Categories
اعلان

د لغمان استازي: د لغمان راتلونکي ته خوشبین یو

داڅرګندونې د لغمان ولایتي شورا غړو  د ولایت مقام رهبري سره نوبتي غونډه کې وکړي،په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د اقتصاد  او فواید عامې رئیسان  او دبرښنا امر هم  رابلل شوي وه چې پيلیزو خبرو کې د اقتصاد رئیس انجنیر محمداغا مبارزد ۱۳۹۶ مالي کال د ځانګړې شوې بودجې په اړه وویل: په نوي مالي کال کې تر بل هر وخت لغمان ته زیاته بودجه  څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره ځانګړې شوي چې تر یوولس میلیونو ډالرو زیاته يې اختیاري بودجه ده،چې ګڼې سترې او  وړې پروژې به پرې تطبیق شي، دښاغلي مبارز په وینا داختیارې بودجې په دغو  ۲۲ پروژکې د وطنګټو او کله ګوش بندونو او دګمبیري کانال سروې ګانې هم شاملې دي.

دفواید عامې رئیس انجنیر نصرت اغاسنګرخېل  بیا  وویل:  دباپښ سرک دوطلبي او لومړني تخنیکي کارونه خلاص شوی،اړوند بریالي شرکت ته د کار دشروع مکتوب هم ورکړل شوی چې ژر به يې ساختماني کارونه پيل شي. دښاغلي سنګر خیل په وینا په   ۱۳۹۶  مالی کال کې به د شهیدانو تر بادپښ،سرخکانو تر مهترلام او د مهترلام حلقوي سرکونو  کارونه هم پيل شی .

دبرښناامر انجنیر اکرام اله عابد چې همدې غونډې ته رابلل شوی ؤ وویل:   دلغمان په مرکز او اولسوالیو کې دبرښنا شبکې غځولو چارې يې ښې روانې دي، څلور زرو کورنیو ته دبرښنا شبکه غځیدلي او ژر به يې پرانسته وشي،دښاغلي عابد په وینا په ۱۳۹۶ کال کې تر سل میلونو افغانیو بودجه دلغمان ولایت  برښنا ته ځانګړې شوي چې  په دغه ولایت کې به پرې دبرښنا رسونې چارې ترسره   او زرګونه کورنۍ به دبرښنا برخمنې شی.

د ولایتي شورا استازو  د راپورونو په اوریدو  خوښي وښوده او یاده يې کړه چې لغمان پر ښه لورې روان دی، او دوی  دلغمان  ښې راتلونکي ته خوشبن دی ،د ولس استازو هره بریا او لاسته راوړنه د ولایت مقام دښې رهبري پایله یاده کړه او یادونه يې وکړه چې د ولایتي ادارې ښه مدیریت ددې لامل شوي چې په دغه ولایت کې په امنیتي ،انکشافي او حکومتدارۍ برخوکې  دپام وړ  لاسته راوړنې ترلاسه شی.

د خلکو استازو ددې ترڅنګ دښاري بې نظمیو او ددولتي ځمکو دغصب په برخه کې  یو لړ اندېښنې هم د ولایت مقام رهبري سره شریکې کړې او  په ټولو ملي بهیرونو کې يې د ولایتي ادارې درغنده اقداماتو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې دټېنګې همکارۍ ډاډ ورکړ.

لغمان والی عبدالجبار نعیمي  دلغمان هر اړخیز پرمختګ او امن خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او  د خلکواستازو ته يې ډاډ ورکړ چې دلغمان دمتوازن پرمختګ او ډاډمن امن دتامین لپاره يې تلاشونه جارې دي، په نوي مالي کال کې به ګڼې پرمختیايي پروژې پيل  اویو شمېر نورې چې کارونه يې روان دی پای ته ورسوي.

ښاغلي نعیمي ددې ترڅنګ د ولایتي شورا له استازو وغوښتل چې د امنیت په تامین او د امنیتي سکتور دچارو په سمون کې لازیاته همکاري وکړي او  هم دغصب پرضد روانه مبارزه کې د خلکو د استازو په توګه د اړوند ادارو سره رغنده مرسته  وکړي. ترڅو پراخې دولتي غصب شوي ځمکې له غصب خلاصې او د پرمختیايي پروژو چارو ته د تطبیق زمینه برابره شی.

۲۶ /۱۲/۱۳۹۵

دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *