی» يې.‌ ته هم د ښار خلګو مجنون بللی یې. او د ښار امیر غضب رټلی يې.

کله چي لاروی د منورینو، نخبه ګانو، او هنرمندانو دا حال ګوري. هغوی ته سخت په غوسه کېږي. هغوی خپل رسالت او وظیفې ته رابلي، او هغوی داسي مخاطبه وي.

اې کونګیانو! ټپوسانو! ګیدړانو!

دا مستي ستاسو مستي څنګه مستي ده؟

چي د شپې په تور څادر کي،

د ښاریانو له نظره پټوئ ځان.

دا محفل څنګه محفل د خوشحالۍ دی د ښادۍ دی؟

چي په شړو کنډوالو کي خرابو کي،

زه حیران یم چي دا ولي

هغه څه چي په رشتیا باید ښکاره وي

په دې ښار کي تل پټېږي؟

هغه څه چي باید پټ پنا پنا شي،

په رڼا ئې پرده ګرځي؟

ولي ولي د ښار ټول ریاکاران فریبکاران ټول

ځي معبد ته په رڼا ورځ؟

ولي ولي راستکاران آزاد سرمسته،

په تورتمو کنډوالو کي تل پټېږي؟

په کوم ځای کي چي انسان شته،

هلته سر هلته دماغ شته،

او دماغ کي آزاد فکر مست خیالونه.

نو دا ستاسو څرنګ سر څرنګ دماغ دی،

چي هیڅ نه درپکارېږي؟

نو یو کار خو ترې نه واخلئ

ترې نه کار د پښو واخلئ

په څلورو خو روان یاست،

په سرونو هم روان شئ! (۱۴۰)

پدې مهمي وینا کي، د لاروي اصلي مقصد دا دی چي د ښار فراري منورین او نخبه ګان، او هنرمندان خپلي اساسي وظیفې ته ئې متوجه کړي. اول خپله وینا په پېغور شروع کوي. اې ګونګیانو، ټپوسانو، ګیدړانو! سمدستي ترې پوښتنه کوي چي ستاسو دا «مستي» د څه لپاره ده؟ ستاسو دا د پټو شپو ناستي د څه لپاره دي؟

ایا تاسو نه ګورئ چي په ښار کي شرارت حاکم دی؟ ایا تاسو نه وینئ چي په روڼا ورځ «د ښار ټول ریاکاران فریبکاران» معبد ته ځي؟ مانا په ښار کي څرګند تزویر او تظاهر روان دی. اخلاقي موازین خراب سوي دي. شر او فساد حاکم دی.

بل دا چي ولي «راستکاران آزاد سرمسته» په تورو تیارو کي اوسېږي؟ ولي د دماغ او فکر خاوندان پټ ژوند کوي؟ تاسو ولي پدې باب سوچ نه کوئ؟ تاسو ولي د ازاد فکر مست خیالونه په سر کي نه روزئ؟ په پای کي، یو کرت بیا لاوری په فراري منورینو او نخبه ګانو باندي ملنډي وهي. په تمسخر او طنز ورته وايي: آخر دا ستاسو څرنګ سرونه او دماغونه دي؟ یو کار خو ترې واخلئ. که نور هیڅ نه وي، د پښو کار خو ترې واخلئ. «په څلورو خو روان یاست، په سرونو هم روان شئ.»

څرنګه چي دلته لاروی د جامعې له منورینو او نخبه ګانو سره مخامخ دی، هغوی سمدستي د لاروي له خبرو سره موافقت اعلاموي. سمدستي د لاروي منطق ته تسلمیږي. سمدستي ځان ملامتوي. هغه د خپل ليډر په صفت مني. مګر عام ښاریان داسي نه دي، هغوی وروسته له ډېرو هلو ځلو، ویناوو، او استدالال څخه د لاروي سره همنظره کېږي.

اې مجنونه! ته رشتیا وايي!

په څلورو خو روان یو،

په سرونو تګ پکار دی.

دا سرونه چي زموږ دي،

غیر له درده بل څه نه کړي،

دا سرونه دماغونه بس یوازي دردوي موږ ځوروي موږ. (۱۴۱)

لدې ډیالوګ راوروسته، د فراري منورینو یوه استازي خپل نوی مشر (لاروي) ته د خپلي طبقې او قشر د تاریخ او ناخوالو په باب څه بیان کوي. هغه ته ځیني جزییات وايي. هغه ورته وايي چي څرنګه د ښار ستر دیکتاتور ورته په قهر او غضب سو، او څرنګه ئې کرار کرار له صحنې وایستل. څرنګه ئې د هغوی افزار، اسبات او الات، او منابعې ګرده مصادره کړې. ډېر منورین، د عالي تحصیلاتو خاوندان، او هنرمندان ئې بندیان کړل. او د مجروح اګا لاروي ته ئې دا هم وویل چي دوی کله نا کله د زړو خاطرو په یاد پټ «جشنونه پټ بزمونه» جوړوي.  دلته یو پلا بیا د ښار د نخبه ګانو همدا استازی له لاوري څخه داسي پوښتنه کوي:

اې مجنونه! راته وایه!

د جهان فرمانداران ټول،

ولي ولي له مستانو نه ډارېږي؟

لاروی ورته جواب کړو:

له مستانو نه ډار ځکه:

چي مستي کي تل خطر پروت د راستي وي.‌ (۱۴۲)

دلته کلیدي کلمه «راستي» ده. ظالمان ځکه له اګاه او مسول منورینو څخه ډارېږي، ځکه چي هغوی تقوا، راستي، او اخلاقي دبدبه لري. صداقت او ښه شهرت لري.

پدې وخت کي، د مستانو له جرګې څخه یو بل مست له لاروي څخه پوښتي چي ته زموږ په پټو جشنونو کي ګډون نه کوي، خو تل ښاد او خندان ئې. ستا د مست لیونتوب راز څه دی؟

لاروي ورته په دې شان جواب ورکړو:

اې زما خوږو دوستانو!

خبر نه یاست تاسو څه یاست؟

تاسو واړه قربانیان یاست،

بې ګناهه قربانیان د اژدها یاست.

دا خو هغه اژدها توره بلا ده،

چي د زړه په کنډوالو کي ستاسو ناسته ده میشته ده.

خبر نه یاست تاسو څه یاست؟

تاسو واړه زندانیان یاست،

زنځیرونه زولنې درنه چاپیر دي.

دا خو هغه تور زندان دی،

چي په خپل لاس مو خپل ځانته دی جوړ کړی آباد کړی.

د دې ښار مستان چي جشن کړي ښادي کړي.

ته به وې کوم ماتم د مرګ ماتم دی.

په دې ښار کي هوښیاران چي بیا ماتم کړي،

ته به وايي اموات مړي دي اختر کړي خوشحالي کړي.

په رشتیا چي د ریا او دوه رنګي دغه انجام دی.

هغه څوک چي غولول کړي،

په آخر کي د خپل ځان په غولېدو شي.

هغه څوک چي ریا کار وي فریب کار وي
په خپل لاس خپل ځانته دام ږدي،

په آخر کي د دې خپل تزویر په دام کي ځان راګیر کړي. (۱۴۳-۱۴۴)

دلته د مجروح متفکر لاروی د ښار اګا طبقې او قشرونو ته وايي چي تاسو ټول د ستر دیکتاتور د تور استبداد «قربانیان» یاست. تاسو ګرده زندانیان یاست. خو په تاسي کي هم «ریا او دوه رنګي» سته. تاسي هڅه کوئ چي ځان او جهان غولوئ. خو دا کوښښ به مو آخر پخپل دام کي  تاسي خپله بند کړي. ځکه د تزویر او ریاکارۍ انجام خراب دی. د ځان په تاوان عمل دی.

لاروی خپلي انقلابي وینا ته ادامه ور کوي:

اې دوستانو!

راته وایاست!

له نشو نه له مستۍ نه مو مراد او مقصد څه دی؟

فقط یو څه:

هیرول د واقعیت دی،‌نه موندل د حقیقت دی.

شرابونه پیماني ډکي تشېږي،

هدف څه دی؟

فقط یو څه:

چي دردونه د خودۍ د ځانځانۍ لږ څه آرام شي، لږ قلار شي.

او نه دا چي د خودۍ د ځانځانۍ څخه آزاد شئ.

له خپل ځانه بهر لاړ شئ.

دلته لاروی یو لړ جدي سوالونه مطرح کوي. لاروی هغوی ته وايي چي ستاسي دا کوښښ چي غواړی د نشو په واسطه اجتماعي مشکلات او دردونه هېر کړئ، دا یوه باطله هڅه ده. ځکه تاسي اصلي مرض. چي عبارت د خودي او ځانځاني څخه دی، په ځان کي نه وژنئ. له ایګو څخه ځان نه ازادوئ،‌ بلکي صرف غواړئ چي خپله  ایګو تسکین کړئ.

اې زما خوږو دوستانو!

دا ژوندون زما ژوندون خو بل څه نه دی،

یوه تنده سراسر بې انتها ده.

دا هستي زما هستي خو بل څه نه ده،

دا یو شوق یو اشتیاق دی نامحدوده،

که شراب خورم نو پکار دي

چي دا هسک هسک اسمانونه،

شي پیالي پیالي جامونه،

که نشه کړم، که مستي کړم،

نو زما هدف دا نه دی چي ځان هیر کړم جهان هیر کړم،

یا ښادي یو څو شېبې لنډي شېبې کړم.

ډیر وخت کېږي له دی هسي لنډو لنډو،

تېرېدونکو ښادۍ ګانو څخه زه یم راتېر شوی.

دا زما شراب خو هسي شان شراب دي،

چی ړانده ړانده چشمان پرې رڼا کېږي بینا کېږي.

دا زما مستي خو هسي شان مستي ده.

چي کاڼه کاڼه غوږونه پرې خلاصېږي،

نشه ستاسو خو زحمت لویه خواري ده،

چي پرته ورته په مخکي هوښیاري ده،

بد فرجامه، خاتمه ئې سر دردونه.

او زما په بې هوشۍ کي بیخودۍ کي،

د خودۍ د ځانځانۍ رنځونه تللي تر شا پاتي،

په پړاو پړاو ترې دوري یم راغلی. (۱۴۴-۱۴۶)

اګاه لاروی د ښار روشنفکرانو ته وايي چي تاسي نشې پدې منظور کوئ چي واقعیت او حقیقت هېر کړئ. نشه پدې هدف کوئ چي د ځانځانۍ او خودۍ دردونه څه ارام کړئ، نه دا چي له ځانپالني او خودۍ څخه ځانونه خلاص کړئ. له خپل ځانه را بهر سئ، او خودپرستي په ځان کي ووژنئ. لاروي وايي ما دا کار ډیر پخوا لا کړی دی. ما خپل نفس پاک کړی دی. ما خپله ایګو وژلي ده. او زه لدې بنده ازاد سوی یم. زما مستي د عامو پرګنو پوهول دي، د خلګو خدمت دی.

اې زما ګرانو دوستانو!

تاسو وایاست چي زه څنګه بې میو مست یم؟

خبر نه یاست،

دا چي زه مستي مستي تل دایمي کړم،

د لیلی سترګي خماري زه پرې مست یم.

ورشئ ورشئ د لیلي سترګو ته ځیر شئ!

هلته هلته لیدل کېږي د هستي خمارستان لوی.

خو ډارېږم چي به تاسو هلته هیڅ شی مونده نه کړئ.

ځکه ځکه د لیلي دیدار د پاره خو پکار ده،

د دې لمر ځلانده سترګي په شان سترګه،

نوراني لویه روښانه،

د لیلي عشق دریاب دی.

ستاسو زړونه تش، ځکونه،

خالي تش تش حبابونه،

خبر نه دي له محیطه نه خبر له ژور تله.

د لیلی د عشق د پاره،

زړه په کار دی ناپایانه نا محدودوه،

هسي زړه چي که ورتوی ستر اوقیانوس لوی سمندر شي،

په کي ځای شي، په کي ورک شي څاڅکي څاڅکي.

د مستانو مجلس چوپ و،

هرې خواته یو مطلق سکون سکوت و

همه واړه سر تر پایه غوږ نیولی. (۱۴۶-۱۴۷)

دلته لاروی د ښار منوري طبقې ته وايي چي تاسو اول باید خپل ځان اصلاح کړئ. لومړی خپلي اشتباهات او کمزوریاني اصلاح کړئ. د خپل زړه ښامار مړ کړئ. لاروی دلته پر داخلي عنصر باندي زیات ټینګار کوي. لومړی باید مشران ځانونه اصلاح کړي. د ښار نخبه ګان او مخور باید ځانونه سپېڅلي کړي. څو د ازادۍ د لیلی د لیدو جوګه سي. د ازادۍ له نعمته مستفید سي. دا کار هله کېدای سي چي زړونه پاک سي.

لاروي بیا د دوستانو په محفل کي

دا ناشنا خبري وکړې:

اې دوستانو!

لږ راپاڅئ را ولاړ شئ!

د دې دښت وچ وچ ځنګلونه وچي وني بې ثمره،

واړه واړه ماتي غوڅي کړئ له بېخه له رېښې نه.

بیا په اور باندي لمبه کړئ،

اغزي غني د صحرا د بیانان خپل.

هم مستان زنځیر تړلي په تورتمو تاخانو کي

را آزاد کړئ! زولنې کړئ ماتي ماتي،

هم د زړونو کنډوالې کړئ رنګي رنګي.

کوم ښامار چي په کي ناست دی،

دا ښامار ترې را بهر کړئ.

بیا حلال دغه ښامار کړئ!

د ښامار ویني بیا توی کړئ، په دې سیمه په دې خاورو.

ځکه ځکه:

طبیعت ستاسو نه غواړي قرباني اوس،

لویه سخته قرباني هم،

قرباني د تور ښامار مار.

دا دښتونه، وچ ډاګونه، جل وهلي ځنګلونه،

خزان شوي چمنونه،

واړه تندي دي ځپلي، سختي تندي.

بس یوه تنده: د ښامار د وینو تنده

نو به هله د دې دښت زمکه لمده شي،

ناشنا بوټي به له دې نمناکو خاورو کړي سر پورته.

شین کمیس به ئې په تن وي.

شورماشور به شي راپورته په جهان کي،

هنګامي د نوي ژوند به را پیدا شي.

نو به هله د زړګي په نوی کور کي،

نوي نوي څراغونه رڼا وکړي.

نو به هله د هستۍ خمارستان لوی،

په هغو آبي چشمانو کي مونده کړئ.

نو به هله در معلوم شي پټ رمزونه پټ رازونه،

د مستۍ دایم مستۍ،‌د آزادۍ د لیونتوب ټول. (۱۴۷-۱۴۸)

لاروی د خپلي وینا په دې برخه کي یو مطلق انقلابي دی. د جیلخانو، زنځیرونو، او زولنو د ماتولو امر کوي. د دیکتاتور قتل ته خلګ هڅوي. «دا ښامار ترې را بهر کړئ. بیا حلال دغه ښامار کړئ.» لاروی پدې برخه کي د ښار منورینو یو ټوټال بدلون او انقلاب ته رابولي. ځکه د دې ښار مځکه،‌ دښت، او بوټي د دیکتاتور «وینه» غواړي. کله چي تاسو دا کار وکړ، نو هله به تاسي د «دایمي مستۍ، او ازادۍ د لیونتوب» په پټو اسرارو باندي خبر سئ.

دغه شپه عجیبه شپه وه،

د لومړی کرت د پاره،

د ناشنا خبري ټولو اروېدلې د خپل زړونو په غوږونو

د لومړی کرت د پاره،‌ چا خندا تمسخر نه کړو

خلګو نه وې: دا سړی خو لیونی دی.

دغه شپه عجیبه شپه وه.

د لومړی کرت د پاره د دلبر مهرویانو شهلا سترګي،

ځلېدې لکه چینې رڼې رڼې د غرو رغونو،

هم د نجونو خورو زلفو پریشانو،

خورولو تازه عطر د صحرا وحشي ګلونو.

دغه شپه عجیبه شپه وه.

هر هر ګوټ د سرو شرابو سور انګار وو.

د ژوندون عجیبه اور ئې په سینو کي بلولو.

هر هر څاڅکی د سرو میو یو مشعل و.

کنډوالې د زړونو یو دم څراغان شوې.

او مستانو د لومړی کرت د پاره،

په مستي خپله نشه کي،

یوه ناشنا مزه موندله.

دا لذت مرموزه خوند د آزادۍ وو. (۱۴۸-۱۴۹)

دلته دا شپه څو واري «عجیبه» یادېږي. پدې شپه چا لاروی تمسخر نه کړ. چا ورته د مجنون خاطب و نه کړ. پدې شپه د صحرا وحشي ګلونو طراوت او عطر خوراوه. د ژوندون مست سیند په موج راغلی وو. په ماتو زړونو، په مایوسو پرګنو کي، په بندیانو کي یو دم د «آزادۍ» مرموزه  هنګامه ګرمه سوه. یوه تاریخي شپه وه. یو ولسي انقلابي حالت او شرایطو یو صالح او متقي مشر پیدا کړ. او یوې ماتي او بندي منوري طبقې خپل ايډیال قاید وموند. د دې وینا په جریان کي، د مجروح مبارز لاروی د انقلاب بې چون چرا لیډر سو. هغه پدې شپه د منوري طبقې حمایت تر لاسه کړ. که څه هم پدې شپه  نوي انقلابي مشر وینا اوږده وه،‌ خو د خوږمنو زوړنو او مایوسو ولسونو د ټپونو لپاره  مهلم او ټکور وه. د لاروي دا وینا د یوه نوی تاریخي او سیاسي پېر آغاز وو.

لدې وروسته، لاروی د ښار له تل څخه راوځي، او په عامو ښاریانو کي خپل دعوت او رسالت تبلیغوي. یوه ورځ د مازیګر مهال وي، لمر پر لوېدو وي، لاروی ګوري چي د ښاریانو یوه غټه ډله روانه وي. او یو تابوت د څو کسانو پر اوږو پروت وي. د ښار ستر راهب چي ژړ کمیس ئې اغوستی وي، په خورا وقار او تمکین پسې روان وي. کله چي جنازه لاروي ته ورسېږي. لاروي داسي ووې:

اې ښاریانو! راته وایاست!

دغه بار څرنګه دروند بار دی

چي ئې تاسي په اوږو وړئ؟

او دا ولي په خپل سیورو اوږدو سیورو پسي زغلئ؟

خبر نه یاست چي د سیورو سرعت زیات دی چټک زغلي؟

پسي نه شئ رسېدلائ،

دا درانده درانده ګامونه چي رااخلئ،

ګومان نه کړم چي به ورسوئ تاسي کوم منزل ته. (۱۵۰)

دلته لاروي غواړي چي ښاریانو ته ووايي چي دوی تل په مړو پسې روان وي. دوی ژوند خوشي کړی دی. واقعیتونه ئې هېر کړي دي. د ژوند او مرګ په مانا ندي پوه سوي. دوی د مرګونو،‌ جنازو، او هدیرو خلګ دي. خو راهب ئې نطق ژر ور قطع کوي. او داسي ورته وايي:

ستر راهب ورته په قهر وکتلې.

په ترخه ژبه ئې داسي جواب ورکړو:
ستا هستي ده یوه ونه،

بې ثمره وچ اغزنه،

نه احساس د خوشحالۍ کړې نه د غم کړي.

زړه دې تور لکه لوګی دی هسی کلک کله ډبره.

نه د ژوند در سره سودا شته،

نه د مرګ در سره پروا شته.(۱۵۰)

راهب په طنز ورته وايي چي ستا ټوله هستي یوه بې ثمره، وچه، او اغزنه «ونه» ده. مانا ته هیڅ ثروت او ملکیت نه لري. ته په ښار کي کاروان سرایونه، هوټلونه، او جایدادونه نه لري. تا مځکي او کورونه نه دي غضب کړي، تا بانکونه نه دي وهلي. ته یو مسکین او  غریب سړی یې. بل دا چي ته یو بې احساسه کس یې. نه ښادي پېژنې، او نه هم غم. ستا سره نه د ژوند او نه هم د مرګ پروا سته. مانا ته یو لومپن او بېغم باش سړی یې. یو مزاحم او بېکاره شخص یې. ته غواړې چي زموږ عادي ژوند را مختل کړې.

له راهب سره تر دې برخورد راوروسته، لاروی جنازه خوشي کوي. خلګ تابوت هدیرې ته رسوي. هلته خلګ د مړي د ښخېدو مراسم اجرا کوي. راهب څو دعاوي وايي. پر قبر باندي  پخپلي وینا کي د یو بل مرموز جهان په باب داسي وايي:

وې: د دې دنیا خواري څه خواري نه ده،

همه واړه ګذري دي،

رشتیني درد او عذاب دی بل جهان کي چي ثابت دی ابدي دی.

وې: د دې دنیا عزت مال او دولت ته نظر مه کړئ،

ځکه دا شان خاوري کېږي فنا کېږي.

بیا ئې ووې:

بس یوازي،

ښه عمل د لاري مل دی بل جهان کي،

ښه عمل بس قناعت دی اطاعت دی.

دا خالي کالبد فاني دی خاوري کېږي.

مګر روح هیڅکله نه مري، کوي عمر جاویدانه.

دغه روح یوه سپرغۍ ده،

راوتلې د بقا د اور له زړه نه.

بیرته ځي له هغه اور سره یو ځای کېږي.

روح یو څاڅکی د باران دی،

ځي تویېږي په دریاب کي،

په دریاب د سعادت او نیکمرغۍ کي تل تر تله. (۱۵۲-۱۵۳)

راهب په ښار کي د دین نماینده دی. او هغه خلګ ها بلي دنیا ته ور بلي.  هغه وايي دا دنیا فاني ده. په اخرت  کي مو یوازي ښه عمل په درد خوري. او ښه عمل «قناعت» دی. او د امر «اطاعت» دی. بس، د روح خیال ساتئ، او روح دلته مېلمه ده، او مدام غواړي چي بېرته د خپل اصل سره وصل سي.

کله چي راهب د جنازې په مراسمو کي خپل وعظ ختم کړ. د نیمو شپو لاروی یو پلا بیا پاڅېدی،‌ او خلګ ئې داسي مخاطب کړل:

اې ښاریانو!

سیوری مخکی تاسو ټول پسي روان وئ.

دغه سیوری د مرګ سیوری تاسو ټول ور پسي زغلئ.

ما خو تاسو ته ویلي: له دې منډو به هیڅ په لاس در نشي.

خبر نه یاست، ښکار د سیورو آسان نه دی،

سیوری چا نیولی نه دی.

لاروي د هغه قبر له سینې نه،

د نمناکو تورو خاورو تازه خاورو،

یو ښه موټی ډک راواخیست.

دغه موټی ئې د خاورو،

د ماښام په نري باد کي په هوا کي،

د مشرق په لور غوځار کړو.

بیا ئې دا خبري وکړې:

موټي خاوري تاسو ولیدی چي باد یوړې دوري دوري.

د دې خاورو هره ذره به بیا ژوندون کړي،

مګر نه دا موټی خاوري چي باد یوړې.

او نه دغه موټی خاوري به کوم ژوند دوباره وکړي،

چي دا تاسو اوس اوس کښېښود په دې ګور کي.

خلګو پوه شئ!

نه قطره شته چي دریاب کي چیرته توی شي.

ځکه ځکه:

نشته نشته کوم دریاب نه سمندر کوم.

نه سپرغۍ شته چي یو ځای شي د کوم اور د سرې لمبې سره.

ځکه ځکه:

لا تر اوسه اوربل شوی چیرته نه دی.

راته وایاست: هغه موټی خاوري څه شوې؟

ستاسو پام ګرځول شوی دی نیستۍ ته،

دا خو ځکه چي هستي شي در نه هېره.

ستاسو زړونه هدیرې دي،

پکي ښخي د امواتو خاطرې دي.

دا خو ځکه:

چي په زړه کي مو پیدا هیڅکه نشي،

د حیات سره تړون کوم،

شوق،‌آرزو د کوم ژوندون کوم.(۱۵۳-۱۵۴)

دلته لاروی خلګ د مرګ او تخریب له لمانځلو څخه ژوند او ابادۍ ته رابلی. ښاریانو ته وايي چي ستاسي فکر له اصلي ژوند څخه «نیستۍ» ته ګرځول سوی دی. تاسي ته تر ژوند مرګ مهم سوی دی. تاسي ته پکار ده چي د ژوندون او حیات شوق په زړونو کي وپالئ. د جهان د ابادولو خیال او فکر په سر کي وروزئ. دلته لاروی یو ریالیسټ مشر دی. ټول ژوند ژوند دی. د ژوند او اقتصادي رشد خبري کوي. د اګاه لاروي د وینا د دې برخي مطلب دا دی چي دا دنیا آباده کړئ. د دې دینا غم وخورئ. د خپل ځان او بچیانو د مستقبل یوه چاره وکړئ.

اې ښاریانو!

ولي دا پوښتنه نه کوئ له ځانه:

که دا مړی نیکو کار وو، ولي مړ شو؟

نو پخپله به دا هسي ځواب وایاست:

چي له مرګ سره د نیکۍ او بدۍ څه پروا نشته،

ماروا‌ء دی هم له خیره هم له شره،

مرک نیستي ده د ښو بدو.

مرګ عدم د خیر او شر دی.

د مرګی فکرونه څه دی؟

بس مرګونه د فکرونو.‌

د مرګي هیله آرزو خو، مرګ د هیلي د آرزو دی.

که نیکي شته که بدي شته،

بس په دې ژوند او جهان کي موندل کېږي.

او پکار دی،

چي په دې ژوند او جهان کي مکافات شي مجازات شي.

ځکه ځکه بل به نه وي کوم فرصت دا هسي هسي.

هغه څوک چي قناعت کړي اطاعت کړي،

غلامي ته غاړه ژر ږدي،

دغه واړه مجازات کړي.

هغه څوک چي شورماشور کړي بغاوت کړي

دا انسان وړ د ستاینی مکافات دی: (۱۵۴-۱۵۵)

دلته لاروی ښاریانو ته وايي چي تاسو باید اول ژوند او مرګ درست تعریف زده کړئ. د ژوندانه په اسرارو ځان خبر کړئ، او د دې جهان له ژونده خوند واخلئ. د مرګي فکرونه هېر کړئ. خپل اوسني ژوند ته ملتفت سئ. د ښو او بدو «مکافات او مجازات» باید دلته وسي. لاروی هڅه کوي چي په جامعه کي د خرافاتو سره مبارزه وکړي، او د خلګو اذهان روښانه کړي. هغوی اصلي دوښمن ته متوجه کړي.

 لاروی د خپلي وینا پدې برخه کي یو ځل بیا ښاریان عمومي انقلاب او قیام ته رابلي. ځکه لاروي ورته وايي هغه څوک چي قناعت او اطاعت کړي، هغوی تل غلامي ته ژر غاړه ږدي. لاوری ښاریانو ته وايي چي ظالم او مظلوم دواړه مجازات کړي. مګر هغه څوک چي جوړونکي اعتراضونه،‌ انتقادونه، او «بغاوت» کوي، «دا انسان وړ د ستایني مکافات دی.»

اې ښاریانو!

خبر نه یاست تاسي مړه یاست.

روح مو مړ دی فنا شوی.

تاسو ټول خو بس یوازي،

اشباحګاني بې ژوندونه خیال او خوب یاست.

تاسو څه یاست؟

بس یوازي یوه هیله بې مفهمومه.

یوه تمه نامعلومه د یو بل موهوم ژوندون یاست.

اې ښاریانو!

که اوس هم،

څه در پاتي د ژوندون شوق او آرزو وي،

نو دا مړي لږ څه هېر کړئ،

په ژوندون پسې روان شئ،

که لا اوس هم

که هوس د آزادۍ ستاسو په زړونو کي باقي وي،

نو خپل ځانته هسي وایاست:

چي تر ټولو زحمتونو عذابونو،

په واقع کي،

لوی زحمت عذاب همدا دی

چي دا اوس پکي اخته یاست.

او تر ټولو درندو پیټو نه دروند پیټی بل یو نشته

واقعي تر ټولو دروند بار خو همدا دی.

چي دا اوس مو په شا پروت دی. (۱۵۶-۱۵۷)

لاوري یو کرت بیا ښاریانو ته پېغور ورکوي، او د هغوی احساسات راپاروي. هغوی پاڅون،‌ ازادي، او انقلاب ته لمسوي. لاوری ښاریانو ته وايي چي تاسي په واقع کي «مړه» یاست. ستاسي هستي او ژوند «بې مفهمومه» دي. ځکه تاسو د «موهوم ژوندون» په تمه یاست. لاروي ورته وايي چي ستاسو د نجات لاره دا ده چي خپل ورځني ژوند ته متلفت سئ، او د ژوندون په مست سیند پسې روان سئ. پخپلو زړونو کي د «آزادۍ» مشال بل وساتئ. ځکه ستاسو اوسنی ژوند «لوی عذاب» دی، دروند بار او بوج دی. لدې حالته ستاسو د خلاصون یوازنۍ لاره ازادي او انقلاب دی.

مګر ښاریان یو وار بیا په لاروي ملنډي وهي. او سمدستي ترې جلا کېږي. هغه هدېرې کي یوازي پرېږدي. نور ئې خبرو او نطق ته غوږ نه اږدي.

دا سړی چور لیونی رشتیا مجنون دی.

یو په بل پسې روان شول،‌ ستنېدل د ښار په لوري.

لاروی هلته هم هغسي ولاړ وو.

هیڅوک نه وو پاتي شوي چي د ده خبري واوري،

بس یوازي هلته دوري،

یو ډنګر کوڅه ډب سپی وو پروت په خاورو.

لاروي ته ئې کتلي چوپ خاموشه.

لاروي خبري کړلې.

دا خبري د ماښام نرۍ وږمې بیا،

وړلې وړلې د مشرق په لوري دوري،

له کوم ځایه چي رڼا د سپین سبا را پورته کېږي. (۱۵۷-۱۵۸)

دلته مجروح د انسان په تاریخ کي د انقلاب د مشرانو مشکلات بیانوي. د بشر په تاریخ انقلابي مشران تل د خپل رسالت په اولو کلونو کي یوازي وي. خلګ باندي خاندي، او ملنډي باندي وهي. یاران ئې کم وي. مخالفان ئې زیات وي. مګر په آخر کي نه یوازي پرګنې د پاکو او متقي مشرانو سره یو موټي کېږي،‌ بلکي طبیعت هم د هغوی ملګری کېږي.  خبري او پیغام ئې د سحر نسیم پر خپلو پستو اوږو باندي د مشرق په لوري وړي، او هغه ځای ته ئې رسوي چي روڼا او سپین سبا ترې راخېږي. امید او نور ترې راپورته کېږي.

د لاروي شهرت په ښار خورېږي:

د وخت په تېرېدو سره، اکثره ښاریان  لاروی پېژني. په نر او ښځو کي ئې د شهرت اوازه هر خوا خوره کېږي. د ښار ځیني خلګ وايي چي لاروی په یو «لیونتوب» لګیا دی. ځیني يې د توقیف او نظر بندۍ حمایت تجویز کوي.

په دې هسي شان بې قیده ګرځېده ئې ښه کار نه دی.

څه تجویز ورته پکار دی.

ځیني نور بیا معتقد وو،

چي دا شخص عادي شخص نه دی

روحاني دی قلندر دی.

لوی خاوند د کراماتو مقاماتو،

په کلام کي ئې پټ پروت غیبي پیغام دی. (۱۵۸)

د زمان په تېروېدو سره، د لاروي د سياسي فعالیتونو په هکله په ښاریانو کي مختلف نظرونه پیدا کېږي. خو د لومړي کلونو کړاونه او یوازیتوب نور ختمېږي. د لاروی حضور په ښار کي  منل کېږي. آن دا چي ځيني ښاریان د یو روحاني او قلندر په سترګه ورته ګوري. ځيني ئې په کرامات او بزرګي مني. او ځیني ئې په کلام او وینا کي غیبي پیغام او د ازادۍ الهام اوري.

د مجروح لاروی یو کرت زیات ښاریان «د باراز په ورځ» د ښار په یو ستر میدان کي یو ځای غونډ ویني. د خلګو ګڼه ګوڼه زیاته وي،‌ او لاوری له دې موقع څخه استفاده کوي، او کوښښ کوي چي ښاریانو ته د خپل ښار تېر او لرغونی تاریخ داسي ور په یاد کړي:

اې ښاریانو!

په یو وخت کي دلته ښکلی ښایسته ښار وو،

چمنونه شنه ځنګلونه ترې چاپېر وو.

مست سیندونه ډک رودونه،

په دې سیمه کي هره خوا روان وو.

لويي لاري هر خوا تللي رسېدلي.

ماشومان به لوبېدلي د سیند په غاړه

ښه ځوانان وو ګرځېدل به،

ښکلي پېغلي سینګار کړي نڅېدلې.

هم د میني راز او نیاز وو،

ښکلول وو زغلول وو

محبت وو صفايي وه. (۱۵۹)

پدې ورځ، د لاروي د وینا متن او هدف تاریخي وي. خلګو ته تېر ښه او طلايي وختونه وریادوي. کله چي ښار ښایسته وو. چمنونه او ځنګلونه زرغونه ول. د ژوندون د مست سیند په غاړه ابادي وه. لويي لاري خلاصي وې، تجارت روان وو. پدې وینا کي‌ کلیدي کلمات هله «محبت وو صفايي وه.»

اې ښاریانو! راته وایاست!

ګڼ ځنګلونه شنه باغونه،

واړه چا په اور لمبه خاوري ایرې کړل؟

دلته ښار وو اوسېدل پکي ښاریان آزاد سرمسته،

نه بي بي وه،‌ نه بادار نه فرماندار وو،

نه نوکر وو نه مریان نه وینځي مینځي.

دغه ښار یو هسي ښار وو،

نه خندق ترې نه چاپېر نه کوم دیوار وو نه حصار وو

اې ښاریانو راته وایاست!

هغه څه شو؟ چا ویران کړو، چا تباه کړو؟

څه بلا شوه پرې نازله؟ (۱۵۹-۱۶۰)

لاروی د ښار اوسنی بد حالت او پخوانۍ ښه وضع سره مقایسه کوي. پخوا ازادي وه، نوکر او بادار نه وو. دا ښار ښکلی ښار وو، نه خندق وو او نه هم کلا وه. او له خلګو څخه پوښتي چي دا چا وران کړل؟ لاروی غواړي چي د خلګو وجدان راویښ کړي.

د ښار خلګو دا خبري اورېدلی

په قاه قاه به ئې خندلی او ویلی—دا سړی رشتیا مجنون دی.

ځکه ځکه:

چي پخپله دوی ته یاد وو، د دې سیمي حال احوال زوړ.

هم پلرونو له نیکونو له اجدادو روایت کړو،

چي همیش له ښاره تل پروت دا خندق دا شان دیوال وو.

بهر هلته تل تر تله دا ډاګونه وچ دښتونه سپېره غرونه.

او دننه د ښار په مینځ کي،

همیشه دا شان ماڼۍ ولاړه هسکه،

پکي ناست تل زمامدار لوی قهرمان وو.

هم پلرونو هم نیکونه ئې تېر شوي واکداران زمامداران د خپل زمان وو. (۱۶۰)

د ښاریانو تاریخ هېر سوی دی، تاریخ مسخ سوی دی. د هغوی مغزونه پرېولل سوي دي. ستر ټولواک نه یوازي دا چي نوی تاریخ جوړ کړی دی، او له خپله ځانه ئې نوي واقعیتونه ساز کړي دي،‌ بلکي د ځان او خاندان لپاره ئې جعلي شجره هم جوړه کړې ده.

لاروی هڅه کوي چي د خپلي وینا په ترڅ کي ښاریانو ته د ښار واقعي سیاسي تاریخ بیان کړي. دوې متخلفي دورې سره مقایسه کړي. د خلګو شعور او احساس راژوندی کړي.

اې ښاریانو! راته وایاست!

د دې سیمي لويي لاري چا ویجاړي کړي نابوده؟

د دې لارو سمو لارو لوی لوی پلونه

چا ویران کړل چا خراب کړل؟

تاسو نه ګورئ چي تاسو،

ځان پخپله په خپل لاس قلا بند کړی؟

په خپل لاس مو تور زندان ځانته جوړ کړی.

که پوهېږئ،

دغه کار ستاسو بې ځایه بېهوده دی.

ځکه هیڅ کوم غلیم نشته،

چي حمله په تاسو وکړي له کوم بل غلیم هیواده.

او نه بل کوم لوی خطر شته،

کوم خطر چي ور سره واړه مخ یاست،

هغه دلته په دې ښار کي دی دننه

کوم غلیم چي په رشتیا د ښار دښمن دی،

هغه هسي سړی خور دی،

چي خوراک ئې ستاسو زړه دی، ستاسو ویني دماغونه

دا غلیم بل ځای کي نه دی،

د دې ښار په مینځ کي ناست دی،

اوس نو وایاست!

دا پاخه لوړ دیوالونه حصارونه،

دا خندق ژور خندق د څه د پاره؟

اې ښاریانو دا زما خبري واورئ!

زه یوه ورځي د یو ښکلي ښایسته ښار نه بهر لاړم

چي اوس راغلم بیا راستون شوم،

هغه ښار مي مونده نه کړو.

د هغه په ځای څه وینم؟

کنډوالې ویران ویجاړي،

او په دغو کنډوالو کي یو ښامار پروت

دا خبري چي ښاریانو واورېدلې،

دا کرت چا نه خندله.

خو بیا هم دوی یو له بله سره ویلي:

دا سړی رشتیا مجنون دی لیونی دی. (۱۶۰-۱۶۲)

دلته لاروی غواړي چي ښاریانو ته تاریخي او سیاسي درسونه ورکړي. تېري خاطرې ور په یاد کړي. لاروي وايي یو وخت په ښار کي پاخه سړکان، پلونه، او ابادي وه. نظم او اداره وه. ښاري خدمات ول. دا ټول چا خراب کړل؟ د وینا پدې برخه کي، د لاروي هدف دا دی چي له ښاریانو څخه داسي سوالونه وکړي چي هغوی خپل اساسي فکري انحراف او غفلت ته متوجه کړي.

لاروی ښاریانو ته وايي په تاریخ کي د ولسونو د انحراف اصلي سبب داخلي وي. اصلي ملامتیا د بومي خلګو وي. لاروی ښاریانو ته وايي چي د خندقونو، حصارونو، او جنګي کلاوو په جوړولو کي ئې سخته خطا کړې ده. ځکه هغه ور ته وايي چي ستاسو غلیم دننه او دورني دی. ستاسو مشکل خپل مشکل دی. د نفس او شعور پرابلم دی. په اخر کي، لاروی ښاریانو ته وايي چي دا ښار زما په یاد دی، دا یو ښکلی ښار وو،‌ خو اوس کله چي بېرته راستون سوم، یوازي کنډوالې او خرابي وینم.

 له نیکه مرغه، دا پلا ښاریانو د لاروي پر خبرو نه خندل. پدې برخه کي لاروي څه پرمختګ کړی وو. یوه بله ورځ، لاروی یو ځل بیا د ښاریانو پر یو ستر جماعت ور برابرېږي. او د نیمو شپو لاروی هغوی داسي مخاطبه وي:

اې ښاریانو!

خبر نه یاست!

چي یو وخت خو د دې سیمي زمامداره،

الهه د نو بهار وه؟

ټول عالم ئې پرستش کړو،

نیکمرغي وه،‌خوشحالي وه،

او اوس وینم چي هغه د میني خدایه،

تاسو ټولو هېره کړې ترکه کړې،

په دردونو په رنځونو مو ځانونه اخته کړي،

په اوهامو کی ډوب شوي

په غمو مصیبتونو ګرفتار یاست.

اې ښاریانو!

آیا تاسو احساس نه کړئ؟

خبر نه یاست له هغه زهر قاتله

چي دا ستاسو په رګو په شریانو کي جاري شوی؟

او په زړونو کي در تویېږي څاڅکي څاڅکي؟

ایا تاسو په دې خپلو دواړو سترګو ګناه کارو.

لیدلای نه شئ

چي رنځونه درې ساري رنځونه

درې افته تل په تاسو مسلط دي،

قتلوي هلاکوي ستاسو واړه ستاسو زاړه ستاسو ځوانان ټول.

تاسو واړه د خپل سر په سترګو وینئ

چي د ښار ښایسته ښځي،

ښکلي ښکلي ماشومان او با تدبیره بوډایان خو

په نري رنځ د خپګان او غم اخته دي.

رنځوران دي، د عدم په لور روان دي.

او ځوانان قوي ځوانان مو

د غضب او قهر سخته تبه نیسي

یو بل وژني تویوي د یو بل ویني.

واهمه او ډار خو هغه بد مرض دی

چي په ټولو باندي یو شان ګډ جاري دی،

ړنګوي مو د زړه خوني،

هر شپه مو ځنکدن دی،

هره ورځ د مرګ په تمه. (۱۶۲-۱۶۳)

پدې وینا کي، اګاه لاروی خلګو ته وايي چي دلته یو وخت د ازادۍ او عشق الهه زمامداره وه. هله نیکمرغي وه، خوشحالي وه. هله یوه دیموکراتیکه او متقي الهه حاکمه وه. مګر اوس تاسو هغه هېره کړې ده. او همدا سبب دی چي په مصیبت ګرفتاره یاست. لاروي خلګو ته وايي چي مشکل په تاسي کي دی. ستاسو په نفسونو کي دی. ستونزه ستاسو په زړونو، رګونو، او شریانونو کي ده.

لاروی ورته وايي چي له یوې خوا مو د ښار ښځي،‌ ماشومان، او زاړه د غم او خپګان  په رنځ رنځور سوي دي، او له بلي خوا مو ځوانان افراطي سوي دي، قهریدلي دي، او «یو بل وژني،‌ تویوي د یو بل ویني.» ستاسي ټولو په زوړنه کي د ډار او خوف ښامار ناست دی. تاسي هره ورځ د مرګ په تمه ناست یاست، او تاسو هره ورځ مرئ. لاروی تر یو حده زموږ نننی حالت بیانوي (۲۰۱۷)!

اې ښاریانو!

ډیري سترګي نابینا دي،

ډیر غوږونه ټپ کاڼه دي،

په دې ښار کي.

نه رڼا رشتیا رشتیا دلته څوک ویني،

نه آواز د حقیقت دلته څوک اوري.

روغ غوږونه بینا سترګي که پیدا کړئ،

نو به هله سرودونه د مستۍ د هستۍ واورئ،

نو به هله رڼاګاني رنګارنګه د ژوندون خو،

په نظر کي در ښکاره شئ.

اې ښاریانو! تاسو خبر شئ!

تاسو واړه مبتلا یاست په دردونو په رنځونو

د دې هر څه علاج یو دی درمان یو دی:

د لیلی د پښو خاورو ته سر کښېږدئ!

سجده وکړئ!

د لیلی پرستش وکړئ! (۱۶۳-۱۶۵)

د وینا پدې برخه کي، لاروی ښاریانو ته وايي چي تاسو یوه بیده او غافل ولس یاست. تاسي بې سده یاست. تاسي نه غواړئ چي د حقیقت ږغ واورئ. ستاسي سترګي ړندې او ستاسي غوږونه کاڼه دي. مګر بیا هم تاسي د نجات لاره لرئ، او هغه دا چي د آزادۍ الهی ته تسلیم سئ. ازادۍ خپله لیلی وګرځوئ. او د ازادۍ پرستش وکړئ. همدا د خلاصون لاره ده. ازادي او حریت د انساني ژوندانه عالي هدف دی.

تر دې ویناوو راوروسته، د مجروح انقلابي لاروی د ښار لوی دیکتاتور پر ضد د نهايي ټکر لپاره خلګ چمتو کوي. د ښار د مستبد حاکم سره  جنګ اعلاموي. خلګو ته د انقلاب فرمان صادروي. خلګ د استبداد د ماڼۍ ړنګولو ته رابولي. پدې دوره کي، د نیمو شپو لاروئ چه ګوارا دی. یوه ټوټه انقلاب دی.

یوه ورځ د ښار په زړه کي په ستر میدان کي زیات ښاریان راغونډ سوي وي. او لاروی ناڅاپه پر برابر سي. پدې وخت کي لاروی فول ټایم انقلابي دی، او هغه ښاریان داسي مخاطبه وي:

اې ښاریانو! ښه خبر شئ!

ستاسو ستر واکدار بادار خو،

تور ښامار دی،

تاسو واړه بندګان یاست،‌غلامان یاست،

د ښامار مار.

دا واکدار ستر زمامدار مو همیش تږی دی د وینو،

هسي تږی،

لکه وینو ته چي تږي وي د غرو رغو لیوان ټول

زړه ئې کلک لکه تور کاڼی د بیابان،

لکه سندان دی.

که هم وخوري غرونه غرونه ژوندي سري،

لوږه ئې لا پسي زیادت کا لا شدت کا.

په لیوانو کي‌ لیوه له وږو وږی.

په دریاب کي پروت نهنګ له تږي تږی.

اې ښاریانو!

ورشئ ورشئ!

خپل بادار ته له نژدې نه لږ څه ځیر شئ!

هغه سترګي چي د ده دي،‌ دوه د وینو کټوري دي،

هغه سترګي د ښامار دي.

د بادار هغه منګولي چي قوي دي پولادیني،

ستاسو زړونو کي ټومبلي کلکي ښخي،

دا منګولي د بلا دي،‌د ښامار توري بلا دي. (۱۶۶-۱۶۷)

د وینا پدې برخه کي، د مجروح انقلابي لاروی پر دیکتاتور باندي نېغ په نېغه حمله کوي. ستر ټولواک له لیوه او حیوان سره تشبه کوي. تور ښامار ئې بولي. د ښار امیر غضب لکه وحشي حیوان تل د وینو تږي وي. لوږه ئې نه مړېدونکې وي.‌ د دیکتاتور تیری او حرص حد او اندازه نه لري.

لاروی خلګ دېته لمسوي چي د دیکتاتور تاریخ او شخصیت باندي یو ځل له سره تجدید نظر وکړي. د ښار د مستبد ټولواک سیرت او اعمال له سره ارزیابي کړي. لاروی ښاریانو ته وايي چي د ښار تور ښامار ستاسي په زړونو کي خپلي منګولي ښخي کړي دي، او د هغه دا منګولي باید قطع سي.

لاروی د خپل نطق په وروستۍ برخه کي، په جامعه او فرد کي پر دروني او داخلي عنصر باندي ټینګار کوي. دلته لاروی غواړي چي خلګ دېته اړ باسي چي پخپل ګریوان کي سر کښته کړي او خپل ځان ته وګوري. خپل زوړونه پاک کړي. خپل له زړه څخه ډار، حرص، بد خواهي، او ځانځاني ښامار راوباسي. لاروی  غواړي چي خلګو ته دا درس ور کړي چي په ژوندانه کي تل خپل مسولیت ومني،‌ او د خپلو مشکلاتو مسولیت او پړه پر نورو وا نه چوي. د خپل ځان په انتقاد کي صادق او ریالیسټ واوسي. ځان پخپله اغفال نه کړي.

اې ښاریانو!

ښه خبر شئ!

دا بلا توره بلا چي دننه ناسته په دې ښار ده.

له کوم بل پردي هیواده خو راغلې دلته نه ده.

دا بلا ده په دې کور کي روزل شوې.

له دې سیمي پاڅېدلې،

پخپل لاس مو له خپل ځانه راویستلې،

په خپل ځان مسلط کړې،

دا بلا ستاسو بلا خپله بلا ده.‌

ځکه ځکه تاسو هر یو،

ښاماران ساتئ روزئ پټ

په سینو په خپلو زړو کي.

چي ښامار نور هم لوی شي زورور شي.

خلاصېدای له دې ښاماره نشئ

دا ښامار وژلای نه شئ
تر څو تاسو را پا نه څئ.

دا ښامار پخپلو زړونو کي مړ نه کړئ نابود نه کړئ

که د نفس بده بلا کړي څوک نابوده

نو به هله د بلا توري بلا څوک خوراک نه شي

که د خپل زړګي ښامار مو قرباني کړو،

نو به هلته تاسو نه شئ قرباني د لوی ښامار مار. (۱۶۷-۱۶۸)

لاروی د یو اګاه مبارز په حیث د یوې ټولني په پرابلمونو کي د هغې جامعې د  داخلي قواوو د میکانیزم، تضادونو، او جوړښت رول تر بل هر شي بارز ګڼي. د یو مسول مشر په توګه خلګ خپل ځانته متوجه کوي. پرګنې د اجتماعي مسولیت منلو ته رابولي. لاروی بار بار خلګو ته وايي چي ستاسي نفس او زړونه خراب سوي دي، او له همدې سببه توره بلا در باندي مسلطه سوې ده. په اخر کي، دا اخطار هم ور کوي چي د جامعې د خلاصون یوازنۍ لاره دا ده چي خلګ اول په خپلو زړونو کي ښامار وژني، څو د لوی ښامار قرباني نه سي.

اې ښاریانو!

لاندي هلته د هغې هسکي ماڼۍ په ژور تل کي،

لوی زندان دی،

زندانیان پکي پراته زنځیر تړلي.

پاڅئ پاڅئ!

زندانیان واړه آزاد کړئ!

زنځیرونه زولني کړئ ماتي ماتي،

د زړګي د ماڼۍ هغه معماران چي شړل شوي،

تللي پټ دي چرته سمڅو مغارو کي

دا ماهره معماران بیا راستانه کړئ!

د زړه خونه دوباره کړئ پرې آباده.

تر څو تاسو د ښامار خوراک نشئ. (۱۶۹)

لاوری ښاریان انقلاب ته پاروي. ورته وايي چي پاڅئ جیلونه مات کړئ، زندانیان ازاد کړئ. ځکه پدې زندانیانو کي د ښار نخبه ګان، منورین، هنرمندان،‌ او معماران شامل دي. لاوری ورته وايي چي دا معماران بېرته راستانه کړئ، خپل ښار او د خپل د زړه خونه پرې آباده کړئ. لاروی د ټولني په ابادولو او باثباته کولو کي د تحصیل کرده او منورینو نقش ته زیات اهمیت ورکوي.

د دې وینا پر وخت د ښار ستر راهب هم هلته په یوه ګوښه کي چپ ولاړ وي، او د لاروي ټولي خبري واوري. راهب د ځان سره په سوچ کي سي،‌ او داسي وايي:

دا سړی خو رشتیا مجنون دی لیونی دی.

ځکه ځکه

دغه سر د ټول اسرارو،

دغه رمز د ټول رمزونو،

دغه اسم محضه،

هسي هسي بې پردې بیانول آسان کار نه دی.

زه حیران یم،

چي دا رمز د ټول رمزونو ده په څه شان پیدا کړی؟

دا سړی ګرچي مجنون دی،

خو ښکارېږي له دې هسي بیانونو،

چي د حال مقام خاوند دی.

راهب پوه شو،

چي دا هسي شان بیان دغه خبري چي مجنون کړي،

دا خبري د دې ښار د عالم نه دي،

دا د بل جهان آواز دی.

یوه دنیا په ړنګېدو ده.

یو دفتر د زمانې په ختمېدو دی.

دا خبري همه واړه رسېدلې فرماندار ته.

دی ښه پوه وو چي مراد د مجنون څه دی؟

نو ترخه خندا به ئې کړله زهرناکه

بیا ئې ووې:

دا سړی خو لیونی دی.

هم بې زوره بې قدرته.

د ښار نظم ته خطر پېښوی نه شي.

مګر ورو ورو،

ځیني ځیني د ښار خلګ چي به کله شوه فارغه،

د شاقه سختو کارو نه،

نو د شپې به په تورتم کي غونډېدل دوی،

د مجنون ځیني خبري به ئې پټي یادولې،

ګونګوسی به ئې کول پټ

زندانیانو په تورتمو زندانو کي،

دا خبري اورېدلې،

په خپل زړه کي ئې ساتلې،

منتظر آماده ناست وو کوم فرصت ته. (۱۶۸-۱۷۰)

د لاروي دې فصیح او تارخي وینا نه یوازي د ښار د لوی راهب نظر ور بدل کړ، بلکي د نورو ښاریانو په ذهن کي هم د لاروي په برخه کي مثبت نظر مخ په زیاتېدو سو. دلته حتی د ښار ستر راهب لا وايي چي دا اسرار او رمزونه داسي ازادنه په عام محضر کي ویل اسان کار نه دی، او د راهب په ګومان لاروی د «حال او مقام خاوند» دی. او یقینا دا د بل جهان آواز دی.

راهب پوهېږي چي د تاریخ یوه دوره مخ پر ختمېدو ده، او یو نوی پړاو پیلېږي. د زمانې یو دفتر تړل کېږي، او یو نوی فصل شروع کېږي. استبداد سقوط کوي. لدې وینا راوروسته، لاروی په ښاریانو کي په یو محبوب او ولسي مشر باندي بدلېږي. او حتی زندانیان هم یو فرصت ته انتظار ناست دي،‌ هغوی هم پوهېږي چي اوس یا وروسته به استبدادي نظام له مینځه ځي،‌ او ډیر ژر به هغوی بیا ازاد سي.

په ارګ کي د دیکتاتور، لاروي، او د آزادۍ د الهې نهايي ملاقات:

د دیکتاتور، د آزادۍ د رب النوعي، او لاروي نهايي ټکر هله پېښ سي چي امیر غضب بالاخره دېته اړ سي چي لاروی او د آزاۍ الهه خپل دربار ته ور وغواړي. پدې ناسته کي،‌ دیکتاتور پوهېږي چي نور ئې وخت ختم سوی دی. دوران ئې پای ته رسېدلی دی. او یو سیاسي انقلاب او بدلون راتلونکی دی.
ستر ټولواک له هغوی څخه پدې غرض پوښتني کوي، څو د هغوی اصلي  هدف، مقصد، او مرام ځانته معلوم کړي. لنډه دا چي ډيبریف ئې کړي.

فرماندار لومړی مخ واړاو لاروي ته،

په زېږه ترخه آواز ئې ورته ووې:

اې پردیسه مسافره!

چي د بل پردي هیواد ته ئې راغلی.

په دې ښار کي اوسېدلې،

موږ پناه تا ته در کړې!

زه خو اورم چي ته خلک رابلې تل،

چي د خپل پلرونو نیکونو معبد پرېږدي،

پخواني دود رواجونه  کړي همه تر پښو لاندي،

د زړو خپلو پخوانیو عقایدونه لاس واخلي،

او د دې ګدايي ګري ناشنا پیغلي پرستش ته غاړه کښېږدي.

دا رشتیا ده؟ (۱۷۲)

دلته دیکتاتور لاوری،‌ لکه سقراط، د نویو عقایدو او خدای په معرفي کولو باندي تورنوي. ورته وايي چي ته خلګ له خپل تاریخ او فرهنګه لیري کوې، ته زموږ پخواني فرهنګي رواجونه تر پښو لاندي کوې. لاروی ستر ټولواک ته داسي جواب ورکړي.

اې د کل جهان باداره فرمانداره!

ستا معبد خو نوی نوی نو بنا دی.

نه ئې کلک نه ئې پاخه دي دیوالونه،

نه ژور مستحکمه تهدابونه.

د دې سیمي رښتینۍ اصلي واکداره،

رب النوعه د بهار وه، الهه د عشق او میني.

په دې ځای کي میشته خلګو،

د هغې ښکلي دلداري پرستش کړو.

چمنونه شنه دښتونه ئې معبد وو.

د زړه مینه د هغې د عبادت ځای.

زه چي تلمه لدې ځایه،

هغه ښکلې نیمه خدایه په بستر د شنیلو لا ګرځېدله.

غرڅنو ئې شنه لمنه بویوله ښکلوله.

اوس چي بېرته راستون شوی،

هري خوا ته ریګستان دی،‌ وچي وچي صحراګاني.

بیابانونه د اغزو ډک ترې را تېر شوم.

نه چمن وو نه باغونه نه ځنګلونه.

چي راورسېدلم دلته،

نو لیدل مي:

چي د زړه خونه ویرانه ړنګه ړنګه کنډواله ده.

هم دننه پکي ناست یو تور ښامار  دی.

خلګ وینم چي روان دي په بې لارو شړو لارو،

پرستش د اژدها کړي.

اې د کل جهان واکداره!

زه اوس دا لوی حقیقت بیانومه هر هر چا ته. (۱۷۲-۱۷۳)

لاروی دیکتاتور ته وايي چي تا تاریخ تحریف کړی دی. ستا لاره او دین نوی او بې بنیاده دی. د دې ملک اصلي واکداره د «عشق او میني» الهه وه. دلته خوشحالي وه، آزادي وه. مګر له هغه وخت راهیسي چي تا قدرت غضب کړی دی، او ستا نامشروع حکومت روان دی، دلته هر څه په ریګستان بدل سوي دي. هر څه وچ او تباه دي. لاروی وايي چي کله زه بېرته خپل وطن ته راستون سوم، ما ولیدل چي د زړونو خونه ورانه او ړنګه سوې ده. خلګ ګمراه سوي دي. د اژدها پرستش کوي. د یو نامشروع دیکتاتور حاکمیت ئې منلی دی. خو اوس چی زه راغلی یم زه هر چا ته حقیقت وايم، زه افشاګري کوم. زه ستا تخت او بخت در خرابوم.

د غضب اور ئې لمبه شو په څېره کي.

یوه شېبه نیمه په چرت شو.

بیا ئې وکړه یو خندا د زهرو ډکه.

ځان سره ووې:

پروا مه کړه!

دا سړی خو لیونی دی بې قدرته ناتوانه.

بیا ئې مخ کړو لاروي ته د دوهم کرت د پاره.

په پسته ظاهري ژبه ئې تپوس کړو:

اې پردېسه مسافره!

راته وایه!

د دې ښار ښکلو نجونو کي تا څنګه غوره کړي،

دا خیرنه دا سوالګره بې کماله بې جماله؟

او زما وفادار خلګ زحمت کښه رعایا بیا،

رابلې ته چي سرونه په سجده ورته نسکور کړي؟

 د استبداد د سقوط یوه علامه دا ده چي ستر ټولواک غفلت کوي، او لاروی یو ناتوانه او بې قدرته کس انګېري.‌ دغه راز غواړي چي د آزادۍ د رب النوعي تحقیر کړي، او سوالګره،‌بې کماله، او بې جماله ئې یادوي. بلخوا، ستر ټولواک غواړي چي لاروي ته ښایسته ښځو د وړاندي کولو غیر مستقیمه بلنه هم ورکړي. غواړي چي لاروی فاسد او کورپټ کړي.  د لاروي څخه سوال کوي چي ته ولي زما رعایا (مملکت خدا داد) زما پر خلاف راپاروې، او د ازادې د الهې حاکمیت ته ئې رابولې؟

لاروي ورته جواب کړو:

اې د کل جهان باداره فرمانداره!

خبر نه ئې؟

د ښامار زور قدرت خو فقط پروت دی،

په هغه بېره او ډار او واهمه کي،

چي دا خلګ پرې اخته دي.

که دا بېره شي زایله،

دغه ډار او واهمه له مینځه لاړ شي،

نو ښامار یو دم سقوط کړي نابود کېږي.

ښه پوهېږې:

د ښامار د قدرت رمز او د ښامار د مرګ طلسم فقط دا دی.

او همدا شان

د بهار د رب النوعي زور قدرت خو،

فقط پروت دی، د ژوندو زړونو په شور کي.

سر مستۍ چي شي محدوده،

آزادي چي شي تبعیده.

ښاپېرۍ د عشق سقوط کړي،

څانګ ورزي ئې ماتېږي.

دا لیلی دا شین کمیس ناشنا پیغله،

چي هیڅوک ترې خبر نه دی د هیچا پرې نظر نشته،

دا یو وخت کي الهه د نو بهار وه.

دا خو هغه زمانه وه،

چي مستان آزادګان ټول

د دې سیمي واکداران وو.

بیا چي کله واهمې او بېري ډار زوړنه تسخیر کړل،

بینايي له سترګو لاړه.

خلګ واړه شول محرومه،

له  دې هسي همیش ځواني هم لرغوني رب النوعي له دیداره.

خلګو واړول مخونه له هغې نه.

د ښامار په پرستش ئې کړل لاس پوري.

نو هغه بیا بهر ووته له ښاره.

هلته کښېناسته په خاورو،

د هغې لاري په خوا کي،

د خپل ورک مسافر لاره ئې څارله.

دا خو هغه مسافر وو، زوړ اشنا د زمانو اوږدو قرنونو،

چي ترې ورک و،

ورک د ورک سمندر غاړو پوري تللی،

اوس راغلی راستون شوی.(۱۷۴-۱۷۶)

دلته لاوری بېرته خپل پخوانی استدلال بیا تکراروي، او فرماندار ته وايي چي ستا حکومت پر ډار، ترور، او اختناق باندي ولاړ دی. ستا د استبدادي نظام اساسا د خلګو پر ډارولو باندي بنا دي، خو هر کله چي دا بېره او وهم د خلګو له زوړنو څخه ووځي، بیا نو ستا تخت او بخت ورانېږي. ستا ظلم او استبداد ختمېږي.

لاروی د ښار دیکتاتور ته وايي چي د ازادۍ د رب النوعي زور او کشش د خلګو په زوړونو کي پروت دی. د دې د حاکمیت په دوران کي، آزادګان او مستان د سیمي واقعي واکداران ول. هله عشق وو،‌ دوستي وه، او برابري او مساوات وو.

مګر کله چي خلګو د ازادۍ حمایت خوشي کړ، او ستا استبداد حاکم سو. دا هم له ښاره ووتله، او د لاري پر سر ناسته وه، او د یو انقلابي ناجي په تمه ئې انتظار کاوه. او اوس، زه، د انقلاب استازی، بیا راستون سوم.

خو افسوس چي،

دلته سترګي ډیري سترګي نابینا دي،

رڼاګاني د رشتیا د حقیقت لیدلای نه شي.

ډیر غوږونه ټپ کاڼه دي،

ترانې د ژوندانه اوریدی نه شي.

که نه یو نظر پکار دی د لیلی په څیري بشر ته،

د ژوندون د سپین سبا رڼا ځلېږي،

خو افسوس چي بینايي په چا کي نشته،

خبر نه دي لیلی څوک ده.

بیره ډار او واهمې خو،

د دې خلګو په غوږونو زړونو سترګو ناشنا مهر لګولی.

اورېدی نه شي آواز د حقیقت نور،

او د دې سیمي ټول خلګ

چي تل ویني ستا څېره کي،

سرې لمبې د غضب قهر،

لیدلای نه شي رڼاګاني د رشتیا د حقیقت هیڅ،

اې واکداره! زمامداره!

ستا سقوط ستا انحطاط خو زه ښه وینم،

ستا په بېره ستا په ډار کي. (۱۷۶-۱۷۷)

لاروی د خلګو د سیاسي وضعیت جاج اخلي، او وايي چي ښاریان ړانده او کاڼه دي. د زوړنو چینه ئې وچه سوې ده. پر زړونو ئې مهرونه لګېدلي دي. ستا حاکم اختناق هغوی دونه ډارولي دي چي حقیقت لیدلای نه سي. د حق پلوي کولای نه سي. مګر اوس زه ستا سقوط او انحطاط په سترګو ګورم، ځکه ته د خلګو له زوره ډارېږې. انقلاب را روان دی. دا انقلابي جریان به نور هم قوت واخلي، او ستا سلطنت به ړنګ کړي.

ښه خبر شه!

هغه شور ما شور چي اورې ته په شپو شپو،

دا به نور لا پسي زیات سي.

سر مستان آزاد ګان ټول شورشیان به،

زولنې کړي خپلي ماتي،

له بندونو زندانونو نه به را ووځي.

قلاګاني حصارونه به په اور لمبه لمبه کړي.

رڼاګاني به پیدا شي.

ړندې سترګي به بینا شي. (۱۷۷)

دلته لاروی امیر غضب ته اخطار ور کوي چي ستا دور ختم دی. ستا د حاکمیت اخر شېبې رارسېدلي دی. ځکه ډیر ژر به جیلخانې ماتي سي. سیاسي قیدیان به ازاد سي. ستا حصارونه او کلاګاني به ماتي کړي. د خلګو سترګي به بینا سي، او عمومي انقلاب او قیام به وکړي. د لاروي خبرو ته د دیکتاتور حوصله ختمېږي، او د آزادۍ له رب النوعي سره سوال جواب شروع کوي، او غواړي چي د هغې له حال او احواله ځان خبر کړي.

ستر واکدار چي دا خبري واورېدلې،

ډیر په قهر په غضب شو.

هم د زړه په ژور تل کي،
له مجنونه بېره ډار ورته پیدا شو.

مخ ئې واړاوه په قهر په غضب بیا،

ناشنا پیغلي ته ئې غږ کړو، ورته ووې:

اوس ته وایه چي ته څوک ئې؟

شالیلی څیري ګریوانه،

کبرجنه بې پروا هلته ولاړه،

په مکیز مکیز مسکی شوه.

کوم یو دوري دوري ځای ته ئې کتله.

خوږ آواز ئې،

د مانۍ په دهلیزونو تالارونو،

د مانۍ لاندي دننه تاخانو کي،

انګازې ناشنا کولې.

داسي ووې:

زه خو زه یم! زه لیلی یم!

زه د میني رب النوعه، الهه د نو بهار یم.

زما ملک خو هغه ځای دی،

چي سر مسته شورشیان ئې واکداران دي.

د آزاد و مینانو زړه زما د قدم ځای دی.

….

زه به ځم بیا به کښېنمه بهر هلته،

بیا به لاره زه څارمه،

چي بهار یو‌ ځل بیا راشي،

راستانه شي سر مستان ټول،

مینان د آزادۍ انقلابونو. (۱۷۷-۱۷۹)

د ازادۍ او عشق الهه ستر ټولواک ته وايي چي زه د آزادګانو او مېړونو په وطن کي حاکمیت کوم. ذلیل او زبون ولسونه ما نه سي ساتلای. ځکه زما ساتل قرباني غواړي. اما او اوس زه ځم څو د آزادۍ مینان او انقلابوبیون پيدا کړم، بیا به د استبداد ماڼۍ ړنګه کړم. خو حقیقت دا دی چي انقلاب او ازادي راتونکې ده،‌ او ستا د استبداد دوران ختم دی. کله چي د آزادۍ الهه او لاروی ستر دیکتاتور په ولسي قیام باندي تهدیدوي، ستر ټولواک ډارېږي، او د توقیف امر ئې نه ورکوي. ځان پخپله غولوي او وايي:

دا خو دواړه لیوني دی.

زه بېرېږم،

چي د دوی له لیونتوبه کوم خطر را ولاړ نه شي.

کوم ساري لیونتوب نه وي او په نورو پوري نه شي.

د ښار خلګ ټول اخته په جنونه نه کړي.

بیا فوري لاروی او لیلی دواړه

وشړل له خپل درباره له حضوره.

….

لاروي د نیمو شپو خو،

د هغې سیمي د خلګو په ذهنو کي،

لوی مقام و پيدا کړی،

د غیبي قدرت خاوند ورښکارېدلو.

فرماندار وبېریده چي،

دغه شخص که زنداني کړي یا ئې وشړي له ښاره،

کوم شورش کوم بغاوت را پیدا نه شي،

نو ئې ځکه لاروی نه زنداني کړو نه ئې وشاړه له ښاره.

چاره بله پاتي نه وه،

دا خو ځکه چي بېشماره زندانونو تاخانې وې زمکي لاندي،

واړه واړه وو ډک شوي،

په یاغیانو شورشیانو لیونیو،

د لیلی او مجبون د پاره ځای پکي هیڅ نه وو. (۱۸۰-۱۸۱)

که څه هم د ښار دیکتاتور د اوضاع په وخامت باندي پوهېږي، خو د لاروي او د آزادۍ د رب النوعي پر ضد کوم اقدام نه کوي. او داسي ښکاري چي نور یې عقل او بصیرت له مینځه تللی دی، او فکري نظام ئې فلج سوی دی. بلخوا، دیکتاتور ډارېږي چي د لاروي په بندي کولو سره ښايي په ښار کي عمومي بغاوت رامینځته سي. دوهم دا چي امیر غضب دونه خلګ بندیان کړي دي چي نور په محبسونو کي ځای نسته، او بېشماره سیاسي مخالفان، منورین، لیکوالان،‌ او هنرمندان پکي قیدي ول.

ابدي څرخ

پدې وروستي فصل کي، مجروح یو کرت بیا د خپل سیاسي فلسفې مهم ټکي او د تاریخ د فلسفې جریان راته بیانوي. دلته مجروح د استبداد او دیکتاتوري اختتام ښيي، او دا راته وايي هیڅ شی ابدي نه دی. استبداد هم یوه ورځ حتما ختمېږي. وخت ئې پوره کېږي، او د زمان وینه ئې بالاخره بدنه خوري. پدې فصل کي، دیکتاتور نور د عدم په لور روان دی. د ماڼۍ دیوالونه ئې درزونه کوي. په ښار او زندانونو کي د شورشیانو اعتراضات او مظاهرې ډیرېږي، او د خلګو عمومي مخالفت ورځ په ورځ زور اخلی.

استاد مجروح د خپل اثر په نتیجه کي داسي فکر کوي چي د ازادۍ او دیکتاتوري تر منیځ شخړه به ابدي وي. دا مبارزه به دایما د انسان او جامعې په ژور بطن کي روانه وي. که انسانان هوښېار، مسول، او په سیاسي چارو کي دخیل وي، هله به ازادي، امن، او خوشحالي وي. خو کله چي بنیادمان د ځانځاني ښامار ښکار سي، خود پرستي زیاته سي، غفلت وکړي، او له تاریخه بې خبره سي، هله به دیکتاتوري حاکمه وي.

مجنون پاتي حال ویجاړی هلته ناست وو،

د خپل ښار په کنډواله کي.

د عالم په تماشه وو.

د زمان دفتر برسېره ورته پروت وو،

له اغازه تر انجامه

له ذرې تر کهکشانه

هم ماضي او مستقبل غاړه غاړۍ وو،

….

تر څو شپه یوه د شپو وه،

لاروی په کنج کي ناست وو.

د افق توري لمنې ته ئې کتله.

یو ناڅاپه ورښکاره شوې، هلته دوري،

رڼاګاني زیاتي، زیاتي، په تورتم کي ځلیدلې.

دی راپاڅېده له ځایه، په رڼا پسې روان سو.

ټوله شپه ئې مزل وکړ.

چي سبا شو سپین سبا شو،

لاروی د یو سیند غاړي ته نژدې شو.

سیند اوار ډک بهېدلو،

د سیند غاړي وې آبادي.

چمنونه شنه پراته وو، سره ګلونه غوړېدلی.

باغ او بڼ کي د مرغانو شورماشور وو

پیغلي نجوني ښکلي ښکلي.

ښه ځلمی ښایسته ځوانان وو.

محبت و صفايي وه، ښکلول وو زغلول وو.

مشران سپین ږیري ناست په دېره کي،

مرکې وې مشورې وې

ماشومان د سیند په غاړه لوبیدل ټول

شورماشور وو غلغلې وې.

او بیا هغه ناشنا پیغله

زوړ کمیس څیري ګریوانه،

ګرځېدله مسته مسته خرامانه،

شین کمیس نری شفاف ئې وو په تن کي نوی نوی.

د وحشي ګلونو تاج ئې پاس په سر پروت.

….

لاروی د نیمو شپو چي دا حال ولید،

بې اختیاره په خندا شو.

ځکه پوه شو،

چي له سره بیا شروع سو، یو ځل بیابیا،

زوړ داستان د قهرمان ستر پهلوان ستر،

او د ښکلي رب النوعي الهي د عشق او میني،

یو ځل بیا له سره پیل شوه

افسانه لویه اوږده د تور ښامار مار. (۱۸۲-۱۸۸)

نتیجه:

کله چي لاروی د تاریخ فلسفه درکوي، او د آزادۍ او استبداد تر مینځ د ابدي مقابلې په اسرارو باندي واقف کېږي، هغه خاندي او لدې کشف څخه لذت وړي. لاروی پوهېږي چي هر انسان، هر نسل، او هره تاریخي دوره به د آزادۍ او اختناق تر مینځ دا دایمي مبارزه امتحانوي. دا جنګ به تلپاته وي. د عدالت او ظلم تر منیځ، د مساوات او نابرابرۍ تر مینځ، او د نور او ظلمت تر مینځ به مدام د تاریخ په ژور تل کي جنګ، جدل، او زورازمايي دوام لري.

والسلام

واحد فقیري – واشنګټن

د مارچ ۱۶، ۲۰۱۷

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *